شپږ ورځنۍ جګړه

شپږ ورځنۍ جګړه (عبرانی: מִלְחֶמֶת שֵׁשֶׁת הַיָּמִים، رومي: Miḥemet Šešet HaYamim؛ عربی: النكسة) چې د جون جګړه، د ۱۹۶۷ز کال کې د عربو او اسراییلو جګړه یا د عربو او اسراییلو درېیمه جګړه د ۱۹۶۷ز کال کې د جون د میاشتې له ۵مې نه تر ۱۰مې پورې د اسراییلو او د عربی هېوادونو د ایتلاف ترمنځ چې په پیل کې اردن ، سوریه او مصر په کې شامل وو (چې هغه مهال د متحده عربي جمهوریت په نوم یادېده) وسله وال جګړه وه.

د اسراییلو او د هغه اکثریت عرب ګاونډیو هېوادونو ترمنځ په ۱۹۴۹ز کال کې د اوربند تړون لاسلیک شو چې له امله یې د عرب او اسراییلو ترمنځ لومړۍ جګړه پای ته ورسېده، خو د دواړو تر منځ اړیکې عادي حالت ته را ونه ګرځېدې چې په ۱۹۵۶ز کال کې اسراییلو پر مصر برید وکړ او په دې ډول د سوئز کړکېچ یې پیل کړ. دغه راز په مصر باندې د اسراییلو د برید اصلي لامل د تیران تنګي د بیا پرانستلو په موخه و چې د مصر له خوا له ۱۹۴۸ز کال راهیسې د ټولو اسراییلي کښتیو پر مخ تړل شوی و، خو اسراییل بالاخره د نړیوالو فشارونو له مخې دې ته اړ شو چې خپل ځواکونه له مصر نه وباسي له دې ضمانت سره چې تنګي به خلاصې پاتې شي. دغه راز یو سوله ساتونکی ځواکونه چې د ملګرو ملتونو د بیړني ځواکونو (UNEF) په نوم یادیږي وروسته د مصر-اسرائیلو پولې ته واستول شو، خو د دواړو خواوو ترمنځ د بې وسلې کولو کوم تړون شتون نه درلود.[۱][۲]

د ۱۹۶۷ز کال د جون په میاشت کې د جګړې له پیلېدو نه مخکې په سیمه کې کړکېچ خورا زیات شو او هغه مهال د جګړې لامل شو چې مصر د اسرایلي کښتیو په وړاندې د تیران تنګي بیا بند کړ او له دې سره اسراییلو هم له ۱۹۵۶ کال وروسته دریځ بیا تکرار کړ. دغه راز په مې میاشت کې د مصر ولسمشر جمال عبدالناصر هم یو ځل بیا د اسرایلي کښتیو په وړاندې د تیران تنګی د تړلو خبردارۍ ورکړ او وروسته یې له اسراییلو سره په پوله کې د مصر پوځ بسیج کړ او د UNIF د ټولو ځواکونه د سمدستي وتلو امر یې وکړ. دغه راز د جون په پنځمه کله چې د ملګرو ملتونو بیړني سوله ساتي ځواکونه له سیمې نه د وتلو په حال کې وو، اسرائیلو د مصر په هوايي ډګرونو او نورو تاسیساتو باندې یو لړ هوايي بریدونه وکړل چې په ترڅ کې یې د هند او برازیل هېوادونو ۱۵ نړیوال سوله ساتي ځواکونه ووژل شول، خو اسراییلو په پیل کې ادعا وکړه چې لومړی د مصر له خوا پر دوی برید شوی و، خو وروسته یې وویل چې د دوی هوايي بریدونه دفاعي وو. دغه راز دا پوښتنه چې کوم لورۍ د جګړې لامل شی د جګړې یو له اختلافونو نه ګڼل کېږي.[۳][۴]

چې د اسراییلو له خوا یادو بریدونو مصري ځواکونه حیران کړل او نږدې ټول مصري هوایی ځواک د لږو اسراییلي تلفاتو سره له منځه لاړه. په ورته وخت کې اسرایلي پوځیانو د مصر په اشغال شوې غزې تړانګې او د سینا په ټاپو وزمه کې ځمکني بریدونه تر سره کړل او یو ځل بیا یې مصریان حیران کړل، چې له لومړي مقاومت وروسته ناصر مصري ځواکونو ته له سینا ټاپو وزمې نه د وتلو امر وکړ او اسراییلیانو په شا تمبول شوي  مصري ځواکونو شاتګ ته درانه زيانونه ور واړول، چې په دې ډول اسرایلي ځواکونو د جګړې په شپږمه ورځ د سینا ټوله برخه فتحه کړه.

