اېلا جوزفین بېکر (د ۱۹۰۳ ز کال د ډسمبر ۱۳مه – د ۱۹۸۸۶ ز کال د ډسمبر ۱۳مه) افریقايي‌الاصله امریکايۍ او د مدني او بشري حقونو فعاله وه. تر پنځو لسیزو ډېر فعالیت یې وکړ او دا فعالیت یې تر ډېره د پردې تر شا و. په نیویارک سیټي او لوېدیځ کې یې د شلمې پېړۍ د مدني حقونو د مخکښو مشرانو لکه «ډبلیو.اي.بي ډو بویس»، «ټورګوډ مارشال»، «اې. فیلیف رانډولف» او «مارټین لوټر کېنګ» تر څنګ کار کړی. اغلې بېکر د «ډاین نش»، «سټوکلي کارمایل» او «باب موزس» غوندې ډېر نوي فعالان هم د (SNCC) کمېټې د رهبرانو په توګه وروزل.[۳][۴]

اېلا بېکر
اېلا بېکر

د شخص مالومات
زېږون نوم
پيدايښت
مړینه
منهټن   ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات

انګلېنډ   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ

نسل
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه انګرېزي ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ

بېکر پر مسلکي او کاریزماټیکه رهبرۍ نیوکې کولې. هغې راډیکاله ډیموکراسي او ولسي تنظیمونه بنسټیز کړل او مظلومانو ته یې د ځان د درک او عدالت‌غوښتنې وړتیا ورکړه.  بېکر «د شلمې پېړۍ د مهمو رهبرانو له ډلې او د مدني حقونو د غورځنګ تر ټولو اغېزناکه ښځه» بلل شوې ده. دا په امریکايي فرهنګ کې پر نژاد پالنې او د مدني حقونو په غورځنګ کې پر جنسیت‌ پالنې د نیوکو له امله مشهوره وه. [۵][۶][۷][۸][۹]

د ژوند لومړي وختونه

سمول

اېلا جوزفین بېکر د ۱۹۰۳ ز کال د ډسمبر په ۱۳مه نېټه د ویرجنیا ایالت په نورفولک سیمه کې د «جوجیانا» او «بلیک بېکر» په کورنۍ کې وزېږېده او هلته لویه شوه. بېکر د مور او پلار د درېیو ژوندیو بچیانو په ډله کې دویمه بچۍ وه، مشر ورور یې «بلیک کورټیس» او کوچنۍ خور یې «مګي» نومېده. پلار يې په بېړۍ کې کار کاوه. په ۱۹۱۰ ز کال کې په نورفولک سیمه کې یوه نژادي بدمرغي پېښه شوه، سپین پوستو د بېړۍ جوړولو په شرکت کې پر تور پوستو کارکوونکو برید وکړ. د بېکر مور پرېکړه وکړه چې کورنۍ یې شمالي کارولینا ته بوزي، په داسې حال کې چې پلار یې لا هم د بېړۍ په شرکت کې کار کاوه. اېلا اووه کلنه وه چې په شمالي کارولینا کې د مور د زیږېدو ځای «لیټلټون» ته را وګرځېده. [۱۰][۱۱][۱۲]

اېلا بېکر له خلکو لرې لویه شوه، نیکه یې «مېشل» مړ شوی و او پلرنی نیکه او نیا یې دومره لرې اوسېدل چې تر کوره یې د موټر د یوې ورځې لاره وه. هغې به ډېری وخت خپلې نیا جوزفین الیزابېت «بټ» روز ته غوږ نیولی و، نیا به یې د غلامۍ او ظالمانو د ټولنې له لاسه د سویل د پرېښودو کیسې ورته کولې. په ماشومتوب کې یې د نیا د غلامۍ ډاروونکې کیسې واورېدې او له دې امله یې د ټولنیزې بې عدالتۍ احساس پیدا کړ. نیا یې له هغه غلام سره د واده نه کولو له امله وهل شوې وه چې مالک یې ورته انتخاب کړی و. د دې تر څنګ یې اېلا ته د یوې افریقايي‌الاصله امریکایۍ په توګه د خپل ژوند نورې کیسې هم وکړې. د افریقايي‌الاصله امریکايۍ په توګه دغو تجربو له بېکر سره مرسته وکړه، تر څو هغه بې عدالتۍ وپېژني چې لا هم تور پوستي ورسره مخامخ وو.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

اېلا د شمالي کارولینا د رالي سیمې په «شاو پوهنتون» کې زده‌کړې پیل کړې او په لوړه درجه فارغه شوه. څو لسیزې وروسته د SNCC کمېټې په جوړولو کې د همکارۍ لپاره شاو ته را وګرځېده. [۱۷][۱۸]

لومړني فعالیتونه

سمول

لومړۍ هڅې (۱۹۳۰-۱۹۳۷ز )

