تانبه:ژوندليک/پېژندنه

Icon

ژوندليک (د ژوند او ليک يو تړنګنوم په يوناني ژبه بايوګرافي نه راوتلی چې دا پخپله د بايوس (βίος), چې د 'ژوند' مانا لري, او ګرافين (γράφειν), چې 'د ليکلو'مانا لري، راوتلی) د ادبيات او فلم يو ځېل دی چې د يوه نامتو شخصيت د ژوند پر اهمو پېښو نژدې يوه بشپړه رڼا اچوي. او لوستونکی يا ليدونکی د يوه شخص د ژوند له حالاتو خبروي. که څه هم چې يو ژوندليک کېدای شي چې د يوه خيالي شخصيت د ژوند په پېښو هم رڼا واچوي خو د ژوندليک اصطلاح بيا د يو غيرخيالي شخص پر کړنو او ژوندپېښو هم مالومات برابروي. د خلکو د ژوند لنډيزليکونو لکه پېژنيالونه، کوريکولم ويته ته ناورته يو ژوندليک په پرله پورې توګه يو حکايتي بڼه لري چې د يوه شخص کرکټر، شخصيت او ټولنيز اړخ تشريح کوي.