دغه راز د اسراییل او مصر تر منځ د جګړې له پیل یوه اونۍ وړاندې اردن له مصر سره دفاعي تړون لاسلیک کړ په تړون کې ویل شوي وو چې د جګړې په صورت کې به اردن د یرغلیز ونډو ونلري، خو هڅه به وکړي چې اسرایلي ځواکونه وځپي ترڅو د اسراییلو له خوا د ځمکنۍ لاسته راوړنې مخه ونیول شي. په دې توګه د اسراییلو د لومړي هوايي برید نه شاوخوا یو ساعت وروسته د اردن د پوځ مصري قوماندان له قاهرې نه د اسراییلو په وړاندې د برید امر ترلاسه کړ، چې د جګړې په لومړیو ګډوډو حالاتو کې اردنیانو ته په دروغو خبر ورکړل شو چې مصر په بریالیتوب سره د اسراییلو هوايي بریدونه شنډ کړل.

مصر او اردن د جون په ۸مه او سوريه د جون په ۹مه په اوربند موافقه وکړه او له اسراییلو سره یې د جون په ۱۱مه اوربند لاسلیک کړ، چې د جګړې په پایله کې اسراییلو د مصر، سوریې او اردن ټول پوځونه له پښو غورځولي وو. یاده جګړه کې تر ۲۰ زره ډېر عرب سرتېري ووژل شول، په داسې حال کې چې د اسراییلو د وژل شوو سرتېرو شمېر له ۱۰۰۰ نه هم کم وو، چې د عربي ایتلاف کمزوري پوځي او سیاسي مشرتابه او د اسراییلو له خوا  ښه چمتو شوې او پلي شوې سټراټیژۍ د اسراییلو د سترې بریا لامل ګڼل کېده. د جګړې له پای ته رسېدو سره سم اسراییل د سوریې نه د Golan Heights، له اردن نه  لویدیځې غاړې (د ختیځ بیت المقدس په ګډون)  او له مصر نه یې د غزې تړانګه او د سینا ټوله  ټاپووزمه ونیوله. دغه راز له شپږ ورځنۍ جګړې نه وروسته د اسراییلو نړیوال موقف په ډراماتیک ډول ښه شو او د اسراییلو پریکنده بریا مصر، اردن او سوریه سپکه کړه او د شرم له امله یې د مصر ولسمشر ناصر استعفا ته اړ کړ. که څه هم نوموړی وروسته له هغه د ولسمشر په توګه یو ځل بیا وټاکل شو چې په ټول مصر کې د هغه د استعفا پر ضد پراخ لاریونونه تر سره شول. دغه راز یادې شپږ ورځنۍ جګړې په پایله کې د ملکي خلکو بې ځایه کېدل اوږدمهاله پایلې درلودې، ځکه چې د اټکل له مخې له ۲۸۰،۰۰۰ نه تر ۳۲۵،۰۰۰ فلسطینیانو او ۱۰۰،۰۰۰ سوریایانو د لوېدیځې غاړې او د ګولان له لوړو نه وتښتېدل.[۵]

دغه جګړه د دې لامل شوه چې مصر د ۱۹۷۵ ز کال تر جون پورې د سوئز کانال د اتو کلونو لپاره وتړي او په دې ډول مصر  په لویه کچه د ۱۹۷۰ لسیزې د انرژۍ کړکېچ او د ۱۹۷۳ د تیلو کړکېچ کې ګړم وګڼل شو ځکه اروپا ته د منځني ختیځ نه  د سوئز کانال له لارې د پام وړ تیلو لېږدول کېدل. [۶][۷][۸]

