افغانان (په پښتو کې افغانان او په دري/پارسي کې افغان ها او په فارسي کې افغانستاني ليکل کېږي)، يا افغان خلک، د افغانستان اتباع يا اوسېدونکي، يا هغه خلک دي چې پښت (اصل نسب) يې له دې ځايه وي. افغانستان له ګڼو قومونو جوړ دی، چې پښتانه، تاجکان، هزاره او ازبکان پکې ستر قومونه دي. هغه دوه لويې ژبې چې افغانان ورباندې خبرې کوي پښتو او دري دي (دري د فارسي ژبې افغان لهجه ده)، او ډيری افغانان په دوه ژبو پښتو او دري روانې خبرې کولای شي.[۱][۲][۳][۴]

مخينه

سمول

د افغان (Abgân) د نوم لومړۍ يادونه په درېيمه زېږديزه پېړۍ کې د ساساني سترواکۍ لومړي شاپور کړې ده، د افغانستان په شمال کې د څلورمې پېړۍ په موندل شويو باختري اسنادو کې ليدل کېږي چې ځانګړو خلکو ته په افغانان/افغانا (αβγανανο) ټکي سره اشاره شوې. د افغان ټکي اصل له فارسي اخيستل شوی او پښتنو ته کارول کېږي، په تېر کې ډېرو پوهانو له اس (Skt.aśva-, Av.aspa) يعنې (Aśvaka) يا (Aśvakayana) د هندوکش د سيمې لرغونو اوسېدونکو، اشواکان يا اساکان نوم سره د دې ټکي تړاو پلټلی، خو د ځينو ژبپوهانو په وينا، دا به ډېره ستونزمنه وي چې اشواکا (Aśvaka) يا اشوکايانا (Aśvakayana) له افغان ټکي سره وتړل شي.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

د يو صفت په ډول، د افغان ټکی دا معنا هم لري چې له افغانستان يا د دې هېواد د خلکو، ژبې او کلتور سره اړيکه. د 1964ز کال د افغانستان د اساسي قانون  سره سم، ټول افغان اتباع د قانون په وړاندې په خپلو حقوقو او مسئوليتونو کې سره برابر دي. د افغانستان د اوسني قانون څلورمه ماده وايي چې د افغانستان اتباع له پښتنو، تاجکانو، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه يي، نورستاني، ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش، ګوجر، براهوي، او د نورو قوميتونو له غړو جوړ دي. په دې برخه کې سياسي اختلافات هم شته: د افغانستان د غېر پښتنو قومونو ځينې غړي شته، چې پر ځان د افغان ټکي پلې کېدل ردوي، همدا راز په پاکستان کې داسې پښتانه شته چې هيله لري د افغان ټکی په دوی پلې شي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

له قوميت څخه مخکې هېواد، تاريخي نسلي نوم افغان د پښتون پښت لرونکې ډلې د غړي لپاره کارېدو. د هېواد د سياسي ماهيت بدلېدو، لکه له پاکستان (هغه مهال برتانوي هندوستان) سره د انګريزانو له خوا د پولې کاږلو دا معنا بدله کړې ده، او د افغانستان اړوند ټولو نسلونو خلکو لپاره په يوه قومي پېژندګلو بدله شوې ده.[۱۸][۱۹][۲۰]

افغانستاني او افغانان

سمول

افغاني لفظ چې لږ عام دی، د افغانستان د اتباعو لپاره د پېژندنې يوه بديله نښه ده. د افغانستاني اصطلاح، د يو چا توکميزې، پښت (نژادي)، او مذهبي مخينې ته له کتنې پرته هغه چاته اشاره کوي چې د افغانستان تابعيت لري. په ګڼ مليتي افغانستان کې، د افغان اصطلاح د تل لپاره د پښتنو سره تړل شوې ده. ځينې غېر پښتانه اتباع لکه تاجکان، هزاره ګان، او ازبکان دې اصطلاح ته د پښتنو د واکمنۍ د يوې برخه په توګه ګوري، چا چې دا اصطلاح د هغوی د قومي پېژندګلو لپاره جوړه کړې ده. د افغانستاني اصطلاح په ځينو کډوالو او له هېواده وتليو په منځ کې کارول کېږي، په ځانګړي ډول د غېر پښتنو په منځ کې.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

