برېښنايي موټر
برېښنایي موټر (بیټرۍ لرونکي برېښنایي موټر یا پوره-برېښنایي موټر) داسې یو موټر دی چې د یوه یا ډېرو برېښنایي ماشینونو په وسیله حرکت کوي او یوازې په بیټریو کې د زېرمه شوې انرژي څخه کار اخلي. برېښنایی موټرونه د داخلي احتراق انجن وسایطو په پرتله ډېر کم غږه دي، ګازونه نه خپروي او په ټولیز ډول د ګاز ټیټه خپرېدنه لري. د ۲۰۲۰ کال څخه په متحده ایالاتو او اروپایی ټولنه کې د تېلو او ساتنې (ترمیم) د کم لګښتونو له امله، د وروستیو برېښنایي وسایطو د ملکیت ټول لګښت د ورته ICE موټرو په پرتله ارزانه دی. برېښنایي موټر په بېلابېلو چارج سټیشنونو کې چارج کېدای شي؛ چې دا چارج سټیشنونه هم په کورونو او هم په عامه ځایونو کې نصب کېدای شي. [۱][۲][۳][۴]
برېښنايي موټر | |
---|---|
څنګزنې وېشنيزې | battery electric vehicle، موټر |
برخه د | electromobility |
Has use | د اقليم بدلون کمښت |
Powered by | الکتریکي موتور |
Hashtag | Elektroauto |
Source of energy | برېښنا |
Opposite of | Q124351225 |
په ټوله نړۍ کې ۶،۶ مېلیون چارجي برقی موټرونه په ۲۰۲۱ کال کې وپلورل شول، چې د ۲۰۲۰ کال د پلور څخه دوه چنده زیات وو او د نوي موټر نړیوال د بازار ۹ سلنه برخه یې ترلاسه کړه. ټول-برېښنايي موټرونو په ۲۰۲۱ کال کې د چارجي موټرونو د خرڅلاو ۷۱ سلنه برابر کړ. د ۲۰۲۱ کال د دسمبر میاشتې څخه د نړۍ په سړکونو ۱۶ مېلیونه چارجي برېښنايي موټرونه موجود وو. زیاتره هېوادونو د چارجي برېښنايي وسایطو لپاره حکومتی هڅونې، مالیاتي اعتبار، مالي مرستې او نور غیر پولي هڅونې پيل کړې، په داسې حال کې چې ګڼ شمېر هېوادونو د فوسیل سوند موټرونو د پلور تدریجي بندلو لپاره قانون تصویب کړ، ترڅو د هوا ککړتیا کمه او د اقلیم بدلون محدود کړي. [۵][۶][۷][۸][۹]
ټسلا موډل ۳ د ۲۰۲۰ کال په پیل کې د نړۍ ترټولو غوره پلورل شوی بریښنایی موټر شو او د ۲۰۲۱ کال په جون کې لومړی برېښنایی موټر شو چې په نړواله کچه یې پلور له یو مېلیون څخه تېر کړ. مخکیني موډلونه چې په پراخه کچه منل شوي، جاپاني میتسوبیشي i-MiEV او نیسان لیف موډلونه دي. [۱۰][۱۱]
اصطلاح پېژندنه
سمولعموماً د "برېښنايي موټر" اصطلاح په ځانګړي ډول د بیټري لرونکو برېښنایي وسایطو (battery electric vehicles) یا (BEVs) یا پوره-بریښنایي موټرو ته اشاره کوي، داسې یو ډول بریښنایي واسطه (EV) ده چې د چارج وړ بیټرۍ داخلي کڅوړه لري، چې د برېښنایي شبکې سره نښلول او له هغې څخه چارج کېدای شي. په واسطه کې زېرمه شوې برېښنا د انرژي یوازینۍ سرچینه ده چې د ټایرونو لپاره محرکه ځواک برابروي. دا اصطلاح عموماً هغو موټرونه ته اشاره کوي چې د لویې لارې وړتیا ولري، خو د ټیټ سرعت بریښنایي موټرونه هم شته چې د وزن، ځواک او اعظمي سرعت له پلوه د محدودیتونه لري، چې دوی ته په عامه سړکونو باندې د حرکت کولو امکان ورکوي. یاد وروستني موټر په متحده ایالاتو کې د ګاونډ بریښنایي موټرو(Neighborhood Electric Vehicles) یا (NEVs) او په اروپا کې د په ماشین سمبال بریښنایي څلور څرخه یا کواډریسیکلونو (motorised quadricycles) په توګه طبقه بندي کېږي. [۱۲][۱۳]
تاریخچه
سموللومړني پرمختګونه
سمولد ۱۸۳۲ او ۱۸۳۹ کلونو ترمنځ د لومړي برېښنایی موټر اختراع اکثراً رابرټ انډرسن ته نسبت ورکول کېږي. [۱۴]
لاندې تجربوي برېښنايي موټرونه د ۱۸۸۰ کال لسیزې په اوږدو کې څرګند شول:
- په ۱۸۸۱ کال کې، ګوستاو تووره (Gustave Trouvé) د پاریس په نړیوال الکتریکي نندارتون (Exposition internationale d'Électricité de Paris) کې یو بریښنایي موټر وړاندې کړ. [۱۵]
- توماس پارکر د فورډ موډل T څخه څه باندې ۲۰ کاله وړاندې، په ولورهمپټون (Wolverhampton) کې د چارج وړ لوړ ظرفیت بیټریو په کارولو سره چې هغه په ځانګړي ډول په خپله طراحي کړې وې، په ۱۸۸۴ کال کې یو برېښنایي موټر جوړ کړ، که څه هم یوازینی سند یې د ۱۸۸۵ کال یو انځور دی. [۱۶][۱۷][۱۸]
