الکتریکي موتور

الکتریکي موتور یو الکتریکي ماشین دی چې الکتریکي انرژي پر میخانیکي انرژۍ بدلوي. ډېری الکتریکي موتورونه په سیم پېچ کې د موتور د مقناطیسي میدان او الکتریکي جریان تر منځ د تعامل له لارې کار کوي تر څو څرخوونکې قوه تولید کړي او د موتور پر ډنډه یا شفټ یې عملي کړي. الکتریکي جنراټور له میخانیکي نظره یوه الکتریکي موتور ته ورته دی، خو د قوې په معکوس جریان سره کار کوي او میخانیکي انرژي پر الکتریکي انرژۍ بدلوي.

الکتریکي موتورونه د مستقیم جریان (DC) د سرچینو لکه بېټریو یا ریکټیفایرونو او یا هم د متناوب جریان (AC) د سرچینو لکه برېښنايي شبکو، برېښنايي اېنورټرونو او الکتریکي جنراټورونو په مرسته ځواکمنېدای شي.

الکتریکي موتورونه ښايي د بېلابېلو ملاحظاتو له مخې ډلبندي شي چې د برېښنايي سرچینې ډول، جوړښت، استفاده او د حرکت د خروجۍ ډول یې د بېلګې په توګه یادولی شو. دغه ډول موتورونه کېدای شي د دواړو مستقیمو او متناوبو جریانونو په مرسته ځواکمن شي، کېدای شي بورس لرونکي وي یا بې بورسه وي، ښايي یو فازه، دوه فازه او یا هم درې فازه وي، کېدای شي جریان یې محوري وي یا شعاعي وي، او کېدای شي چې هوا-سړېدونکی یا هم مایع-سړېدونکی وي.

سټنډرډ شوي موتورونه د صنعتي مصرف لپاره مناسب میخانیکي ځواک برابروي. تر ټولو لوی موتورونه د بېړۍ د خوځوونکې یا محرکې قوې، د پایپ لاین د فشار او بمبه‌يي زېرمو لپاره له څه باندې ۱۰۰ مګاواټه خروجۍ سره کارول کېږي.

الکتریکي موتورونه خطي یا څرخوونکې قوه تولیدوي چې د پکې او لېفټ په څېر بیرونیو میکانیزمونو ته د حرکت ورکولو لپاره جوړ شوي دي. یو الکتریکي موتور په ټولیز ډول د دوامدار څرخېدو یا هم د موتور د اندازې په نسبت په یوه پام وړ واټن کې د خطي حرکت لپاره طراحي یا ډیزاین شوی دی. ګوټک یا سیم لوله هم د برېښنا د اړولو داسې اله ده چې الکتریکي قوه پر میخانیکي حرکت بدلوي، خو یوازې په محدود واټن کې حرکت رامنځته کولای شي.

تاریخچه سمول

لومړني موتورونه سمول

تر اوسنیو الکترو مقناطیسي موتورونو وړاندې هغه تجربوي موتورونه وڅېړل شول چې د الکتروسټاټیک ځواک په مرسته یې کار کاوه. لومړني الکتریکي موتورونه هغه ساده الکتروسټاټيک دستګاوې وې چې په ۱۹۷۰یمه لسیزه کې د سکاټلنډي راهب «انډرو ګورډون» او امریکايي ازمایښتګر «بنجامین فرانکلېن» په ازمېښتونو کې تشرېح شوې دي. د دغو موتورونو تر شا تیوریک اصل د «کولمب قانون» دی چې په ۱۷۷۱ ز کال کې «هنري کاونډېش» کشف کړ خو خپور یې نه کړ. دا قانون په ۱۷۸۵ ز کال کې د «چارلز اګوسټین ډو کولمب» له‌خوا په خپلواک ډول کشف شو چې خپور یې هم کړ او دا مهال د همده په نامه پېژندل کېږي. د لوړو ولټاژونو د تولید د سختوالي له امله الکټروسټاټيک موتورونه هېڅکله هم د عملي موخو لپاره ونه کارول شول.[۱][۲][۳]