سمول

بېکر د تور پوستو په ملي اخبار (Negro National News) کې د مرستیالې اېډېټرې په توګه کار کاوه. په ۱۹۳۰ ز کال کې تور پوستي خبریال او انارشېست «جورج شویلر» د ځوانو تور پوستانو مرستندویه اتحادیه (YNCL) جوړه کړه. ده غوښتل چې د ټولیزو شبکو له لارې د تور پوستو اقتصادي ځواک ډېر کړي. دوی د تور پوستانو د اقتصادي ودې لپاره «په ۱۹۳۰مه لسیزه کې په ټولو متحدو ایالتونو کې د مرستندویو اقتصادي ټولنو په مټ د یوه کوچني او تړلي سیستم د جوړولو لپاره کنفرانسونه او ترېنېنګونه» جوړ کړل. بېکر له شویلر سره تر پېژندلو وروسته، په ۱۹۳۱ ز کال کې د هغه له ډلې سره یوځای شوه او د هغوی ملي مسؤله شوه. [۱۹][۲۰][۲۱]

بېکر د کار د پرمختګ ادارې د ګارګرانو د زده ‌کړو په پروژه کې هم کار کاوه، چې دا اداره د وخت د ولسمشر «فرانکلېن ډي روزوېلټ» تر نیو ډیل (New Deal) تړون لاندې جوړه شوې وه. بېکر د پېرودونکي د زده‌کړو، د کار د تاریخ او د افریقا د تاریخ د زده‌کړې په برخه کې کورسونه تدریس کړل. په ۱۹۳۰مه لسیزه کې یې د هارلم په فرهنګي او سیاسي فضا کې ځان ور ښکېل کړ، پر ایټوپیا یې د ایټالیا پر یرغل نیوکه وکړه او په الاباما کې یې د سکاټسبورو د مدافعینو د آزادۍ د کمپیان ملاتړ وکړ. بېکر د هارلم په کتابتون کې د تور پوستانو د تاریخ اتحادیه هم جوړه کړه او په منظم ډول يې د (YWCA) په لېکچرونو او ناستو کې ګډون کاوه. [۲۲]

بېکر په دې دوره کې د پوهنتون د دورې له معشوق ټي جي (باب) رابرټز سره اوسېده او له هغه سره یې واده وکړ. دوی په ۱۹۵۸ ز کال کې جلا شول. بېکر به د خپل شخصي ژوند یا متاهل حالت په اړه ډېرې کمې خبرې کولې. د هغې د فعال همکار «برنیس جانسون ریګون» په وینا: د مدني حقونو په غورځنګ کې ډېرو ښځو د بېکر د بېلګې پیروي وکړه.[۲۳][۲۴][۲۵]

د رنګین‌پوستانو د پرمختګ ملي ټولنه (۱۹۳۸-۱۹۵۳ز )

سمول

بېکر په ۱۹۳۸ ز کال کې د رنګین‌ پوستانو د پرمختګ له ملي ټولنې (NAACP) سره اوږدمهاله همکاري پیل کړه. د ۱۹۴۰ کال په ډسمبر میاشت کې یې هلته د سکرترې په توګه کار پیل کړ. بېکر په پراخه کچه د دغې ادارې لپاره په ځانګړې توګه په سویل کې د غړو جذبولو، پیسو را ټولولو او د سیمه‌ ییزو دفترونو د تنظیمولو لپاره سفرونه وکړل. په ۱۹۴۳ز کال کې د څانګو مدیره شوه او د (NAACP) تر ټولو لوړ رتبه ښځه شوه. بېکر یوه سپين ‌ګویه ښځه وه او د برابرۍ غوښتنې پر ارمانونو یې باور درلود. دې پر (NAACP) فشار راوړ چې د رهبرۍ جوړښت یې غیر متمرکز کړي او په سیمه ‌ییزه کچه په لا ډېرو فعالو کمپاینونو کې له خپل غړیتوب سره مرسته وکړي. [۲۶][۲۷]

بېکر باوري وه چې د یوې ادارې ځواک له ښکته نه پورته خوا ته وده کوي، نه له پورته خوا نه ښکته لوري ته. دا پر دې هم باوري وه چې د څانګو کار د (NAACP) لپاره حیاتي اهمیت لري. بېکر له خاص‌پالنې سره مخالفه وه او پر ډېرښت یې ټینګار کاوه. دې ویل چې: د ټولنیز بدلون د هرې ادارې بنسټ د هغوی د رهبرانو فصاحت یا باور نه دی، بلکې د ډلې د غړو ژمنتیا، سخت کار او په بحث، مناظره او پرېکړو کې د هغوی د ګډون لپاره لېوالتیا او وړتیا ده. دې په اداره کې د ځوانانو او ښځو پر اهمیت ټينګار کاوه. [۲۸][۲۹]

