تاميل پړانګان

تاميل پړانګان چې په ديني لحاظ په هندويزم عقيده لري ، اوسمهال د ځان وژونکو بريدونو مخکښان بلل کېږی. [۱] د تاميل پړانګانو ډله په ۱۹۷۶ کال کې د وولوپيلا پاراباکرن له خوا د سنهاليانو ډېرکيو په وړاندې د تاميل لږکيو د حقونو د ساتنې لپاره رامينځته شو.[۲] تاميل پړانګانو د سريلانکا پر مرکزي حکومت تور ولګاوه، چې په ۱۹۴۸ کال کې د خپلواکۍ له اخيستو راهيسې دوی د سنهاليانو ډېرکيو په وړاندې د تاميل ژبو سيمې له پامه غورځول شوي او له دوی سره د توکمپالنې له مخې تبعيض کوي.[۳] د 1983 راهيسې، تاميل پړانګانو خپل هدف ته د رسېدو لپاره تاوتريخوالي عمليات ترسره کړي، چې پکې چاودنې، تښتونې، وژنې، ځانمرګي بريدونه او په دولتي تاسيساتو بريدونه شامل دي، او د دوی چريکانو د سريلانکا شمالي او ختيځې برخې اشغال کړې او په عملي توګه يې ونيول.[۴] د تاميل پړانګان له 1983 کال راهيسې د سريلانکا په شمال او لوېديځ کې د لږکيو لپاره د يوه خپلواکه هېواد د جوړولو لپاره جنګېږي، چې په دغو جنګونو کې له هغه وخت راهيسې شاوخوا اويا زره کسان وژل شوي دي .[۵] له سر شمېرنو سره سم د دې ډلې په څو ويشت کلنو جګړو او بريدونو کې په سريلانکا کې تر اويا زره ډېر کسان ووژل شول.[۶] د خونکارو د دې ډلې مشر پرابهکاران په ۱۹۷۶ کې د تاميل پړانګانو ( لبرېشن ټايګرز اف تاميل) بنسټ کېښود.[۷] دغه حرکت په اوله کې چريکي او غلچکي فعاليتونه کول، خو څو کاله وروسته يې، په ۱۹۸۳ کال کې، سريلانکا د يوې بشپړې کورنۍ جګړې په ډګر بدله کړه. تاميل پړانګان په خپلو پوځي هلو ځلو کې د متعارفو وسلو په استعمالولو سربېره د اوسنۍ زمانې د دوو خورا وحشيانه او بې رحمانه تاکتيکونو مخکښان هم شول.[۸] دوى له ماشومانو څخه په جګړه کې کار واخيست او بل يې ځانمرګي بريدونه پيل کړل. د ملګرو ملتونو د ۱۹۹۶ کال له راپور سره سم، تاميل پړانګان په لرې پر تو کليو کې لس کلن يا تر لسو کلونو د کم عمر ماشومان د ښځو او ماشومانو د وژلو لپاره کاروي. په همدې ډول د بشري حقونو د څار د نړيوالې موسسې د ۲۰۰۴ کال يو راپور وايي چې په نولس سوه نويمو کلونو کې د تاميل پړانګانو له څلوېښتو تر شپېته سلنه جګړه مار هغه کسان وو، چې اتلس کلنۍ ته لا نه وو رسيدلي.[۹] تاميل پړانګانو په ۱۹۸۷ کې د تورو پړانګانو ډله جوړه کړه. [۱۰] تورو پړانګانو به انتحاري او ځانمرګي بريدونه کول او ډېری غړي يې ځوانې او کم عمره ښځې وې. دوى چې به کله ځانمرګي بريد ته چمتو شوې نو دا وياړ به يې په نصيب کېدۀ چې له پرابهاکاران سره يوازې ډوډۍ وخوري او بيا د مرګ په سفر روانې شی.[۱۱] د راجيو ګاندي ترور د تورو پړانګانو د دې نوي تاکتيک يو خورا کامياب مثال و. راجيو ګاندي چې کوم وخت صدراعظم و، نو په ۱۹۸۷کال کې يې سريلانکا ته د هندوستان سوله ساتي عسکر استولي و. د ګاندی دغه کار په پړانګانو ښه ونه لګېد، نو کله چې راجيو ګاندي په ۱۹۹۱ کال کې د انتخاباتي مبارزو په لړ کې د هند د تاميل ناډو ايالت يوه کوچني ښارته لاړ، نو هلته ورباندې يوې مېرمنې ځانمرګى بريد وکړ او ويې واژۀ. د پړانګانو دې کار په هندوستان کې خلک د تاميل پړانګانو خلاف کړل او د هند حکومت هم د پرابهاکاران د نيولو او محاکمې ته د راکشولو غوښتونکى شو. [۱۲] هندوستان د تاميل قوم يو لوى اقليت لري او په همدې وجه د تاميل پړانګانو له هلو ځلو سره په هند کې يوه خواخوږي موجوده وه مګر د تورو پړانګانو قتلونو دغه خواخوږي خورا را کمه او په نفرت بدله کړه. په ۲۰۰۲ کال کې چې ژورنالستانو له پرابهاکاران څخه د راجيو ګاندي د قتل په اړه بيا بيا پوښتنې وکړې او دى يې را ايسار کړ ، نو ده وويل: دا يوه غمجنه پېښه وه چې اوس لس کاله ورباندې تېر دي او زه په داسې موقعيت کې نه يم چې تبصره ورباندې وکړم.[۱۳]

