بوروندي
د لږ تر لږه ۵۰۰ کلونو لپاره په کې د Twa, Hutu او Tutsi وګړو ژوند کړی دی. بروندي د يادې مودې له ۲۰۰ څخه د زياتو کلونو لپاره د شلمې پېړۍ تر پيل پورې يوه خپلواکه پاچهي وه؛ دا هغه مهال و، چې المان پر سيمه باندې حکومت وکړ. د لومړۍ نړيوالې جګړې او د المان له ماتې څخه وروسته د ملتونو ټولنې د بروندي سيمه د بلجيم تر واک يا قيموميت لاندې کړه. له دويمې نړيوالې جګړې څخه وروسته د متحده ايالتونو د باور پر سيمه (United Nations Trust Territory) بدله شوه. بلجيميان او المانيانو دواړو د بروندي او راوينډا پر سيمو باندې د اروپايي مستعمرې په توګه حکومت وکړ، چې د “Ruanda-Urundi” په نوم پېژندل کېږي. پر افريقا باندې د اروپايي بريد تر وخته پورې د بروندي او راويندا سيمې هيڅکله تر عام حکومت لاندې نه وې. [۷][۸] بروندي په ۱۹۶۲ ز کال کې خپلواکي تر لاسه کړه او په لومړيو کې يې شاهي نظام درلود، مګر د وژنو لړيو، کودتا او د سيمې د بې ثباتۍ عمومي اقليم په ۱۹۶۶ ز کال کې د يو جمهوريت او يو ګوندي دولت په رامنځته کېدلو کې لوړې کچې ته ورسېدل. د توکمي سوچه کولو سيالۍ، وروستۍ دوه کورنۍ جګړې او عام وژنې؛ يو ځل په ۱۹۷۰ لسيزه او بل ځل په ۱۹۹۰ لسيزه کې د سلګونه زرو وګړو د مړينې لامل شوې او اقتصاد يې ناپرمختللی او نفوس يې د نړۍ تر ټولو غريبې کچه کې پرېښود. ۲۰۱۵ ز کال د پراخه کچې سياسې نښتې شاهد و؛ ولسمشر “Pierre Nkurunziza” د درېيم وار له لپاره دندې پر مخ وړل غوره کړل، د کودتا يوه هڅه بې پايلې شوه او د هېواد پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې د نړيوالې ټولنې د غړو له لورې تر پراخه نيوکې لاندې راغلې. [۹] د بروندي د خپلواک دولت سياسي نظام د ولسمشريز استازي ديموکراتيک جمهوريت دی، چې د ګڼ ګوندي دولت پر بنسټ دی. د هېواد ولسمشر د دولت او حکومت رئيس دی. اوسمهال په دې بروندي کې ۲۱ ثبت شوي ګوندونه دي. د ۱۹۹۲ مارچ پر ۱۳ د “Tutsi” کودتا مشر “Pierre Buyoya” يو اساسي قانون رامنځته کړ، چې د ګڼ ګوندي سياسي بهير لپاره يې لاره هواره او ګڼ ګوندي سيالي يې راغبرګه (منعکس) کړه. شپږ کالونه وروسته د ۱۹۹۸ ز کال جون پر ۶ ياد اساسي قانون د ملي جرګې د چوکيو په پراخولو او د دوو مرستيال ولسمشرانو لپاره د مقرراتو په برابرولو سره بدل شو. د اروشا سمون يا ملګرتيا “Arusha Accord” له امله بروندي په ۲۰۰۰ کال کې يو لېږدېدونکی (انتقالي) حکومت تصويب کړ. د ۲۰۱۶ ز کال په اکتوبر کې يې ملګري ملتونه له خپلې ارادې څخه خبر کړل، چې غواړي د جنايي نړيوالې محکمې څخه لاس واخلي. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴] ياد هېواد په بنسټيز ډول يوه کليوالي ټولنه ده، چې يوازې ٪۱۳۴ وګړو يې په ۲۰۱۹ ز کال کې په ښاري سيمو کې ژوند کاوه. په يو کېلو متر مربع (۷۵۳ ميل مربع) سيمه کې د نږدې ۳۱۵ تنه وګړو د تراکم له مخې د نيمه صحرايي افريقا دويم ستر هېواد دی. نږدې ٪۸۵ نفوس يې د “Hutu” توکم له نسل څخه دي، ٪۱۵ يې “Tutsi” او له يو سلنې څخه لږ يې ذاتي “Twa” توکمي دي. د هېواد رسمي ژبې کېرونډي “Kirundi”، فرانسوي