اېريل شارون
اېريل شارون (په عبري ژبه: אֲרִיאֵל שָׁרוֹן؛ نړيوال فونوتيکې الفبا یې: [aʁiˈ(ʔ)el ʃaˈʁon]
اېريل شارون | |
---|---|
د شخص مالومات | |
زېږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | رمت ګن |
تابعیت | د برېتانيا تر چارسمبالښت لاندې فلسطين (۱۹۲۸–۱۴ مې ۱۹۴۸)
اسرائيل (۱۴ مې ۱۹۴۸–۱۱ جنوري ۲۰۱۴) |
عملي ژوند | |
تعلیم | تل اويو پوهنتون |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | عبراني ژبه |
کاروونکي ژبه | |
پوځي خدمت | |
وفاداري | اسرائيل |
جګړه/جګړې | په ۱۹۴۸ زکال کې د عربو او اسرائیلو جګړه ، شپږ ورځنۍ جګړه ، يوم کيپور جګړه ، د لبنان کورنۍ جګړه ، د لبنان د کال ۱۹۸۲ جګړه |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
(اورېدل )؛ Ariʼēl Sharōn؛ همدارنګه د مصغر/خپل کوچني نوم له مخې د ارېک אָרִיק په نوم پېژندل کېده، د ۱۹۲۸ کال د فبرورۍ په ۲۶مه د اېرل شانیرمن په سیمه کې زېږېدلی او د ۲۰۱۴ کال د جنوري په ۱۱مه مړ شوی، یو اسرایلي جنرال او سیاستوال چې د ۲۰۰۱ کال له مارچ څخه يې د ۲۰۰۶ کال تر اپرېل مياشتې پورې د اسرائیلو د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. [۲]
شارون په ۱۹۴۸ کال کې د اسرائیلو د پوځ له رامنځته کېدو سره د اسرائیلو د پوځ قومندان و. هغه له فلسطین سره د ۱۹۴۸ کال په جګړه کې د یو سرتېري او وروسته د یو افسر په توګه په مخکښ ډول ګډون وکړ، په الکساندروني پوځي غونډ کې ډلګۍ مشر/تورن شو او د بنون الف عملیاتو په ګډون يې په ډېری جګړو کې ګډون وکړ. هغه د ۱۰۱ کنډک په رامنځته کولو او د غليمانه عملیاتونو په تر سره کولو او همدارنګه د ۱۹۵۶ کال د سوئز کړکېچ، د ۱۹۶۷ کال ۶ ورځینۍ جګړې، ستومانوونکې جګړې او په ۱۹۷۳ کال کې د یوم-کېمپر په جګړه کې مخکښه څېره و. اسحاق رابین شارون د خپل تاريخ د جګړې د ډګر تر ټولو ستر قومندان یادوي. [۳]
شارون له پوځ څخه تر تقاعد کېدو وروسته سیاست ته دننه شو، له لیکود ګوند سره یوځای شو او د ليکود تر مشرۍ لاندې دولتونو کي يې له ۱۹۷۷-۱۹۹۲ او له ۱۹۹۶-۱۹۹۹ کلونو پورې په یو شمېر وزارتي بستونو کې خدمت وکړ. د دفاع وزیر په توګه يې په ۱۹۸۲ کال د لبنان جګړه هدایت کړه. یوې رسمي څېړنې وښوده چې په صبرا او شتیلا کې د ټول وژنې مسؤلیت شخصاً د هغه پرغاړه و او په دې توګه له دفاع وزارت څخه ګوښه شو. په ټولوژنه کې د هغه رول د دې لامل شو چې د عربانو تر منځ د «بیروت په قصاب» مشهور شي. [۴][۵]
شارون له ۱۹۷۰ لسیزې تر ۱۹۹۰ لسیزې پورې په لویديځه غاړه او د غزې په تړانګه کې د اسرائیلي مېشت ځایونو د جوړولو اتل شو. هغه په ۲۰۰۰م کال کې د ليکود ګوند مشر شو او د ۲۰۰۱ کال د لومړۍ وزیرتوب په ټاکنو کې د ايحاد بارک تر ماتې وروسته د اسرائیلو د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. له ۲۰۰۱ کال تر ۲۰۰۶ کال پورې د انتفاضه الاقصی په دوران کې د اسرائیلو وزیر و. شارون د