اېمل خان مومند

اېمل خان مومند (انگرېزي: Emal Khan Mumand ) دی د افغانستان يو ملي اتل دی چې د موغلو د يرغل په وخت ېې له افغانانو څخه دفاع کړې . دی په ننگرهار ولایت کې زېږېدلی خو د زوکړې نېټه ېې نده مالومه . د مغلو د وخت د عالمگیر په وخت دی د افغانانو د لويو سالارانو څخه و.

مخینه سمول

ملي اتل اېمل خان مومند د مومندرې په هزارناؤ کې اوسېده او ده ته د خپل قام د مشرتوب پگړۍ میاجان محمد صاحب چې د مومندو يو روحاني سړی و ، ورپر سر کړې وه. هغه وخت چې خوشحال خان خټک د هند د مغولي حکومت د متجاوزینو پر خلاف د هېواد دفاع ته ملا وتړله ، دا وخت ایمل خان په هزارناؤ کې اوسېده خو تر دې دمخه ېې په چکنور کې استوگنه لرله. ده به له هزارناؤ څخه تل د هند د مغولي حکومت د يرغلگرو د کاروانونو مخه نیوله او ډېر تاوانونه به ېې وراړول . مغولي حکومت هم څو ځلې د ده مقابلې ته لښکرې راولېږلې چې يو ځل ېې د ایمل خان کور هم وسوځاوه، خوشحال خان خټک ددې پېښې يادونه داسې کوي..

اور پورې په خونه د اېمل خان شو په سول د خونې خان خانان شو
که ونه مړ ، دايم نارې وهم په واروار پورې په درست افغان شو

لکه څنگه چې ښکاره ده اېمل خان مومند او خوشحال خان خټک دواړه د يوې ملي موخې لپاره له يرغلگرو سره جنگېدل او په دې لاره کې ددوی دغه ملگرتيا د دريا خان په واسطه ټينگه شوې وه. اېمل خان مومومند (چې د اېمل شاه په نامه ېې سکه وهله) په خیبر کې د نومیالي پښتون او د پښتو د نامتو شاعر خوشال خان خټک په ملگرتیا د عالمگیر د پوځونو پر خلاف ډېرې جگړې کړي. حتی تر دې چې عالمگیر تر پنځو سختو جگړو او تقريباً د دواړو خواؤو د يو لک تنو تروژلو وروسته بیا هم ونه کړای شو چې د افغانانو غورځنگ له منځه يوسي . همداراز اېمل خان په لغمان کې له آغرخان سره هم خورا لويې جگړې کړي دي .لنډه دا چې اېمل خان مومند ملي مجاهد او په آزادۍ میئن شخصیت و . په پای کې د پښتنو دښمنانو په ټگۍ او د رشوت په زور د کوم خاین په لاس مېړني اېمل خان ته زهر ورکړل او شهید شو. په ځينو اثارو کې دده قبر د ننگرهار په چپرهار او په ځينو کې د پشدد(مایا) په هدیره کې ښوول شوې ده. وروستیو څېړنو دا په ډاگه کړې ده چې د اېمل خان مومند قبر د لال پورې په چکنوريو کې دی ، چېرته چې نوموړی د ژوند لومړۍ شپې او ورځې تېرې کړي دي . د اېمل خان مومند د زوکړې او مړینې نېټې په يقیني توگه څرگندې نه دي خو دی د عالمگیر په وخت کې د خپل قوم مشر او له عالمگیر سره ېې ډغرې وهلې . د خوشال خان خټک له دې لاندې شعر څخه ښکاري چې دی تر خوشال خان خټک دمخه مړ شو ی دی .

اېمل خان، دریا خان دواړه په ښه رنگ تېر شول ددوی دواړو په فراق کې زما تل اوه وماتم دی

ددغه ملي اتل کورنۍ او اولادونه اوس هم په هزارناؤ کې اوسېږي چې په پاچا خېلو شهرت لري . اېمل خان دوه وروڼه درلودل چې مشر ېې بهادر خان مومند او کشر ېې فتح خان مومند نومېدل . برسېره پر خوشال خان چې په خپلو شعرونو کې ېې د ده د مېړانې يادونه کړې ډېرو نورو شاعرانو هم په خپلو شعرونو کې ستایلی دی. اروا دې ېې ښاده وي.

سرچینه سمول

  • آريانا دايرهّ المعارف (۸۱۸مخ ــ ۸۱۹ مخ) کابل افغانستان