اېډوارد هیت

اېډواد هیت، د جورابو د بند د اتلولۍ نښان (Knight of the Garter)، د بریتانوي سترواکۍ نښان (Order of the British Empire) درلودونکی (د ۱۹۱۶ ز کال د جولای نه د ۲۰۰۵ ز کال تر جولای پورې) یو بریتانوي سیاستوال و، چې له ۱۹۷۰ ز کال نه  تر ۱۹۷۴ ز کال پورې یې د انګلستان د لومړي وزیر او د ۱۹۶۵ ز کال نه تر ۱۹۷۵ ز کال پورې یې د محافظه کار ګوند د مشر په توګه خدمت وکړ. نوموړي د ۱۹۵۰ ز کال نه  تر ۲۰۰۱ ز کال پورې ۵۱ کاله د پارلمان د غړي په توګه دنده ترسره کړه. هیت له سیاست نه هاخوا، ماڼو، موسقي پوه او لیکوال هم و.

اېډوارد هیت
(انګلیسي: Edward Heath د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اېډوارد هیت
اېډوارد هیت

د شخص معلومات
پيدايښت ۹ جولای ۱۹۱۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 17 جولای 2005 (89 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۹][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل سینه بغل   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د برېتانیې لومړی وزیر (68  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۹ جون ۱۹۷۰  – ۴ مارچ ۱۹۷۴ 
هارولد وېلسن  
هارولد وېلسن  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۱۱]
پوځي ځواک [۱۱]
خبريال [۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
برخه د برتانيا فوځ [۱۳]  د (P241) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې دويمه نړېواله جګړه [۱۳]  د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نوموړی چې د یوې وینځې او ترکاڼ زوی و، د رامس ګېټ، کېنټ (د هلکانو لپاره د چتام هاوز لومړني ښوونځی) کې په لومړني ښوونځي کې یې زده کړې وکړې او کله یې چې د اکسفورډ په پوهنتون کې په زده کړو بوخت و، د زده کوونکو د سیاست د ډلې مشر و. هغه د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې په شاهي توپچې ځواک کې د افسر په توګه دنده ترسره کوله. د لنډ مهال لپاره یې د ملکي خدمتونو په اداره کې کار وکړ، خو د پارلمان د ټاکنو پر مهال یې استعفا ورکړه او د ۱۹۵۰ ز کال په ټاکنو کې د بیکسلي په استازیتوب وټاکل شو. هغه په ۱۹۵۵ ز کال کې د انتوني اېډن له خوا د ګوند د سپلین د مشر په توګه وګومارل شو او په ۱۹۵۹ ز کال کې د هارولډ مکمیلن له خوا په کابینه د کار د وزیر په توګه وټاکل شو. هغه وروسته د پاچا د نښان د مشر ساتونکي دنده ترسره کړه او په ۱۹۶۳ ز کال کې د الیک ډګلاس - هوم له خوا د سوداګرۍ د بورډ رئیس شو. کله چې محافظه کارانو د ۱۹۶۴ ز کال په ټاکنو کې ماتې وخوړه، هیت له هغه وروسته په ۱۹۶۵ کال کې د محافظه کار ګوند د مشر په توګه وټاکل شو او د اپوزیسیون مشر شو. که څه هم هغه د ۱۹۶۶ زکال په ټاکنو کې له محافظه کارانو نه لویه ماتې وخوړه، خو د ​​​​مشر په توګه پاتې شو او نوموړي د ۱۹۷۹ ز کال په ټاکنو کې له تمې لوړ بریالیتوب ترلاسه کړ. [۱۴]

هیت د خپل صدارت په اوږدو کې په ۱۹۷۱ ز کال کې د بریتانوي مسکوکاتو د عشاري کولو څارنه وکړه او په ۱۹۷۲ ز کال کې یې په انګلستان کې د سیمه يیز حکومت د سمون مشري وکړه چې د سیمه ییزو چارواکو شمېر یې په پراخه کچه کم کړ او ډېری نوې لویې نفوس مېشه سیمې یې رامنځ ته کړې، چې زیاتره یې تر نن ورځې هم پاتې دي. ښایي د هیت تر ټولو مهمه لاسته راوړنه په ۱۹۷۳ ز کال هغه وخت لاس ته راغله چې نوموړي انګلستان د اروپايي ټولنې غړیتوب ته د ننه کړ، چې ګډ بازار ته د ننوتلو د پړاو په نوم یادېږي (چې وروسته اروپایي اتحادیه شوه). په اروپایي ټولنه کې هیت تل د بریتانیا د غړیتوب ستر ملاتړی و او  په ولسي جرګه کې د غړیتوب لپاره د ۳۵۶ رایو نه د ۲۴۴ پرېکنده رایو په ترلاسه کولو، نوموړي د خبرو اترو مشري وکړه، چې پر بنسټ یې د ۱۹۷۳ ز کال د جنورۍ په ۱ نېټه انګلستان د اروپایي ټولنې غړی شو. د ژوند لیکونکي جان کیمبل په وینا: هیت دا د خپل ژوند تر ټولو "غوره ساعت" ګڼلی دی. [۱۵][۱۶]