ګرځېدلی

سمول

افغانستان کله هم يو ملي دولت نه دی ګرځېدلی. په ټول افغانستان کې د قبايلو يا قومي ډلو په توګه پیاوړې محلي او سیمه ييزه پېژندګلو لري (پښتون، تاجيک، هزاره، ازبک يا نور). له تېرو دوه پېړيو راهيسې، د افغانسان واکمنو هڅه کړې، تر څو داسې يو دولت منځ ته راوړي چې د پښتنو استازولي وکړي. د افغان قومي پېژندګلو پر بنسټ د يو پياوړي مرکزي حکومت د جوړولو لپاره ابتدايي هڅې شوي دي، کومو چې په دولتي کچه پښتنو ته د هغوی د نسلي حدودو څخه دباندې امتيازات ورکړي. تر هغه وخته غېر پښتنې قومي ډلې د يو مرکزي دولتي نظام منلو ته چمتو نه وې، دا خو ليرې ده چې يوه نوې قومي پېژندګلو ومني. هغوی له افغانستان سره په ټوليز ډول يا له هغې څخه هم په پراخه دايره کې پېژندګلو نه درلوده، يا يې د تابعيت يادونه نه وه شوې، کوم چې دوی ته د مرکزي حکومت له خوا نه و ورکول شوی.[۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

لغتپوهنه

سمول

د زيات محدود، نسلي ليدلوري څخه، افغان هغه اصطلاح ده، په کوم سره چې د افغانستان په فارسي ژبه خبرې کونکې (او په عموم کې له پښتو پرته په نورو ژبو خبرې کونکي قومونه) يې د پښتنو لپاره کاروي. افغان=پښتون معادله په افغانستان کې او له هېواده بهر ډېره خپره شوې ده، ځکه چې پښتون قبايلي اتحاد په شميريز او سياسي ډول په هېواد کې خپل تسلط پر ځای ساتلی دی.[۳۸]

ملي پېژندګلو (هويت)

سمول

د افغانستان لپاره د يو ډول ملي پېژندګلو د جوړولو ابتدايي هڅې په 1919ز کال کې له برتانوي سترواکۍ څخه د خپلواکۍ تر لاسه کولو څخه وروسته پيل شوې. دا هغه وخت و چې افغانستان په خپلې خپلواکۍ بشپړ واک تر لاسه کړی و. په ځانګړي ډول، هزاره قوم، کوم چې اوس هم د دويمې درجې اتباع بلل کېږي. په 1973ز کال کې د پاچايۍ له سقوط وروسته، محمد داودخان دې هېواد ته د افغانستان نه، بلکې د يو پښتونستان په سترګه کتل، څوک چې د پښتونستان يو سرسخت ملاتړی و، پښتونستان هغه ځمکه ده چې د سرحد ايالت (NWFP) او قبايلي سيمو پښتانه له افغانستان سره نښلوي. د يو لړ ټولنيزو او زده کړه ييز پرمختګونو د پلې کولو سره سره، داودخان د ملي پېژندګلو په منځ ته راوړلو کې ناکام شو. د غويې (ثور) له اوښتون (انقلاب) وروسته، مرکزي حکومتونو د نوي تعليم په کارولو سره د پراخه افغان پېژندګلو د پلې کولو هڅه وکړه، خو د دوی هڅو هم محدوده بريا درلوده. يوې شریکې ملي پژندګلو ته په ودې کولو کې تر ټولو عامو خنډونو څخه يو دا حقيقت هم و، چې هغه قومي ډلې، لکه هزاره، ازبک يا تاجک، د يو داسې هويت (پېژندګلو) له عناصرو سره نه پېژندل کېدل، کومو چې پر هېواد واکمنۍ کونکي پښتون نسل کې پیاوړی اساس درلود.[۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

