اېرېسوس موراویکوس

Stepník moravský
اېرېسوس موراویکوس
مملکه ژوی
بې شمزۍ ژوي
شاخه بند پښه لرونکی ژوي
لاندی شاخه نوسی لرونکې ژوې
طبقه آراخنیډا
تیره اېرېسوس موراویکوس

اېرېسوس موراویکوس (په چېکي:Stepník moravský ) د زهرجن غڼو څخه دی چی د چېک په جمهوريت کی په سهيلي موراويا کی ژوند کوي او د چېک د جمهوريت تر ټولو لویه غڼه ده.

پېژندنه سمول

اېرېسوس موراویکوس Eresus moravicus د اېرېسوس Eresus د غڼو ډلو څخه یو ښکاري ژوي دی چی په ۲۰۰۸ کال کی د ډاکتر Milan Řezáč لخوا کشف او توصيف شو. نوموړي غڼه څلور جوړې پښې، سر- ټټر او نس لري. د اېرېسوس موراویکوس ښځينه تور رنگ لري او اوږدوالي یی ۳۵ میلیمتر دی. د اېرېسوس موراویکوس نر ( ذکر) سپین - تور - سور رنگ لری او اوږدوالی یی ۱۱ میلیمتر دي. نوموړي غڼه په عمودي او عميق غارونو کی ژوند کوي. څرنگه چی د اېرېسوس موراویکوس د ښځينو شمېر ډېر کم دی ځکه د دی لپاره ذکران باید د ښځينو د ميننو لپاره د بلو ذکرانو پر ضد جگړه وکړي. د غڼو نر تر جماع وروسته د ښځينې جنسی آلت د خاصی توکې په مرسته بندوی چی نورو غڼو نسی کولای دغه ښځينه بیا حامله وکړي. د اېرېسوس موراویکوس زهر د عصبي زهرونو څخه دی چی د انسانانو لپاره خطرناک نه دی.[۱]

سرچینې سمول

  1. Řezáč M., Pekár S. & Johannesen J. (2008). Taxonomic review and phylogenetic analysis of central European Eresus species (Araneae: Eresidae). Zoologica Scripta, 37: 263–287.