اکا مهاديوي

کاناړایي شاعر

اکا مهاديوي (۱۱۳۰-۱۱۶۰ز کلونه) د کناډا ادبياتو يوه له لومړيو شاعرانو او په دولسمه پېړۍ کې په «لينګاياټ شاهوا» ډله کې يو پیاوړی شخص و. د «واچانا» په نوم د هغې ۴۳۰ نامتو شعرونه (د خپل ځاني روحاني شعرونو يو ډول) او دوه لنډې لیکنې چې د «مانتروګوپي» او «يوګانګاتريويدي» په نومونو پېژندل کېږي، له کناډا ادبياتو سره د هغې د پام وړ مرستو څخه شمېرل کېږي. هغې د ياد خوځښت د نورو روحانيانو په پرلته ډېر کم شعرونه ويلي دي. د «اکا» (مشره خور) نوم يو وياړ دی چې نوموړې ته د «لينګايات» روحانيونو لکه «بساوانا، سیداراما» او «الاماپرابو» له خوا ورکړل شوی دی، دا نوم په «انوباوا مانتاپا» کې په تر سره کېدونکو روحاني بحثونو کې د هغې د لوړ مقام ښودنه کوي. هغې ته د کناډا په ادبياتو او د «کرناټک» په تاريخ کې د يوې الهام بښونکې ښځې په سترګه کتل کېږي. هغه د خپل مېړه په څېر «شيوا» (چينا مليکارجونا) خدای بلل کېږي (په دوديز ډول د قربانۍ «مادورا ذهاوا» یا «مادهوريا» په بڼه پېژندل شوی). [۱][۲][۳]

اکا مهاديوي
اکا مهاديوي
اکا مهاديوي

د شخص معلومات
پيدايښت العقد 1130
د مړينې نېټه 12 پيړۍ  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت هند   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک فیلسوف
شاعر
ليکوال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) کناډا ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ژوندليک سمول

اکا مهاديوي د هندوستان د کرناټک ايالت اړوند د «شيواموګا» سره نژدې د «اډوټاډي» په سيمه کې د ۱۱۳۰ز کال په شا اوخوا کې زېږېدلې وه. ځينې پوهان په دې باور دي چې د هغې مور او پلار «نيرمل شيټي» او «سوماټي» نومېدل چې دوی دواړه د «پارا شيوا» عقيدتمند وو. لوېديځې سرچينې ادعا کوي چې د هغې د ژوند په اړه ډېر معلومات په لاس کې شته،  خو دا موضوع بيا هم د هندي مذهبي مشرانو د ژوندليکونو، ولسي او افسانوي ادعاوو موضوع ده چې په ژبنيو روايتونو او د هغې په خپلو شعرونو ولاړه ده. د بېلګې په ډول د هغې په يو شعر کې داسې برېښي چې هغې د خپل زېږېدو ځای او کورنۍ خوشې کړي دي تر څو «شيوا» تعقيب کړي.[۴][۵][۶]

«تارو» او «لليتا» هم داسې مشهوره ادعا مستنده کړې ده چې د «کاوشيکا» په نوم يو سيمه ييز «جين» پاچا له هغې سره د واده لټه کړې وه، خو هغې نوموړی رد کړ او د دې پر ځای يې د «پاراشيوا» خدای لپاره د خپل عبادت پوره کول غوره کړل. خو د دې روايت لپاره بنسټ منځنۍ سرچينې مبهمې او باوري نه دي. دوی د نوموړې يو شعر يا «وچناس» ته اشاره کوي، په کوم کې چې هغه له پاچا سره د واده لپاره درې شرطونه ږدي، په دې شرايطو کې دا هم شامل و چې هغه په خپل دې انتخاب واک لري چې خپل وخت په عقيدتمندۍ کې يا له نورو پوهانو او مذهبي شخصيتونو سره په خبرو کې تېر کړي، نه دا چې له پاچا سره. ...پوهاند او شاعر «هاري هارا» د هغې په ژوند ليک کې وړانديز کړی چې دا واده نږه تش په نوم واده و، په داسې حال کې چې له «کاماسارا» څخه نور روايتونه بيا وړانديز کوي چې د هغې شرايط ونه منل شول او واده ونه شو.[۷]

د «هاري هارا» روايت وړاندې وايي چې کله «کاوشيکا» پاچا د هغې له خوا له وړاندې شويو شرايطو څخه سرغړونه وکړه، اکامهاديوي له ماڼۍ څخه ولاړه، د خپلو کاليو په ګډون ټول ملکيتونه يې پرېښودل، تر څو «سريسايلام» ته ولاړه شي، کوم چې د خدای «پارا شيوا» کور و. په نورو روايتونو کې راغلي چې د اکامها ديوي د پرېښودو عمل د پاچا د هغو ګواښونو په بدل کې و چې نوموړې د هغه له ردولو وروسته ورسره مخ شوه. د دې اټکل هم شوی چې پر لاره هغې له «کليانا» ښارګوټي څخه ليدنه وکړه، چېرته چې هغې د «لينګياټ» خوځښت له دوه نورو نومياليو شاعرانو او شخصيتونو سر هر يو «الاما» او «بساوا» سره وليدل. د هغې په اړه باور دا د یچې د ژوند تر پايه يې د «سريسايليام» غرونو پر لور سفر کړی دی، چېرته چې هغې د پرهېزګارې په توګه ژوند وکړ او په پايله کې مړه شوه. اکا مها ديوي ته منسوب يو «واچانا» وايي چې د هغې د ژوند د پای پر لور پاچا «کاوشیکا» په هغه ځای له نوموړې سره وکتل او له هغې څخه يې بښنه وغوښته.[۸]