نورې پېژندګلو: افغانۍ او افغانان

سمول

افغانۍ اصطلاح د افغانستان دودپيسې يو واحد ته کارول کېږي. دا اصطلاح ډېر ځله په انګليسي ژبه کې (او په ځينو قاموسونو کې هم شته) د هغه شخص يا شي لپاره هم کارول کېږي چې افغانستان سره تړلی وي، بيا هم ځينو دا نظر ورکړی چې دا استعمال يې ناسم دی. د دې کارولو يو لامل دا هم کېدای شي چې د افغاني اصطلاح په حقيقت کې په ټوليز ډول په فارسي او هندوستاني ژبه کې د افغانانو لپاره يو سم لفظ دی، په داسې حال کې چې افغان له پښتو څخه اخيستل شوی دی. په همدې بنسټ، افغان، له دري يا هندي-اردو څخه د ژباړلو پر مهال انګريزي شوې افغاني اصطلاح ده، نه له پښتو څخه. يو بل ډول يې افغانی دی، کوم ټکی چې ډېر کم د افغان پر ځای کارول کېږی.[۵۵][۵۶][۵۷][۵۸][۵۹]

قوميتونه

سمول

افغانان د ګڼو قومي مخينو لرونکي دي. پښتانه يې د نفوس اکثريت دی، داسې حال کې چې تاجکان، هزاره ګان، ازبکان له دوی وروسته په اکثريت کې دي، او ټول څلورواړه يو ځای د نفوس 60٪ برخه جوړوي. دوی د متنوعو پښتونو (نسلونو) څخه دي چې په هغوی کې ايرانيان، ترکان، مغلو ژبني نسلي جرړې لري.[۶۰]

دينونه

سمول

د افغانانو ټول قومونه په اغلب او دوديز ډول د اسلام پيروان دي، ډیری يې د سني اسلام اړوند دي. نور دينونه پکې لږکي دي، په هغوی افغان هندوان، افغان سيکان، افغان يهوديان او افغان مسيحيان شامل دي.[۶۱]

کلتور

سمول

له درې زريزو راهيسې افغان کلتور موجود دی، کوم چې تر 5000 مخزېږديز کې د هخامنشي سترواکۍ د پړاو پورې اړه لري. افغانان هم شرکې کلتوري ځانګړتياوې لري او هم هغه چې په څلور دېرشو ولايتونو کې په سيمه ييزه کچه سره توپير لري چې هر يو يې خانګړي کلتورونه لري، او لامل يې تر يو بريده د هېواد وېشونکې جغرافيايي خنډونه دي. له تاريخي اړخه د افغانستان کلتور د نږدې فارسي سره تړلی دی، په کومو کې چې  دواړه هېوادونه اسلامي مذهب، هجري شمسي تقويم (لمريز لېږديز کالهنداره) پيروي کول او په يو ډول ژبو خبرې کول دي، همدا لامل دی چې ايران او افغانستان له کلتوري اړخه له زرګونو کلونو راهيسې يو له بل سره نږدې دي.