- آلماني اندریاس فلوکین په ۱۸۸۸ کال کې فلوکین الېکتروواګن (Flocken Elektrowagen) موډل طراحي کړ، چې یو شمېر کسان یې لومړی "ریښتینی" برېښنایي موټر ګڼي. [۱۹][۲۰][۲۱]
برېښنا د ۱۹ پېړۍ په وروستیو او د ۲۰ پېړۍ په لومړیو کې د موټر محرکه ځواک لپاره له غوره میتودونو څخه وه، چې د هوساینې کچه او د کار آسانتیا یې برابروله چې دا امکانات د هغه وخت د پټرولي موټرونو په وسیله د لاسته راوړنې وړ نه وو. د شلمې پېړۍ په لومړیو کښې د برېښنایي موټرو بېړۍ نږدې ۳۰۰۰۰ وسایطو ته خپل اوج ته ورسېدې. [۲۲][۲۳]
د برېښنایي موټرونو څخه په برېتانیه او متحده ایالاتو کې په ۱۸۹۷ کال کې په لومړي ځل په سوداګریزه کارونه کې د ټکسي په توګه ګټه واخیستل شوه. په لندن کې، د والټر بیرسي برېښنایي ګاډۍ (Walter Bersey's electric cabs) د کرایې لپاره لومړني وسایط وو چې شخص په خپله چلولې او په هغه وخت کې ګاډۍ د آسونو په وسیله کش کېدلې. په نیویارک ښار کې، د دوهم الکټروباټ (Electrobat II) طرحې پربنسټ د دولس هانسوم ګاډیو (hansom cabs) او یوه بروم (brougham) څخه جوړ فليټ د هغه پروژې یوه برخه جوړه کړه، چې تر یوه حده د فلاډیلفیا د برېښنا ذخیره کولو بیټرۍ شرکت له لوري تمویل شوه. په متحده ایالاتو کې د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د برېښنایي وسایطو اصلي جوړونکو کې انتوني الکټریک، بیکر، کولمبیا، انډرسن، اډیسن، ریکر، ملبورن، بیلي الکټریک او ډیټرویټ الکټریک شامل وو. د دوی برېښنایی وسایط د پټرولي وسایطو په پرتله کم غږه وو او د ګېر بدلولو ته یې اړتیا نه درلوده. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]
شپږو برېښنايي موټرونو په ۱۹ پېړۍ کې د ځمکني سرعت ریکارډ خپل کړی ؤ. د دوی وروستی لا جمیس کانټینټ (La Jamais Contente) ؤ او د راکټ بڼه یې درلوده، چې د کامیل جیناتزي له خوا چلول کېد، یاد موټر په ۱۸۹۹ کال کې په ساعت کې ۱۰۵،۸۸ کیلومتره (۶۵،۷۹ مایل في ساعت) لوړ سرعت ته په رسېدو سره د ۱۰۰ کیلومتر\ساعت (۶۲ مایل في ساعت) سرعت خنډ مات کړ. [۲۸]
برېښنایي موټرونه تر هغه مهاله چې د داخلي احتراق انجن (ICE) موټرونو پرمختګ او د پټرولي او ډیزلي ارزانه موټرونو زیات تولید د کمېدو لامل شو، مشهور پاتې شول. د ICE موټرونه د سوند ډېر ګړندي اخیستلو مراتب او د تولید ارزانه لګښتونه له وجهې ډېر مشهور شول. که څه هم پرېکنده شیبه په ۱۹۱۲ کال کې د سټارټر برېښنایی ماشین په معرفي سره راورسېده، چې د ICE د پیلولو نورو میتودونو لکه د لاس سره تاوول، چې اکثراً سخت وو، ځای ونیو. [۲۹]
عصري برېښنايي موټرونه
سمولد کالیفورنیا د هوایي سرچینو شورا (California Air Resources Board) یا (CARB) د ۱۹۹۰ کال لسیزې په لومړیو کې د بې له خپرېدنې موټرونو لکه برېښنایي موټرو ته د رسېدو آخري موخې سره، د تېلو کم مصرف او د ټیټې خپرېدنې موټرونو لپاره هڅې پیل کړې. په ځواب کې موټر جوړونکو برېښنایي موډلونو ته وده وکړه. د برېښنایي موټرونو مفکورې د بدنامولو لپاره د متحده ایالاتو د موټر جوړونکو د لوی کمپاین له امله دا لومړني موټرونه په نهایت کې د متحده ایالاتو له بازار څخه وایستل شول. [۳۰][۳۱][۳۲]
د کالیفورنیا بریښنایي موټر جوړونکې کمپنۍ تسلا موټورز (Tesla Motors) په ۲۰۰۴ کال کې د تسلا روډسټر (Tesla Roadster) پراختیا پیل کړه او په ۲۰۰۸ کال کې یې په لومړي ځل موټر پېرودونکو ته تولید کړ. روډسټر د لویې لارې لومړی قانوني ټول-برېښنایي موټر ؤ، چې د لیتیم آیون بیټرۍ پيلونو څخه یې کار واخیست او ټول-برېښنایي موټر لومړی تولید ؤ چې په هر چارج کې یې له ۳۲۰ کیلومترو (۲۰۰مایل) څخه ډېره مسافه تېروله. مېسټوبشي آی-مای اېو (Mitsubishi i-MiEV) چې په ۲۰۰۹ کال کې په جاپان کې په لاره واچول شو، د لویې لارې د قانوني سلسله اي تولید لومړنی برېښنایي موټر ؤ او همدارنګه لومړنی ټول- بریښنایی موټر ؤ چې له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر دستګاه موټرونه یې وپلورل. څو میاشتې وروسته، د نیسان لیف (Nissan Leaf) چې په ۲۰۱۰ کال کې په لاره واچول شو، د هغه مهال د غوره پلورل شوي برېښنایي موټر په توګه له i MiEV څخه مخکې شو. [۳۳][۳۴][۳۵]
