بشير کندهارى

بشير کندهارى یو کندهاری سندرغاړی دی چې د کندهار په دوهمې ناحيې کي يې دنيا ته سترګې وغړولې، خپلې لومړنۍ زده کړې يې په ١٩٧٩ کال کې د کندهار د احمد شا بابا له ليسې فارغه او وروسته يې نور تعلیم د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځۍ څخه ترلاسه کړ.

بشير کندهاری
د شخص معلومات
پيدايښت دوهمه ناحيه، کندهار، افغانستان
تابعیت  افغانستان
پلرنی ټاټوبی کندهار
عملي ژوند
تعليم
  • د احمد شا بابا عالي ليسه
  • د کابل پوهنتون
کار/مسلک سندرغاړی، د اطلاعاتو او کلتور وزارت
کاروونکي ژبه(ي)

کوچنيوالي او کاري ژوند سمول

ښاغلي بشير کندهاري له کوچنيوالي څخه چې لا د اتم ټولګي زده کوونکى وو او په موسيقۍ يې پيل وکړ، د سندرو ويلو ترڅنگ يې د خپلو ټولو سندرو کمپوزونه هم خپله جوړکړي دي.

دندې سمول

  • رسمي دنده يې په اطلاعاتو او کلتور وزارت کې تر سره کړې ده.
  • ښاغلى کندهارى دا مهال د کندهار په راديو تلويزون کې د پروډيوسر په توګه دنده تر سره کوي.

ښاغلى بشير کندهارى د افغانستان په راډيو تلويزون کې شاوخوا ١٠٠ سندرې لري. د ښاغلي کندهاري هنري سفرونه منځنۍ آسيا، چکسلواکيا، پولنډ، بلغاريا، شرقي المان، عراق، ترکيه او نورو هيوادونو ته وه.

سرچينې سمول