سرچينې

سمول
  1. Garner, Bryan (2009). Garner's Modern American Usage (third ed.). New York: Oxford University Press. p. 27. ISBN 978-0-19-538275-4.
  2. Siegal, Allan M.; Connolly, William (2015). The New York Times Manual of Style and Usage (fifth ed.). New York: Crown Publishing Group. p. 18. ISBN 978-1-336-02484-7.
  3. "The Constitution of Afghanistan". Ministry of Foreign Affairs of the Islamic Republic of Afghanistan. خوندي شوی له the original on 29 August 2021. بياځلي په 2 September 2020.
  4. "Article Sixteen of the 2004 Constitution of Afghanistan". 2004. خوندي شوی له the original on 28 October 2013. بياځلي په 13 June 2012. Pashto and Dari are the official languages of the state. Uzbek, Turkmen, Baluchi, Pashai, Nuristani and Pamiri are – in addition to Pashto and Dari – the third official language in areas where the majority speaks them
  5. "History of Afghanistan". Encyclopædia Britannica Online. بياځلي په 2010-11-22.
  6. "Afghan and Afghanistan". Abdul Hai Habibi. alamahabibi.com. 1969. بياځلي په 2010-10-24.
  7. Noelle-Karimi, Christine; Conrad J. Schetter; Reinhard Schlagintweit (2002). Afghanistan -a country without a state?. University of Michigan, United States: IKO. p. 18. ISBN 3-88939-628-3. بياځلي په 2010-09-24. The earliest mention of the name 'Afghan' (Abgan) is to be found in a Sasanid inscription from the 3rd century, and it appears in India in the form of 'Avagana'...
  8. Balogh, Dániel (12 March 2020). Hunnic Peoples in Central and South Asia: Sources for their Origin and History (in انګليسي). Barkhuis. p. 144. ISBN 978-94-93194-01-4. [ To Ormuzd Bunukan , ... greetings and homage from ... ) , Pithe ( sot ] ang ( ? ) of Parpaz ( under ) [ the glorious ) yabghu of [ Heph ] thal , the chief ... of the Afghans
  9. Sims-Williams, Nicholas (2000). Bactrian documents from northern Afghanistan. Oxford: The Nour Foundation in association with Azimuth Editions and Oxford University Press. ISBN 1-874780-92-7.
  10. "Definition of AFGHAN". www.merriam-webster.com (in انګليسي). بياځلي په 2020-11-25.
  11. "Article 1 of the 1964 Constitution of Afghanistan". Government of Afghanistan. خوندي شوی له the original on 2011-09-17. بياځلي په June 13, 2012.
  12. "Constitution of Afghanistan". 2004. خوندي شوی له the original on 2016-08-04. بياځلي په 2013-02-16. National sovereignty in Afghanistan shall belong to the nation, manifested directly and through its elected representatives. The nation of Afghanistan is composed of all individuals who possess the citizenship of Afghanistan. The nation of Afghanistan shall be کينډۍ:Sic Pashtun, Tajik, Hazara, Uzbek, Turkman, Baluch, Pachaie, Nuristani, Aymaq, Arab, Qirghiz, Qizilbash, Gujur, Brahwui and other tribes. The word Afghan shall apply to every citizen of Afghanistan. No individual of the nation of Afghanistan shall be deprived of citizenship. The citizenship and asylum related matters shall be regulated by law.
  13. "Who is an Afghan? Row over ID cards fuels ethnic tension". Reuters. February 8, 2018 – via www.reuters.com.
  14. Moslih, Hashmatallah. "Q&A: Afghanistan's Tajiks plea for federalism". www.aljazeera.com.
  15. "Identity Politics in Afghanistan: Nation-State or State-Nation?". May 25, 2018.
  16. Valentini, Nicole (July 6, 2021). "Nation, identity and the future of Afghanistan".
  17. "Miranshah PTM Jalsa Lar Ao bar Nary لر او بر یو افغان" – via www.youtube.com.
  18. "Ask Johnson: Afghans, Afghanis, Afghanistanis". The Economist. September 21, 2011.
