تابو امبېکي

د جنوبي افریکا ولسمشر (د ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۸)

تابو مویلوا امبېکي (د ۱۹۴۲ز کال د جون په ۱۸مه زېږېدلی) د سویلي افریقا سیاستوال دی، چې د ۱۹۹۹ز کال د جون له ۱۴مې تر د ۲۰۰۸ز کال د سپټمبر تر ۲۴مې د سویلي افریقا دویم ولسمشر و، هغه د خپل ګوند، یعنې د افریقا د ملي کانګریس  (ANC)په غوښتنه استعفا ورکړه. تر دې وړاندې د ۱۹۹۴ز کال او ۱۹۹۹ز کال ترمنځ د نیلسن منډیلا مرستیال و.[۹]

تابو امبېکي
تابو امبېکي
تابو امبېکي

د شخص مالومات
پيدايښت ۱۸ جون ۱۹۴۲[۱][۲][۳]
تابعیت سوېلي افريقا [۴][۵][۶]  ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند د افریقا ملي کانګرس   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم لندن پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
تخصص تعلیم وټپوهنه   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک سياستوال [۷]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه افريکانس ژبه [۸]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
مؤثر نېلسن مانډېلا   ويکيډاټا کې (P737) ځانګړنې بدلې کړئ
جايزې
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج   ويکيډاټا کې (P166) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
تابو امبېکي
تابو امبېکي

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ
  ويکيډاټا کې (P935) ځانګړنې بدلې کړئ

امبېکي د ګوان امبېکي زوی دی، چې د ANC نامتو روڼاندی و. هغه له ۱۹۵۶ز کال راهیسې د ANC په سیاست کې شامل دی. امبېکي د ځوانانو په ANC اتحادیه کې شامل شو او له ۱۹۷۵ز کال راپه دېخوا د ملي اجرائیوي کمېټې غړی دی. هغه په ټرانسکي کې وزېږېد او په شل کلنۍ کې له سویلي افریقا نه انګلستان ته لاړ، ترڅو لوړې زده کړې وکړي، چې نږدې درې لسیزې یې په جلاوطنۍ کې تېرې کړې، تر هغه چې ANC په ۱۹۹۰ز کال کې لغوه شو. هغه د سازمان له لارې د معلوماتو او تبلیغاتو په برخه کې او د اولیور تامبو د ملاتړ کوونکي په توګه پرمختګ وکړ، خو هغه یو تجربه لرونکی ډیپلوماټ هم و، چې د ANC په څو افریقایي مقام کې یې د رسمي استازي په توګه دنده ترسره کړه. هغه د ډیپلوماټیکو تعاملاتو لومړی مدافع او مشر و، چې د اپارټایډ (توکمپالنې) د پای ته رسولو په خبرو اترو کې ښکېل شو. په ۱۹۹۴ز کال کې د سویلي افریقا تر لومړیو ډیموکراټیکو ټاکنو وروسته، د ولسمشر ملي مرستیال شو. په راتلونکو کلونو کې دا په ډاګه شوه، چې امبېکي د منډیلا ټاکلی ځایناستی و او هغه په ۱۹۹۷ز کال کې پرته له مخالفته د ANC مشر وټاکل شو او له همدې امله د ۱۹۹۹ز کال په ټاکنو کې ولسمشرۍ ته هم و رسېد.

