بز الډرین (انگلیسي: Buzz Aldrin) یو امریکايي انجنیر او پخوانی ستورمزلی دی چې د ۱۹۳۰ د جنوري پر ۲۰مه د جونیر اېډوین یوجین الډرین (انگلیسي: Edwin Eugene Aldrin, Jr) په نامه زېږېدلی دی. په اپولو ۱۱ کې د سپوږمیزې رغبېلگې (Lunar Module) د الوتگر (پیلوټ) په توگه، بز الډرین له هغو دوو لومړنیو کسانو څخه دی چې پر سپوږمۍ يې ناسته کړې؛ او دوهم کس دی چې پر سپوږمۍ یې گام ایښی دی. نوموړي د ۱۹۶۹ د جولايي پر ۲۱مه له نیل ارمسټرانگ وروسته د سهار پر ۳:۱۵:۱۶ (ن.هـ.م.) بجو پر سپوږمۍ گام کېښود.

نور ولولئ سمول