په ۱۷۹۹ ز کال کې د «السانډرو ولټا» له‌خوا د الکټرو کیمیاوي بېټرۍ اختراع د پایدارو الکتریکي جریانونو تولید شونی کړ. «هانس کرسټین اورسټډ» په ۱۸۲۰ ز کال کې کشف کړه چې یو الکتریکي جریان داسې مقناطیسي میدان رامنځته کوي چې پر مقناطیس قوه واردولی شي. تر دې څو اونۍ وروسته «انډري ماري امپیر» د الکترو مقناطیس د دوه‌اړخیزې اغېزې فورمول جوړ کړ او «د امپیر د ځواک قانون» یې وړاندې کړ چې د میخانیکي ځواک تولید یې د یوه الکتریکي جریان او مقناطیسي میدان د دوه‌اړخیزې اغېزې په مرسته تشرېح کاوه. د څرخېدونکي حرکت په مرسته لومړنۍ اغېزه په ۱۸۲۱ ز کال کې «مایکل فاراډي» ثابته کړه. د سیمابو په یوه ډنډ یا حوض کې یو ازاد را ځوړند سیم خښ و چې پر سر یې یو دایمي مقناطیس اېښودل شوی و. کله به چې جریان له سیم څخه تېرېده، سیم به د مقناطیس پر شاوخوا څرخېده او ښوده یې چې جریان د سیم په شاوخوا کې د دایروي مقناطیسي میدان د جوړېدو لامل کېږي. دغه موتور د فزیک په ازمېښتونو کې ښودل کېږي چې هلته د سیمابو پر ځای مالګوبی کارول کېږي. دغه موتورونه او دې ته ورته نور هم‌قطبي یا هوموپولار موتورونه د پېړۍ تر پایه پورې د عملي استفادې لپاره نامناسب پاتې شول.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

د مستقیم جریان موتورونه سمول

د مستقیم جریان لومړنی کموټاټور الکتریکي موتور چې ماشینري (ماشین الات) یې څرخولی شوای، په ۱۸۳۲ ز کال کې بریتانوي عالم «ویلیم سټورجن» اختراع کړ. تر سټرجن وروسته د مستقیم جریان یو کموټاټور ډوله الکتریکي موتور امریکايي مخترع «توماس داونپورټ» او د هغه مېرمنې «امیلي ډاونپورټ» جوړ کړ چې په ۱۸۳۷ ز کال کې یې ثبت هم کړ. دغه موتورونه به په دقیقه کې شاوخوا ۶۰۰ دورې څرخېدل او د توکو او چاپ ماشینونو ته یې ځواک ورکاوه. د لومړنیو بېټریو د لوړ لګښت له امله دا موتورونه له سوداګریز پلوه ناکام وو او ډاونپورټ یې دېوالي کړ. ګڼو مخترعانو د مستقیم جریان د موتورونو په جوړولو کې د سټورجن پیروي وکړه، خو ټول د بېټرۍ په لګښت کې له یو ډول ستونزو سره مخامخ شول. دا چې هغه مهال د برېښنا د وېش هېڅ کوم سیستم د لاسرسي وړ نه و، د دغو موتورونو لپاره هم هېڅ کوم عملي سوداګریز مارکېټ رامنځته نه شو.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د څرخېدونکو دستګاوو لپاره تر نورو څه ناڅه بریالیو او ناکامو هڅو وروسته روسي «مورټز وون جاکوبي» د ۱۸۳۴ ز کال په مې میاشت کې لومړنی رښتینی څرخېدونکی الکتریکي موتور جوړ کړ. د دغه موتور په جوړولو سره یې یوه پام وړ میخانیکي خروجي قوه رامنځته کړه. د ده موتور یو نړیوال ریکارډ په خپل نوم کړ چې څلور کاله وروسته یې د ۱۸۳۸ کال په سپټمبر میاشت کې لا پرمختللی کړ. دویم موتور یې په کافي اندازه ځواکمن و چې یوه ۱۴ کسیزه کښتۍ یې په یوه پراخ سیند کې چلولی شوای. د دې تر څنګ په ۱۸۳۹/۱۸۴۰ کلونو کې نور موتور جوړوونکي هم بریالي شول چې دې ته ورته او تر دې لوړ موتورونه جوړ کړي.[۱۸][۱۹]

د متناوب جریان موتورونه سمول

د متناوب جریان لومړنی بې کموټاټوره موتور په ۱۸۸۵ ز کال کې «ګالیله فراریس» اختراع کړ. فراریس خپل لومړني موتور ته په ۱۸۸۶ ز کال کې لا ډېر پرمختللي تنظیمات ور اضافه کړل او دا موتور یې پرمختللی کړ. په ۱۸۸۸ ز کال کې د تورین د علومو سلطنتي اکاډمۍ د فراریس څېړنې خپرې کړې چې د موتور د بنسټونو جزئیات په کې تشرېح شوي وو، خو له دې سره سره هغه مهال پایله دا وه چې "پر دغه اصل ولاړه دستګاه د موتور په توګه سوداګریز اهمیت نه شي لرلای." [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

یوويشتمه پېړۍ سمول

په ۲۰۲۲ ز کال کې د الکتریکي موتورونو خرڅلاو ۸۰۰ میلیونه دستګاوې اټکل شو چې په کلني ډول یې ۱۰ سلنه ډېروالی درلود. الکتریکي موتورونه د نړۍ شاوخوا ۵۰ سلنه برېښنا مصرفوي.[۲۵]

