د بابکرخيلو د نسب شجره چې وگورو نو دا خبره به جوته شي چې دوی په اصل کې غلجي پښتانه دي. د دوی يو شمير د پکتيا ولايت د ځاځي ميدان او خوست ولايت تر منځ دباک په ولسوالۍ کې استوگنه لري چې د دغې سيمې د اوسيدونکو شمير ( ١٠٠٠٠) تنه ښودل شوی دی چې ډيره کي يې با بکرخيل دي. دباک د سيمي بابکرخيل په يوه شنه او اوره سيمه کې ژوند کوي چې زياتره يې دکر نې په چارو بو خت دي. د لغمان ولايت په مر کز پورې تړلو څو کليو کې هم چې خان کلا، سه صده او هرمل نوميږي يو شمير بابکرخيل استوگنه لري. د لغمان ولايت بابکرخيل د شمير له مخې د ١٥٠٠ تنو په شاو خوا کې ښو دل شوي دي. يو شمير بابکرخيل د کابل او ننگرهار تر مينځ د سروبي ولسوالۍ په جگدلک او تيزين کې هم استوگنه لري. دغه راز د کابل د خاک جبار د خورد کا بل په سيمه کې هم يو شمير با بکر خيل ميشته دي چې دغه سيمه د اداري پلوه د کا بل د بگر اميو په ولسوالۍ پورې اړونده سيمه ده٠ په دې سر بيره دکا بل د چهار اسياب په ولسولۍ او د دسبز په ولسوالی کې هم يو شمير بابکر خيل استو گنه لري٠ دلو گر ولايت په يو شمير سيمو کې هم با بکر خيل ژوند کوي٠

با بکر خيل زړور، جنگيالي، ميلمه پال او په پښتو او پښتو نولۍ با ندې ټينگ خلک دي٠ دانگر يزانو پر خلاف يې ډيرې توري وهلي او ډيرې ميړانې يې ښودلي دي. دافغان او انگرېز تر مينځ په لو مړۍ جگړه کې غا زي محمد شا ه خا ن غلجی چې په اصل کې د لغمان د بديع اباد د با بکر خيلو له مشر انو نه و د ١٨٤١ ميلا دي کال د نو امبر په ٢٨ مه نيټه چې د ١٢٥٧ هجري کال د شوال دميا شتې د ديارلسمې نيټې سره سمون خوري د غازي مير مسجدي خان او غا زي سر دار محمد اکبر خان په ملگر تيا دنورو ملي مبا رزينو په گډون سره يو ځای شول ،څو د انگر يز انو په مقا بل کې دملي پا څون ليکي نورې هم پياوړي کړي چې په پای کې د خلکو د پا څون په بر کت د انگر يز انو ير غلگر ځو اکو نه دې ته اړ شول چې د ١٨٤٢ کال د جنورۍ په ٦ مه نيټه کا بل خو شي کړي او وتښتي٠ دروسي ير غلگرو ځواکو په وړاندې هم د با بکر خيلو د شاه ځلميو مبا رزې زموږ د ويا ړلي هيواد وياړلي افغا نستان دتا ريخ زرين بابو نه جو ړوي٠

میشت ځایونه

دا خو ټوله ته څرگنده ده چه پښتانه د ازاد طبعیت خوښوونکی دي او چه چیرې یی زړه خوښ وي هلته میشت شيوی او د دی ترڅنگه ځینی نور عوامل هم شته چه د پشتون ټبر د ځای د ادلون بدلون عوامل کیداشی لکه جگړی، د واکمنی ساتل او نور نو بابکرخیل هم د همدغو غوښتنو په سبب په هر ځای کې خواره واره پراته دي چه ډیری یی په خوست کې د باک په ولسوالی کې او په کابل،پکتیا،پکتیکا،پروان،کندهار،کندزريا،نیمروز،فراه او داسې ډیرو نورو سیمو کې میشته دي

سرچينې

  • ١- حيات افغا ني،٤٣٦ مخ٠
  • ٢-د پښتو اد بيا تو تا ريخ،٥١٩-٥٢٢ مخونه٠
  • ٣-پښتني قبيلې،٣٦-٣٧- ٤٠ او٤١ مخو نه