بريالی صمدي (انگرېزي : Baryalai Samadiافغانستان يو ځوان سندرغاړی دی . دی د ننگرهار د سره رود ولسوالۍ پورې اړه لري .

بريالی صمدي

شاليد
زېږون نوم بريالی
زېږېدنه مارچ 7, 1978(1978-03-07)
ننگرهار, افغانستان
دندې سندرغاړی
د موسيقۍ آلات باجه
د فعاليت کالونه 2003– تر اوسه

مخينه

دی په کال ۱۹۷۸ زېږيز د استاد عبدالصمد په کور کې زېږېدلی دی. پلار ېې هم ولسي سندرغاړی او وېل کېږي چې د سندرو په ډگر کې استاد پاتې شوی او د سندرو د وړتيا او د ويلو له کبله ېې ډېر تکړه ولسي سندرغاړي د افغانستان د سندرو ډگر ته ورسپارلي . بريالی صمدي په درېيم ټولگي کې و چې کله ېې سندرو ويلو باندې پیل وکړ او د سندرو تر څنگ ېې د تبلې او باجې زده کړه هم وکړه ، همدا رنگه ېې شپېلۍ او ډهول هم زده دی . د بريالي صمدي د سندرو لومړی جونگ په کال ۲۰۰۳ ز کې خپور شو. همدا رنگه ېې د افغانستان څخه دباندې گاوندي هېوادونو کې او اروپا کې کنسرټونه ورکړي . ښاغلی صمدي په کال ۲۰۰۲ م زېږيز کې واده کړی او دوه ځامن لري چې يو ېې مراد صمدي او بل ېې مريد صمدي نومېږي .


زده کړې

هنري ژوند

د سندرو ټولگې

  • د شملو وطن (۲۰۰۳)
  • د شپېلۍ غږ (۲۰۰۵)
  • ماته جانان ووايه ()
  • جانان ()
  • گران وطن ()
  • اکاخېل اتڼ ()
  • د اروپا کنسرټ د سندرو جوگ
  • د دوبۍ کنسرټ د سندرو جوگ


ستاينېزې

سرچينې