تانبه:فلسفه/پېژندنه

د فيلسوفانو له آنده د فلسفې تعريف داسې شوی چې فلسفه د غور او فکر يوه فعاله ځليزه ده . د فلسفې په هکله هېڅ يو تعريف هم تر اوسه پورې په نړېواله کچه همغږئ ته ندی رسېدلی . خو پر ځای ېې ښايي چې د يوې نوې ټيټې کچې مفکورې آند ېې زېږولی وي . مېټا فلسفې (د فلسفو فلسفه ). د فلسفې د ويکې آرپوهنه (فلاسفي) له لرغوني يونان څخه سرچينه رااخلي .دا وی د فيلو له کلمې څخه را اخيستل شوی (مانا ېې داسې ده . مینه لرل ، يا ملگرتيا) اودتړنگنوم (سوفيه) چې مانا ېې د پوهنه . د همدې اصطلاح کارونه په نوې بڼه ېې ډېره وړه راوځي . دا اصطلاح د پوهاندو په ځانگړې علمي او د هغوی د غني تاريخي عنعنوي ژوند او دود پورې اړونده څرخي .په ۲۰مه زېږدي پېړئ کې ، فلسفه د لا نورو ځانگړتياؤ له کبله په رازو ټولگو ووېشل شوه . شننيزه فلسفه ، کومه چې د انگلوـامرېکن اکاډميکې مفکورې باندې ولاړه ده ، دا تيپيکه (ځان رازه ـ سټيريوټيايپ ) د رايگور لخوا بېله شوې د نوموړي له آنده دغه د منطق خواته پام ورگرځولو باندې څرخي . کانټيننټل فلاسفي ، يا د لويې وچې فلسفه ، کومه چې د اروپا په لويې وچې پورې تړاؤ لءي ، دا هم يوې ځانرازې د اخلاقياتو په ځېل پورې اړونده ادبي او سياسي موخو ټولگه گڼل کېږي . ارستو يا ارسټوټل فلسفه په پينځو ځانگړو سکالويو گانو باندې ووډله . مېټافيزيکس ، اپيسټيمالوژي، اخلاق ، سياست، آيستېټکس . دغه د فلسې ووډنه يا تنظيم تر نن پورې په اروپا کې همداسې پاتې او کارېږي .