ډاکټر سر ایرل کرسمس ګرافټن پېج (د ۱۸۸۰ز کال د اګسټ له ۸مې- د ۱۹۶۱ز کال د ډسمبر له ۲۰مې) یو اسټرالیایي جراح او سیاستوال و، چې د اسټرالیا د ۱۱م لومړي وزیر په توګه یې دنده ترسره کړه او په ۱۹۳۹ز کال کې یې د جوزف لیونز له مړینې وروسته ۱۹ ورځې دنده وکړه. هغه له ۱۹۲۱ز کال نه تر ۱۹۳۹ز کال پورې د هېواد ګوند مشر و او په لومړیو کلونو کې یو اغېزمن شخصیت و.

ایرل پېج
(انګلیسي: Earle Page د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ایرل پېج
ایرل پېج

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ اگسټ ۱۸۸۰[۱][۲][۳][۴][۵]
مړینه 20 ډيسمبر 1961 (81 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سیدنی   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د سږو سرطان   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت آسټراليا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د استرالیا لومړی وزیر (11  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۷ اپرېل ۱۹۳۹  – ۲۶ اپرېل ۱۹۳۹ 
جوزف لیونز  
رابرټ منزیس  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
 ائیټ گرینډ کراس آف دی آرډر آف سینټ مائیکل اینډ سینټ جورج (۱۹۳۸)[۶]  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پېج د نوي سویلي ویلز په ګرافټن کې زېږېدلی و. هغه په ۱۵ کلنۍ کې په سیډني پوهنتون کې شامل شو او په ۲۱ کلنۍ کې یې د طب په برخه کې خپلې زده کړې پای ته ورسولې. د سیډني په رویال پرنس الفریډ روغتون کې یې تر دندې وروسته، ګرافټون ته لاړ و هلته یې شخصي روغتون پرانیست. هغه ډېر ژر په ځایي سیاست کې ښکېل شو او په ۱۹۱۵ز کال کې یې د ډیلي ایګزامینر یوه برخه سهام واخیستل. پېج د لنډې مودې لپاره د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د پوځي جراح په توګه دنده ترسره کړه. پېج د شمالي سیندونو د بېلابېلو پراختیایي طرحو، په ځانګړي ډول د اوبو په برېښنا پورې د اړوندو طرحو مدافع و. هغه همدارنګه د نوي اینګلینډ  ایالت لپاره د خوځښت په جوړولو کې هم مرسته وکړه.

پېج په ۱۹۱۹ز کال کې فډرالي پارلمان ته د (Cowper) استازی وټاکل شو. هغه په بل کال د نوي هېواد ګوند سره یوځای شو، چې په ۱۹۲۱ز کال کې ویلیم مک‌ ویلیمز د ګوند مشر شو. پېج د لومړي وزیر بیلي هیوز له اقتصادي تګلارو سره مخالفت وکړ او کله چې هېواد ګوند د ۱۹۲۲ز کال په ټاکنو کې د واک انډول ترلاسه کړ، نو هغه له نشنلست ګوند سره د ائتلاف په بیه د هیوز د استعفا غوښتونکی شو. هغه وروسته د نوي لومړي وزیر سټینلي بروس په مشرۍ خزانه دار وټاکل شو، چې له ۱۹۲۳ز کال نه تر ۱۹۲۹ز کال پورې یې دغه دنده پرمخ یووړه. هغه پر کورنۍ تګلارې ډېره اغېزه درلوده او بروس په نړیوالو مسایلو تمرکز کاوه.

کله چې د هېواد ګوند د جوزف لیونز په مشرۍ د متحده اسټرالیا ګوند سره ائتلاف جوړ کړ، نو پېج هم د ۱۹۳۴ز کال تر ټاکنو وروسته کابینې ته ستون شو. هغه د سوداګرۍ وزیر شو او پر کرنیزو مسایلو یې تمرکز وکړ. کله چې لیونز د ۱۹۳۹ز کال په اپرېل کې مړ شو، نو پېج د سرپرست په توګه د هغه ځایناستی وټاکل شو، په داسې حال کې چې UAP د رابرټ مینزیز په نامه نوی مشر وټاکه. وروسته مینزیز د پېج له خوا وغندل شو او په کابینه کې یې له کار کولو ډډه وکړه، هېواد ګوند یې له ائتلافه بهر کړ، خو دغه امر یې وګړو ته نامنلی و، ځکه یې د ګوند له مشرتابه نه هم استعفا ورکړه، خو وروسته د دویم ځل لپاره ائتلاف جوړ شو او پېج د ۱۹۴۱ز کال تر اکټوبره د مینزیز او ارټور فاډن په مشرۍ د سوداګرۍ وزیر وټاکل شو.