او انګليسي دي. کېرونډي په رسمي ډول د يوازينۍ ملي ژبې په توګه پېژندل کېږي. [۱۵][۱۶] بروندي چې د افريقا له کوچنيو هېوادونو څخه دی، ځمکه يې زياتره د پايښت کرنې او څرولو لپاره کارول کېږي، چې د ځنګلونو د له منځه تګ لامل شوې ده. تر ۲۰۰۵ ز کال پورې د هېواد ځنګلونه نږدې بشپړ له منځه تللي وو او يوازې له ٪۶ څخه لږه ځمکه يې په ونو سره پوښل شوې وه، چې نيمايي هغه يې سوداګريزې کښتونه وو. دا هېواد د فقر تر څنګ زياتره له فساد، کمزوري جوړښت، روغتيايي او د زده کړو خدمتونو ته له لږ لاسرسي او لوږې څخه رنځېږي. بروندي ګڼ نفوسه هېواد دی او زيات ځوانان د موکو [د کار] په لټه نورو سيمو ته ځي. د ۲۰۱۸ ز کال د نړۍ د خوښۍ راپور دې هېواد ته د ۱۵۶ ځای په ورکولو سره د نړۍ د تر ټولو لږ خوښ هېواد په توګه ځای کړ. بروندي د افريقايي ټولنې، ختيځې او سويلي افريقا لپاره د عام بازار، ملګرو ملتونو او ناپېيلي خوځښت غړی هېواد دی. ياد هېواد تر ۲۰۲۲ ز کال پورې د سړي سر تر ټولو ټيټ ناخالص کورنی محصول لري. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰] برونديمعاصر بروندي د بروندي د پاچا (King of Burundi) په نوم نومول شوې ده. نوموړي پر سيمه باندې حکومت وکړ، چې د پيل يې په ۱۶ پېړۍ کې و. ښايي په وروستي ډول خپل نوم د سيمې له “Ha” وګړو څخه تر لاسه کړي، چې د اصليت ځای يې د “Buha” په نوم پېژندل کېده. [۲۱] تاريخچهبروندي لکه د بوستوانا، ليسوتو او ايستوانا غوندې هېوادونو له ډلې، له خپل ګاوند راواندا “Rwanda” تر څنګ په افريقا کې يو له څو (په شمېر) هېوادونو څخه دی، چې له استعمار څخه د مخه د افريقايي دولت يو سيده ځمکنی پرله پسې والی (تسلسل) دی. د هېواد پخوانۍ تاريخچه او په ځانګړي ډول د هېواد د درې واکمنو توکمي ډلو (Twa, Hutu او Tutsi) ونډه او طبيعت د پوهانو تر منځ خورا د بحث وړ دی. که څه يادونه کول يې مهم دي، چې د توکميزو ډلو طبيعت او کلتور تل سيال يا بهاند او بدلېدونکی دی. په داسې حال کې چې يادې ډلې ښايي دې سيمې ته په بېلابېلو وختونو کې او په بېل ډول د بېلابېلو توکميزو ډلو په توګه راغلې وي، مګر اوسني توپيرونه يې د ځينو له لورې ټولنيز-سياسي جوړښتونه ګڼل کېږي. يادو ډلو په لومړيو کې په يو څه سوله کې يو له بله سر ګډ ژوند وکړ. د دوی تر منځ د نښتو يا شخړو نېټه ۱۷ پېړۍ ته ورګرځېدلی شي. په ياده موده کې ځمکه د نفوس د پرله پسې ودې له امله خورا مخ په کمېدو وه.[۲۲] د بروندي پاچهيد بروندي دولت د لومړني ثبوت نېټه ۱۶ پېړۍ ته ورګرځي، چې په همدې موده کې پر لويديځې غونډۍ باندې راڅرګند شو. په ځان پورې د کوچنيو ګاونډيو سيمو په نښلولو سره، د راتلونکو پېړيو پر مهال پراخه شو. د سترو جهيلونو سيمه کې د بروندي يا يورندي (Urundi) پاچاهي د دوديز پاچا له لورې اداره کېده، چې تر لاسه لاندې يې بېلابېل شهزاده ګان وو او د پرله پسې والي يا ځايناستي هڅې په کې عامې وې. پاچا چې د “mwami” په نوم يادېده او د واکمن معنا لري، د شهزاده غوندې ټولواکۍ (ganwa) مشري يې وکړه چې د خاورې ډېره برخه يې درلوده او له سيمه يیزو کروندګرو (په اصل کې Hutu) او شپونکيانو (په اصل کې Tutsi) څخه يې باج يا ماليه غوښتله. د بروندي پاچهي د روحانيونو د سلسلې د يو سياسي واک او د باج له مخې د اقتصادي بدلون له مخې وپېژندل شوه. [۲۳][۲۴] د ۱۸ پېړۍ په نيمايي کې د Tutsi سلطنت پر خاوره، توليد او د ubugabire په پرمختګ سره پر وېش باندې واک پياوړی کړ. “ubugabire” د ملاتړي پېرېدونکي يوه اړيکه وه، چې عوامو په کې د باج او د ځمکې د نيونې په بدل کې شاهي خونديتوب تر لاسه کړ. په دې موده کې شاهي محکمه له “Tutsi-Banyaruguru” توکم له وګړو څخه جوړه شوې وه. دوی د نورو کليوالي وګړو، لکه “Tutsi-Hima” په پرتله لوړ ټولنيز دريځ درلود. د دې ټولنو په ټيټو کچو کې “Hutu” وګړي وو او “Twa” وګړو د هرم په خورا تل کې ځای درلود. که څه هم ياد نظام يو څه نرمښت درلود. ځيني Hutu وګړو په اشرافيت پورې تړلي وو او د همدې له امله يې د دولت په پرمخ وړلو کې هم نظر [ونډه] درلوده. [۲۵] ایداري وېشبروندي هیواد ۱۸ ولایتونه او ۱۱۷ ولسوالۍ لري.
کلتورتاریخجغرافیهاقتصاد |
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ http://www.iwacu-burundi.org/blogs/english/english-is-now-official-language-of-burundi/
- ↑ http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
- ↑ Script error: The function "Lang" does not exist. — خپرېدونېټه: ۳ جولای ۲۰۱۶ — سمونګر: مخابراتو نړيواله ټولنه
- ↑ https://www.presidence.gov.bi/2018/07/03/6271/
- ↑ "Loi n°1/04 du 04 février 2019 portant Fixation de la Capitale Politique et de la Capitale Economique du Burundi". بياځلي په 24 February 2019.
- ↑ Strizek, Helmut (2006). Geschenkte Kolonien: Ruanda und Burundi unter deutscher Herrschaft [Donated colonies: Rwanda and Burundi under German rule]. Berlin: Ch. Links Verlag. ISBN 978-3861533900.
- ↑ "German East Africa | former German dependency, Africa". Encyclopedia Britannica. “In archived text: German East Africa, German Deutsch-Ostafrika, former dependency of imperial Germany, corresponding to present-day Rwanda and Burundi, the continental portion of Tanzania, and a small section of Mozambique. Penetration of the area was begun in 1884 by German commercial agents, and German claims were recognized by the other European powers in the period 1885–94. In 1891 the German imperial government took over administration of the area from the German East Africa Company. Although its subjugation was not completed until 1907, the colony experienced considerable economic development before World War I. During the war it was occupied by the British, who received a mandate to administer the greater part of it (Tanganyika Territory) by the Treaty of Versailles (signed June 1919; enacted January 1920). A smaller portion (Ruanda-Urundi) was entrusted to Belgium.”
