باريکه تنه لرونکی خوځندکې

Apocrita
باريکه تنه لرونکی خوځندکې
مملکه ژوی
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
لاندي شاخه شپږ پښې لرونکی ژوي
کلاس خوځندکې
پرده وزری خوځندکې
باريکه تنه لرونکی خوځندکې

باريکه تنه لرونکی خوځندکې (په لاتين: Apocritaپرده وزری خوځندکو څخه دې چې درې جوړې پښې، دوه جوړه وزره لري. بدن یې د سر، ټټر او نس څخه جوړ شوي دي. ټټر او نس د باریک ډنډر په مرسته تړل شوي دي. د دغو خوځندکو چينجي هېڅ پښې او سترگې نه لري او په ځانگړی ډول بوټي خوري. اجتماعي خوځندکې (لکه مېږیان یا مچۍ) خپلو چینچیانو ته ځانه جوړ کړي روزی ورکوي. د باريکه تنه لرونکو خوځندکو څو ډولونه (لکه Apanteles glomeratus ) پر نورو خوځندکو باندي برید کوي او د دغو ژويو تنو ته هگۍ اچوي. د Apanteles glomeratus چینجیان تر زيږيدلو وروسته د برید شويو خوځندکو داخلي غړی خوري.