تر جګړې وروسته د مینزیز په حکومت کې د پېج وروستۍ دنده د روغتیا د وزیر(۱۹۴۹ز- ۱۹۵۶ز کلونه) په توګه وه. هغه په ۷۶ کلنۍ کې له کابینې تقاعد شو او د ۱۹۶۱ز کال په ټاکنو کې یې خپله چوکۍ له لاسه ورکړه او وروسته مړ شو. پېج کابو ۴۲ کاله پارلمان ته خدمت وکړ او د اسټرالیا د پارلمان درېیم غړی و، چې تر ډېرې مودې یې خدمت کړی و. یوازې مینزیز د اسټرالیا د یوه لوی سیاسي ګوند د مشر په توګه د اوږدې مودې لپاره پاتې شو. هغه د ملتپالو او UAP له ګډونه انکار وکړ او له دې سره یې د خپل ګوند خپلواکي وساتله. د هغه د خوښې تګلارې، نامتمرکز کول، کرنیزه برخه او له اولیه صنعتونو نه د دولت ملاتړ وې، چې تر اوسه یې د پلټ فورم اساس پاتې دی. هغه ائتلافونه چې پېج له بروس او لیونز سره په ګډه جوړ او وساتل، نو ټولو راتلونکو ائتلافي حکومتونو له هغوی نه د بېلګې په توګه ګټه واخیسته.

زېږېدنه او کورنۍ مخینه سمول

ایرل کرسمس ګرافټن پېج د ۱۸۸۰ز کال د اګسټ په ۸مه د نوي سویلي ویلز په ګرافټن کې زېږېدلی و. د هغه لومړی منځنی نوم، چې د خپلوانو له کورنۍ نه یې و، خو دویم نوم یې د زېږېدلو د ځای د درناوي لپاره و. پېج د چارلس پېج او ماري جوهانا هډون کاکس له یوولسو ماشومانو نه پینځم و. د هغه کشر ورور هارلوډ د نوې ګینې د مدیر مرستیال و. د پېج مور و پلار له کوچنیوالي په ګرافټن کې اوسېدل، مور یې په تسمانیا کې له انګریزي پلار او سکاټلنډۍ مور نه زېږېدلې وه. پلار یې په لندن کې زېږېدلی و، چې یو بریالی سوداګر او د ګرافټن د ښاري شورا غړی و او په ۱۹۰۸ز کال کې یې د ښاروال په توګه دنده ترسره کړه. د دوی کورنۍ سوداګري د هارډویر جوړولو شرکت و، چې په ۱۸۵۸ز کال کې د پېج د مورني نیکه اډون کاکس له خوا جوړ شوی و. د هغه بل نیکه جیمز پېج په ۱۸۵۵ز کال کې ګرافټن ته راغی، چې د ښوونځی د لومړي مدیر او د ښاري کارکوونکي په توګه یې دنده ترسره کړه.[۷][۸][۹]

اپوزیسیون او د لیونز حکومت سمول

لابورین په ۱۹۲۹ز کال کې د بروس او پېج حکومت (بروس خپله څوکۍ له لاسه ورکړې وه) ته سخته ماتې ورکړه، په دې سره پېج مخالفت ته لمن ووهله. په ۱۹۳۱ز کال کې د جوزف لیونز په مشري د کارګرانو مخالفه ډله له ملتپالو سره یوځای شوه، ترڅو د لیونز په مشرۍ د متحده اسټرالیا ګوند جوړ کړي. لیونز او UAP د ۱۹۳۱ز کال په ټاکنو کې اکثریت ترلاسه کړ. لیونز لېوال و، چې له هېواد ګوند سره ائتلاف جوړ کړي، خو خبرې اترې له منځه لاړې او لیونز د یوازې حکومت کولو پرېکړه وکړه. تر اوسه پورې د هېواد/ملي ګوند په غیر کارګر حکومت کې کوم مقام نه لري. په ۱۹۳۴ز کال کې UAP د اتو څوکیو له بدلون سره مخ شو، نو لیونز دې ته اړ شو، چې د هېواد ګوند بېرته خپل حکومت ته په بشپړ ائتلاف کې راولي. دا مهال پېج د سوداګرۍ وزیر شو. هغه په ۱۹۳۸ز کال کې د نوي کال په جشن کې د سنټ جورج او سنټ مایکل د شوالیه لوی صلیب ترلاسه کړ. دا په داسې حال کې، چې د اسټرالیا نهو لومړيو وزیرانو د شوالیه وو لقب خپل کړی و. پېج لومړی کس دی، چې د لومړي وزیر کېدو نه دمخه د شوالیه په توګه ټاکل کېږي.[۱۰]