په داسې حال کې چې امبېکي د ولسمشر مرستیال و، خو د حکومت د ودې، کارموندنې او د بیا وېشلو د تګلارې څارونکی هم و، چې د دغه دریځ لپاره په ۱۹۹۶ز کال کې وټاکل شو او د ولسمشر په توګه یې هم له یو څه محافظه کارو لویو اقتصادي پالیسیو نه کار اخیست. د هغه د ولسمشرۍ په موده کې په سویلي افریقا کې عمومي پورونه راټیټ شول، د بودیجې کسر لږ شو او ثابته اقتصادي وده رامنځته شوه. سره له دې چې هغه ډیموکراټیکې سوسیالیستي کړنلارې وساتلې او د تورپوستو اقتصاد ته یې پراختیا ورکړه، خو مخالفینو یې د هغه اقتصادي تګلارې نیولیبرالي ګڼلې او پراختیایي او د بیا وېشلو موخو ته یې ارزښت نه ورکاوه. په دې اساس امبېکي د ANC  له کیڼ اړخ نه او د ANC له درې اړخیزو اتحادي شریکانو نه د دې لامل شو، چې د سویلي افریقا د کارګرو د اتحادیې کانګرس او د سویلي افریقا کمونیست ګوند ترې جلا شي. کله چې په ۲۰۰۵ز کال کې له مرستیالۍ نه د امبېکي تر ګوښه کېدو وروسته سیاسي سیالي پیل شوه، نو دغو مخالفو عناصرو له جاکوب زوما نه ملاتړ وکړ.

امبېکي د ولسمشر په توګه بهرنۍ تګلارې او په ځانګړي ډول څو اړخیزه کولو ته تمایل درلود. پان افریقنیزم او د (افریقایي رنسانس) لید یې د سیاسي شخصیت مرکزي برخې دي او مبصرین وایي چې: هغه د سویلي افریقا لپاره په افریقا او نړیوال سیاست کې یوه مهمه ونډه ساتلې، چې د هېواد له اندازې او تاریخي نفوذ سره نامتناسبه وه. هغه د افریقا د پراختیا لپاره د نوو شرکتونو مرکزي جوړونکی و او د افریقایي اتحادیې د پرانیستې د رئیس په توګه، د افریقایي اشرافو د بیاکتنې د میکانیزم مشر وپېژندل شو. وروسته له هغه چې په ۲۰۰۳ز کال کې د IBSA د خبرو اترو ټولنه پیل شوه؛ نو د هغه حکومت له هند او برازیل سره همکاري وکړه، چې په ملګرو ملتونو کې د اصلاحاتو لپاره لایحه تصویب کړي او د پرمختللو هېوادونو د پیاوړي سهم له امله د دوی ملاتړ وکړي. امبېکي په ۲۰۰۰ لسیزه کې د خپلې ولسمشرۍ په موده کې د سویلي افریقا د بېلابېلو سوله ساتو ژمنو په مینځ کې د ZANU- PF او د زیمبابوې د اپوزریسون ترمنځ د شخړې اصلي منځګړی و. په هر حال هغه د زیمبابوې د خاموشې ډیپلوماسۍ له امله تر نیوکې لاندې راغی، چې له مخې یې د رابرت موګابي د رژیم له غندلو او د هغه پر وړاندې یې له بندیزونو ډډه وکړه.[۱۰][۱۱]

په ټوله نړۍ کې د امبېکي HIV/AIDS تګلاره د بحث وړ وه. د هغه حکومت تر ۲۰۰۲ز کال پورې له مور نه ماشوم ته د دغې ناروغۍ د لېږد د مخنیوي لارې چارې معرفي نه کړې. کله چې د اساسي قانون د محکمې له خوا امر وشو، نو د ۲۰۰۳ز کال تر وروستیو یې بیا هم عامه روغتیا ته د وېروس ضد درملنه وړاندې نه کړه. وروستیو څېړنو اټکل کړی، چې د ځنډونو له امله په سلګونو زرو هغه کسان مړه شول، چې درملنه یې شونې وه. خپله امبېکي د روغتیا د وزیر منتو تشابالالا مسیمانګ په څېر له ایډزه انکار کوونکی، مخالف یا شکمن پېژندل شوی دی. که څه هم هغه په ښکاره ډول د ایچ ای وي او ایډز ترمنځ د علت و معلول اړیکه رد کړه، خو بیا یې هم د ایډز لپاره د بدیلو درملنو اړتیا په ګوته کړه. امبېکي په مکرر ډول وویل چې: د معافیت د کمزورتیا لامل د فقر نامستقیم اغېز دی.[۱۲][۱۳][۱۴]