د هیت صدارت په شمالي آیرلنډ کې د ستونزو له اوج سره یوځای و چې د نوموړي په تایید سره د محاکمې پرته نیول او ورپسې د شمالي آیرلنډ د پارلمان ځنډول وو چې د مستقیمې بریتانوي واکمنۍ لامل شو. د آیرلنډ د جمهوري غوښتونکي لنډ مهاله پوځ د استازو سره  غیر رسمي خبرې بې پایلې وې او د ۱۹۷۳ ز کال د سنینګډیل تړون هم پایله نه درلوده، چې د محافظه کار ګوند له څپې نه د السټر اتحاد غوښتونکي ګوند د غړو د وتلو لامل شو. هیت د صنعتي اړیکو د قانون له لارې د بریتانیا د سوداګریزې اتحادیې غوښتنې د اصلاح هڅه هم وکړه او هیله مند و چې له اقتصاد نه دولتي کنترول لري کړي او د مستقیمو مالیاتو نه غیر مستقیمو مالیاتو ته بدلون منځ ته راوړي، خو د ۱۹۷۴ ز کال په پیل کې د کان کیندنې کاربندیز حکومت ته سخت زیان واړاوه، چې د انرژي د شتون لپاره د دری ورځنۍ کاري اونۍ د پلي کولو لامل شو. هیت د حالت د حل په هڅه کې د ۱۹۷۴ ز کال د فبروري په میاشت کې ټاکنې را وبللې، هڅه یې وکړه چې د کان کیندونکو د معاشونو د غوښتنو د نه منلو پروړاندې واک ترلاسه کړي، خو د دې پر ځای د ځوړند پارلمان (هېڅوک اکثریت و نه لري) لامل شو او محافظه کارانو خپل اکثریت له لاسه ورکړ. د لږو رایو په ترلاسه کولو سربېره، کارګر ګوند څلور نورې چوکۍ وګټلې او هیت د مارچ په ۴ مه وروسته له هغه له صدارت نه استعفا ورکړه، چې د لیبرال ګوند سره یې د ګډ حکومت په جوړولو کې خبرې ناکامې شوې.

د ۱۹۷۴ ز کال په اکتوبر کې په ټاکنو کې له دویمې پرله پسې ناکامۍ وروسته، هیت ټینګار وکړ چې: هغه به د مشر په توګه پاتې شي، خو د ۱۹۷۵ ز کال په جنوري کې، مارګریټ تاچر اعلان وکړ چې: هغه به د مشرتابه لپاره سیالۍ ته رابولي او د فبروري په ۴ تاچر په لومړي پړاو کې په لږ توپیر سره نوموړی مات کړ. هيت د دويم پړاو د سيالۍ پر ځای له مشرتابه استعفا غوره کړه. هیت بېرته د پارلمان ټيټو چوکیو ته راستون شو، چې په دې ځای کې نوموړي تر ۲۰۰۱ ز کال پورې پاتی شو. هغه په ۱۹۷۵ ز کال کې په ​​ټولیزه توګه د بریتانیې د غړیتوب په اړه په ټولپوښتنه کې پراخه ونډه درلوده، چې په پایله کې یې په اورپایي ټولنه کې د پاتې کېدو لپاره د "هو" رایې د بریا هلې ځلې وکړې. وروسته نوموړي د تاچر د صدارت په سخت نيوکه کوونکي بدل شو او د تاچریزم سیاستونو پر وړاندې یې خبرې او لیکنې کولې. د هغه د ۱۹۹۲ز کال له ټولټاکنو وروسته، تر ۲۰۰۱ ز کال تر خپل تقاعد پورې د مجلس د بابا لقب ترلاسه کړ. نوموړي په ۲۰۰۵ ز کال کې د ۸۹ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې او د څلورو بریتانوي هغو لومړيو وزیرانونه دی ، چې واده یې نه دی کړی. هغه ته د بي بي سي له خوا د "د وړتیا پر بنسټ د لومړۍ کارې طبقې د پلوي" لقب ورکړل شو، چې د "ګوند په معاصر تاریخ" کې د محافظه کاره مشر په توګه او "د ډیزرایلي په لیدلوري کې یو محافظه کار ملت پلوی دی، چې د آزاد بازار اقتصاد یې رد کړ چې تاچر یې په لېوالتیا سره ملاتړ وکړ. " [۱۷]