  19. Kieffer, Ch. M. "Afghan". Encyclopædia Iranica. خوندي شوی له اصلي څخه په 16 November 2013. From a more limited, ethnological point of view, "Afḡān" is the term by which the Persian-speakers of Afghanistan (and the non-Paṧtō-speaking ethnic groups generally) designate the Paṧtūn. The equation Afghans = Paṧtūn has been propagated all the more, both in and beyond Afghanistan, because the Paṧtūn tribal confederation is by far the most important in the country, numerically and politically.
  20. "ABC NEWS/BBC/ARD poll – Afghanistan: Where Things Stand" (PDF). ABC News. Kabul, Afghanistan. pp. 38–40. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 28 June 2011. بياځلي په 29 October 2010.
  21. "Afghanistani Definitions | What does afghanistani mean? | Best 2 Definitions of Afghanistani". www.yourdictionary.com. بياځلي په 2022-05-02.
  22. Bulut, Meryem; Şahin, Kadriye (2019-10-02). Anthropological Perspectives on Transnational Encounters in Turkey: War, Migration and Experiences of Coexistence (in انګليسي). Transnational Press London. ISBN 978-1-912997-26-8.
  23. Bezhan, Faridullah (2006). Afghanistani Storytelling and Writing: History, Performance and Forms (in انګليسي). Monash Asia Institute. ISBN 978-1-876924-44-7.
  24. Rubin, Barnett R. (2013-05-09). Afghanistan in the Post-Cold War Era (in انګليسي). OUP USA. ISBN 978-0-19-979112-5.
  25. Boon, Kristen; Lovelace, Douglas; Huq, Aziz Z. (2011). Al Qaeda, the Taliban, and Conflict in Afghanistan (in انګليسي). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-975825-8.
  26. Calendars, Country 2020 (2019-12-25). Made In Britain With Afghanistani Parts: Afghanistani 2020 Calender Gift For Afghanistani With There Heritage And Roots From Afghanistan [check the title of this book, for instance] (in انګليسي). Independently Published. ISBN 978-1-6506-1917-0.{{cite book}}: CS1 maint: numeric names: authors list (link)
  27. Bezhan, Faridullah (2006). Afghanistani Storytelling and Writing: History, Performance and Forms [this book with title Afghanistani was published in 2006] (in انګليسي). Monash Asia Institute. ISBN 978-1-876924-44-7.
  28. "Afghanistani mother responds to pregnant Kiwi journalist's plea". 1 News (in انګليسي). بياځلي په 2022-05-26.
  29. "راه‌حل‌های راهبردی برای پناهندگان افغانستانی [UNHCR Iran uses Afghanistani]". آژانس پناهندگان سازمان ملل در ایران (in فارسي). بياځلي په 2022-05-26.
  30. Entezar, Ehsan M. (2008-01-04). Afghanistan 101: Understanding Afghan Culture (in انګليسي). Xlibris Corporation. ISBN 978-1-4535-0152-8.
  31. A Different Kind of War: The United States Army in Operation ENDURING FREEDOM, October 2001 - September 2005 (in انګليسي). Government Printing Office. ISBN 978-0-16-086914-3.
  32. Ghani, Ashraf; Lockhart, Clare (2009). Fixing Failed States: A Framework for Rebuilding a Fractured World (in انګليسي). Oxford University Press. ISBN 978-0-19-539861-8.
  33. Modrzejewska-Leśniewska, Joanna (2020-02-06). "Afghanistan Ordinary state, failed state, or something else?". Journal of Modern Science (in english). 43 (4): 101–117. doi:10.13166/jms/117976. ISSN 1734-2031. S2CID 212960582.{{cite journal}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  34. Barfield, Thomas J. (2004-06-01). "Problems in establishing legitimacy in Afghanistan". Iranian Studies. 37 (2): 263–293. doi:10.1080/0021086042000268100. ISSN 0021-0862.
  35. Bearden, Bill (June 2000). "Washington awards contracts for Federal ID cards". Card Technology Today. 12 (6): 2. doi:10.1016/s0965-2590(00)06002-3. ISSN 0965-2590.
  36. "Afghanistan's identity crisis erupts on social media". The National (in انګليسي). 2018-02-21. بياځلي په 2022-05-02.