له تاميل پړانګانو سره د سريلانکا د دولت د سولې خبرې: سمول

د حکومتي ځواکونو او بېلتون غوښتونکو تر منځ نښتې روانې وې چې په ترڅ کې يې د دواړو غاړو د وسله والو او ملکي وګړو په ګډون شاوخوا ۷۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. تامليان په (١٨) او(١٩) پېړۍ کې دهندوستان نه وکوچېدل اوپه سريلنکاکې مېشت شول .[۱۴]

د تاميل پړانګانو د رامنځته کېدلو عوامل: تاميل وګړو په (١٩٨٣) م کال کې تامليانو دجفناپه جزيره کې وسله وال پاڅون پېل کړ .[۱۵]

تامليانو دخپل پاڅون لپاره ځنې دلايل درلودل: په سريلنکاکې ورسره نژادي تبعيض نه کاراخستل کېږي . په دولتي دندوکې برابره ونډه نه ورکول کېږي . دغلامانوپه ډول کړنه ورسره ترسره کېږي سريلنکا دولت د تامليانو وسله وال پاڅون احساساتي ، سرسري اوکم ارزښته وګاڼه مګر ددې سره سره د سريلنکا دولت د تاميليانو درواغوښتنو د پرځاى کولو هڅې پېل کړې . او د ډول ډول سهولتونو او په دولت کې د دندو ورکولو ژمنې يې هم ورسره وکړې [۱۶]

د تاميل پړانګانو د يرغلونو بېلګې : سمول

د تاميل پړانګو په غلچکي، هدفي او ځانمرګو بريدونو کې ډېری انسانانو خپل ژوند له لاسه ور کړ چې د هغې له دلې د سريلنکاولسمشره چندريکاکماراټنګا، د هند لومړی وزير راجيف ګاندي او په زرګونو ولسي وګړي اوپوځيان يادولای شو . د١٩٩٩ کال په وروستيوکې د سريلنکا په ولس مشرې چندريکاکماراټنګايرغل وشو چې په هغې کې نوموړ ې ښي سترګه له لاسه ورکړه په دې بريدکې(١٢)کسه مړه او(٣٠) ټپيان شول تاميليان زياتره د ګڼې ګوڼې پرځايونود بسونواو اورګاډو په تمځايونو هوټلونو او نورو مهموځايوکې بمونه چوي .

د تاميليانو ګوند لبر ببشن ټايګرز رازاف تاميل ايلام  ( L.T.T) په نوم يادېږي .
تاميليان ترپنځلس زره پورې وسله وال دي چې په دې وسله والوکې دنارينه وو ترڅنګ ښځينه هم شتون لري . 

تاميليانو پوځ ډېر غښتلى دى کله کله دسريلنکا پوځ شاتګ ته هم اړباسي .

دسريلنکاتقريباً (٤٠) زره پوځيان د تاميليانو پروړاندې جنګيږي د هوايي ځواک او توپوڅخه هم کاراخلي تاميليان غواړي چې دجافنا او د هغوى ټولې سيمې تر واکمنۍ لاندې راولي او د يوجلا اوخپلواک هېواد څښتنان شي خود سريلنکا دولت د دې سخت مخالف دى اوپه هېڅ ډول دې ته تيار نه دى چې جافناجلا اوخپلواک دولت شي 

په ٢٦ دمى ٢٠٠ ميلادي کال تامليانو په يوه نښته کې ٦٠ سريلنکايي پوځيان ووژل همدارنګه دروسي جوړ الوتکه يې هم رانسکوره کړه چې په دې کې سرلنکايي پوځيان سپاره و او جافناته يې وړل د سريلنکا د دولت او تامليانو ترمنځ دخبرواترو لپاره دناروې دولت ډېرې هلې ځلې وکړې خودناروى مرکچيان په دې کې پاتې راغلل او د حل کومه لار يې ورته پيدا نکړه د سريلنکا دولت د دې مشکل نه د خلاصون لپاره د ملګروملتو ، امريکا ، پاکستان، اواسرائيلو نه دځانګړو مرستوغوښتنه کړې ده .

دنړۍ ٣٨ هېوادونو دسريلنکا ددولت سره په دې برخه کې مرسته کړې ده د سريلانکا دولت د ډېرو اقتصادي ستونزوسره مخ دى . .

د سولې خبرې: سمول

د 1990 لسيزې له وروستيو راهيسې، تاميل پړانګان توانېدلي وو، چې په هغو سيمو کې خپل موقف پياوړی کړي چې د دوی تر کنټرول لاندې دي او په اغېزمنه توګه د سريلانکا په شمال کې يو خپلواکه دولت رامينځته کولو لپاره دوی ته لار هواروي. په 2002 کې، د سريلانکا د حکومت او تاميل پړانګانو ترمنځ د هېواد د کورنۍ جګړې د سوله ييز حل لپاره د خبرو اترو لړۍ پيل شوه، خو دا چې تاميل پړانګانو په بشپړ ډول له سريلانکا يو بېل هېواد غوښت چې سريلانکايي حکومت په کلکه د دوی غوښتنو ته د رد ځواب ورکړ، نو دا خبرې کومې پايلې ته ونه رسېدې، وروسته له لنډې مودې اوربند مات شو. په 2006 مېلادي کال کې، د سولې د خبرو اترو له ناکامۍ وروسته سريلانکايي پوځونو په کلکه د تاميل پړانګانو پر پوستو بريدونه وکړل او په تدريجي ډول يې د دوی ډېرې سيمې ورڅخه بېرته ونيولې. او بلاخره سريلانکايي پوځ د اګست د مياشتې په دوهمه 2006 عيسوي کال يې د دوی د بشپړ پوځي ماتې او بلهاکاران د وژنې اعلان وکړ. د تاميل پړانګانو له ماتې سره سم ملګرو ملتونو له مرستندويه غوښتنه وکړه چې د عملياتو سيمې ته ورشي او له ملکي وګړو او بې ځايه شويو سره مرسته وکړي.

د تاميل پړانګانو پای سمول

د تاميل پړانګانو د «سينهالي» ناسيوناليزم پرضد خپله مبارزه د سريلانکا شمال او شمال ختيځو سيموکې چې ډېری تاميليان پکې مېشت ول، د اويايمې لسيزې په پای کې پيل کړه، او د ۱۹۸۳ز کال کې وسله وال بريدونه يې د سريلانکا پوځ پرضد پيل کړل او د دغه جنګ نوم يې «ايلام» کېښود، تاميليان د خپلواکۍ لپاره جنګېدلو کې نږدې ۷۰زره کسانو ژوند له لاسه ورکړ ، خو په پای کې دغه جګړه د سريلانکا د دولت په ګټه پای ته ورسېدله او د تاميل پړانګان د سختې تاريخي ماتې سره مخ شول او تاميل پړانګانوته سخته مرګ ژوبله وا وخته.[۱۷]

د تاميل پړانګانو د له منځه تللو عوامل سمول

۲۰۰۵زکال کې د «مهيندرا راجا پاکسه » حکومت چې د سينهاليانو او سوويلي سيمو کلک ملاتړ يې له ځانه سره درلود، دغه حکومت د تېرحکومت په څېر نه و، د تاميل په وړاندې يې سخت دريځ خپل کړ، په تېره د تاميل پړانګانو په استقلال غوښتنې يې سترګې پټې کړې، ښايې همدا دريځ د تاميل د ماتې شروع و بلل شي.[۱۸]

راجاپاکسه ولسمشرۍ ته له رسېدو سره سم په خپله لومړنۍ وينا کې وويل چې دی به وطن ته يوه با عزته سوله راولي، د تاميل پړانګانو ډېر قوي ځمکني، سمندري او هوايي ځواکونه درلودل او د دوې د تسلط په سيمه کې منظم د تاميل پړانګانو حکومت موجود ؤ بانکونه ښونځي او اجتماعی موسېسې فعاله وې او په جنګو کې سريلانکا پوځ ته يې سختې ضربې ورکولې، د تاميل پړانګانو او سريلانکا عسکرو ترمنځ وخت ناوخت جګړې منځته راتلې، تاميل پړانګانو غوښتل د جنګو په وجه د سولې خبرو کې خپل موقف قوي کړي، د « راجا پاکسه » د قوي سياست او ديپلوماسۍ په پايله کې چې په نړۍ واله برخه کې پيل شوې وې؛ سبب شوې، اروپايي اتحاديه د تاميل پړانګانو ډله د يوې تروريستي ډلې په حيث و پېژني، وروسته د امريکې حکومت له خوا هم دغه ډله د تروريستي ډلې په حيث وپېژندل شوه، دا کار سبب شو چې تاميل پړانګان خپل مالي ملاتړ له لاسه ورکړي، که څه هم دا ملاتړ د سړې جګړې د پای ته رسېدو له کبله کم شوی ؤ، له بله خوا د تاميل پړانګانو په ډله کې خپلمنځي اختلافات رامنځته شول چې يو ستر قومندان «کارونا» په نامه د تاميل پړانګانو نه جلا او د دغې ډلې رهبر «پاراباکاران» يې د سولی د خبرو په اوږدولو تورن کړ، «کارونا» د سريلانکا داستخباراتو له خوا جذب اود سريلانکا دولت له اړخه امتيازات ورته ورکړل شول، دغه قومندان په ختيځه برخه کې يې سختې ستونزې پړانګانوته پيدا کړې،راجا پاکسه د سريلانکا ځمکني ، هوايي او سمندريز پوځ تقويه کړ او يوشمېر زياتې سمندري تدارکاتي لارې يې د «جفنا» ټاپو ته چې د تاميل پړانګانو ستر پوځي مرکز و وتړلې او پړانګان يې په محاصره کې راوستل، په دغه وخت کې په اروپا کې د تاميل پړانګانو د اصلی خبرو اترو مشر «انتوان بالاسنګام» د سرطان ناروغۍ په وجه لندن کې مړشو د بالاسنګام مړينه د دې سبب شوه چې پړانګان خپله بين المللي ستره ايدلوګه څېره په ۲۰۰۶ زکال کې له لاسه ورکړي، لږ وروسته ښاغلی «اس پی تاميل سيلوان» چې د سياسي شاخې رهبر او۴۰ کلن و ووژل شو ، سيلوان د تاميل پړانګانو يوه ستره رسنيزه څېره وه، تر ده وروسته د اطلاعاتو مشر «چارلز» و وژل شو البته دا پلان شوې وژنې وې، چين هم چې دې جګړې ته لمن وهله خپل لاس وهنه بنده کړه د « ساندي تايمز» ليکنې پر بنسټ سريلانکا د چين په غوښتنه د «تايوان » د دولت د رسميت پېژندلو نه انکار وکړ او دا يې هم و منله چې «دالايي لاما» ته به ويزه نه ورکوي، دغه تړون د چين اړيکی د سريلانکا دولت سره ټينګې کړې او دا د چين يیو صادقانه تړون و، په دې ترتيب پړانګانو خپل ملګرې له لاسه ورکړل، ۲۰۰۸ز کال کې د سولې خبرې چې د يوې موافقې پربنسټ په ۲۰۰۲زکال کې پيل شوې وې په ټپه ودرېدې، او د سريلانکا د پوځ حملې په تاميل پړانګانو شروع شوې په دې ترتيب د تاميل پړانګانو ۳۷ کلنه وسله واله مبارزه، ۲۰۰۹ کال کې پای ته ورسېده او د تاميل پړانګانو مشر « پاراباکاران» و وژل شو او د سريلانکا پوځ ټولې شمالي سيمې لاندې کړې او ډېر زيات شمېر تاميل چريکان يې ووژل او ټول هغه ځايونه د دولت لخوا ونيول شول چې د تاميل پړانګانو په لاس کې ول په سريلانکا کې داسې يو دولت منځ ته راغی چې نور به څوک د بېلتون غوښتنې خبرې ونشي کړای.[۱۹]

په ملکي سيمو کې يوې عسکري ډلې ته تر اوږدي مودې لپاره خپل فعاليت ته دوام ورکول سخت وي، که څه هم مکمل واک د دوی په لاس کې وي، خو د اداري کارو لپاره مامورينو ته ضرورت وي،نړيوالو اړيکو لپاره مسلکي ډيپلوماتانو او اقتصادي کارپوهانو ته ضرورت لري. ورسره ښه تنظيمي جوړښت، په تنظيم د يوه مشر کلک واک او امر تابع تنظيم،مکافات او مجازات،بل دا هغه کمزورتياوې وي چې تاميل پړانګانو درلودلې، خو مقابل کې يې د سريلانکا نسبتاً يو کمزوری دولت و، چې دوه دېرش کاله ونه توانېدو چې تاميل پړانګان وځپي.[۲۰]

د هند سمندر نه ګرد چاپېر هېوادونه د نړۍ څلوېښت سلنه خام تېل توليدوي، او اويا سلنه تېل د همدې سمندر له لارې تر تېرېدو ورسته د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته رسيږي. په ۲۰۰۱ کال کې د “ناروې” هېواد په منځګړيتوب د تاميل پړانګانو او د سريلنکا د دولت تر منځ مذاکرات وشول خو ناکام شول.هم دې وخت کې د تاميل پړانګانو مشر “پربهاکرن” او د مهمو قوماندانانو تر منځ اختلافات پيدا شول.د پربهاکرن د ديکتاتوري پالېسيو له کبله د دې ډلې مهم مشر “کرنل کرونا امن” له تامل پړانګانو څخه جلا شو او وسله يې په ځمکه کېښوده،د سريلانکا دولت هم ښه راغلاست ورته و ويل.[۲۱]