لومړي وزیر په توګه په ۲۰۰۴-۲۰۰۵ کلونو کې له غزې تړاکې څخه د اسرائیلو د یو اړخيز بېلوالي همغږي وکړه. چې دا سیاست يې په لیکود کې له شدید مخالفت سره مخ شو او د ۲۰۰۵ کال په نوامبر کې يې لیکود پرېښود او د کاديما په نوم يې نوی ګوند جوړ کړ. هغه تمه لرله چې هغه به په راتلونکو ټاکنو کې بریالی شي او د لویديځې غاړې له ډېرې برخې څخه د اسرائیلو د پاکولو له پراخ پلان سره په یو لړ یو اړخيزو شاتګونو کې تشرېح شو. شارلون د ۲۰۰۶ کال د جنوري په ۶مه تر مغزي سکتې وروسته د خپلې مړينې تر مهال (د ۲۰۱۴م کال جنوري) پورې غیر فعال پاتې شو. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
شارون د منځني ختيځ په تاريخ کې ډېر زیات قطبي شخصیت پاتې شو. اسرایئلیان شارون ته د جګړې د ډګر د اتل او نامتو سیاستوال په توګه چې د هېواد د پولو په تعينولو کې يې د پاموړ رول لوبولی درناوی لري. فلسطینیان شارون د یو جنګي جنایتکار په توګه غندي چې د یو خپلواک هېواد د لرلو لپاره يې د هغوی هيلې وژلې دي. [۱۲][۱۳][۱۴]
د ژوند لومړي کلونه او زدهکړې
سمولشارون د ۱۹۲۸ کال د فبرورۍ په ۲۶مه د ملال په کفار کې د مشاو په کرونده کې زېږېدلی، وروسته يې په مېنډېټوري فلسطین (د فلسطین لپاره د ملګرو ملتونو ټولنې له شرایطو سره سم یو جيوپولوتيکي بنسټ، ژباړن)، د برست- لیووسک په شاميول شېنرمن (۱۸۵۶-۱۸۹۶) او د موګلیف سیمې په وېرا (عام نوم یې شنیروو) په شنیرمن (۱۹۸۸-۱۹۰۰) کې ژوند وکړ. د هغه مور او پلار د تفلیس (اوسني، تفلیس د جورجیا جمهوريت) په پوهنتون کې سره وپېژندل، چې پلار يې د کرنې/زراعت په پوهنځۍ او مور يې د طب په څانګه کې زدهکړې کولې. هغوی په ۱۹۲۲ کال کې په سیمه کې د یهودو خلاف د روسیې دولت د زیاتېدونکې ځورونې له امله مېنډټوري فلسطین ته کډه شول د فلسطین په وېرا شاینرمن کې د دوورا په نوم وپېژندل شول. [۱۵][۱۶]
کورنۍ يې درېيمې عاليه (له اروپا څخه فلسطین ته د مدرنو یهودیانو د کډوالۍ درېمه څپه، ژباړن) ته ورسېده او په کفار ملال کې په یوه سوسیالیسته او سیکولار ټولنه کې مېشت شول. (اېریل شارون خپله د ټول ژوند په بهیر د سیکولار نوم له ویاړ سره پاتې شو.) که څه هم د هغه مور او پلار د مپای (اسرائیلي سوسیالیست- صهیونیستي ګوند، ژباړن) له ملاتړو څخه وو، خو هغوی تل ټوليزه اجماع نه منله: «د شاینرمنیانو وروستۍ شړنه... په ۱۹۳۳ کال کې، کله چې دوورا او شموئل د کاريګري غورځنګ د بیاکتنې-خلاف تور له تايئد او په بلوشويکي سبک له سپکاوي سره مل عامه راغونډېدلو کې له ګډون څخه ډهډه وکړه چې هغه مهال د ورځې امر و د ارلوزروف تر وژنې وروسته پېښه شوه.» د غچ اخیستلو وخت ډېر زر راورسېد. دوی د روغتيايي- بسپنې له کلينیک او د يهودانو له عبادتځای څخه وايستل شول. د کوپراتیف لارۍ به نه د دوی فورمونه اخیستل او نه به يې هم د دوی محصولات راټولول. [۱۷][۱۸][۱۹]
شارون په دواړو عبري او روسي ژبو خبرې کولې[۲۰]