د امبېکي سیاسي زوال د ۲۰۰۷ز کال په ډسمبر کې د ANC پولکوین کنفرانس کې پیل شو، دا هغه مهال و، چې زوما د ANC مشر وټاکل شو. د ملي مشر په توګه د امبېکي موده د ۲۰۰۹ز کال تر جون پورې پای ته نه وه رسېدلي، خو د ۲۰۰۸ز کال د سپټمبر په ۲۰مه یې اعلان وکړ، چې هغه به د ANC د ملي اجرائیوي کمېټې په غوښتنه استعفا ورکړي. د امبېکي د «بیا رابللو» پرېکړه د افریقا په ملي کانګرس پورې اړونده وه، چې د همغې میاشتې په لومړیو کې صادره شوه، قاضي کریس نیکولسن په ملي څارنوالۍ او په ځانګړې توګه د زوما پر وړاندې د فساد تورونه ناسم ګڼي او په سیاست کې یې ناسمه لاسوهنه بولي. د نیکولسن پرېکړه د ۲۰۰۹ز کال په جنورۍ کې د استیناف د سترې محکمې له خوا رد شوه او تر دې وروسته، کې ګلیما موتلانته د امبېکي ځایناستی وټاکل شو.

بهرنۍ تګلاره

سمول

د اکاډمیک او ډیپلوماټ ګیرت اولیور په وینا: امبېکي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال بریالی شو، چې افریقا ته په نړیواله اجنډا کې لوړوالی ورکړي. هغه د پان افریقنیزم له امله پېژندل کېږي. امبېکي د افریقا د رنسانس په اړه په ۱۹۹۶ز کال کې د «زه یو افریقایي یم» او د ۱۹۹۹ز کال کال په جون کې یې پارلمان ته د ولسمشرۍ په لومړۍ وینا کې په دې اړه بحثونه وکړل. هغه د افریقایي هېوادونو د یووالي او د لوېدیځ د لاسوهنې او مرستې پرځای، د افریقا لپاره پر ځان بسیا کېدنې  ټينګار وکړ. په ورته مهال کې، هغه افریقا ته د پراختیایي مرستو د زیاتوالي غوښتنه وکړه. امبېکي له لوېدیځو مشرانو نه وغوښتل، چې نړیوال اپارټایډ او نابرابرۍ ته ځواب ووایي، دا یې د ۲۰۰۲ز کال په اګسټ کې په جوهانسبرګ کې د تلپاتې پراختیا په اړه نړیوالې غونډې ته په وینا کې وویل:[۱۵][۱۶][۱۷]

شخصي ژوند او کورنۍ

سمول

امبېکي  د ۱۹۵۹ز کال په اکټوبر کې له اولیو مپاهلوا نه د مونوابیسي کوانډا په نامه یو زوی درلود، دا یې د کوچنیوالي ملګرې وه، کله چې په لادویل کې وو، نو له یو بل سره یې د مینې اړیکه وه. کوانډا لومړی د خپلې مور له خوا او بیا د امبېکي د مور اپاینټ له خوا لوی شو. هغه په وروستي ځل په ۱۹۸۱ز کال کې د خپلې کورنۍ له خوا لیدل شوی او ښایي په جلاوطنۍ کې مړ شوی وي، خو د مړینې شرایط یې نامعلوم دي. [۱۸]

د امبېکي کشر ورور جاما هم په جلاوطنۍ کې ورک شوی، هغه خپله ځواني په لیستو کې تېره کړې وه او د باسوتولینډ کانګریس ګوند (BCP) او د لیستو د آزادۍ په پوځ کې یې فعاله ونډه لرله. د امبېکي یوازینی ژوندی ورور مویلیتسي هم په بهر کې زده کړې وکړې او اوس یو نامتو اقتصادپوه دی، چې زیاتره وخت یې د خپل ورور د حکومت پر تګلارو نیوکې کولې.[۱۹]

