بوينگ بي ۱۷ فلاينگ فورټرېس
Boeing B-17 Flying Fortress | |
---|---|
هېواد | USA |
د الوتکې ډول | بم غورزوونکې الوتکه |
د الوتکې تولیدونکی | Boeing |
لمړی الوتنه | ۱۹۳۵ |
د الوتکې استعمالونکی | USAAF |
بویینگ بی ۱۷ (په انگریزی: B-17 Flying Fortress) یو ډول بم غورزوونکی الوتکه ده چی د ۱۹۳۵ کال څخه تر ۱۹۴۵ کال پورې په امریکا کی د بویینگ الوتکو جوړونکي شرکت لخوا جوړېده. په ۱۹۳۷ کال کې د بویینگ الوتکو جوړونکي شرکت ۴ ماشینه بویینگ امریکايي الوتکه معرفي کړه، دې الوتکې کولای شول چې ۲۸۰۰ کیلوگرامه چاودیدونکي توکي ولیږدوي، په دوهمه نړیواله جگړه کې امریکايي ځواکونو څو ځلې پر نازیانو بریدونه وکړل. دغه الوتکه ځانگړی د نړۍ د جگړې په وخت کی د اروپا د جگړې په ډگر کی کارېده.