کفار ملال ته د دوی تر رارسېدلو څلور کاله وروسته شینرمانیان د یهوډېت (ډېت) په نوم د يوې لور خاوندان شول. اېریل دوه کاله وروسته نړۍ ته راغی. په لس کلنۍ کې د هانوار هااوېډ ويهالومېډ (د ځوانو زدهکوونکو او کاريګرانو فېدراسیون چې د ځوانانو د کار او زدهکړو په معنا هم ژباړل کېږي، ژباړن) د ځوانانو له غورځنګ سره یوځای شو. د يو نوي ځوان په توګه يې په موشاو کې د شپې په وسلهوالو ګزمو کې برخه اخیستل پيل کړل. شارون په ۱۹۴۲ کال کې په ۱۴ کلنۍ کې د ګادنا په نوم د ځوانانو د يو فرعي پوځي کنډک سره یوځای شو او وروسته د هاګنا په نوم د فرعي ځمکني پوځ او د اسرائیلو له دفاعي پوځ (IDF) سره چې د يهودیانو مخکښ پوځ و یوځای شو. [۲۱]
پوځي دنده
سمولد ۱۹۴۸ کال جګړه او د بیت المقدس لپاره جګړه
سمولد هاګنا پوځي کنډک د بیت المقدس لپاره د ۱۹۴۷ کال له مني څخه په يوه پرلپسې روانه جګړه کې ښکېل شو. پرته له دې چې انساني ځواک د سړکونو امنیت ټینګ کړي، د هغه پوځ یرغل پیل کړ او کفار ملال ته څېرمه يې پر عرب پوځیانو بريد وکړ. په ۳۰ کسیز کنډک کې هغوی په عرب کلیو، پوځي غونډونو او اډو کې په پرلپسې ډول بریدونه کول، او همدارنګه یې د عرب کليو او اډو تر منځ پر ترافیکو هم غلچکي بریدونه کول.
شارون په خپل ژوند ليک کې ولیکل: «موږ په ترټولو تيارو شپو کې د لارې په موندلو کې ماهر شوي وو او د دغې ډول عملیاتونو لپاره مو لازم استقامت په ورو ورو تر لاسه کړ. د جګړې تر فشار لاندې تل یو بل ته نږدې کېدو تر څو عمليات پیل کړو نه د يو پوځي کنډک په توګه بلکې تر ډېره د يوې کورنۍ په توګه، موږ نږدې هره وروځ په نښته کې وو کمينونه او جګړې په پرلپسې ډول راتلل تر هغه چې دا ټول داسې برېښېدل چې په يو ځلي يې رامنډه کړي وي.» [۲۲]
شارون په دبير ادس کې پر عراقي سرتېرو په يو شپني عملیات کې د خپل رول له امله په الکساندروني برېج (د اسرائیلو د دفاعي ځواک تشکيل، ژباړن) کې د بریدمن/ډلګي مشرۍ ته منصوب شو. د اسرائیلو د خپلواکۍ د اعلاميې او د خپلواکۍ د جګړې د پيل په دوام د هغه جبهه له عراق څخه لرې او له مخکې په کلکيا کې ورته ځای وشو. شارون د یو سختسري او شخړه کوونکي سرتېري په توګه پېژندل کېده او په جګړه کې په چټکۍ لوړو صفوفو ته تله. هغه د اوردن په عرب پوځي غونډ کې د لوتران په لومړۍ جګړه کې په بیت المقدس کې د یهودیانو د محاصره شوې ټولنې د راڅرګندولو په نابریالۍ هڅه کې د معدې او پښې په برخه کې په مرمۍ ولګېد. شارون د وحشتناکې جګړې د مرګژوبلې په اړه ولیکل چې د هغه له کنډک څخه ۱۳۹ کسان ووژل شول. [۲۳]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 121428184 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Lis, Jonathan (11 January 2014). "Ariel Sharon, former Israeli prime minister, dies at 85". Haaretz. National Israel News. Archived from the original on 11 January 2014. نه اخيستل شوی 11 January 2014.