بېکر د (NAACP) له‌خوا ټول سویل ته د سفر پر مهال له سلګونو تور پوستو سره ولیدل او له هغوی سره یې تلپاتې اړیکې ټينګې کړې. دا د هغوی په کورونو کې ویده کېده، په دسترخوان یې ډوډۍ ورسره خوړله، په کلیساوو کې یې خبرې کولې او د دوی باور یې ترلاسه کاوه. هغې د مننې یادښتونه ولیکل او له هغو کسانو یې مننه وکړه چې له دې سره یې لیدلي وو. د بېکر دغې شخصي طریقه (NAACP) ته، د غړو په جذب کې له مهمو اغېزناکو برخو نه وه. دې په لوېدیځ کې د خلکو یوه شبکه جوړه کړه چې، د مدني حقونو لپاره د مبارزې په دوام کې مهمه وه. څرنګه چې ځینو شمالي تنظیموونکو غوښتل، د سویلي کلیوالي سیمو له اوسېدونکو سره خبرې وکړي، له ټولو سره په ښه چلند کې د بېکر وړتیا د نویو غړو په جذبولو کې له دې سره مرسته وکړه. بېکر د (NAACP) د ډیموکراټیک کولو لپاره مبارزه وکړه. دې هڅه وکړه چې د خپلو اندېښنو د ښودلو او د یوې متحدې جبهې د ساتلو تر منځ تعادل پیدا کړي.[۳۰][۳۱]

سرچینې

سمول
  1. http://bcrw.barnard.edu/wp-content/sji/radical-black-women-of-harlem-walking-tour.pdf
  2. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/245746787
  3. Robert, Pascal (February 21, 2013). "Ella Baker and the Limits of Charismatic Masculinity". Huffington Post.
  4. "Tired of Giving In: Remembering Rosa Parks". Ella Baker Center (په انګليسي). Archived from the original on July 15, 2019. نه اخيستل شوی June 5, 2019.
  5. Ransby, Barbara (2003). Ella Baker & the Black Freedom Movement: A Radical Democratic Vision. Chapel Hill, North Carolina: The University of North Carolina Press. pp. 6. ISBN 978-0807856161.
  6. Dastagir, Alia E. "The unsung heroes of the civil rights movement are black women you've never heard of". USA TODAY (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-02-05.
  7. Kealoha, Samantha. "Ella Baker (1903-1986)" (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2021-02-05.
  8. Elliott, Aprele (1996). "Ella Baker: Free Agent in the Civil Rights Movement". Journal of Black Studies. 26 (5): 593–603. ISSN 0021-9347.
  9. James, Joy (1994). "ELLA BAKER, 'BLACK WOMEN'S WORK' AND ACTIVIST INTELLECTUALS". The Black Scholar. 24 (4): 8–15. ISSN 0006-4246.
  10. Randolph, Irv (March 2, 2019). "Randolph: The work and wisdom of Ella Baker". The Philadelphia Tribune (په انګليسي). نه اخيستل شوی December 7, 2019.
  11. Ransby (2003), p. 14.
  12. Ransby (2003), pp. 29–31.
  13. Davis, Marcia. "Ella Baker: An Unsung Civil Rights-Era Legend." The Crisis, vol. 110, no. 3, May 2003, pp. 48–49. کينډۍ:ProQuest
  14. Ransby (2003), pp. 13–63.
  15. "Ella Baker's Story". Ella Baker Women's Center. Archived from the original on 2020-06-14. نه اخيستل شوی 2022-02-03. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  16. "Who Was Ella Baker?". Ella Baker Center (په انګليسي). نه اخيستل شوی June 5, 2019.
  17. Randolph, Irv (March 2, 2019). "Randolph: The work and wisdom of Ella Baker". The Philadelphia Tribune (په انګليسي). نه اخيستل شوی December 7, 2019.
  18. Davis, Marcia. "Ella Baker: An Unsung Civil Rights-Era Legend." The Crisis, vol. 110, no. 3, May 2003, pp. 48–49. کينډۍ:ProQuest
  19. Johnson, Cedric Kwesi (September 8, 2003). "A Woman of Influence". In These Times. Archived from the original on January 29, 2008. نه اخيستل شوی February 18, 2008.
  20. Ransby, Barbara (1994). "Ella Josephine Baker". In Buhle, Mary Jo; et al. (eds.). The American Radical. London, England: Psychology Press. p. 290. ISBN 9780415908047.
  21. کينډۍ:Cite interview
  22. Elliott, Aprele (May 1996). "Ella Baker: Free Agent in the Civil Rights Movement". Journal of Black Studies. Newbury Park, California: SAGE Publishing. 26 (5): 593–603. doi:10.1177/002193479602600505. JSTOR 2784885. S2CID 144321434.
  23. Ransby (2003), p. 9.
  24. Ransby (2003), pp. 64–104.
  25. Ransby, Ella Baker (2003).
  26. Ransby (2003), p. 137.
  27. "Ella Baker: Backbone of the Civil Rights Movement | The Jackson Advocate" (په انګليسي). Archived from the original on 2020-07-31. نه اخيستل شوی 2021-01-22. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  28. Ransby (2003), p. 139.
  29. "Ella Baker: Backbone of the Civil Rights Movement | The Jackson Advocate" (په انګليسي). Archived from the original on 2020-07-31. نه اخيستل شوی 2021-01-22. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  30. Ransby (2003), p. 136.
  31. Ransby (2003), p. 150.