د تاميل پړانګانو مشر “پربهاکرن” تمرکز يوازې پر پوځې عملياتو وو،هيڅ سياسي هلې ځلې يې نه کولې، که څه هم د سريلانکا دولت په کولمبو او تر خپل واک لاندې سيمو څخه تر لس زرو زيات تاميليان د بندي کولو نه ورسته ورک کړل خو د پربهاکرن اول هدف د “سنهاليانو او سريلانکا د دولت په ضد نفرت خپرول او دويم په دوی بريدونه کول وو، نتيجه يې دا شوه چې د نړۍ ۳۲ هېوادونه دوی تور لېست ته واچوي.که دوی هڅه کړې وای، نو دوی په نړۍ کې خپل غږ پورته کولی شو، خو دوی دا کار ونه کړ.[۲۲]

بالاخره چين،امريکا او جاپان د سريلانکا په جغرافيايي موقعيت کې خپلو ګټو په ليدو سره د سريلانکا د دولت سره همکاري پيل کړه. ولسمشر مهندرا راجه پکسي “سنهالي” ملت پالان بيا د ځان سره يو کړل خپل پوځ يې نور هم مضبوط کړ او په ۲۰۰۸ کال کې د تاميل پړانګانو مهم مرکز “ملاوي” د دولتي ځواکونو له لخوا ونيول شو او يو کال ورسته په ۲۰۰۹ د مۍ په ۱۷ نېټه تاميل مشر پربهاکرن ژوندی ونيول شول او د تېښتې د ناکامې هڅې ورسته ووژل شو او داسې د تاميل پړانګانو مقاومتي تحريک ختم شو.[۲۳]

سرچينې سمول

  1. https://www.pashtoonkhwa.com/?page=eng&cnt=3885. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  2. https://www.bbc.com/persian/world/2009/05/090518_he_srilanka_tamil. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  3. استشهاد فارغ (مساعدة)
  4. استشهاد فارغ (مساعدة)
  5. https://www.bbc.com/pashto/world/story/2008/12/081222_hf-tamil-tigers-srilanka. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  6. https://www.bbc.com/pashto/world/story/2008/12/081222_hf-tamil-tigers-srilanka. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  7. https://www.nunn.asia/158087/%d8%aa%d8%a7%d9%85%d9%84-%d9%be%da%93%d8%a7%d9%86%da%ab%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  8. https://www.nunn.asia/158087/%d8%aa%d8%a7%d9%85%d9%84-%d9%be%da%93%d8%a7%d9%86%da%ab%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  9. https://www.tolafghan.com/articles/4669. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  10. https://www.tolafghan.com/articles/4669. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  11. https://web.archive.org/web/20210821071035/https://8am.af/taliban-suicide-attack-paktika/. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  12. https://web.archive.org/web/20210821071035/https://8am.af/taliban-suicide-attack-paktika/. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  13. https://web.archive.org/web/20210821071035/https://8am.af/taliban-suicide-attack-paktika/. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  14. https://larawbar.net/4304.html#.YrrNFf3P3s1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)[مړه لينکونه]
  15. https://web.archive.org/web/20210821071035/https://8am.af/taliban-suicide-attack-paktika/. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  16. https://www.tolafghan.com/articles/4669. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  17. http://howd.org/likene/330-2015-03-08-18-38-15.html. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  18. http://howd.org/likene/330-2015-03-08-18-38-15.html. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  19. http://howd.org/likene/330-2015-03-08-18-38-15.html. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  20. https://www.nunn.asia/158087/%d8%aa%d8%a7%d9%85%d9%84-%d9%be%da%93%d8%a7%d9%86%da%ab%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  21. https://www.nunn.asia/158087/%d8%aa%d8%a7%d9%85%d9%84-%d9%be%da%93%d8%a7%d9%86%da%ab%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  22. https://www.nunn.asia/158087/%d8%aa%d8%a7%d9%85%d9%84-%d9%be%da%93%d8%a7%d9%86%da%ab%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)
  23. https://www.nunn.asia/158087/%d8%aa%d8%a7%d9%85%d9%84-%d9%be%da%93%d8%a7%d9%86%da%ab%d8%a7%d9%86-%d8%a7%d9%88-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86/. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); مفقود أو فارغ |title= (مساعدة)