بېتي ماریون وایټ (د ۱۹۲۲ کال د جنوري له ۱۷ – د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر تر ۳۱) یوه امریکایي ممثله او کمېډینه وه. نوموړې چې د پخواني ټلویزیون مخکښه وه او له تلویزیوني ژوند سره یې له اوو لسیزو زیاته ښکېلتیا درلوده، د وختېرۍ (سرګرمۍ) په صنعت کې د خپل پراخه کار پر مټ پېژندل شوې وه او له لومړیو مېرمنو وه چې د کمرې مخې او شاته ته یې کار وکړ. هغه لومړنۍ ښځه وه چې په متحده ایالاتو کې یې له حالت سره سم کمېډ (له الیزابېت سره ژوند یا Life with Elizabeth) تولید کړ چې دې کار نوموړې ته په ۱۹۵۵ کال کې د هالیووډ د ویاړلې ښاروالې نوم ورکړ. وایټ زیاتره د "لومړۍ ټلویزیوني مېرمنې" په نوم یادېږي، چې دا لقب د ۲۰۱۸ کال د مستند فلم د سرلیک لپاره وکارول شو چې د نوموړې د ژوند او مسلک په اړه معلومات وړاندې کوي.[۲][۳][۴][۵][۶][۷]

بېتي وایټ

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
استوګنځای لاس انجلس   ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
قد 1.63 متر   ويکيډاټا کې (P2048) ځانګړنې بدلې کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   ويکيډاټا کې (P102) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي   ويکيډاټا کې (P103) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۱]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
بېتي وایټ

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

وایټ له راډیو څخه ټلویزیون ته له لېږد وروسته، د امریکایي لوبو پروګرامونو، لکه پسورډ، نښلولو یا جوړه کولو لوبې (Match Game)، چوغلګرۍ (Tattletales)، ریښتیا ویل (To Tell the Truth)، د هالیوډ څلورلارو (The Hollywood Squares)، او د ۲۵۰۰۰ ډالرو هرم (The $25,000 Pyramid) اصلې څېره وه. وایټ چې د "د لوبو د نندارې د لومړۍ مېرمنې" په نوم یاده شوه، لومړۍ ښځه شوه چې په ۱۹۸۳ کال یې د "یوازې سړیو! یا Just Men! " نندارې لپاره د غوره لوبې نندارې د کوربه لپاره د ورځنۍ ایمي جایزه ترلاسه کړه. هغه د بېباکه او ښایسته (The Bold and the Beautiful)، د بوسټن قانون (Boston Legal)، او کرول برنیټ (The Carol Burnett Show) په ننداره کې د څرګندېدو له اړخه شهرت درلود. د نوموړې ترټولو لویې ونډې په سی بی ایس (CBS) کې د ماري تایلر مور ننداره (۱۹۷۳ – ۱۹۷۷) کې د سو آن نیوېنز له حالت سره سم کمېډ، په ان بي سي کې د زرینو نجونو یا Golden Girls  (۱۹۸۵ – ۱۹۹۲) کې د روز نېلنډ له حالت سر سم کومېډ، او په ټی وي لنډ کې په کلېولنډ کې جذابه (Hot in Cleveland) (۲۰۱۰ – ۲۰۱۵) کې د ایلکا اوستروسکي په ونډه کې له حالت سره سم کمېډ وې. هغې د ۲۰۰۹ کال په پروپوزل (The Proposal ) (۲۰۰۹) رومانتيک کميډي فلم کې له راڅرګندېدو وروسته نوي شهرت ترلاسه کړ او وروسته په ۲۰۱۰ کال کې د شنبې شپې په فسبوکي ژوندۍ خپرونه کې د کوربتوب له امله د بريالي کمپاين موضوع وه، چې هغې ته يې په کمېډي لړۍ کې د غوره مېلمه ممثلې لپاره د پرائم ټايم ايمي جايزه وړاندې کړه.[۸]

وایټ په ۲۰۱۴ کال کې "په تفریحی ونډه کې (ښځینه) د ترټولو اوږد تلویزیوني کار" له اړخه او په ۲۰۱۸ کال کې په راډیو، تلویزیون او فلم کې د خپل د اوږد کار له اړخه د ګینیس نړیوال ریکارډ ترلاسه کړ. وایټ په بېلابېلو برخو کې د ایمې اته جایزې، د امریکایي کمېډي دری جایزې، د پردې د مخ د ممثلو ګیلډ دری جایزې او د ګرامي جایزه ترلاسه کړې. نوموړې د هالیوو د مشهورو څېرو د پیاده تګ ستوری لري او په ۱۹۵۵ کال کې د ټلویزیون د شهرت د تالار غړې شوه.[۹][۱۰][۱۱]

