تعبیه شوی چاودیدونکی وسیله

تعبیه شوی چاودیدونکی وسیله (په انگرېزي:Improvised explosive device یا IED) ځای پر ځای شوي چاودیونکي توگي یو ډول بم دي چی دودیزي نظامی طریقي په خلاف په نورو طریقو جوړېږي او کارېږي. نوموړي چاودیدونکي توکي کېدلای سی ځان وژونکي بم په شکل کار وکړي لکه په ځان پورې تړلی ځاي پر ځاي سوي چاودونکي توکي، دغه راز د لېري څخه کنترل سوی ځاي پر ځاي چاودېدونکي توکي په موټر کی ځاي پر ځاي سوي چاودېدونکي توکي تعبیه شوی چاودیدونکی توکي، چاودونکي شکل لرونکي مردک او د فشار په مرسته چاودېدونکي وسیله هم په دی ډلې کی راځي. دغه چاودونکی وسله په ځانگړي ډول په کورنیو جگړو او ځایی جگړو کی د مخالفینو ډلو لخوا کارېږي.[۱]

د چاودیدونکی وسیلې په مرسته ویچاړ شوی پوځي موټر

چاودونکي شکل لرونکي مردک سمول

آر لیکنه: چاودونکي شکل لرونکي مردک

 
چاودونکي شکل لرونکي مردک

چاودونکي شکل لرونکي مردک د هغو چاودونکي بمی سیستمونو یا په زره سوری کوونکی مردکونو څخه دی چی د زره پوښ د موټورونو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي.

تعبیه شوی چاودیدونکی وسیله سمول

تعبیه شوی چاودیدونکی وسیله یو ډول بم دي چی چاودېدونکي او آتشگیر توگې لري. دغه چاودېدونکي وسیله د موټرونو، تانکونو د منځه وړولو لپاره ورڅخه کار اخیستل کېږي. دغه بم پوځی چاودېدونکی مواد (لکه هیکسوجن، اوکټوجن، تی ان تی، پینټریټ)درلودلای سی خو اکثریت بمونه د غیر پوځي چاودېدونکی توگو (لکه امونيم نايټرېټ او هېکزامېتيلين ټرايپرآکسيډايامين) څخه چوړ شوی دی. هر چاودېدونکی وسیله عادتا د ۲ یا ۵ برخو څخه جوړ شوی ده. د هغو برخو څخه چاودېدونکی ماده چی د توپخانې مرمری یا صنعتی چاودېدونکی توکو څخه جوړ شوی ده، اصلی برخه ده. خو څو بمونه د مایع شوی گاز محتوي درلودلای شی. په دی وسیلې کی انرژي منبع او د سویچ صندوق هم شته. دغه چادونکي وسیله په ځانگړي ډول د پوځی موټورونو (لکه هاموي) او کم زره پوښ موټورونو (لکه HMMWV او پانډور) د منځه وړولو لپاره تر ټولو آغېزمنده ده. دغه ډله موټور اواره شاسی لري چی د چاودنې قدرت وجذبوي. خو په اوس وخت کی خاصی موټورونه چی د MRAP یا Mine-Resistant Ambush Protected په نوم یادېږي جوړېږي. دغه ډله زره پوښ موټرونه خاصی شاسی لری چی د V توري په شکل جور شوي دی. دغه خاصی شاسی کولای شی د چاودنې قدرت وکږوي.[۲]

سرچیني سمول

  1. http://www.armadninoviny.cz/ied-v-afghanistanu-hrozba-prichazi-z-pakistanu.html
  2. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ نومبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)