امبېکي په ۱۹۷۴ز کال کې د الکساندر ټولنیزې مرستندویې زنله دیلامیني امبېکي سره واده وکړ، چې مسکو ته تر تلو مخکې یې په لندن کې سره ولیدل. د واده مراسم یې د نومبر په ۲۳مه د انګلستان د سوري په فارنهام کلا کې ترسره شول. اډیلیډ ټامبو او مینډي مسینګسټوډ د امبېکي لپاره د مور و پلار ځای خپل کړ او ایسوپ پاهاد یې تر ټولو غوره ملګری و. [۲۰]

سرچینې

سمول
  1. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1375786/ — خپرېدونېټه: ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6668vsf — subject named as: Thabo Mbeki — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/mbeki-thabo-mvuyelwa — subject named as: Thabo Mvuyelwa Mbeki — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. http://espn.go.com/blog/truehoop/post/_/id/1901/2006-draft-profile-thabo-sefolosha
  5. http://www.nytimes.com/2008/10/13/world/africa/13zimbabwe.html?n=Top/Reference/Times%20Topics/People/M/Mugabe,%20Robert&pagewanted=all
  6. http://www.transfermarkt.com/mamelodi-sundowns-fc/transfers/verein/6356/saison_id/2014
  7. http://www.nytimes.com/2003/11/11/world/south-africa-s-ruling-party-struggles-within.html
  8. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb15069401q — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist.، Script error: The function "Lang" does not exist. او Script error: The function "Lang" does not exist. — منښتلیک: Open License
  9. "Thabo Mvuyelwa Mbeki, Mr". Government Communication and Information System (GCIS). 14 October 2004. خوندي شوی له the original on 16 April 2007. بياځلي په 27 November 2007.
  10. Landsberg, Chris (2007-06-18). "The AU, Nepad and Mbeki's 'progressive African agenda'". The Mail & Guardian (in انګليسي). بياځلي په 2022-02-04.
  11. Olivier, Gerrit (2003). "Is Thabo Mbeki Africa's Saviour?". International Affairs (Royal Institute of International Affairs 1944-). 79 (4): 815–828. doi:10.1111/1468-2346.00338. ISSN 0020-5850. JSTOR 3569575.
  12. Dugger, Celia W. (25 November 2008). "Study Cites Toll of AIDS Policy in South Africa". The New York Times. بياځلي په 23 March 2014.
  13. Nattrass, Nicoli (2008-02-07). "AIDS and the Scientific Governance of Medicine in Post-Apartheid South Africa". African Affairs. 107 (427): 157–176. doi:10.1093/afraf/adm087.
  14. Chigwedere, Pride; Seage, George R.; Gruskin, Sofia; Lee, Tun-Hou; Essex, M. (2008-12-01). "Estimating the lost benefits of antiretroviral drug use in South Africa". Journal of Acquired Immune Deficiency Syndromes. 49 (4): 410–415. doi:10.1097/qai.0b013e31818a6cd5. ISSN 1525-4135. PMID 19186354.
  15. Olivier, Gerrit (2003). "Is Thabo Mbeki Africa's Saviour?". International Affairs (Royal Institute of International Affairs 1944-). 79 (4): 815–828. doi:10.1111/1468-2346.00338. ISSN 0020-5850. JSTOR 3569575.
  16. "Earth Summit to act on poverty, environment". People's World (in American English). 2002-08-30. بياځلي په 2022-02-04.
  17. "Call for unified fight to end global poverty – Edinburgh Evening News". The Scotsman. 2002-08-26. خوندي شوی له the original on 28 December 2008. بياځلي په 15 September 2010.
  18. Gevisser, Mark (2007). Thabo Mbeki: The Dream Deferred. Johannesburg: Jonathan Ball. ISBN 978-1-86842-301-9. OCLC 180845990.
  19. Zvomuya, Percy (2011-08-26). "Moeletsi Mbeki: More than just the second son". The Mail & Guardian (in انګليسي). بياځلي په 2022-02-05.
  20. Naidoo, Prakash (2006-07-07). "Zanele Mbeki: Redefining the role of First Lady". Financial Mail. خوندي شوی له the original on 27 October 2007. بياځلي په 5 July 2008.