مخینه سمول

د ۱۹۵۶ز کال کې د سوئز کړکېچ وروسته مصر موافقه وکړه چې په سینا کې د ملګرو ملتونو بیړنی ځواک (UNEF) ځای پرځای کړي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ټولې خواوې د ۱۹۴۹ز کال د اوربند تړون مراعات کوي، خو په راتلونکو کلونو کې د اسراییلو او د هغه عربي ګاونډیانو په ځانګړې توګه د سوریې ترمنځ ډېری سرحدي شخړې رامنځته شوې. د ۱۹۶۶ کال د نومبر په لومړیو کې سوریې له مصر سره دوه اړخیزه دفاعي تړون لاسلیک کړ. له دې سمدلاسه وروسته د فلسطین د ازادۍ سازمان (PLO) د چریکي فعالیتونو په غبرګون کې د اسراییلو دفاعي ځواکونو (IDF) د اردن په لوېدیځه غاړه کې په سامو کلي برید وکړ. دغه راز د اردن ځواکونه چې له اسراییلو سره جګړه کې ښکېل وو په چټکۍ سره مات شول او په دې توګه د اردن پاچا حسین د مصر پر ولسمشر جمال عبدالناصر نیوکه وکړه چې له اردن سره مرستې کې پاتې راغلی او «د یو UNEF تر شا پټ دی».[۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د ۱۹۶۷ز کال د مې میاشت کې د مصر ولسمشر ناصر له شوروي اتحاد نه ځینې داسې ناسم راپورونه ترلاسه کړل چې ګواکې اسراییل د سوریې په پوله کې په ډله ییزه توګه راټول شوي، چې په دې ډول د مې په ۱۶مه ناصر هم  له اسراییلو سره په پوله د سینا ټاپو وزمه کې په دوه دفاعي لیکو کې خپلو ځواکونو په راټولول پیل وکړ، د مې په ۱۹مه یې د UNIF ځواکونه  له غزې او سینا نه وایستل او په شرم الشیخ کې د UNIF پوستې یې ونیولې تر څو د تیران تنګي نه څارنه وکړي. هاخوا بیا اسراییلو په ۱۹۵۷ ز کال کې څو ځلي خبردارۍ ورکړ چې د تنګیو هر ډول بندول به د جګړې لامل یا د جګړې توجیه وګڼل شي، خو ناصر د مې په  ۲۲مه او ۲۳مه د اسرایلي کښتیو پر مخ تنګي وتاړه، چې له  جګړې وروسته د متحده ایالاتو ولسمشر لینډن جانسن داسې وویل: [۱۳][۱۴]

د تیران تنګی تړل یوه په خپل سر او خطرناکه اعلان شوې پریکړه وه. ځکه چې د سمندري تیرېدو حق باید د ټولو ملتونو لپاره برابر وي.

د مې په ۳۰مه اردن او مصر یو دفاعي تړون لاسلیک کړ او په بله ورځ د اردن په بلنه عراقي پوځ په اردن کې د سرتېرو ځای پرځای کول پیل وکړ، چې وروسته دوی د یوې مصري ډلې له خوا پیاوړي شول. دغه راز د جون په لومړۍ نېټه اسراییل د خپلې کابینې په پراخولو سره د ملي یووالي حکومت جوړ کړ او د جون په څلورمه یې د جګړې د پیلولو پرېکړه وکړه او بل سهار اسراییلو د فوکس عملیات پیل کړل، چې دا یو لوی ناڅاپي هوايي برید و چې د شپږ ورځنۍ جګړې پیل یې په ګوته کړه.

سرچينې

  1. Major General Indar Jit Rikhye (28 October 2013). The Sinai Blunder: Withdrawal of the United Nations Emergency Force Leading... Taylor & Francis. د کتاب پاڼي 8–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-27985-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Six Day War Comprehensive Timeline". د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 6 February 2009 باندې). BBC Panorama. BBC News.
  4. کينډۍ:Harvp
  5. کينډۍ:Harvp
  6. "Suez Canal". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "How the (Closure of the) Suez Canal changed the world". 31 August 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:Harvp
  9. "First United Nations Emergency Force (UNEF I) – Background (Full text)". مؤرشف من الأصل في ۰۸ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. کينډۍ:Harvp. "Some sources date the agreement to 4 November, others to 7 November. Most sources simply say November."
  11. Schiff, Zeev (1974) History of the Israeli Army, Straight Arrow Books. p. 145
  12. کينډۍ:Harvp: "Towards the War of June 1967: Growing tensions in the region were clearly visible long before Israel's November attack on Samu and two other West Bank towns. An escalating spiral of raid and retaliation had already been set in motion..."
  13. کينډۍ:Harvp
  14. "LBJ Pledges U.S. to Peace Effort Archived 17 May 2017 at the Wayback Machine.", Eugene Register-Guard (19 June 1967). See also Johnson, Lyndon. "Address at the State Department's Foreign Policy Conference for Educators" Archived 27 December 2016 at the Wayback Machine. (19 June 1967).