بوديسونايد يو گلوکوکورټيکويډ سټېرويډ درمل دی چې د سالنډي او غېرانتاني رېنايټېس (د حې تبې او نورو الرژيانو په گډون) درملنې لپاره او د پزې د پوليپوسېز د مخنيوي لپاره کارېږي. د دې ترڅنگ دا درمل د کروهن ناروغۍ، او د کولمو د تسپودي ناروغيو په درملنه کې هم کارېږي.

بودېسونايد

دا درمل د اسټرازېنېکا لخوا د پوزې د ساکاږونکي په توگه د رهېنوکورټ په نامه جوړېږي. (په ډنمارک کې د رهېنوسول په نامه). د خولې د ساکاږونکي په توگه بيا د پلميکورټ په نامه صادرېږي (په اسراييل کې د بوديکورټ په نامه) د امالې او يا هم د خولې د کپسولو په توگه بيا د اېنټوکورټ په نامه جوړېږي.