د  ژوند لومړي کلونه سمول

اېډوارد هیت د ۱۹۱۶ ز کال د جولای په ۹ مه نېټه، د کېنټ په براډسټیرز، د البیون په ۵۴ سړک کې زېږیدلی، چې د ویلیم جورج هیت (۱۸۸۸-۱۹۷۶ز)، یو ترکاڼ چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال یې د ویکرز په کمپنۍ کې د الوتکو لپاره چوکاټونه جوړول او وروسته د یوه جوړونکي په توګه وګومارل شواو ایډیت اېن هیت (د زېږون نوم یې پانتوني ۱۸۸۸ – ۱۹۵۱ز) د یوې وینځې زوی دی. پلار یې وروسته د ودانیو او  دیکوریش د شرکت له تاسیس وروسته یو بریالی کوچنی سوداګر شو. د هیت پلارني نيکه د لبنياتو يو کوچنی کار درلود او کله چې ناکام شو، د جنوبي رېل پټلې په براډ سټېیز تمځای کې یې د کلال په توګه کار کاوه. اډوارډ څلور کلن و چې د هغه کوچني ورور جان نړۍ ته سترګې پرانیستې. په دې کې هېڅ شک نه و چې اډوارډ "غوره ورور" و. هیت په ځوانۍ کې د "ټیډي" په نوم پېژندل کېده. هغه په رامسګیټ کې د چتام هاوز په لوموړني ښوونځي کې زده کړې وکړې او په ۱۹۳۵ ز کال کې د ناحیې در بورس پر مټ د اکسفورډ په بالیول کالج کې د زده کړو لپاره لاړ. [۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

له دې وروسته، د هیت عجیب تلفظ، د هغه د "زندۍ شوی" واول غږ، د W په بڼه  د هغه د I  غیر معیاري تلفظ او د out تلفظ د  eout په بڼه، د مونټي پایتون له خوا په غږیزه ټولګه کې چې د Teach Yourself Heath" " یا (د هیت خبرې زده کړئ) تر نامه لاندې وې، (چې په فلیکسي ډېسک کې خپرې شوی او د Monty Python's Previous Record تر نامه لاندې یې د ۱۹۷۲ز کال پخوانۍ بېلګې هم درلودې)، تر مسخرو لاندې ونیول شوې. د هیت ژوند لیکونکی وایي چې: د نوموړي وینا ، د هغه د پلار او کوچني ورور پر خلاف، چې دواړو د کینټ په لهجه خبرې کولې، ښایي "د اکسفورډ سره مخامخ کېدو له امله پراخ بدلون" موندلی وي، که د هغه په وینا کې د کینټ عناصر ساتل شوي وو. [۲۳]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118709348  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w66m3wfm — subject named as: Edward Heath — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/11369383 — subject named as: Edward Heath — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Edward-Heath — subject named as: Sir Edward Heath — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p28151.htm#i281504 — subject named as: Edward Richard George Heath — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/heath-edward-richard-george — subject named as: Edward Richard George Heath — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0032297.xml — subject named as: Edward Richard George Heath — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/25717 — subject named as: Edward Heath — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=24683 — subject named as: Heath, Edward, sir — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ UK Parliament ID: https://beta.parliament.uk/people/xCFBQOk1
  11. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/95228 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  12. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb119070832 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ https://www.theguardian.com/news/2005/jul/18/guardianobituaries.conservatives — د نشر نېټه: ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۷
  14. (په 4 August 2015 باندې). Edward Heath: A profile of the former UK Prime Minister. BBC News.
  15. John Campbell, Edward Heath (1993) pp. 404–405.
  16. "EUROPEAN COMMUNITIES (Hansard, 28 October 1971)". api.parliament.uk. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 1 October 2015 باندې). Sir Edward Heath: One Nation Tory's political legacy. BBC News.
  18. British Society Since 1945: The Penguin Social History of Britain, Arthur Marwick, Penguin Books, 1996, p. 158
  19. Francis Boyd and Norman Shrapnel (په 18 July 2005 باندې). Sir Edward Heath. Guardian
  20. Campbell, John (1993). Edward Heath. Pimlico. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7126-5898-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. John Campbell (2013). Edward Heath: A Biography. د کتاب پاڼې 5. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84595-205-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ziegler, Edward Heath (2010) ch. 1
  23. "Learn How To Speak Propah English – Ted Heath | Teach Yourself Heath". YouTube. مؤرشف من الأصل في ۱۱ ډيسمبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore