بنوڅي د پښتنو يو ټبر (قبيله) ده چې زيات په بنو ولسوالۍ کې اوسيږي

تاريخ او نسب

زموږ پښت پو هان( نسب پيژندونکي) بنو څي د پښتنو د کر لا ڼي ټو لنيز ې ډلې نه شميري. د تا ريخي رو ايتو نو له مخې دبنو څيو لوی نيکه شاه فر يد نو ميد چې ورو سته په شيتک مشهو ر شو. دشيتک مور ککۍ نو ميده چې دده د زيږ يدو په وخت کې په لنگوال مړه شوه. پلار يې پر ده با ندې د شاه فر يد نوم کيښود. داسي روايتونه هم مو جود دي چې شيتک درې مير منې در لود ې، چې دلو مړۍ مير منې نه يې چې با نو نو ميده دوه زامن چې کيوي او سو راڼي نو ميدل و زيږيدل چې ددوی د مور دنوم له کبله دوی ته با نوزي يا بنو زي ويل کيدل چې دبنو د سيمي پښتانه يې بنو څي بولي او د بنو د سيمي د تسميې وجه همدا مير من ده. دبلې مير منې او لا ده يې تڼي او دوړ دي. ددريمې مير من او لاده يې جيلم او هويد وو.

ډپټي محمد حيات خان په خپل مشهور اثر تاريخ حيات افغاني کې چې دده له خوا ١٤١ کلونه وړاندې په اردو ژبه کښل شوی و او بيا ورو سته په انگر يزي او پښتو ژبو ژبا ړل شوی دی د دوی د پخو انۍ سيمي او د بنو سيمې ته د بنو څيو د راتلو په اړوند داسي ليکلي دي:" د بنو څيو د استو گني اصلي ځای د سليمان د غره يوه لړۍ يعني د شوال غر و او دبنو څيو تر راتگ دمخه په بنو کې دهني او منگلو قبيلي ميشته وې، چې بيا ورو سته ددغو قبيلو پير شيخ شاه محمد رو حاني(رح) د دوی نه له دې کبله خپه شو چې د غلو دانو عشر يا لسمه بر خه يې چې هغه ته ور کو له ور باندې بنده کړه، چې له هما غه و خته نو موړي پير د شيتک له او لادې نه د کيوي او سوراڼي اولاده د خپل زوی شاه نيکبين سره يو ځای د شوال دغره نه دې سيمي ته راو ليږل او اجازه يې ورکړه چې دوی بايد دهني او منگلو قبيلي له دې ځايه وباسي او دغه سيمه چې دبنو څيو تر راتلو دمخه په ډنډ با ندې مشهوره وه په خپل واک کې راولي. څر نگه چې دشيتک اولاده د شوال په غره کې د وزيرو قبيلې د زور زياتي په وجه په تنگ شوي وو ،نو د نو موړي پير دغه خبره يې غنيمت و گڼله او دغې سيمې ته يې ډله ايزه ليږ ديدنه پيل کړه چې لو مړی د تو چي سين سهيل او دگبر غره په شمالي لمنې ورغړ کې ميشته شول. بنو څيو د خپل پير د زوی شاه نيکبين په غو ښتنه درې کو ترې راوړې. ديوې کو ترې نه يې هيڅ بڼکې ونه ايستلي، ددويمې کو ترې نيما يې بڼکې او ددريمې کو ترې ټو لې بڼې يې وايستلې او درې واړه کو ترې يې دخپل يوه استازي په لاس د هني او منگلو قبيلو ته واستولي او دا پيغام يې ور وليږه که چيري هر هغه څوک چې خپل مالونه له ځا نه سره واخلي او له دې ځايه و ليږدي نو دوی به د هغې کو ترې په شان په امن کې وي چې بڼکې يې نه دي ايستل شوي او دوی ته به هيڅ ډول ځا ني او مالي زيان ور ونه رسيږي او هغه خلک چې په دې کار کې ځنډ وکړي نود دوی سره به د هغې کو ترې په څير چلند وشي چې نيما يي بڼي يې ايستل شوي وي يعني دوی ته به ځا ني او ما لي تا وانونه ور ورسيږي او پښيما نه به شي او هغه څوک چې نه ځي موږ به هغه د خپل پير په بر کت د هغې بې بڼکو کو ترې په څير لوڅ کړو.کله چې هني او منگلو قبيلو د کو ترو دغه حال وليد او نو موړی پيغام يې واوريده نو په خپلو مينځو کې يې سره سلا او مشوره وکړه چې که چيرې له دوی سره جگړه وکړي نو دبر ياليتوب هيله نشته. همداراز دوی د خپلې بې اتفا قۍ او د خپل پير د خپگان په وجه خو اشيني وو. له بلې خوا بنو څيو ددوی کرنې او زراعت ته تا وانونه رسول،چې په پای کې هني او منگل قبيلې مجبوره شوې چې خپله سيمه پر يږدي. دهني يو شمير خلک د هندوستان خو اته وليږ ديدل او لږ شمير د منگلو سره د سپن غره په سهيلي بر خه کې ميشته شول او په دې تو گه بنو څيو پر دغې سيمې خپله واک ټينگ کړ او په بشپړه تو گه يې دغه سيمه په خپله ولکه کې راوسته. که څه هم د بنو څيو له خوا ددغې سيمې د نيو لو نيټه نه ده معلومه، خو دوی د شيخ شا ه محمد روحاني(رح) په وخت کې چې دشاه رکن عالم همعصره او مر يد و دلته ميشته شوي دي او شا ه رکن عالم د ٨٨ کلو نو په عمر په(٧۰٥لمريز) کال له دې نړۍ نه ستر گې پټې کړي دي." خو علامه استاد رشاد(رح) د حيات افغا ني د پښتو ژباړې،پيښور په ٥١۰ مخ په پايليک(پاورقي)کې دشيخ رکن ا لعالم په باب داسي کښلي دي:" شيخ رکن العا لم د شيخ صد رالدين عارف زوی او د شيخ بهاؤ الدين زکر يا ملتا ني سهر وردي لمسی دی، دده د مړ ينې کال په مقا ما ت ار شا ديه (٨٥) مخ کې، د خز ينته الا صفياپه٢/٥١ مخ،د او ليا ملتان په ١٩٨ مخ او داوليا هند و پا کستان په ٣١٣ مخ کې٧٣٥ هجري قمري ليکل شوي دي."

