که چيرې د بنگښو پښتنو د نسب شجره په ژوره تو گه تر څيړ نې لا ندې ونيسو، نوجو ته به شي چې بنگښ کر لا ڼي پښتا نه دي. تاريخ حيات افغاني د بنگښو د لو مړ ني استو گنځي په اړوند داسي ليکي:" ددغې قبيلې لوی نيکه اسمعيل نو ميده چې د گر ديز د سيمې په زرمت(زرمله) کې او سيده. وروسته بيا ددغې قبيلې د غړو تر مينځ کو رنۍ جگړې پيل شوې چې په نتيجه کې دوی پر دوو گو ند ونو و ويشل شو ل چې يوه يې سمل او بله يې گاړه نو ميږي. هغه و خت چې په زرمت کې ددغې قبيلې د خلکو شمير مخ پر ډير يدو شو او له بلې خو ا يې د غلجي قبيلې زور او ځواک وليد نو تقر يبا ٦٥. کلونه دمخه يې دغه سيمه پر يښودله او وتلو ته اړ شول، چې وروسته بيا دوی په کورمې، پيواړ او شلوزان کې چې د سپين غره په سهيل کې مو قعيت لري خپله قبضه ټينگه کړه، خو داورکزيو او ددوی تر مينځ خوا بدي پيداشوه په هغه وخت کې خټکو هم د بنگښو سره مر سته وکړه او تر يوې سختې جگړې ورو سته يې د او رکز يو لاس له کو ها ټه لنډ کړ او خپلې واگې يې ور با ندې ټينگې کړې،څو په پای کې د بنگښو او او رکزيو تر مينځ سر حد وټا کل شو. ميدان او هغه دره چې اوس بنگښ پکې استو گن دي د بنگښو او د شمال غر نيزه سيمه او رکزو ته ورسيده." د تا ريخي رو ايتو نو سره سم د اورکزيو سيمې ته ددوی راتگ په کال ١٣٩٨ ع کال کې تر سره شوی دی،چې بيا ورو سته يې دکو هاټ سيمه يې هم له هغو نه ونيوله. د يوه افسانوي ر وايت له مخې ددوی تر مينځ دغه شخړه د دای په نا مه يوه تن اواره کړه. په دې تو گه چې يو ځل د بنگښو او اورکزيو ملکان د سيمو د ويش له پاره په در سمند نو مي ځای کې سره را غو نډ شوي وو او هرې يوې خوا غو ښتل چې زر خيزې سيمې تر لا سه کړي. له همدې کبله ددوی تر مينځ سوله ونه شوه او نږ دې و چې ددوی تر مينځ بيا جگړه ونښلي. په دغه وخت کې د دای په نامه يو سپور سړی له ليرې را ښکاره شو. څر نگه چې دواړه قبيلي يعني او رکزي او بنگښ له شخړو او لا نجو نه په تنگ شوي وو، نو دوی په دغې خبرې سره اتفاق وکړ که چيرې دغه سپور راشي ،نو دوی به ورته د بنگښو او اورکزيو د قبيلو تر مينځ د ځمکو او سيمو د ويش سؤ ال مطرح کړي او هر هغه نظر چې دای ورکړ دواړه خو اوې به يې مني. په د غه وخت کې دای نو می سپور را ور سيد او دواړو غا ړو ددغې شخړې د اوار ولو په سر له ده سره خبرې وکړې،دای په داسې حال کې چې پر اس سپور و په پښتو ژبه يې داسي وويل چې :

د ای خو داسي وايي *** چې سمه د بنگښ، غر د او رکزي

ويل کيږي چې له هما غې ور ځې د دای ويش عملي شو چې تر او سه پو رې د چلند وړدی.

د بنگښو خيلونه

بنگښ په ډيرو خيلونو وېشل شوي دي چې دغه خيلونه په لاندې ډول دي: ميران زي بايزي سمل زي باده خېل (بډه خېل) حسن زي عمر خېل ايلم خېل، حسن خېل، لنډي خېل، مياوي، کاغذي، کمال خېل، مندو خېل، داؤد خېل، شادي خېل،دودا خېل، او داخېل،يو سف خېل، خاخېل، مير احمد خېل، علي شيرزي،عليزي، خدي زي،وردي خېل،ستوري زي، خواجه ا حمد خېل،بر ستوري زي، کوز ستوري زي،موزو خېل، نسيو خېل،تاتا خېل، کله سور خېل،وانک زي، لابي خېل، ازي خېل، شا هو خېل، لو دي خېل، شني خېل ،گل خان خېل،عزت خېل، دولت خېل، گل شاه خېل، متو خېل، فتح خېل بلند خېل، جمشېدي او نور.

دبگښو د سيمې مو قعيت

بنگښ په کو هاټ او هم په کو رمې ايجنسۍ کې استو گنه لري. د بنگښو سيمه ددرې په بڼه ده چې د ختيز نه لو يديځ ته د غرو نو تر مينځ پر ته ده چې لمر خاته او جنوب ختيز ته يې خټک،جنوب ته يې وزير او لو يد يز ته يې تو رې او سيږي.ددوی ميداني يا اواره سيمه زر خيزه او بډايه ده چې ورته کوز بنگښ وايي او غر نۍ سيمه يې د بر بنگښ په نا مه يا ديږي.

د بنگښو د استو گنې سيمې او ځا يو نه

بنگښ په کو هاټ، هنگو،ټل،کو رمې،پيواړ، شلوزان او پا ړه چنار کې استو گنه لري. هغه بنگښ چې په کو رمې ايجنسۍ کې او سيږي ،نو ددوی سيمه د پيواړ او پاړه چنار په نامه يا ديږي. همداراز بلند خيل، يو سف خيل او خا خيل بنگښ د ټل ښار ته نږدې د وزيرو په گا ونډ کې ا ستو گنه لري. مير احمد خيل او عليشیر زي په هنگو او د هغه په شا او خواکې استو گنه لري.

د بنگښو د مشهورو ځا يو نو او کليو نو مو نه په دې ډول دي: نرۍ اوبه،ټل، درسمند،هنگو،اوسترزي،کسا ئي،تر غه، توره وړۍ،کڅ او مد خوزه. په پو ر تنيو سيمو بر سيره ډير شمير بنگښ په پيښور،کر ا چۍ او اسلا م اباد کې هم ميشته دي. بايد وويل شي چې ددوی پر سيمه تل بهر نيو ير غلگرو لکه مغولي تيمور، بابر، سکهانو او انگر يز انو بر يد ونه کړيدي ، خو ددې ځای غير تي خلکو ور ته په ميړاني غا ښ ما توونکي ځو ابونه ور کړي دي.

په هندوستان کې ميشته بنگښ

نواب غضنفر جنگ محمد خان بنگښ بنگښو د هند د اتهرا پر اديش د ايا لت په فرخ اباد کې د پښتنو يو ځا نگړی رياست درلود، چې بنسټ ا يښو دونکی يې نواب غضنفر جنگ محمد خا ن بنگښ و. ده په پيل کې د ډيلي په شا هي پو ځ کې يوه کو چنۍ پو ځي دنده درلوده، خو د شهزاده فرخ سير په ملا تړ يې يو زريز منصب تر لا سه کړ، چې د خپلې پو هې او زړورتيا په وجه يې په کراره کراره اووه زريز منصب تر لا سه کړ چې په پای کې د٥٢ زريز منصب خاوند او د هندو ستان په خلکو کې يې په( باون هزاري) سره مشهور شو. کله چې ايراني نا درشاه د هند وستان نه بير ته خپل هيواد ته ستنيده،نو يو شمير يو سفزي پښتانه ور سره بند يان وو، خو نواب غضنفر جنگ محمد خان بنگښ د خپلو پښتنو ورو ڼو د ژغو رنې او خلا صون له پاره ايراني نا در شاه ته درې لکه رو پۍ ور وليږ لې چې نو موړي يو سفزي خو شي کړي چې همد اسې هم وشول. نواب صا حپ ډير با تد بيره، زړور او ښه اداره چي و چې دده تر واکمنۍ لا ندې خلک ور نه ډير خو شا له وو. دده تر مړ ينې وروسته يې زوی قا يم الد وله قا يم جنگ نواب قا يم خان د فر خ اباد د سيمې نواب شو.


نواب قا يم خان قا يم الد وله قا يم جنگ:

نو موړی د ډيلي د واکمن له خوا د فرخ اباد د سيمې د نو ابۍ پر مسند و ټا کل شو ، خو وروسته د نواب منصور علي خان صفدر جنگ له خوا ووژل شو. نو موړي نواب د فر خ اباد د سيمې واگې په لاس کې و نيولې او خپل نا ئب رای نول ته يې د فر خ اباد سيمه وروسپا رله. په د غه و خت کې د نواب قا ئم خان مور خپل بل زوی نواب احمد خان چې د خپل ورور نه خپه شوی او په ډ هلي کې او سيده ور و غو ښت او نو موړې د مئو او نورو سيمو د ر ئيسا نو په ملا تړ رای نول وواژه او کله چې نواب صفدر جنگ د ر ای نو ل له و ژلو خبر شو ،نو د جگړې له پاره ور دمخه شو، خو نواب قا يم جنگ بنگښ هغه ته ما تې ور کړه . نواب صفدر جنگ مجبور شو چې د بهر تپور د واکمن را جا سورج مل نه مر سته و غواړي او هغه هم په دې شر ط چې نو موړي ته به د ورځې ٣٥ زره رو پۍ ورکوي، څو په فر خ اباد بر يد و کړي، خو په پای کې مر هټه وو ددوی تر مينځ سو له وکړه.

نواب تفضل حسين خان بنگښ: د نواب ا حمد خان تر مړ يني ورو سته نواب تفضل حسين خان د فر خ اباد دسيمي نواب شو، خو په ١٨٥٧ عيسوي کال کې هغه و خت چې د هند وستان ازادي غو ښتو نکو د انگريزي ير غلگرو پر خلاف عمو مي پا څون وکړ، نو پر نگيان د نواب تفضل حسين خان نه خپه شول. انگر يزانو د فرخ اباد ريا ست ضبط او نواب تفضل حسين خان بنگښ يې د خپل ريا ست او نو ابۍ نه بيو اکه کړ او مکې معظمې ته يې تبعيد کړ چې بيا هوري وفات شو.

علا مه رشا د بابا د حيات افغاني دپيښور چاپ په ٧٤٣ مخ کې د فرخ اباد د نوابانو په اړوند داسي ليکلي دي:"په شمالي هند وستان کې تر ټولولوی او مشهور سيند گنگا دی. ددغه سيند په لو يد يځه غاړه با ندې د فرخ اباد نوابي واقع ده. دفرخ اباد ښار په ١١٥٣هجري قمري کال غضنفر جنگ محمد خان بنگښ (مړ ١١٥٦ )هجري قمري کال ودان کړ او د وخت پا چا فرخ سير(١١٢٤-١١٣١هجري قمري) په نسبت يې فرخ اباد نوم پرې کيښود. د فرخ اباد د نوابۍ لو مړی نواب غضنفر جنگ محمد خا ن بنگښ واو په ١١٢٦ هجري قمري کال يې ددغې نوابۍ بنسټ ايښی دی.دې نوابۍ تر ١٢٧٤ هجري قمري کال پورې پا يښت وکړاو وروستی نواب يې تفضل حسين خان وچې د هندو ستان د ازادۍ په پا څون (١٨٥٧ عيسوي) کې د لاس لر لو په تور پر نگيا نو حجاز ته فرار کړ او هلته په ١٢٨٨ هجري قمري کال مړ شو. نواب غضنفر جنگ محمد خان،دهغه زامن نواب قا يم خان او نواب احمد خان ددغې کو رنۍ مشهوره نوابان تير شوي دي. نواب احمد خان د پاني پت په مشهوره غزاکې گډون درلود او د لوی احمد شاه بابا له ټينگو ملگرو نه و.نواب احمد خان چې په ١١٨٥ هجري قمري کال کې مړ شو پر ځای يې زوی مظفر جنگ دلير همت خان د فرخ اباد نواب شو، شپږ ويشت کا له يې نو ابي وکړه او ١٢١١ هجري کال مړ شو. د١٨٥٧ ع کال پا څون چې د هند وستان د ازادۍ له پاره نا کام شو، ددغې بنگښې کو رنۍ څو تنه په دغه پا څون کې دلاس لر لو په جرم پر نگيا نو په دار و ځړول." په فرخ اباد سر بيره په قايم جنگ،شاه جهانپور او په ډهلي کې هم بنگښ او سيږي. په ډهلي کې د بنگښو محله مشهوره ده.