د برېښنایي وسایطو په تولید کې رنسانس، چې په ۲۰۰۸ کال کې پیل شو، د بیټریو کې د پرمختګ، د شنو خونو د ګازونو خپرېدو د کمولو او د ښار د هوا کیفیت د ښه کولو لېوالتیا له امله پېښ شو. د ۲۰۱۰ کال د لسیزې په اوږدو کې د حکومت په ملاتړ سره د چين د برېښنايي وسايطو صنعت ډېر پراخ شو. که څه هم د چین حکومت له خوا وړاندې شوې مالي مرستې به له ۲۰ څخه تر ۳۰ سلنې پورې کمې شي او د ۲۰۲۳ کال څخه وړاندې به په بشپړ ډول له منځه یوړل شي. یو شمېر موټر جوړونکو کمپنیو لکه تسلا، ولکس واګن او په ګوانګژو که مېشته GAC ګروپ، چې فیاټ، هونډا، اسوزو، مېتسوبیشي او ټویوټا د بهرنیو شریکانو په توګه کڼي، د مالي مرستو تنظیم ته د تیاري په پار د خپلو برېښنایي وسایطو نرخونه لوړ کړل. [۳۶][۳۷][۳۸]
په متحده ایالاتو کې مېشته موټور ټرنډ (Motor Trend) مجلې د ۲۰۱۹ کال په جولای کې د بشپړ-برېښنایي تسلا موډل S ته د "د کال وروستی موټر" لقب ورکړ. د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې د تسلا موډل ۳ (Tesla Model 3) د نیسان لیف څخه مخکې شو او د نړۍ غوره پلورل شوی برطښنایي موټر شو، چې له ۵۰۰۰۰۰ څخه ډېر دستګاه موټرونه یې تولید کړل؛ د ۲۰۲۱ کال په جون کې د یو مېلیون نړیوال پلور عطف ټکي ته ورسېد. [۳۹][۴۰][۴۱]
د ۲۰۲۱ کال په دریمه ربع کې، د موټر نوښت لپاره پیوستون (Alliance for Automotive Innovation) راپور ورکړ چې د برېښنایي موټرونو پلور د متحده ایالاتو د ټولو کم کاره موټرونو پلور شپږ سلنې ته رسیدلی ؤ، چې د بریښنایي وسایطو پلور ترټولو لوی حجم چې تر اوسه ثبت شوی، ۱۸۷۰۰۰ دستګاه موټرونه دي. دا په پلور کې ۱۱ سلنه زیاتوالی ؤ، برعکس په پټرولي او ډیزلي دستګاوو کې ۱،۳ سلنه زیاتوالی ؤ. راپور په ډاګه کړه چې کلیفورنیا د متحده ایالاتو نږدې ۴۰ سلنې پېرود سره، په بریښنایي وسایطو کې د متحده ایالاتو مخکښ ایالت ؤ، فلوریډا – ۶ سلنه، ټکزاس – ۵ سلنه او نیویارک ۴،۴ سلنه ورپسې ؤ. [۴۲]
د منځني ختیځ برېښنايي کمپنۍ د برېښنایي موټرونو طراحۍ لري. د عمان میز موټورز (Mays Motors) میز آی اي ۱ (Mays i E1) وده ورکړه، چې تمه کېږي په ۲۰۲۳ کال کې تولید پیل کړي. یاد موډل د کاربن فایبر څخه جوړ شوی او شاوخوا ۵۶۰ کیلومتره (۳۵۰ مایل) واټن لري او کولی شي په شاوخوا ۴ ٍثانیو کې د ۰ – ۱۳۰ کیلومتره في ساعت (۰ – ۸۰ مایل فی ساعت) سرعت واخلي. په ترکیه کې د بریښنایي وسایطو شرکت ټاګ (Togg) د خپلو برېښنايي وسایطو تولید پیلوي. بیټرۍ به د چینایي شرکت، فاراسیس انرژی (Farasis Energy) سره په ګډه جوړې شي. [۴۳][۴۴]
اقتصاد
سمولد تولید لګښت
سمولد برېښنایي موټر ترټولو ګرانه برخه بیټرۍ ده. په ۲۰۱۰ کال کې يې قیمت په هر کیلوواټ في ساعت کې له ۶۰۵ یورو څخه ۱۷۰ یورو ته په ۲۰۱۷ کال کې، ۱۰۰ یورو ته په ۲۰۱۹ کال کې راټیټ شو. کله چې تولید کونکي برېښنایي موټر طرحه کوي، ممکن پام یې وشي چې د ټیټ تولید لپاره د موجوده پلټ فارمونو بدلول ممکن ارزانه وي، ځکه چې د پراختیا لګښت ټیټ دی؛ خو د لوړ تولید لپاره ممکن یو اختصاصي پلټ فارم ته چې په طرحه او لګښت کې ښه والی شي، ترجیح ورکړل شي. [۴۵][۴۶][۴۷]
د مالکیت ټول لګښت
سمولد سوند او ساتنې د کم لګښتونو له امله، په اروپايي ټولنه او متحده ایالاتو کې د وروستیو برېښنایي موټرونو د مالکیت ټول لګښت د ورسته پټرولي موټرونو په پرتله ارزانه دی، خو په چین کې لا تر اوسه داسې نه دی. [۴۸][۴۹][۵۰]