  37. Modrzejewska-Leśniewska, Joanna (2020-02-06). "Afghanistan Ordinary state, failed state, or something else?". Journal of Modern Science (in english). 43 (4): 101–117. doi:10.13166/jms/117976. ISSN 1734-2031. S2CID 212960582.{{cite journal}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  38. Foundation, Encyclopaedia Iranica. "Welcome to Encyclopaedia Iranica". iranicaonline.org (in American English). بياځلي په 2022-05-02.
  39. Hyman, Anthony (1984-06-01). Afghanistan Under Soviet Domination, 1964-83 (in انګليسي). Springer. ISBN 978-1-349-17443-0.
  40. Gullette, David; Croix, Jeanne Féaux de la (2017-10-02). Everyday Energy Politics in Central Asia and the Caucasus: Citizens' Needs, Entitlements and Struggles for Access (in انګليسي). Routledge. ISBN 978-1-317-30253-7.
  41. Silverstein, Jordana; Stevens, Rachel (2021-02-04). Refugee Journeys: Histories of Resettlement, Representation and Resistance (in انګليسي). ANU Press. ISBN 978-1-76046-419-6.
  42. Green, Nile (2017). Afghanistan's Islam: From Conversion to the Taliban (in انګليسي). Univ of California Press. ISBN 978-0-520-29413-4.
  43. Kakar, Hasan (1978). "The Fall of the Afghan Monarchy in 1973". International Journal of Middle East Studies. 9 (2): 195–214. doi:10.1017/S0020743800000064. ISSN 0020-7438. JSTOR 162372.
  44. Breuilly, John (2013-03-07). The Oxford Handbook of the History of Nationalism (in انګليسي). OUP Oxford. ISBN 978-0-19-920919-4.
  45. Lieven, Anatol (2012-03-06). Pakistan: A Hard Country (in انګليسي). PublicAffairs. ISBN 978-1-61039-162-7.
  46. Dutt, Sagarika; Bansal, Alok (2013-06-17). South Asian Security: 21st Century Discourses (in انګليسي). Routledge. ISBN 978-1-136-61767-6.
  47. Breuilly, John (2013-03-07). The Oxford Handbook of the History of Nationalism (in انګليسي). OUP Oxford. ISBN 978-0-19-920919-4.
  48. "Mohammad Daoud as Prime Minister, 1953-63". 2021-08-30. خوندي شوی له the original on 2021-08-30. بياځلي په 2022-05-02.
  49. "Mohammad Daud Khan | prime minister of Afghanistan | Britannica". www.britannica.com (in انګليسي). بياځلي په 2022-05-02.
  50. Kakar, Hasan (1978). "The Fall of the Afghan Monarchy in 1973". International Journal of Middle East Studies. 9 (2): 195–214. doi:10.1017/S0020743800000064. ISSN 0020-7438. JSTOR 162372.
  51. An Afghan dilemma : education, gender and globalization in an Islamic context / Pia Karlsson & Amir Mansory. University of Arizona Libraries. 2007. doi:10.2458/azu_acku_lc910_a3_k37_2007.
  52. Modrzejewska-Leśniewska, Joanna (2020-02-06). "Afghanistan Ordinary state, failed state, or something else?". Journal of Modern Science (in english). 43 (4): 101–117. doi:10.13166/jms/117976. ISSN 1734-2031. S2CID 212960582.{{cite journal}}: CS1 maint: unrecognized language (link)
  53. Education and Afghan society in the twentieth century / Saif R. Samady. University of Arizona Libraries. 2001. doi:10.2458/azu_acku_pamphlet_la1081_s36_2001.
  54. "Events of 1288/March 1871–March 1872". History of Afghanistan. doi:10.1163/9789004256064_hao_com_000209. بياځلي په 2022-05-02.
  55. "Chatterbox: More on 'Afghani'". Slate. October 4, 2001. بياځلي په March 29, 2013.
  56. "Afghan vs. Afghani, Part 3". Slate. December 2, 2001. بياځلي په October 1, 2021.
  57. George Newenham Wright (1836). A New and Comprehensive Gazetteer, Volume 3.
  58. "True Northerner 18 October 1878 — Digital Michigan Newspapers Collection".
  59. "Beauty is the quiet of the self forgotten". 30 October 2017.
  60. Anatol Lieven (2016). "The Arbiters of Afghanistan". The National Interest (145). Center for the National Interest: 28–36. JSTOR 26557334.
  61. "Afghan Culture - Religion". Cultural Atlas (in انګليسي). بياځلي په 2023-05-08.