همد اراز يو شمير بنگښ د ايران په ما زندران او خر اسان په ايا لت کې هم ميشته دي. يو زيا ت شمير بنگښ په سعودي عر بستان، کو يټ او د خليج په عر بي هيوادونو لکه دوبی، قطر، ابو ظبي، عمان،مسقط او شا ر جه کې هم استو گنه لري چې اکثره يي په ټکسي چلولو او نورو خواريو او غر يبيو بو خت دي.

د بنگښو نا متو شخصيتونه:

د بنگښو قبيله په خپله غيږ کې ډير پو هان،سياسي مشران، نوابان،ليکوالان ، شا عران او هنر مندان روزلي دي چې د ځينو نومو نه يې دادي :نواب غضنفرجنگ محمد خان بنگښ،قايم ا لدوله قا يم جنگ نواب قايم خان بنگښ،نواب تفضل حسين خان،نواب احمد خان،مظفر جنگ دلير همت خان او نا صر جنگ امداد حسين خان چې دهند داترپراديش دفرخ اباد د سيمي بنگښ نوا بان وو. د اورنگزيب عالمگير د زماني مشهور پښتو شا عرخواجه محمدهم د بنگښ په قبيلي پورې اړه درلو ده. په سيا سي مشرانو کې دمزدور کسان پار ټۍ مشر افضل بنگښ چې په پښتو نخواکې يې د مزدورانو او خواريکښانو د حقو قو له پاره مبارزې کړي دي هم بنگښ پښتون و. د هند دمو سيقي ستر استاد ښا غلی امجد علي خان چې د سرود استاد دی او دهغه زامن ښا غلي امان او عيان هم بنگښ پښتا نه دي. په دوبی کې د بنگښ پرا پر ټيز چير مين ښا غلی عبد النبي بنگښ چې د پښتو ژبي او پښتنو سره ډيره مينه لري او په دوبی کې پښتانه پرې را ټول دي او په درنه ستر گه ور ته گوري هم پښتون بنگښ دی.

د بنگښو مجمو عي شمير

حيات افغاني ١٤١ کلونه و ړاندې د بنگښو مجمو عي شمير ١٨ زره کور ه ښو دلی دي. خو هغه ورو ستۍ سر شميرنې چې په دغه سيمه کې شوي دي په مجمو عي تو گه د ټو لو بنگښو شمير که هغه په کور مه ايجنسۍ کې اوسي او که په کو هاټ کې د ٣۰ زرو تنو په شا او خواکې ښودل شوي دي.

سرچينې

  • ١- حيات افغا ني، پښتو ژباړه،٤٥٧،٤٥٦، ٤٥٨ او ٧٤٣ مخونه،دپيښور چاپ.
  • ٢- دپښتنو تا ريخ ، لو مړی ټوک،د قا ضی عطاؤالله خان اثر،٣٩ مخ، دکابل چاپ ١٣٥٦
  • ٣-پښتو نستان، عبدالرؤف بينوا،٢٧ مخ،١٣٣۰ کال، کابل
  • ٤-Selection from the poetry of the AFghan from the 16 to 19 century,by Henry George Raverty,2008,forgotten books
  • ٥- د ميزان جريده،په هند کې افغا ني النسله نو ابان او د هغوې د واکمنۍ سيمې او ريا ستو نه،د ٢۰۰١ کال دجنورۍ مياشتې ٦٧ گڼه، د هند چاپ. چې په هغې کې په هندو ستان کې د افغا ني قبيلو او ددوی دریاستونو او نو ابيو په اړوند زما له خوا معلو مات چمتو شوي وو او په پر له پسي گڼو کې راغلي دي