تانبه:ژونپوهنه/پېژندنه


ژوندپوهنه هغه علم دی چې د ژوندیو مجودات راپېژني. دا پوهه د ژوندیو موجوداتو د پیدایښت څرنګوالی، له چاپېریال او یو بل سره ددوي راکړه ورکړه تر څېړنې نیسي. د ژوندپوهنې سترې څانګې له فیزیولوژي، کالبتپوهنه، توکمپوهنه، مالیکولي ژوندپوهنه، او سلولي ژوندپوهنه دي. په ژوندپوهنه کې د ژوندیو موجوداتو د غړیو د رشد او نمو څخه هم بحث کېږي. ژوندپوهنه د ژوندپېژندنې سیسټمونه د د جامعیت، تکامل، تنوع، تسلسل او عمل و عکس العمل (غبرګون) پر بنسټ او مفاهیمو توصیفوي.