لومړی وزیر او تر هغه وروسته سمول

کله چې لیونز په ۱۹۳۹ز کال کې په ناڅاپي ډول مړ شو، نو پېج د هېواد د عمومي واکمن لرد ګوري له خوا موقتي لومړی وزیر شو، ترڅو UAP خپل نوی مشر وټاکي. هغه د دریوو اونیو لپاره په دغه دریځ پاتې شو، چې په پای کې UAP پخوانی مرستیال مشر رابرت مینزیز د خپل نوي مشر او بیا د لومړي وزیر په توګه وټاکه. پېج له لیونز سره نږدې اړیکې لرلې، خو مینزیز یې له دې امله نه خوښاوه، چې له لیونز سره یې په ښکاره ډول بې وفایي کړې وه. پېج له سټینلي بروس (اوس په انګلستان کې لوړپوړی کمیشنر دی) سره اړیکه ونیوله او وړاندیز یې ورته وکړ، چې که بروس اسټرالیا ته راستون شي او په پارلماني ټاکنو کې خپل ځان د پېج پخوانۍ څوکۍ ته نوماندوي، نو له خپلې دندې دې استعفا وکړي. بروس ورته وویل، چې هغه به په خپلواک ډول پارلمان ته ننوځي. [۱۱][۱۲]

کله چې مینزیز د UAP مشر وټاکل شو، نو پېج د هغه تر امر لاندې کار کولو نه ډډه وکړه او په مجلس کې یې هغه نه یوازې د وزیرانو پر بې کفایتۍ تورن کړ، بلکې هغه یې له فزیکي پلوه (د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې یې نوم لیکنه نه وه کړې) بې زړه وباله. د هغه ګوند ډېر ژر بغاوت پیل کړ او پېج د ارشي کیمرون په ګټه له لومړي وزارته ګوښه شو. [۱۱]

مړینه سمول

پېج د ۱۹۶۱ز کال په ټاکنو کې سخت ناروغ و او د سږو پر سرطان اخته و. که څه هم هغه د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ډېر ناروغ و. خو هغه آن له پارلمانه د تقاعد په اړه هم فکر نه کاوه او د ټاکنو په ۱۷م دور کې یې برخه واخیسته. د اسټرالیا د ټاکنو په تاریخ کې دا یوه لویه اندېښنه وه، چې پېج خپله څوکۍ فرانک مک ګوري ته وبایلله، تر دې مخکې په ۱۹۵۸ز کال کې یې له سختې ماتې سره مخ کړی و. پېج د کاوپر په مشرۍ په ټاکنو کې برخه واخیسته، چې د نه منلو وړ ۱۱ پاینټونه یې د اکثریت په توګه ترلاسه کړل، خو مک ګورین وکولای شو، چې په ۱۳ سلنه رایو سره څوکۍ وګتي. [۱۳]

پېج مخکې تر دې چې په سیډني کې د شهزاده الفریډ رویال روغتون ته د بېړنۍ جراحي لپاره لاړ شي، نو په تیت و پرک ډول یې کمپاینونه کړي وو. هغه له ټاکنو څو ورځې مخکې کوما ته لاړ او بیا هېڅکله هم په هوښ رانغی. هغه د ډسمبر په ۲۰مه پرته له دې چې وپوهېږې چې ناکام شوی، له ټاکنو نه ۱۱ ورځې وروسته مړ شو.[۱۴][۱۵][۱۶]

سرچینې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Earle-Christmas-Grafton-Page — subject named as: Sir Earle Page — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bc3x2x — subject named as: Earle Page — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/8480618 — subject named as: Earle Christmas Grafton Page — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/5298754 — subject named as: Earle Page — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb17798077q — subject named as: Earle Page — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  6. http://www.itsanhonour.gov.au/honours/honour_roll/search.cfm?aus_award_id=1073808&search_type=simple&showInd=true
  7. Australia's PMs > Earle Page > Before office Archived 18 July 2010 at the Wayback Machine., National Archives of Australia. Retrieved 29 January 2017.
  8. Moorhouse, Frank (2001). Earle Page. Black Inc. د کتاب پاڼې 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 1863952748. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Moorhouse (2001), p. 17.
  10. "It's an Honour – GCMG". Itsanhonour.gov.au. 1 January 1938. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جنوري ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ نومبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ "Earle Page, In office". Australia's Prime Ministers. National Archives of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جولای ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Black Inc, Earle Page, Prime Minister of Australia
  13. "Earle Page". Australia's Prime Ministers. National Archives of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مارچ ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. کينډۍ:Cite AuDB
  15. "Earle Page, Backbencher 1956–61". Australia's Prime Ministers. National Archives of Australia. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جولای ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. کينډۍ:Cite Au Parliament