د بنو څيو تر مينځ په خپلو کې د سيمو ويش

د هني او منگلو تر وتلو وروسته دغو خلکو د خپل پير پر لار ښوونه د بنو سيمه په خپلو مينځو کې په دې ډول سره وويشله چې د کيوي د مشر ځوی او لا دې ته يې سهيلي بر خه، چې اوس په مير ي مشهوره ده د ککي تر ختيزو بر خو پورې چې په هغه وخت کې ز يا ته ابا ده وه ورکړه. دکيوي دويم زوی سمي ته يې په مينځ کې تر نا ر پورې ځمکې او د سو راڼې او لادې ته د کو رمې د رود شمال ته تهل پورې سيمې ور کړل شوې.

په هغه وخت کې د سو را ڼيو بر خه ځمکه زيا تره په ځنگلو نو پټه وه، خو اوس ډيره ښه او لو مړۍ درجه ځمکه ده. دميري داولادې بر خه( شمال) ته: د با رکزيو دواړه تپې، د نورړ تپه، دمه خيل تپه او دککي او بهر تهه دواړه تپي د سو را ڼي د او لادې برخه( شمال او لو يديز): د مندا خيلو تپه چې په با زيد هم مشهوره ده. ولادين تپه چې په د هر مه خيل هم مشهوره ده. د کو ټي تپه چې په حسين هم مشهوره ده. د ولا خيلو تپه چې په خلعت هم مشهوره ده. د سمي د او لادې بر خه( منځنۍ): د تپي دواړه تپې اود عيسکي او فا طمه خيلو تپي. همداراز دسمي او لا دې ته د داؤد شاه، شمن خيلو او امندي تپي په جهيز کې ورکړل شوي دي.

د بنو په سيمه کې د پخو انيو او سيدو نکو په اړوند لنډ معلو مات: د تا ريخي معتبرو منا بعو په حواله په پخوا نيو ز ما نو کې دلته د هند وان او يو نا نيا ن او سيدل، چې د پو رتنيو خبرو ثبوت د هغو زړو او لر غو نو سکو او ودانيو نه ښکاري چې د لر غو ن پيژ ند ونکو د څيړ نو په نتيجه کې لاس ته ر اغلي دي. د لته د پخو انيو زړو ود انيو کنډ والې، ديو الو نه ، زړې کلا گانې او نور تا ريخي ځا يو نه او اثار شته او هغه سکي چې لر غون پو ها نو تر لا سه کړي دي هغه ز يا تره د يو نا نيا نو او هند وانو له خوا ضر ب شوي دي.

