که چيري د بابړو دقبيلي دنسب شجره په غور سره وڅيړو، نو جو ته به شي چې دوی په اصل کې سړ بني پښتانه او د شير ا ڼيو د قبيلي يوه څا نگه ده٠ دوی وروسته د شيړ انيو نه بيل شوي او او لادې يې ځا نته بيل نوم غوره کړی دی او نن ورځ د يوې جلا قبيلې په تو گه ژوند کوي٠ د تاريخ حيات افغاني د شجرې پر بنسټ بابړ دودم ځوی،د شيراڼي لمسی، دشر خبون کړوسی او دسړبن کودی دی٠ همداراز بابړ د انجر او سنجر په نامه دوه زامن درلودل چې سنجر بيا د مسعود خيلو،اسما عيل خيلو، ابراهيم خيلو،يعقوب خيلو او غو ريا خيلو په څا نگو با ندې ويشل شوي دي٠ د با بړو د استو گنې اصلي ځای د سليمان غر گڼل شوی دی چې وروسته د شمير د ډير والي او يا هم ښا يې د نورو عو املو له کبله له خپل اصلي ټا ټو بي نه خواره و اره شوي او په نورو ځا يو نو کې مېشته شوي وي. ويل کيږي چې د با بړو د قبيلي خلک د پخوانۍ زمانو ر اهيسي د تجارت او سو داگرۍ د کارونو سره ډيره ليوالتيا درلوده او ددې قبيلې خلکو د هند وستان او دمنځنۍ اسيا ( بخارا او سمر قند) تر مينځ د بيلا بيلوسوداگريزو مالونو لکه پو ستينونونو،اينجې او قيمتي وريښمينو ټو کرانو سو داگري کوله او دوی په خپلو سو دا گرېزو دندو کې، ريښتوني، ايمانداره،حليم او دښه چلند خا وندان وو، ان تر دې چې انگريزي نا متو مؤرخ او دکابل د سلطنت بيان مؤلف مونټ سټوارټ الفنسټن هم د دې خبرې سره موافق دی چې دوی د سو داگرۍ په چارو کې ډېر ماهر وو٠ همداراز دوی په اقتصادي پلان جوړونې او حسابي چارو کې دومره مهارت درلود او په دې کارونو کې دومره بر يالي وو چې د افغا نستان د بنسټ ايښودونکي لوی احمد شاه بابا په وخت کې نور محمد خان بابړ مستو في المما لک او گل محمد خان بابړ ته د امين الملک(لوی خزانه دار) مهمې دندې سپارل شوې وې٠

په او سني وخت کې بابړ په لاند نيو ځا يو نو کې مېشته دي

  • ١-په کندهار کې:

په کند هار کې بابړ ددغه ښار د بابړو په کوڅې،دپنجوايي په ولسوالۍ او د کند هار دارغنداب په سوزني نو مي سيمه کې ژوند کوي چې په دغه ولايت کې د بابړو مجمو عي شمير د ٢٠ زرو تنو په شا او خواکې ښودل شوی دی ٠ارواښاد سترعلا مه پو هاند رشاد بابا(١٩٢١-٢٠٠٥ ميلادي) چې ټول پښتانه پرې وياړي او پښتو ژبې،ادب،تاريخ او فر هنگ ته يې د ستا يني او قدر وړ خد متو نه کړي دي اوما ددې مقالې ليکوال هم د هغوی د ارزښتناکو علمي لارښوونو نه ډيره ډيره گټه او چته کړې ده هم بابړ پښتون و چې دکند هار ښار د بابړو په کو څه کې يې دې نړۍ ته ستر گې پرانبستلې وې٠

  • ٢-په ننگر هار کې:

د ننگر هار ولايت د جلال اباد ښار لويديز خواته دبابړ يانو يوه لو يه محله شته چې د علي خيلو سره په گا ونډ کې ده٠

  • ٣-د جوزجان په ولايت کې:

يو شمير بابړ د جوزجان په بيلا بيلو ولسواليو او د هغې جملې نه دخواجه دوکوه، اقچې، فيض اباداو خانقاه په ولسواليو کې هم مېشته دي٠ دشبر غان د ښار بابړ ددغه ښار په مرکز او همداراز ددغه ښار ته څيرمه سيمو لکه شکرک، افغان تپه،شير خيل، شوبي، خواجه دوکوه افغانيه او تابين کې ژوندکوي٠ په اوسني وخت کې دجوزجان د بابړو نه يو تن گو هر خان بابړ دجوزجان ولايت دفيض اباد د ولسوالۍ ولسوال دی٠

  • ٤-د فارياب په ولايت کې:

يو شمير بابړ د فا رياب ولايت د قيصار په ولسوالۍ کې هم ميشته دي٠

  • ٥- دبا دغيس په ولايت کې:

بابړ ددغه ولايت دغورماچ او مرغاب په ولسواليو کې استو گنه لري٠

  • ٦-دبلخ په ولا يت کې:

دبلخ په ولا يت کې مېشته بابړ ددغه ولايت دبلخ په ولسوالۍ کې استو گنه لري.

