تامارا غیر فعال څارونکی سیستم

تامارا غیر فعال څارونکی سیستم (په چېکي: KRTP-86 Tamara) یو ډول اېلېکترونیکی سیستم دی چې د چېکوسلواکیا په جمهوریتکې د ۱۹۸۲کال څخه تر ۱۹۹۲کال پورې جوړېده. نوموړي څارونکی سیستم په ځانگړی ډول د الوتکو، بېړیو او بلو هدفونو د څارولو لپاره ورڅخهکار اخیستلکېږي. [۱]

د تامارا غیر فعال څارونکی سیستم

توصیف

تامارا غیر فعال څارونکی سیستمکولای سی د الوتکو یا بلو هدفونو د رادار سیگنال تعقیب وکړی او د ریاضی محاسبو په مرسته د الوتکې موقعت تعیین وکړی. تامارا غیر فعال څارونکی سیستم یوه ډله د درو انتنونو او پنځو ارزونکی مرکزونو څخه تشکیلکېږي. د تامارا انتنونه د ټاټرا ۸۱۵ پر شاسی باندی نصب شوی دی. نوموړي سیستمکولای سی ۷۱ مځکنی یا هوایی هدفونو تعقیبکړی. دغه سیستم په ۱۹۸۴کالکې د ټېسلا پاردوبیڅې (Tesla Pardubice) په شرکتکې د انجینیر ولاستیمیل پېخ (ing.Vlastimil Pech) لخوا طرح شو. د چېک پوځ په ۱۹۹۱کالکې د تامارا څارونکی سیستم څخه په رسمی ډولکار واخیست. تر ۱۹۹۲کال پورې ۲۳ تامارا سیستمونه جوړ شول. دغه سیستونه په ځانگړی ډول شوروی اتحاد ته صادر شول خو څو سیستمونه هم د عمان، آلمان او امریکا په لاسکې دی.[۲]

سرچینې