هر څومره چې په کال کې زیات واټن وچلول شي، هغومره به د ورته ICE موټر په پرتله د برېښنایي موټر د مالکیت ټول لګښت لږ وي. حتي په هر هېواد کې د دمې فاصله توپیر لري او دا په مالیاتو، مالي مرستو او د انرژۍ په مختلفو لګښتونو پورې اړه لري. په ځینو هېوادونو کې ښايي دا پرتله په ښارونو کې توپیر ولري، ځکه چې یو ډول موټر ممکن مختلف ښارونو ته د ننوتلو لپاره مختلف لګښتونه ولري. مثلا، په انګلستان کې د ICE موټرونه څخه لندن د برمینګام په پرتله ډېر لګښت اخلي. [۵۱][۵۲]
پیرود لګښت
سمولیو شمېر ملي او سیمه ییز حکومتونو د برېښنایي وسایطو لپاره هڅونې پیل کړې دي ترڅو د برېښنایي موټرونو او نورو پلګ ان موټرونو د پیرود نرخ کې کموالی راولي. [۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]
له ۲۰۲۰ کال را پدې خوا، د برېښنایي وسایطو د بیټرۍ لګښت د موټر ټول لګښت له څلورمې برخې څخه زیات دی. تمه کېږي که چېرې د بیټرۍ لګښت په هر کیلوواټ في ساعت کې ۱۰۰ امریکايي ډالرو ته راښکته شي، د پیرود نرخونه به د ICE نوو موټرونو نرخونو څخه ښکته راټیټ شي، اټکل کېږي چې دا به د ۲۰۲۰ کال لسیزې په منځ کې وي. [۵۷][۵۸][۵۹]
په یو شمېر هېوادونو کې ګرو یا د ګډون لګښت مروج دي، چې یوه حده په ملي مالیاتو او مالي لګښتونو پورې اړه لري او د اجارې د پای موټرونه د دوهم لاس بازار پراخوي. [۶۰][۶۱][۶۲][۶۳]
د الیکس پارټنرز (AlixPartners) د ۲۰۲۲ کال د جون په یوه راپور کې راغلي، په اوسط ډول په برېښنايي وسایطو کې د خامو توکو لګښت د ۲۰۲۰ کال په مارچ کې له ۳۳۸۱ ډالرو څخه د ۲۰۲۲ کال په مې کې ۸۲۵۵ ډالرو ته لوړ شو. د لګښت د زیاتوالی نظر اصلا لیتیم، نکل او کوبالټ ته نسبت ورکړل شوی. [۶۴]
ورځني لګښتونه
سمولپه هر کیلو متر سفر کې برېښنا معمولا د پټرولو څخه لږ لګښت لري، خو د برېښنا بیه اکثراً په دې پورې اړه لري چې موټر چېرې او د ورځې په کوم وخت کې چارج کېږي. د لګښت سپما هم د پټرولو د لګښت تر اغېزې لاندې دی، چې کېدای شي د موقعیت له مخې توپیر ولري. [۶۵][۶۶][۶۷]
چاپېریالي اړخونه
سمولبرېښنایي موټرونه د ICE موټرونو د ځایناستي کېدو پرمهال د سیمه ییزې هوا په ککړتیا کې د پام وړ کمښت په ګډون، ډېرې ګټې لري، ځکه چې دوی د ګازونو ککړونکي لکه بخار کېدونکي عضوي مرکبات، هایدرو کاربن، کاربن مونو اکسایډ، اوزون ، سرب او د نایتروجن بېلابېل اوکسایدونه نه خپروي. برېښنایي موټرونه د ICE موټرونو په څېر د ټایرونو او بریک سولولو څخه ذرات خپروي، چې ممکن روغتیا ته زیان ورسوي، که څه هم په برېښنایي موټرونو کې احیا کوونکی بریک د بریک کمې دوړې په معنی دی. د نا خپرېدونکو ګازي ذراتو په اړه لا زیاتو څېړنو ته اړتیا ده. د فوسیل سوند توکو (د تېلو څاه څخه د پټرول ټانک ته) د سرچينو بابرول د زیاتو زیاتونو او همدارنګه د استخراج او تصفیې د پروسو په جریان کې د سرچینو د کارولو لامل کېږي. [۶۸][۶۹][۷۰][۷۱][۷۲]
د ګازونو خپرېدنه چې د تولید په پروسه او د واسطې چارج کولو لپاره د برېښنا په سرچینه پورې تړاو لري، ممکن تر یوه حده د ښارونو څخه هغو کارخونو ته چې بریښنا او موټر تولیدوي، ولېږدول شي او همدارنګه د توکو لېږد ته ولېږدول شي. د خپاره شوي کاربن ډای اکسایډ مقدار د برېښنایي سرچینې د ګازونو په خپرېدنه او د واسطې په مؤثریت پورې تړاو لري. د شبکې د برېښنا لپاره، د ژوند دوران د ګازونو خپرېدنه د ډبریز سکرو د بریښنا په تناسب پورې توپیر لري، خو تل د ICE موټرونو څخه کمه ده. [۷۳][۷۴]
اټکل شوی دی چې د چارج زېربنا د نصبولو لګښت د ۳ کلونو څخه لږ وخت کې د روغتیا لګښت سپمولو سره تادیه کېږي. د 2020 مطالعې په وینا، د پاتې پیړۍ لپاره د لیتیم عرضه او تقاضا توازن کول به د ری سائیکل کولو ښه سیسټمونو، د موټرو څخه تر گرډ ادغام، او د ترانسپورت ټیټ لیتیم شدت ته اړتیا ولري. [۷۵][۷۶]
ځینو فعالانو او جورنالیستانو د نورو کم مروجو میتودونو په پرتله د اقلیم د بدلون د کړکېچ په حل کولو کې د بریښنایی موټرونو د نااغېزمن اوسېدو په هکله اندېښنې راپورته کړې دي. دا اندېښنې تر ډېره حده د ترانسپورت په کم صرفه کاربني او په ډېر اغېزمنو ډولونو لکه فعال خوځښت، ډله ییز ټرانزیټ او اي-سکوټرونو موجودیت او هغه سیسټم په دوام باندې چې لومړی د موټرونو لپاره طرحه شوی، تمرکزه دي. [۷۷][۷۸][۷۹][۸۰]