  • ٧-دکندز په و لايت کې:

يو شمير با بړد دغه ولايت ددشت ارچي په ولسوالۍ کې هم مېشته دي٠ په پورتنيو ولايتو نو سر بيره يو شمير بابړ په هيلمند،لوگر او کو نړ کې هم مېشته دي ،خو د هغوی د دقيق شمير په اړوند زما سره کوم معلو مات نشته٠ داسي تاريخي شواهد شته چې ددوی ٥٠٠ کورنۍ کو چياني او ٧٠٠کورنۍ نيمه کو چياني ژوند لري چې ددوی دليږد مسير اولاره د هرات د هريرود نه نيولې د بادغيس،فارياب،جوزجان،بلخ او کندز پورې دي چې د کال په بيلا بيلو مو سمونو کې په نو موړو ځا يو نو کې خپلې کيږدۍ دروي او خپل مالونه او رمې په ورشو گانو کې څروي٠

  • ٨- په سهيلي پښتو نخواکې:

د سهيلي پښتو نخوا د مشهور ليکوال،مؤرخ او فولکلور پيژندونکي پروفيسور سيال کاکړ په حواله يو شمير بابړ په ژوب ،کوټه او پښين کې هم مېشته دي٠

  • ٩-په پښتونخواکې:

په پښتو نخواکې دبابړو سيمه د ميا خيلو سهيلي برخې ته پرته ده چې لو يديز لورته يې سختې غرنۍ سيمي پر تې دي٠ اوس دوی دپښتونخوا دديره اسماعيل خان په چو دهوان او دامان کې مېشته دي٠ اوس دامان د تانک په نا مه يا ديږي چې د ديره اسما عيل خان يو دسټرکټ( ولسوالي) ده٠ همداراز په سيهره نومي سيمه کې هم چيرې چې شيراني اوسي بابړ مېشته دي٠ يو شمير بابړ په پيښور کې هم استو گنه لري چې انگريزي ژبپوه ميجر را ورټي په دامان يا اوسني تانک کې ددوی مجمو عي شمير د ٧٠٠٠ کو رنيو په شا او خواکې ښودلی و چې ٧٠٠ تنه جنگيالي ځوانان يې درلو دل٠

  • ١٠- په سند کې:

د پروفيسور سيال کاکړ د اثر پښتو او پښتانه په سهيلي پښتو نخواکې پر بنسټ يو شمير بابړ د پاکستان هيواد د سند ايالت په گړهي ياسين،سلطان کوټ او شکار پور کې هم مېشته دي٠

  • ١١- په هندوستان کې:

لکه چې د مخه ورته اشاره وشوه بابړ و د سو داگرۍ په چارو کې ډير مهارت درلود او دهند او منځنۍ ايشيا تر مينځ يې د سو داکرۍ چارې پر مخ بيولې،چې ددغو با بړو د جملې نه يو شمير په هندوستان کې مېشته شوي دي چې دهند په مختلفو ايالتو نو لکه مهاراشټرا،اندهراپرديش،مدهيا پراديش او گجرات کې مېشته دي ،خو له بده مر غه چې خپله خوږه پښتو يې له لاسه ورکړې ده٠ تاريخ حيات ا فغاني د بابړو د دود او دستور په اړوند ليکي:" هغه بابړ چې په افغا نستان کې اوسي نو دودونه او رواجونه يې د هغو بابړو سره تو پير لري چې دشيراڼيو په گا ونډ کې اوسي٠ هغه بابړ چې دشيراڼيو په گا ونډ کې اوسي نو دهغوی رواجونه کټ مټ د شيراڼيو په ځير دي."

سرچينې

  • ١- مونټ سټوارټ الفتسټن، دکابل سلطنت بيان،دوهم ټوک،٦٢ مخ٠
  • ٢-پښتانه دتاريخ په رڼا کې،١٢٧٦ مخ٠
  • ٣-تاريخ حيات افغاني،٢٥٥ مخ٠
  • ٤-پښتو او پښتا نه په سهيلي پښتو نخواکې، دپروفيسور سيال کا کړ تاليف٠