لومړی ژوند

سمول

بېتي ماریون وایټ د ۱۹۲۲ کال د جنورۍ په ۱۷ نیټه د الینوس په اوک پارک کې نړې ته سترګې خلاصې کړې. نوموړې وایي چې بېتي د هغې قانوني نوم و او د الیزابیت لنډه بڼه نه وه. هغه د کریسټین ټیس (اصلي نوم: کاچیکیس)، چې د کور مېرمن وه، او هورېس لوګن وایټ، چې یو میشګان مېشته او د برېښنا د کمپنۍ اجرایوي رئیس و، یوازینۍ ماشومه وه. د نوموړې مورنی نيکه ډنمارکي و او پلارنی نيکه يې يوناني و او د هغې نورې ريښې انګلیسي او او ويلزي دي (د هغې دواړه اناګانې کاناډايي اصله وې چې ريښې يې په اونټاريو کې وې).[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د وایټ کورنۍ په ۱۹۲۳ کال کې د کالیفورنیا الامبرا ته هغه وخت کډه شوه چې نوموړې تر یو کال کم عمر درلود او وروسته د ستر ناورین په وخت کې لاس انجلس ته لاړه. د ډېرو پیسو د ګټلو لپاره، د هغې پلار کرسټالي راډیوګانې جوړل پیل کړل او هرځای یې د پلور هڅې کولې. لکه څرنګه چې دا وخت د ناورین لوړه کچه وه او لږ کسانو لوړ عاید درلود، هغه په ځینو وختونو کې د سپو په ګډون د نورو توکو په بدل راډیوګانې تبادله کولې.[۲۱][۲۲][۲۳]

وایټ د بیورلي هیلز په هورس من لومړنۍ ښونځۍ او د بیورلي هیلز په عالي لیسه کې کې زده کړې وکړې او په ۱۹۳۹ کال کې فارغه شوه. د وحش ژوند سره د هغې لېوالتیا سیرا نیواډا ته د نوموړې د کورنۍ د رخصتیو له امله رامنځ ته شوه. هغې په پیل کې د ځنګل د ساتونکې په توګه کار ته لېواله وه، خو دا شونې نه وه ځکه په هغه وخت کې ښځو ته اجازه نه وه چې د ساتونکي په توګه خدمت وکړي. پرځای یې نوموړې له لیکنو سره لېوالتیا پر مخ یوړه. نوموړې د هورس مان په ښوونځۍ کې د فراغت د نندارې لیکلنه او مشري وکړه او په دې کار یې له تمثیل سره لېوالتیا وموندله. نوموړې چې د خپلو الګو جینټ مکډونالډ او نیلسن ایډي تر اغېز لاندې راغلې وه، پرېکړه یې وکړه چې د یوې ممثلې په توګه خپل مسلک پر مخ یوسي.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د لیسې له فراغت څخه یوه میاشت وروسته، هغې او یوې ټولګیوالې یې په یوه آزمایشي تلویزیوني خپرونه کې، چې د دې تلویزیون خپرونې د پراختیا په حال کې وې، د ماري کونډې سندرې وویلې وایټ د کار بڼه ومونده  او د هغې لومړۍ مسلکي تمثیلي دنده د بلیس هیډن په کوچني تیاتر کې وه.[۲۸][۲۹][۳۰]

کله چې په ۱۹۴۱ کال کې متحده ایالات په دوهمه نړیواله جګړه کې ښکېل شول، وایټ د امریکایی مېرمنو د رضاکاره پوځي خدمت په برخه کې رضاکاره خدمت وکړ. د هغې دنده د هالیوډ غونډیو ته د پوځي اکمالاتو د PX د یوې لارۍ چلول وو. نوموړې په هغو مجلسونو کې هم ګډون کاوه چې بهر ته د استول کېدو وړاندې د سرتیرو لپاره په لاره اچول کېدل. وایټ د د جګړې په وخت کې د خدمت په اړه تبصره کې وایي "دا یو عجیب وخت و او هېڅ څه انډول نه درلود."[۳۱]