- ↑ Eggers, p. xlix.
- ↑ Background Note: Burundi. United States Department of State. February 2008. Retrieved on 28 June 2008.
- ↑ "Burundi – Politics". له اصلي څخه خوندي شوی په 5 January 2009. بياځلي په 21 July 2008.
{{cite web}}
: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link) From "The Financial Times World Desk Reference". Dorling Kindersley. 2004. Prentice Hall. Retrieved on 30 June 2008. - ↑ "Burundi". له اصلي څخه خوندي شوی په 17 June 2009. بياځلي په 27 July 2008.
{{cite web}}
: CS1 maint: bot: original URL status unknown (link) International Center for Transitional Justice. Retrieved on 27 July 2008. - ↑ "Republic of Burundi: Public Administration Country Profile" (PDF). United Nations' Division for Public Administration and Development Management (DPADM): 5–7. July 2004. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 1 October 2008. بياځلي په 20 September 2008.
{{cite journal}}
: More than one of|archivedate=
and|archive-date=
specified (help); More than one of|archiveurl=
and|archive-url=
specified (help) - ↑ "Burundi Officially Informs UN of Intent to Leave ICC". خوندي شوی له اصلي څخه په 25 November 2016.
- ↑ Maurer, Sous la direction de Bruno (1 October 2016). Les approches bi-plurilingues d'enseignement-apprentissage: autour du programme Écoles et langues nationales en Afrique (ELAN-Afrique): Actes du colloque du 26-27 mars 2015, Université Paul-Valéry, Montpellier, France. Archives contemporaines. ISBN 9782813001955. خوندي شوی له اصلي څخه په 10 April 2018. بياځلي په 10 April 2018 – via Google Books.
- ↑ Eggers, p. ix.
- ↑ Butler, Rhett A. (2006). "Burundi". Mongabay. خوندي شوی له اصلي څخه په 2006-05-05.
- ↑ Bermingham, Eldredge, Dick, Christopher W. and Moritz, Craig (2005). Tropical Rainforests: Past, Present, and Future. Chicago, Illinois: University of Chicago Press, p. 146. ISBN 0-226-04468-8
- ↑ Welthungerhilfe, IFPRI, and Concern Worldwide: 2013 Global Hunger Index – The Challenge of Hunger: Building Resilience to Achieve Food and Nutrition Security Archived 6 November 2014 at the Wayback Machine.. Bonn, Washington D. C., Dublin. October 2013.
- ↑ Collinson, Patrick (14 March 2018). "Finland is the happiest country in the world, says UN report". The Guardian. خوندي شوی له اصلي څخه په 14 March 2018. بياځلي په 15 March 2018.
- ↑ "Kingdom of Burundi - Discover your Country's Long History". www.thehistorytalk.com. بياځلي په 2022-05-17.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Uvin, Peter. 1999. "Ethnicity and Power in Burundi and Rwanda: Different Paths to Mass Violence" in Comparative Politics, Vol. 31, No. 3 (Apr. 1999), pp. 253-272 Published by: Comparative Politics, Ph.D. Programs in Political Science, City University of New York. Page 254.
- ↑ "Kingdom of Burundi". Encyclopædia Britannica (Online ed.). Retrieved 15 October 2016.
- ↑ VANDEGINSTE, S., Stones left unturned: law and transitional justice in Burundi, Antwerp-Oxford-Portland, Intersentia, 2010, p 17.
- ↑ R. O. Collins & J. M. Burns. 2007. A History of Sub-Saharan Africa, Cambridge University Press. Page 125.
- ↑ "Burundi: administrative units, extended". GeoHive. خوندي شوی له the original on 14 July 2015. بياځلي په 13 July 2015.
{{cite web}}
: Unknown parameter|deadurl=
ignored (|url-status=
suggested) (help) - ↑ Law, Gwillim. "Provinces of Burundi". Statoids. بياځلي په 13 July 2015.