- ↑ "Israel's Man of War", Michael Kramer, New York, pages 19–24, 9 August 1982: "the "greatest field commander in our history," says Yitzak Rabin"
- ↑ Saleh, Heba (6 February 2001). "Sharon victory: An Arab nightmare". BBC News. Archived from the original on 26 October 2012.
- ↑ MacFarquhar, Neil (6 January 2006). "To Arabs in the Street, Sharon's a Butcher; Some Others Show a Kind of Respect". The New York Times. نه اخيستل شوی 13 June 2018.
- ↑ Rees, Matt (22 October 2011). "Ariel Sharon's fascinating appetite". Salon. Archived from the original on 18 November 2012.
- ↑ Elhanan Miller (19 February 2013). "Sharon was about to leave two-thirds of the West Bank". The Times of Israel. Archived from the original on 21 February 2013.
- ↑ Derek S. Reveron, Jeffrey Stevenson Murer (2013). Flashpoints in the War on Terrorism. Routledge. p. 9.
- ↑ "Scientists say comatose former Israeli leader Ariel Sharon shows 'robust' brain activity". Fox News. Fox News. 28 January 2013. Archived from the original on 29 January 2013. نه اخيستل شوی 12 January 2014.
- ↑ Soffer, Ari (11 January 2014). "Ariel Sharon Passes Away, Aged 85". Arutz Sheva. Archived from the original on 11 January 2014. نه اخيستل شوی 11 January 2014.
- ↑ Yolande Knell (11 January 2014). "Israel's ex-PM Ariel Sharon dies, aged 85". BBC News. Archived from the original on 11 January 2014. نه اخيستل شوی 11 January 2014.
- ↑ "Israel: Ariel Sharon's Troubling Legacy". Human Rights Watch (په انګليسي). 2014-01-11. نه اخيستل شوی 2022-07-22.
- ↑ "Ariel Sharon's Legacy is Deeply Disturbing". Human Rights Watch (په انګليسي). 2014-01-13. نه اخيستل شوی 2022-07-22.
- ↑ "Sharon cannot be tried in Belgium, says court". the Guardian (په انګليسي). 2002-02-15. نه اخيستل شوی 2022-07-22.
- ↑ Ethan Bronner (11 January 2014). "Ariel Sharon, Israeli Hawk Who Sought Peace on His Terms, Dies at 85". The New York Times. Archived from the original on 11 January 2014. نه اخيستل شوی 11 January 2014.
- ↑ Crompton, S.W.; Worth, R. (2007). Ariel Sharon. Facts on File, Incorporated. p. 20. ISBN 9781438104645. نه اخيستل شوی 6 January 2017.
- ↑ Lis, Jonathan (11 January 2014). "Ariel Sharon, former Israeli prime minister, dies at 85". Haaretz. Archived from the original on 11 January 2014. نه اخيستل شوی 13 January 2014.
- ↑ Thousands say farewell to Israel's Ariel Sharon by Michele Chabin, Special for USA Today, 12 January 2014
- ↑ Honig, Sarah (15 February 2001). "Another tack: Yoni & the Scheinermans". The Jerusalem Post. Archived from the original on 20 January 2013.
- ↑ ШАРОН ВЕРНУЛСЯ В БЕЛАРУСЬ Archived 2018-11-07 at the Wayback Machine. 17 September 2014
- ↑ Lis, Jonathan (11 January 2014). "Ariel Sharon, former Israeli prime minister, dies at 85". Haaretz. Archived from the original on 11 January 2014. نه اخيستل شوی 13 January 2014.
- ↑ Ariel Sharon, with David Chanoff; Warrior: The Autobiography of Ariel Sharon, Simon & Schuster, 2001, pp 41, 44.
- ↑ Lis, Jonathan (11 January 2014). "Ariel Sharon, former Israeli prime minister, dies at 85". Haaretz. Archived from the original on 11 January 2014. نه اخيستل شوی 13 January 2014.