داسي تا ريخي رو ايتو نه هم مو جو د دي چې په بنو کې د سبکتگين يا د غز نو ي سلطان محمود د واکمنۍ تر پيله د بد ني په نوم يو قوم چې هند وانو ور ته مذ هبي عقيده در لو ده او سيدل ،څر نگه چې سلطان محمود د خپلو ير غلو نو په وختو نو کې چې پر هند وستان به يې کول ځيني و ختو نه له همدې لارې تير يده، نو د مذ هبي تعصب او مخا لفت په وجه ددغه قو م او مشر انو سره چې دار الر ياست يې د سترام يا او سنی اکرا ښار و وجنگيده او هغوی ته يې ما تې ور کړه. دسلطان محمود لښکرو دغې سيمې او خلکو ته دو مره تبا هي و اړوله چې ډير يې ووژل شول او هغه لږ شمير خلک چې بچ پا تې شول نو هغوی ددغې سيمې پر يښو دلو ته اړ شول . تر هغې وروسته دغه سيمه ور انه پر ته او په ځنگله بد له شوه. څو د غوري شهاب الدين د واکمنۍ په و خت کې د هني او منگلو قبيلې په دغه سيمه کې ميشته شوې . بايد ووايو چې په هند کې د مغولي امپر اتور عالمگير په وخت کې د هغه زوی بها در شاه دغه سيمه ونيوله او سيد حسن نو می يې ددغه ځای حا کم وټاکه. تر او رنگزيب ور وسته دا سيمه خو دمختاره وه . د ابدالي احمد شاه د واکمنۍ په وخت کې دغه سيمه دده په قلمرو کې شا مله او دکال دولس زره روپۍ ما ليه به يې تر ينه ا خيستله چې قلنگ بلل کيد له. ددې سر بيره يې شپږ زره رو پۍ د سو رسات په نا مه چې د پا چا هي لښکرو خر څ او اذوقه وه را ټو لولې چې مجمو عا اتلس زره رو پۍ کيد ې.

د سدوزي تيمو ر شاه په وخت کې په د غه ما ليه کې کو م بد لو ن رانغي،خو سدوزي زمان شاه د دوړود سيمي ما ليه چې د کا ل دو لس زره رو پۍ کيدې د ککه پير د غو ښتنې له مخې چې يو رو حا ني شخصيت و وبخښله او هما غه دو لس زره رو پۍ يې د بنو پر سيمه کيښود لې چې په مجمو عي تو گه يې د بنو له سيمې په يو ه کال کې دير ش زره رو پۍ ماليه يا قلنگ را ټو لو لې. ددې قلنگ نه پر ته ددې ځای دراني حا کما نو د هند وانو نه يو ډول ما ليه د جز يې په تو گه تر لا سه کو له.

هغه وخت چې په ١٨٨۰ بکر مي کا ل يا ١٨٢٣ عيسوي کال کې ر نجيت سنگه د افغا نستا ن د واکمنۍ د کمزورۍ له کبله د بنو سيمې ته راغی او دغه سيمه يې په خپل واک کې راوستله نو ده هم پر دغو خلکو با ندې د کال يو لک رو پۍ ما ليه وټا کله. چې دغه ماليه د سکها نو مختلفو حا کمانو لکه نو نهال سنگه، تا را چنداو را جا سو چيت سنگه هم له دغې سيمې را ټو لو لې. هغه وخت چې فتح خان ټو انه د سکهانو له خوا پر دغه سيمې حا کم و ټا کل شو هغه د غه ما ليه يو نيم لکه رو پيو ته لو ړه کړه. درې کا له ورو سته سکهانو جر نيل گوردت سنگه دغې سيمې ته د ما ليې د را ټو لو له پا ره ور وليږه چې هغه دغه ما ليه دوه نيمو لکو رو پيو ته لو ړه کړه او په دغه بر خه کې يې دو مره زور زياتی پيل کړ چې زيا تره خلکو خپلې ځمکې پر يښودې او تيښتي ته اړ شول.