عامه نظر
سمولد ۲۰۲۲ کال سروې ښودلې چې په اروپا کې ۳۳ سلنه موټر پیرودونکي کله چې د نوې واسطه اخلي، پټرولي یا ډیزلي موټر غوره کوي. ۶۷ سلنه ځواب ویونکو د هایبرېډي یا برېښنایي نسخو غوره کول یاد کړي. په ځانګړې توګه، یادې سروې وموندله چې یوازې ۲۸ سلنه اروپایان برېښنایي موټرونه ته ترجیح ورکوي، چې د وسایطو ترټولو کم غوره واسطه جوړوي. ۳۹ سلنه اروپایان د هایبرېډي وسایطو ته ترجیح ورکوي پداسې حال کې چې ۳۳ سلنه پټرولي یا ډیزلي وسایطو ته ترجیح ورکوي. [۸۱][۸۲][۸۳][۸۴]
له بل پلوه ډېر احتمال لري چې ۴۴ سلنه چینایي موټر پیرودونکي برېښنایي موټرونه واخلي، پداسې حال کې چې ۳۸ سلنه امریکایان د هایبرېډي موټر غوره کوي، ۳۳ سلنه به پټرولي یا ډیزلي غوره کړي، پداسې حال کې چې یوازې ۲۹ سلنه به برېښنایي موټرونه غوره کړي. [۸۵][۸۶]
په ځانګړې توګه احتمال لري په اروپايي ټولنه کې ۴۷ سلنه موټر پیرودونکي چې عمر یې ۶۵ کالو څخه زیات دی، هایبرېډي واسطه وپیري، پداسې حال کې چې ۳۱ سلنه ځوان ځواب ویونکي هایبرېډي وسایط ښه ټاکنه نه ګڼي. ۳۵ سلنه به ترجیع ورکړي چې پټرولي یا ډیزلي موټر غوره کړي او ۲۴ سلنه به د هایبرېډي موټر پرځای برېښنایي موټر غوره کړي. [۸۷][۸۸]
د اروپايي اتحادیې د ټول نفوس یوازې ۱۳ سلنه خلک اصلا نیت نه لري چې واسطه ولري. [۸۹]
سرچينې
سمول- ↑ "Reducing Pollution with Electric Vehicles". www.energy.gov (په انګليسي). Archived from the original on 12 May 2018. نه اخيستل شوی 2018-05-12.
- ↑ Preston, Benjamin. "EVs Offer Big Savings Over Traditional Gas-Powered Cars". Consumer Reports (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-11-22.
- ↑ "Electric Cars: Calculating the Total Cost of Ownership for Consumers" (PDF). BEUC (The European Consumer Organisation). 25 April 2021. Archived (PDF) from the original on 16 May 2021.
- ↑ "How to charge an electric car". Carbuyer (په انګليسي). Archived from the original on 23 April 2018. نه اخيستل شوی 2018-04-22.
- ↑ Paoli, Leonardo (January 30, 2022). "Electric cars fend off supply challenges to more than double global sales – Analysis". IEA (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-02-07.
- ↑ Jose, Pontes (2022-01-30). "World EV Sales — Tesla Model 3 Wins 4th Consecutive Best Seller Title In Record Year". CleanTechnica. نه اخيستل شوی 2022-02-05. "The top 3 global best selling plug-in electric cars in 2021 were the Tesla Model 3 (500,713), the Wuling Hongguang Mini EV (424,138), and the Tesla Model Y (410,517). Nissan Leaf sales totaled 64,201 units and Chery eQ 68,821 units."
- ↑ "Governor Newsom Announces California Will Phase Out Gasoline-Powered Cars & Drastically Reduce Demand for Fossil Fuel in California's Fight Against Climate Change". California Governor (په انګليسي). 2020-09-23. نه اخيستل شوی 2020-09-26.
- ↑ Groom, David Shepardson, Nichola (2020-09-29). "U.S. EPA chief challenges California effort to mandate zero emission vehicles in 2035". Reuters (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-09-29.
- ↑ "EU proposes effective ban for new fossil-fuel cars from 2035". Reuters. 2021-07-14. نه اخيستل شوی 2021-08-06.
- ↑ Holland, Maximilian (2020-02-10). "Tesla Passes 1 Million EV Milestone & Model 3 Becomes All Time Best Seller". CleanTechnica. Archived from the original on 12 April 2020. نه اخيستل شوی 2020-05-15.
- ↑ Shahan, Zachary (2021-08-26). "Tesla Model 3 Has Passed 1 Million Sales". CleanTechnica. نه اخيستل شوی 2021-08-26.
- ↑ "Citizens' summary EU proposal for a Regulation on L-category vehicles (two- or three-wheel vehicles and quadricycles)" (PDF).
- ↑ "US Department of Transportation National Highway Traffic Safety Administration 49 CFR Part 571 Federal Motor Vehicle Safety Standards". Archived from the original on 27 February 2010. نه اخيستل شوی 2009-08-06.
- ↑ Roth, Hans (March 2011). Das erste vierrädrige Elektroauto der Welt [The first four-wheeled electric car in the world] (په جرمني). pp. 2–3.
- ↑ Wakefield, Ernest H (1994). History of the Electric Automobile. Society of Automotive Engineers. pp. 2–3. ISBN 1-5609-1299-5.
- ↑ کينډۍ:Cite conference
- ↑ "Electric Car History". Archived from the original on 2014-01-05. نه اخيستل شوی 2012-12-17.
- ↑ "World's first electric car built by Victorian inventor in 1884". The Daily Telegraph. London. 2009-04-24. Archived from the original on 21 April 2018. نه اخيستل شوی 2009-07-14.
- ↑ Boyle, David (2018). 30-Second Great Inventions. Ivy Press. p. 62. ISBN 9781782406846.
- ↑ Denton, Tom (2016). Electric and Hybrid Vehicles. Routledge. p. 6. ISBN 9781317552512.
- ↑ "Elektroauto in Coburg erfunden" [Electric car invented in Coburg]. Neue Presse Coburg (په جرمني). Germany. 2011-01-12. Archived from the original on 9 March 2016. نه اخيستل شوی 2019-09-30.
- ↑ "Electric automobile". Encyclopædia Britannica (online). Archived from the original on 20 February 2014. نه اخيستل شوی 2014-05-02.
- ↑ Gerdes, Justin (2012-05-11). "The Global Electric Vehicle Movement: Best Practices From 16 Cities". Forbes. Archived from the original on 29 July 2017. نه اخيستل شوی 2014-10-20.
- ↑ Says, Alan Brown. "The Surprisingly Old Story of London's First Ever Electric Taxi". Science Museum Blog (په انګليسي). Archived from the original on 23 October 2019. نه اخيستل شوی 2019-10-23.
- ↑ Handy, Galen (2014). "History of Electric Cars". The Edison Tech Center. Archived from the original on 18 September 2017. نه اخيستل شوی 2017-09-07.
- ↑ "Some Facts about Electric Vehicles". Automobilesreview. 2012-02-25. Archived from the original on 11 August 2017. نه اخيستل شوی 2017-10-06.
- ↑ Gertz, Marisa; Grenier, Melinda (2019-01-05). "171 Years Before Tesla: The Evolution of Electric Vehicles". Bloomberg. Archived from the original on 11 January 2019. نه اخيستل شوی 2019-09-30.
- ↑ Cub Scout Car Show (PDF), January 2008, archived (PDF) from the original on 4 March 2016, نه اخيستل شوی 2009-04-12
- ↑ Laukkonen, J.D. (1 October 2013). "History of the Starter Motor". Crank Shift. Archived from the original on 21 September 2019. نه اخيستل شوی 30 September 2019.
This starter motor first showed up on the 1912 Cadillac, which also had the first complete electrical system, since the starter doubled as a generator once the engine was running. Other automakers were slow to adopt the new technology, but electric starter motors would be ubiquitous within the next decade.
- ↑ Sperling, Daniel; Gordon, Deborah (2009). Two billion cars: driving toward sustainability. Oxford University Press. pp. 22–26. ISBN 978-0-19-537664-7.
- ↑ Boschert, Sherry (2006). Plug-in Hybrids: The Cars that will Recharge America. New Society Publishers. pp. 15–28. ISBN 978-0-86571-571-4.
- ↑ See Who Killed the Electric Car? (2006)
- ↑ Shahan, Zachary (2015-04-26). "Electric Car Evolution". Clean Technica. Archived from the original on 18 September 2016. نه اخيستل شوی 2016-09-08. 2008: The Tesla Roadster becomes the first production electric vehicle to use lithium-ion battery cells as well as the first production electric vehicle to have a range of over 200 miles on a single charge.
- ↑ Kim, Chang-Ran (2010-03-30). "Mitsubishi Motors lowers price of electric i-MiEV". Reuters. نه اخيستل شوی 2020-05-22.
- ↑ "Best-selling electric car". Guinness World Records. 2012. Archived from the original on 2013-02-16. نه اخيستل شوی 2020-05-22.
- ↑ David B. Sandalow, ed. (2009). Plug-In Electric Vehicles: What Role for Washington? (1st. ed.). The Brookings Institution. pp. 1–6. ISBN 978-0-8157-0305-1. Archived from the original on 28 March 2019. نه اخيستل شوی 6 February 2011.See Introduction
- ↑ "Automakers raise prices for NEVs in China ahead of subsidy cuts". KrASIA (په انګليسي). 2022-01-03. نه اخيستل شوی 2022-01-13.
- ↑ "DRIVING A GREEN FUTURE: A RETROSPECTIVE REVIEW OF CHINA'S ELECTRIC VEHICLE DEVELOPMENT AND OUTLOOK FOR THE FUTURE" (PDF). Archived (PDF) from the original on 17 January 2021.