سرچينې

سمول
  1. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/197540195
  2. Tenz, Courtney (January 17, 2017). "Betty White, comedian and actress, turns 95". Deutsche Welle. Archived from the original on August 11, 2017. نه اخيستل شوی August 11, 2017.
  3. "Happy birthday! Actress and comedian Betty White turns 95". FOX59. January 17, 2017. Archived from the original on August 11, 2017. نه اخيستل شوی August 11, 2017. Popular actress and comedian Betty White turns 95 on Tuesday.
  4. "Pioneers of Television: Sitcoms: TV Programs on Iowa Public Television". Iptv.org. Archived from the original on January 6, 2015. نه اخيستل شوی January 22, 2015.
  5. "Happy Birthday Betty White! – General News". Hollywood.com. January 17, 2011. Archived from the original on January 6, 2015. نه اخيستل شوی January 22, 2015.
  6. McFarland, Melanie (December 31, 2021). "Remembering Betty White, America's grandmother and the first lady of television, dead at 99". Salon. Archived from the original on January 1, 2022. نه اخيستل شوی January 1, 2022.
  7. "Betty White, 'first lady of television', dies days ahead of her 100th birthday". Hindustan Times . January 1, 2022. Archived from the original on January 1, 2022. نه اخيستل شوی January 1, 2022.
  8. Stacy Conradt, Mental Floss (February 23, 2010). "10 reasons we love Betty White". CNN. Archived from the original on October 6, 2014. نه اخيستل شوی January 22, 2015.
  9. Dawn, Randee (September 6, 2013). "Betty White, 'Breaking Bad' earn 'Guinness World Records' titles". Today.com. Archived from the original on October 2, 2013. نه اخيستل شوی October 13, 2013.
  10. "Longest TV career by an entertainer (female)". Guinness World Records. Archived from the original on August 27, 2018. نه اخيستل شوی August 27, 2018.
  11. "Betty White". emmys.com. Archived from the original on July 14, 2014. نه اخيستل شوی July 10, 2014.
  12. "Betty White Biography". A&E Television Networks. March 3, 2016. Archived from the original on December 14, 2016. نه اخيستل شوی January 6, 2017.
  13. "Betty White". She Made It. The Paley Center for Media. Archived from the original on April 8, 2013. نه اخيستل شوی October 13, 2013.
  14. کينډۍ:Cite episode
  15. "The Late Great Betty White Actually Had A Connection With Michigan". WCRZ. January 3, 2022. نه اخيستل شوی January 6, 2022.
  16. O'Dell, Cary (January 1, 1997). Women Pioneers in Television: Biographies of Fifteen Industry Leaders. McFarland & Company. ISBN 978-0-7864-0167-3. نه اخيستل شوی January 18, 2014.
  17. "Hollywoodland Category: Betty White in the 1930 Census Posted by Allen Ellenberger on April 14, 2014". Allanellenberger.com. Archived from the original on January 22, 2015. نه اخيستل شوی January 22, 2015.
  18. Smolenyak, Megan (June 16, 2010). "Betty White: White-Hot in Cleveland or Not". HuffPost. Archived from the original on June 19, 2010. نه اخيستل شوی December 31, 2021.
  19. Scott, Walter (December 21, 1986). "Personality Parade". Pittsburgh Press. Archived from the original on January 10, 2013. نه اخيستل شوی April 29, 2010.
  20. Nolasco, Stephanie (May 5, 2010). "Betty White Draws Line With Nudity & Marijuana But Hopes For Beer Pong Rematch On 'SNL'". StarPulse. Archived from the original on November 21, 2010. نه اخيستل شوی May 9, 2010.
  21. Jacobs, Matthew (January 17, 2013). "Betty White's 91st Birthday: 10 Facts About America's Golden Girl". HuffPost. Archived from the original on November 11, 2013. نه اخيستل شوی December 31, 2021.
  22. کينډۍ:Cite episode
  23. "Betty White Interview – Part 1 of 5". Youtube. September 8, 2009. Archived from the original on April 16, 2017. نه اخيستل شوی February 13, 2016.
  24. "Betty White Dreamed of Becoming a Park Ranger Long Before She Reached Hollywood Fame". Closer Weekly. December 24, 2017. نه اخيستل شوی January 4, 2022.{{cite web}}: ساتل CS1: url-status (link)
  25. Green, John (November 9, 2010). "U.S. Forest Ranger Betty White". ABC. Archived from the original on February 22, 2016. نه اخيستل شوی February 13, 2016.
  26. "Betty White". Television Academy Interviews. October 22, 2017. Archived from the original on December 31, 2021. نه اخيستل شوی January 1, 2022.
  27. "Betty White: PBS salutes enduring star". Orlando Sentinel. Archived from the original on August 21, 2018. نه اخيستل شوی August 20, 2018.
  28. White, Betty (1995). Here we go again : my life in television. New York: Scribner. pp. 14–16. ISBN 068480042X. The first time anybody paid me to show up on television was in the summer of 1949--forty-six years ago as of now. However for my initial performance on the tube, I have to go back some ten years earlier. It took place about two months before NBC did its first regular broadcast of the new medium at the New York World's Fair. It also happened to be about one month after I graduated from Beverly Hills High School in January of 1939, although that didn't make the papers ... Shortly after we graduated, our senior class president, Harry Bennett, and I were invited to take part in an experimental television transmission taking place at the old Packard Building in downtown Los Angeles. It was to be a capsule version of Franz Lehár's durable operetta The Merry Widow, which delighted me because my idol, Jeanette MacDonald, had once starred in the role on the screen.
  29. France, Lisa Respers (February 9, 2010). "Cool Betty White is red-hot". CNN. Archived from the original on January 19, 2015. نه اخيستل شوی October 13, 2013. According to an oral history interview White conducted in 1994 for the Archive of American Television, she broke into the business three months after graduating from Beverly Hills High School in 1938 at an early age, as part of an experimental television show.
  30. O'Neil, Tom (June 17, 2010). "Betty White reflects on a golden career". Los Angeles Times. Archived from the original on October 5, 2013. نه اخيستل شوی October 13, 2013.
  31. "Hot Shots: Betty White". Cleveland Magazine. Archived from the original on August 27, 2018. نه اخيستل شوی August 26, 2018.