تاریخ دعوت وعزیمت

تاریخ دعوت وعزیمت کتاب

د مورخ اسلام ومفکر اسلام حضرت علامه سید ابوالحسن علی ندوي رحمة الله علیه کوم چې د هغه مصنفینو څخه دی چې تصانیف یې په پوره نړي کې عوامو او علماؤ کې مقبول دي . حضرت که څه هم په نورو موضوع ګانو لامثاله کتابونه تصنیف کړي د تاریخ په موضوع یی دا کتاب یو ځانګړی حثیت لري د امت محمدیه د رهبرانو مصلحینو او ممتاز اصحاب دعوت وعزیمت مفصل تعارف او د هغوي علمي کارنامې یې قلم بند کړي دي. دا کتاب په ۷ جلدو مشتمل دی : په اول جلد کې د حضرت حسن بصري ائمه اربعه، محدثین اجله، او د متکلمین اسلام د تذکرې سره سره، د سیدنا عبدالقادر جیلانی، امام غزالي او د مولانا رومي حالات او خدمات قلم بند کړي دي.

دوهم جلد ټول د امام ابن تیمه رحمة الله علیه په حالاتو مشتمل دی. دریم جلد د هندوستان د مصلح صوفیاء کرامو په حالاتو او خدماتو مشتمل دی لکه هر یو خواجه ابو محمد چشتي، خواجه معین الدین چشتي، حضرت نظام الدین اولیاء، حضرت شیخ شرف الدین یحیی منیري.

څلورم جلد د لسمې صدۍ هجرۍ په عظیم شخصیت حضرت مجدد الف ثاني احمد سرهندي رحمة الله علیه په سوانحو مشتمل دی .

پنځم جلد د یو عظیم علمی شخصیت چې د هندوستان پاکستان او افغانستان بنګال د اکثرو علماؤ د تفسیر او حدیث سند د هغه پوری رسي یعنی د مجدد ملت امام شاه ولي الله رحمة الله علیه په سوانحو مشتمل دی .

او اخري دوه جلده د مجدد اعظم حضرت مولانا سید احمد شهید رحمه الله تعالی علیه په مفصلو حالاتو مشتمل دي.

یقینا په ځوان نسل کی د امت مسلمه د رهبرۍ ولوله او جذبه را پیدا کوي!

من شاء فلیجرب

قیمت یی 1200 کلداری پیښور قصه خوانې کې ملاویږي یاده دی وي کتاب په اردو ژبه دی.