په ١٩۰٥ بکر ما جيتي کال چې ١٨٤٨ عيسوي کال سره سمون خوري انگر يزي سر کار پر يو ه فصل با ندې ٢٤٢٨٢ روپۍ تر لا سه کړې چې بيا په ١٨٥٢ عيسوي کال په منځني ډول تقر يبا د کال ٨٥۰۰۰ زره رو پۍ ما ليه ر ا ټو ليده چې ا نگر يزان دغې ته د بنو په سيمه کې د ما ليې لو مړ نی انتظا م وايې. د ما ليې په د ويم انتظا م کې چې د ميجر جنر ال نکلسن له خوا تر سره شو دغه ما ليه ٩٤٤٤٦ رو پيو ته لوړه شوه. د بنو د سيمې د ماليې په دريم انتظام کې يې اندازه لو مړی ١۰٧١۰٥ رو پيو او تر هغې ور و سته ١١١۰٥٨ ته لو ړه شوه.

د بنو د سيمې جغر افيوي مو قعيت:

د بنو سيمي لو يد يز ته د وزيرو غر، ختيز ته يې شا ه پور د ضلعې پو له، د مټهه ټو اڼه سيمه او د جيلم د ضلعې د تله کنگ تحصيل يوه بر خه،سهيل ته يې ديره اسما عيل خان،شمال ته د لو يد يز نه نيولې د سنده در ياب تر ښۍ غا ړې پورې کو هاټ او د خټکو غر نۍ سيمه پر ته ده. بنو د کهرک، لکهي مروت او وزير ستا ن سره هم پو له لري. بنو د پيښور جنوب په ١٩٢ کيلو مترۍ کې مو قعيت لري.

اوږدوال يې له لو يديز نه چې هلته د کو رمې سيند د غره نه اوارې سيمې ته راځي، ختيز خو اته د شا ه پور تر ضلعې پورې ١۰ ميله او منځنی پلنو الی له شماله تر جنو به تر څلو يښتو ميلو لږ زيا ت دی. بنو يو پراخ ميدان دی چې د کو رمې په سيند سره خړوبيږي.په دوبي کې يې هوا توده او په ژمي کې داسي سړه وي چې انسان يې زغملای نه شي.

حا صلات يې:

شولې، غنم، جوار،گني،تمباکو ، کورکمن او ادرک( زنجبيل ) دي.

ميوې يې:

خټکي، تو تان،نارنج،ليمو،سنتره،چکو تره،کيله،ام،خرما،انگور،انځر،انار او بيري.

گلان يې: گلاب، چنبيل، رانبيل،داودي،لمر گلی،عباسي، بندرابني،گل خيرو، جعفري،ببري گلی، پيغمبري گل او داسي نور. په بنو کې ميشته نور قو مونه: په بنو کې پر بنو څيو سر بيره نو رقو مونه لکه خټک، مروت، وزير ،اپريدي، اوان،هندوان،کشميريان او لږ شمير بهاريان هم استو گنه لري، خو خلک يې په سلو کې ٩٩ پښتا نه دي.دخلکو ژبه يې پښتو ده، خو اينکو يا هندکو،پنجا بي او اردو هم پکې مروجه ده .

د بنو څيو مشهور خيلونه

لکه چې دمخ مو وويل د شيتک لو مړۍ مير من بانو نو ميده چې زامن يې کيوي او سو راڼي نو ميدل چې دوی دبنوزيو يا بنو څيو په نا مه سره شهرت لري.دکيوي د ښاخ مشهورې څا نگې دادي: ميري، سمي،با،رکزي،ککی، بهر تهه،نورړ،دهر مه خيل،ممه خيل،احمد خيل،بر هيم خيل، عا لم گل خيل، خدر خان خيل،بورا خيل، مو سي خيل،سرکي خيل، نقره دين، وله خيل،قلندر خيل،برت خيل، ميټا خيل،سکندرخيل،جهندوخيل،مندان،سليم خيل،،بډاخيل، سيناور،اسما عيل خيل، او نور.. د سوراڼي مشهورې څانگې دادي:مند اخيل، ولادين،کوټي، ولا خيل،خوزک، کڅ زي،هيبک،ملي زي او نور..

سرچينې

  • 1- تا ريخ حيات افغا ني، دوهم چاپ ،پيښور٥.٧-٥٩٤ مخونه.
  • ٢- پښتانه د تا ريخ په رڼا کې، ١٣٧٩-١٣٩٦ مخونه.
  • ٣-پښتو نستان،د ١٣٣۰ کل چاپ.
  • ٤-Bannu Wikipedia