- ↑ Evans, Scott (2019-07-10). "2013 Tesla Model S Beats Chevy, Toyota, and Cadillac for Ultimate Car of the Year Honors". MotorTrend. نه اخيستل شوی 2019-07-17.
We are confident that, were we to summon all the judges and staff of the past 70 years, we would come to a rapid consensus: No vehicle we've awarded, be it Car of the Year, Import Car of the Year, SUV of the Year, or Truck of the Year, can equal the impact, performance, and engineering excellence that is our Ultimate Car of the Year winner, the 2013 Tesla Model S.
- ↑ Holland, Maximilian (2020-02-10). "Tesla Passes 1 Million EV Milestone & Model 3 Becomes All Time Best Seller". CleanTechnica. Archived from the original on 12 April 2020. نه اخيستل شوی 2020-05-15.
- ↑ Shahan, Zachary (2021-08-26). "Tesla Model 3 Has Passed 1 Million Sales". CleanTechnica. نه اخيستل شوی 2021-08-26.
- ↑ Ali, Shirin (23 March 2022). "More Americans are buying electric vehicles, as gas car sales fall, report says". The Hill.
- ↑ Kloosterman, Karin (22 May 2022). "Turkey's all electric Togg EV". Green Prophet. Canada. نه اخيستل شوی 22 May 2022.
- ↑ Kloosterman, Karin (23 March 2022). "Oman makes first electric car in the Middle East". Green Prophet. Canada. نه اخيستل شوی 22 May 2022.
- ↑ Ward, Jonathan (2017-04-28). "EV supply chains: Shifting currents". Automotive Logistics. Archived from the original on 2017-08-03. نه اخيستل شوی 2017-05-13.
- ↑ "Trotz fallender Batteriekosten bleiben E-Mobile teuer" [Despite falling battery costs electric cars remain expensive]. Umwelt Dialog (په جرمني). Germany. 2018-07-31. Archived from the original on 28 December 2019. نه اخيستل شوی 2019-03-12.
- ↑ Hauri, Stephan (2019-03-08). "Wir arbeiten mit Hochdruck an der Brennstoffzelle" [We are working hard on the fuel cell]. Neue Zürcher Zeitung (په جرمني). Switzerland. Archived from the original on 26 March 2019. نه اخيستل شوی 2019-03-12.
- ↑ Preston, Benjamin. "EVs Offer Big Savings Over Traditional Gas-Powered Cars". Consumer Reports (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-11-22.
- ↑ "Electric Cars: Calculating the Total Cost of Ownership for Consumers" (PDF). BEUC (The European Consumer Organisation). 25 April 2021. Archived (PDF) from the original on 16 May 2021.
- ↑ Ouyang, Danhua; Zhou, Shen; Ou, Xunmin (2021-02-01). "The total cost of electric vehicle ownership: A consumer-oriented study of China's post-subsidy era". Energy Policy (په انګليسي). 149: 112023. doi:10.1016/j.enpol.2020.112023. ISSN 0301-4215. S2CID 228862530.
- ↑ "Large Auto Leasing Company: Electric Cars Have Mostly Lower Total Cost in Europe". CleanTechnica. 9 May 2020. Archived from the original on 21 May 2020.
- ↑ "Birmingham clean air charge: What you need to know". BBC. 13 March 2019. Archived from the original on 23 March 2019. نه اخيستل شوی 22 March 2019.
- ↑ "Fact Sheet – Japanese Government Incentives for the Purchase of Environmentally Friendly Vehicles" (PDF). Japan Automobile Manufacturers Association. Archived from the original (PDF) on 2010-12-26. نه اخيستل شوی 2010-12-24.
- ↑ Motavalli, Jim (2010-06-02). "China to Start Pilot Program, Providing Subsidies for Electric Cars and Hybrids". The New York Times. Archived from the original on 3 June 2010. نه اخيستل شوی 2010-06-02.
- ↑ "Growing Number of EU Countries Levying CO2 Taxes on Cars and Incentivizing Plug-ins". Green Car Congress. 2010-04-21. Archived from the original on 31 December 2010. نه اخيستل شوی 2010-04-23.
- ↑ "Notice 2009–89: New Qualified Plug-in Electric Drive Motor Vehicle Credit". Internal Revenue Service. 2009-11-30. Archived from the original on 28 March 2010. نه اخيستل شوی 2010-04-01.
- ↑ "EV-internal combustion price parity forecast for 2023 – report". MINING.COM (په انګليسي). 2020-03-13. نه اخيستل شوی 2020-10-30.
- ↑ "Why are electric cars expensive? The cost of making and buying an EV explained". Hindustan Times (په انګليسي). 2020-10-23. نه اخيستل شوی 2020-10-30.
- ↑ "Batteries For Electric Cars Speed Toward a Tipping Point". Bloomberg.com (په انګليسي). 2020-12-16. نه اخيستل شوی 2021-03-04.
- ↑ Stock, Kyle (2018-01-03). "Why early EV adopters prefer leasing – by far". Automotive News. نه اخيستل شوی 2018-02-05.
- ↑ Ben (2019-12-14). "Should I Lease An Electric Car? What To Know Before You Do". Steer (په انګليسي). Archived from the original on 2021-08-12. نه اخيستل شوی 2020-10-30.
{{cite web}}
: External link in
(help); Unknown parameter|خونديځ تړی=
|تاريخ الأرشيف=
ignored (help); Unknown parameter|خونديځ-تړی=
ignored (help); Unknown parameter|مسار الأرشيف=
ignored (help) - ↑ "Subsidies slash EV lease costs in Germany, France". Automotive News Europe (په انګليسي). 2020-07-15. نه اخيستل شوی 2020-10-30.