سرچينې سمول

  1. Tom McInally, The Sixth Scottish University. The Scots Colleges Abroad: 1575 to 1799 (Brill, Leiden, 2012) p. 115
  2. Oleg D. Jefimenko (1973). Electrostatic Motors, Their History, Types, and Principles of Operation, Electret Scientific Company. pp. 22–45
  3. Guarnieri, M. (2014). "Electricity in the age of Enlightenment". IEEE Industrial Electronics Magazine. 8 (3): 60–63. doi:10.1109/MIE.2014.2335431. S2CID 34246664. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Guarnieri, M. (2014). "The Big Jump from the Legs of a Frog". IEEE Industrial Electronics Magazine. 8 (4): 59–61+69. doi:10.1109/MIE.2014.2361237. S2CID 39105914. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Guarnieri, M. (2018). "Revolving and Evolving – Early dc Machines". IEEE Industrial Electronics Magazine. 12 (3): 38–43. doi:10.1109/MIE.2018.2856546. hdl:11577/3282911. S2CID 52899118. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. کينډۍ:Cite conference
  7. Guillemin, Amédée (1891). [[[:کينډۍ:Google books]] 'Le Magnétisme et l'Électricitée'] تحقق من قيمة |url= (مساعدة) [Electricity and Magnetism]. trans., ed. & rev. from the French by Sylvanus P. Thompson. Macmillan and Co. مؤرشف من الأصل في ۰۴ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Heller, Augustus (April 1896). "Anianus Jedlik". Nature. Norman Lockyer. 53 (1379): 516–517. Bibcode:1896Natur..53..516H. doi:10.1038/053516a0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Blundel, Stephen J. (2012). Magnetism A Very Short Introduction. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 36. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-960120-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Thein, M. "Elektrische Maschinen in Kraftfahrzeugen" [Electric Machines in Motor Vehicles] (PDF) (په الماني ژبه کي). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ سپټمبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Elektrische Chronologie". Elektrisiermaschinen im 18. und 19. Jahrhundert – Ein kleines Lexikon ("Electrical machinery in the 18th and 19th centuries – a small thesaurus") (په الماني ژبه کي). University of Regensburg. 2004. د اصلي آرشيف څخه پر June 9, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 23, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "History of Batteries (inter alia)". Electropaedia. June 9, 2010. مؤرشف من الأصل في May 12, 2011. د لاسرسي‌نېټه August 23, 2010. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Battery and Energy Technologies, Technology and Applications Timeline". مؤرشف من الأصل في ۰۲ مارچ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. کينډۍ:Cite ODNB
  15. Vare, Ethlie Ann; Ptacek, Greg (November 2001). Patently Female: From AZT to TV Dinners, Stories of Women Inventors and Their Breakthrough Ideas. Hoboken, NJ: John Wiley & Sons, Inc. د کتاب پاڼې 28. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-471-02334-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Garrison, Ervan G. (1998). [[[:کينډۍ:Google books]] A History of Engineering and Technology: Artful Methods] تحقق من قيمة |url= (مساعدة) (الطبعة 2nd). CRC Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8493-9810-0. د لاسرسي‌نېټه May 7, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Nye, David E. (1990). Electrifying America: Social Meanings of a New Technology. The MIT Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-64030-5. مؤرشف من الأصل في ۰۳ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Richter, Jan (7 February 2013). "Jacobi's Motor". Elektrotechnischen Instituts. Karlsruhe Institute of Technology. مؤرشف من الأصل في ۱۲ مې ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مې ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)>.
  19. "Exhibition on the History of Hungarian Science". مؤرشف من الأصل في ۲۶ اگسټ ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Babbage, C.; Herschel, J.F.W. (January 1825). "Account of the Repetition of M. Arago's Experiments on the Magnetism Manifested by Various Substances during the Act of Rotation". Philosophical Transactions of the Royal Society. 115: 467–96. Bibcode:1825RSPT..115..467B. doi:10.1098/rstl.1825.0023. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Thompson, Silvanus Phillips (1895). Polyphase Electric Currents and Alternate-Current Motors (الطبعة 1st). London: E. & F.N. Spon. د کتاب پاڼې 261. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Baily, Walter (June 28, 1879). [[[:کينډۍ:Google books]] "A Mode of Producing Arago's Rotation"] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Philosophical Magazine. Taylor & Francis. 3 (1): 115–120. Bibcode:1879PPSL....3..115B. doi:10.1088/1478-7814/3/1/318. مؤرشف من الأصل في December 1, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Vučković, Vladan (November 2006). "Interpretation of a Discovery" (PDF). The Serbian Journal of Electrical Engineers. 3 (2). مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۴ جولای ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Jonnes, Jill (2004). [[[:کينډۍ:Google books]] Empires of Light: Edison, Tesla, Westinghouse, and the Race to Electrify the World] تحقق من قيمة |url= (مساعدة). Random House. د کتاب پاڼې 180. مؤرشف من الأصل في ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Gustes-Pinto, Paulo (2022-03-26). "This Axial-Flux Motor With a PCB Stator Is Ripe for an Electrified World". IEEE Spectrum (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)