بنیامین سمپوسن

سر بنیامین سمپوسن KCIE ( پیدایښت 31 مارچ 1831 - مړینه 27 جون 1923) یو برتانوی جراح او انځور اخیستونکی وو، چي د بنګال اړوند د هند په طبي خدماتو کي یې له 1853 څخه تر 1890 پوري دنده ترسره کړه[۱] او د کندهار، [۲] کویټې، بمبۍ، د احمد شاه مقبرې، بابا ولي کوتل، عیدګاه دروازې، دراني امپراطورۍ، چل زینو، خرقې شریفي او نورو ځایونو په البمونو کي د راټول سویو انځورونو له امله خورا مشهوره دی.

بنیامین سمپوسن
اړوند
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۳۱ مارچ ۱۸۳۱[۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۷ جون ۱۹۲۳[۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دنده
عکاسsurgeon (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

سمپوسن د بنګال عکاسي د ټولني غړی و او د شمالي هند د نژادي ډولونو په توګه یې 80 انځورونه تولید او په 1862 کي یې د لندن په نړیوال نندارتون کي نندارې ته وړاندې کړل، چي پر اساس یې د سرو زرو ډالۍ هم ترلاسه کړه. په 1867 او 1868 کي سمپوسن د آسام څخه هم لیدنه وکړه، ترڅو په 1872 کي د بنګال د توضیحي توکمپوهني لپاره معلومات او توضیحات چمتو کړي. د هغه انځورونه د اتو جلدونو په یوه لړۍ کي چي (د هند خلک) نومیږي په 1868-1875 کي خپاره سول. سمپوسن د افغانستان په کندهار ولایت کي د 1879-1880 د دویمې افغان جګړې پرمهال ددې ځای د بېلابېلو صحنو انځورونه هم اخیستي دي، چي وروسته د بورن او شیفرډ لخوا خپاره سول. [۱]

په 15 فبروري 1887 کي سمپوسن د هند امپراتورۍ (KCIE) د امر د شورویرو قوماندان په توګه وټاکل سو.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Benjamin Simpson Luminous Lint
  2. . 1881. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ "RKDartists" (in هالنډي ژبه). بياځلي په ۱۶ جنوري ۲۰۱۸.{{cite web}}: CS1 maint: unrecognized language (link) سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)