بنغر

د ننګرهار ولايت، جلال اباد ښار اتمې ناحيې کې د يوې سيمې او بازار نوم

بنغر د ننگرهار ولایت، د بهسودو ولسوالۍ له مشهورو کلیو څخه گڼل کېږي چې ددې ولسوالۍ په ختيځ کې د قلعه علي، جوی ډاګ، نجارانو کلي او پېراوړ کليو ترمنځ واقع دی. دا کلی له ............. کلیو سره پولې لري، چې ټولیز مساحت یې ( ) او د وگړو شمېره یې (تر ۳۰۰۰۰ )تنو اټکل شوی دی. په دې کلي کې د ..... په نامه لومړنی ښوونځی، محمدي صاحبزاده په نامه یوه د هلکانو او د ملکه حميرا په نامه يوه د نجونو لېسه او د بلندغر په نوم يو روغتیایي مرکز لري.

بنغر
عامه معلومات
عمومي معلومات
اداري سیمه
هېواد
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۳۴°۲۷′۱۴″شمال ۷۰°۳۰′۵۸″ختیځ / 34.4538914°شمال 70.5161881°ختيځ / 34.4538914; 70.5161881 Edit the value on ویکي‌ډېټا
Map

د محمدي صاحبزاده عالي لېسه ده چې د بازار په زړه کې موقعيت لري او تقريباً تر لس زره زده کوونکو پورې زده کوونکي پکې خپلې زده کړې کوي دوهم يې د ملکه حميرا د نجونو لېسه ده چې نسبتاً د بازار يوه اړخ ته موقعيت لري چې ياد ښوونځی هم د شپږو زرو زده کوونکو د زده کړو چارې پرمخ بيايي په همدې شکل د خصوصي ښوونځيو له جملې يې د پيغام خصوصي ښوونځی دی چې تر دې دمه (1397 لمريز کال) پورې يو لومړنی ښوونځی دی چې دوه کاله دمخه يې په خپل فعاليت پيل کړی دی څلورم ښوونځی په دې سيمه کې د شهيد ملنګ جان خصوصي ښوونځی دی چې ياد ښوونځی هم په 1396 لمريز کال په دې سيمه کې په فعاليت پيل وکړ. مشهورې څېرې : ياده سيمه د مرحوم ملنګ جان ( امين جان ) اصلي او ار ټاټوبی دی ملنګ چې ټول لر او بر يې له نوم سره اشنا دی هغه ولسي او ملي شاعر و، چې د پښتونستان ارمان او د لوی افغانستان ارمانجن له دې دونيا لاړ، د هغه دا يوه ترانه خو به هر چا اورېدلې وي : دا زمونږ زېبا وطن دا زمونږ ليلا وطن دا وطن مو ځان دی دا افغانستان هېره دې نه وي چې په ياده سيمه کې د پښتو ژبې او ادب ستوري علامه صديق الله رېښتين مزار هم دی چې نسبتا د بنوغرو د بزار څخه په وتلې سيمه کې موقعيت لري. خوړنځايونه : د بنوغرو سيمه که څه هم کوم خاص خوړنځای چې په نړۍ واله سطحه وي يا دا چې يو لوی رستورانت اوسي نه لري، خو بيا هم واړه هوټلونه لري چې په هغې کې د رياض ساپي او برهان الدين هوټلونه ډېر مشهور دي په ياده سيمه کې د يو لوی هوټل د نه شتون ار عامل د جلال اباد ښار نږدې والی دی ځکه د جلال اباد ښار له يادې سيمې اووه يا اته کيلومتره لرې پروت دی چې يو شخص په اسانۍ سره کولای شي په لسو دقيقو کې ځان د جلال اباد ښار ته ورسوي. امنيت : په ننګرهار او په ځانګړې توګه په بهسودو ولسوالۍ کې له يادې سيمه بل امن او ارامه سيمه بله نشته دی، خلک يې ډېر مينه ناک، وېښيار، تعليم يافته او مېلمه پاله دي، له نويو راغلو او مېلمنو سره ډېره ښه رويه کوي.

نومونې دليل سمول

د يادې سيمې د نوم په اړه بېلابېل خلک بېلابېأ اندونه لري :
  • لومړی ډله خلک وايي چې ياده سيمه په اصل کې پلن غر دی چې د وخت په تېرېدو په بلندغر او بيا په بنوغر بدل شوې ده، دليل وايي چې د دې سيمې جوړښت ته که وګوري نو داسې ښکاري چې دې سيمه کې پخوا غر و او لاندې ترې سيند بهېده چې د دواړه نښې اوس هم ښکاري.
  • دوهمه ډله خلک دا وايي چې دې سيمه کې پخوا هزاره ګان اوسېدل او د هغوی مشر بلاغو نومېده چې د وخت په تېرېدو او د خلکو د لهجې په بدلېدو د يادې سيمې خلکو دې ځای ته د بلندغر نوم ور کړ.
  • درېمه ډله خلک دا دليل وړاندې کوي چې ياده سيمه په اصل کې د بنو غر دی دوی چې بنو يوه پخوانۍ قبيله او غر د غر مانا ور کوي دوی دليل دا راوړي چې له يادې سيمې لږ مخکې يو بل کلی د بنو ګاه يا بني ګاه په نوم شتون لري که چېرته ياده سيمه بنوغر نه وي، نو دا دوهمه سيمه ولې بنوګاه بلل کيږي مطلب دا چې د بنوګاه په سيمه کې د بنو قبيله خواره واره اوسېدل او دا غونډۍ يا غر چې اوس کاملا له منځه تللی خو اثار يې ښکاري د بنوغر بلل کېده.

زیارتونه او دیني ځایونه سمول

تاریخي سیمې سمول

د لیدو وړ ځایونه سمول

تړلې لیکنې سمول

̇̆جلالکوټ ننگرهار لغمان کونړ بنغر قلعه علي میران قلعه غولا قلعه سرگینک ولایتي قلعه جانان خان قاسم اباد