- ↑ "To Save the Planet, Get More EVs Into Used Car Lots". Wired (په انګليسي). ISSN 1059-1028. نه اخيستل شوی 2020-10-30.
- ↑ Wayland, Michael (2022-06-22). "Raw material costs for electric vehicles have doubled during the pandemic". CNBC. نه اخيستل شوی 2022-06-22.
- ↑ McMahon, Jeff. "Electric Vehicles Cost Less Than Half As Much To Drive". Forbes (په انګليسي). Archived from the original on 18 May 2018. نه اخيستل شوی 2018-05-18.
- ↑ "How much does it cost to charge an electric car?". Autocar (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-08-01.
- ↑ Kaminski, Joe (17 August 2021). "The U.S. States Where You'll Save the Most Switching from Gas to Electric Vehicles". www.mroelectric.com. MRO Electric. نه اخيستل شوی 3 September 2021.
- ↑ "Vehicle exhaust emissions | What comes out of a car exhaust? | RAC Drive". www.rac.co.uk (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-08-06.
- ↑ "EVs: Clean Air and Dirty Brakes". The BRAKE Report (په انګليسي). 2019-07-02. نه اخيستل شوی 2020-11-13.
- ↑ "Tyre pollution 1000 times worse than tailpipe emissions". www.fleetnews.co.uk (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-10-30.
- ↑ Baensch-Baltruschat, Beate; Kocher, Birgit; Stock, Friederike; Reifferscheid, Georg (2020-09-01). "Tyre and road wear particles (TRWP) - A review of generation, properties, emissions, human health risk, ecotoxicity, and fate in the environment". Science of the Total Environment (په انګليسي). 733: 137823. Bibcode:2020ScTEn.733m7823B. doi:10.1016/j.scitotenv.2020.137823. ISSN 0048-9697. PMID 32422457.
- ↑ "Statement on the evidence for health effects associated with exposure to non-exhaust particulate matter from road transport" (PDF). UK Committee on the Medical Effects of Air Pollutants. Archived (PDF) from the original on 22 October 2020.
- ↑ "A global comparison of the life-cycle greenhouse gas emissions of combustion engine and electric passenger cars | International Council on Clean Transportation". theicct.org. نه اخيستل شوی 2021-08-06.
- ↑ Sperling, Daniel; Gordon, Deborah (2009). Two billion cars: driving toward sustainability. Oxford University Press. pp. 22–26. ISBN 978-0-19-537664-7.
- ↑ "Electric car switch on for health benefits". UK: Inderscience Publishers. 2019-05-16. Archived from the original on 29 May 2019. نه اخيستل شوی 2019-06-01.
- ↑ Greim, Peter; Solomon, A. A.; Breyer, Christian (2020-09-11). "Assessment of lithium criticality in the global energy transition and addressing policy gaps in transportation". Nature Communications (په انګليسي). 11 (1): 4570. Bibcode:2020NatCo..11.4570G. doi:10.1038/s41467-020-18402-y. ISSN 2041-1723. PMC 7486911. PMID 32917866.
- ↑ Casson, Richard. "We don't just need electric cars, we need fewer cars". Greenpeace International. Greenpeace. نه اخيستل شوی 13 June 2021.
- ↑ "Let's Count the Ways E-Scooters Could Save the City". Wired. December 7, 2018. نه اخيستل شوی 13 June 2021.
- ↑ Laughlin, Jason (January 29, 2018). "Why is Philly Stuck in Traffic?". The Philadelphia Inquirer. نه اخيستل شوی 13 June 2021.
- ↑ Brand, Christian. "Cycling is ten times more important than electric cars for reaching net-zero cities". The Conversation (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-08-10.
- ↑ "2021-2022 EIB Climate Survey, part 2 of 3: Shopping for a new car? Most Europeans say they will opt for hybrid or electric". EIB.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-04.
- ↑ fm (2022-02-02). "Cypriots prefer hybrid or electric cars". Financial Mirror (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-05.
- ↑ "2021-2022 EIB Climate Survey, part 2 of 3: Shopping for a new car? Most Europeans say they will opt for hybrid or electric". EIB.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-04.
- ↑ "Germans less enthusiastic about electric cars than other Europeans - survey". Clean Energy Wire (په انګليسي). 2022-02-01. نه اخيستل شوی 2022-04-05.
- ↑ "2021-2022 EIB Climate Survey, part 2 of 3: Shopping for a new car? Most Europeans say they will opt for hybrid or electric". EIB.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-04.
- ↑ Rahmani, Djamel; Loureiro, Maria L. (2018-03-21). "Why is the market for hybrid electric vehicles (HEVs) moving slowly?". PLOS ONE (په انګليسي). 13 (3): e0193777. doi:10.1371/journal.pone.0193777. ISSN 1932-6203. PMC 5862411. PMID 29561860.
- ↑ "2021-2022 EIB Climate Survey, part 2 of 3: Shopping for a new car? Most Europeans say they will opt for hybrid or electric". EIB.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-04.
- ↑ "67% of Europeans will opt for a hybrid or electric vehicle as their next purchase, says EIB survey". Mayors of Europe (په انګليسي). 2022-02-02. نه اخيستل شوی 2022-04-05.
- ↑ "2021-2022 EIB Climate Survey, part 2 of 3: Shopping for a new car? Most Europeans say they will opt for hybrid or electric". EIB.org (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2022-04-04.