تاريخچه سمول

اوسني پوهان هغه د ښځو د آزادۍ په برخه کې يوه پیاوړې څېره بولي. په کرناټاکا کې د يو کور نوم، هغې ليکلي چې هغه يواځې په نوم ښځه وه، له دې پرته د هغې دماغ، بدن او روح د شيوا اړوند وو. په دولسمه پېړۍ کې د سياسي بې ثباتۍ او ګډوډۍ پر مهال، هغې روحي روښنايي غوره او بيا د خپل انتخاب سره ودرېده. هغې په «کليانا» (اوس بساوا کليانا) کې د « Anubhavamantapa » په څېر پوهانو په .ناستو کې برخه واخسته تر څو د فلسفې او روښانتيا په اړه بحثونه وکړي (يا موکشا چې هغې ورته د «ارويو» نوم ورکاوه). د خپل تلپاتي روح د ملګري خدای شيوا په لټون کې، هغې ژوي، ګلان او مرغۍ خپل ملګري او دوستان وګرځول، د کورنۍ ژوند او له نړۍ سره تړون يې رد کړ.

د روښنايۍ لټون د «اکا» د شعرونو په ساده ژبه، خو له سترې فکري پاملرنې سره ثبت شوی دی. د هغې شاعرۍ د خدای د تلپاتې مينې په ګټه فاني کېدونکې مېنې رد رالوڅ کړی دی. د هغې «واچانا» همدا راز د هغو لارو چارو په اړه خبرې کوي چې د روښانتيا لاره يې له پلټونکي څخه غوښتنه کوي، لکه د «زه» وژل، د هيلو او احساساتو نيول او داسې نور.

کاوسيکا يو جين و، يوه ډله چې شتمن اوسېدل يې غوښتل او ولس ترې کرکه کوله. نوموړې د هغه ارامه ژوند رد کړ او د يو سرګردانه شاعر روحاني ژوند يې غوره کړ، په سيمه کې به يې سفرونه کول او د خپل خدای شيوا د ستاينو شعرونه به يې ويل. هغه د ملګرو پلټونکو په لټون ووته، ځکه باور دا دی چې روحاني ملګرتيا يا «سجانا سنګا» په زده کړه کې چټکتيا راولي. هغې د «بساواکليانا» په «بيدار» ولسوالۍ کې د داسې «شراناس» ملګرتيا پيدا کړه او د دوی په ستاينه کې يې ډېر «وچاناس» وويل. د هغې د نه منلو لارې چارې د دې لامل شوې چې د هغه مهال محافظه کاره ټولنه محدوده کړي: ان د هغې وروستی ګورو «الاما پربو» په «انوبهاوامانټاپا» کې په ناستو کې د هغې د شاملولو پر مهال له ستونزو سره مخامخ شو.

ويل کېږي چې دې ريښتينې پرهېزګارې مهاديوي هېڅ راز کالي نه اغوستل چې دا کار د نارينه روحانيونو تر منځ عام و، خو د يوې ښځې لپاره هېښونکی و. افسانه ليکونکی وايي: له دې امله چې هغې د خدای له عبادت سره ريښتينې مينه درلوده،د هغې ټول بدن په ويښتو خوندي شوی و.

د   «انوبهاوامانټاپا» ټولو «شرناګانو» په ځانګړي ډول «بساوانا، چينا، بساوانا، کيناری، بومايا، سيداراما، الاماپربو او ديسيمايا» د «اکا» په ټکي د هغې ستاینه کوله. په حقيقت کې نوموړې له همدې وروسته په «اکا» مشهوره شوه، يعنې مشره خور. الاما هغې ته د له خدای «چينا مليکارجونا« سره د وروستي يو ځای کېدو د لوړې نېکمرغې د تر لاسه کولو لا زياتې لارې وښودې. اکا له لاندې واچانا سره کليانا پرېښود:

د شپږو خواهشاتو پرېښودل او د

بدن، فکر او خبرو مثلث جوړېدل

مثلث پای ته رسول او دوه ګونی کېدل – زه او حتمي

د غبرګوني پای ته رسول او توحيد کېدل

دا ټول ستا د برکت له امله.

زه باساوانا او دلته راټولو شويو ټولو ته سلام کوم

زه د خپل استاد الاما له خوا نېکمرغه شوم

خوشحاله شوم، ځکه چې شونې ده له خپل چينا ماليکارجونا سره يو ځای شم

د خدای په امان! د خدای په امان!»

سرچينې سمول

  1. Hipparagi, Abhijit (30 July 2013). "Interesting Facts About Karnataka: Kannada's First". د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. banajiga debate "Making Sense of the Lingayat vs Veerashaiva Debate".[مړه لينکونه]
  3. (په 26 September 2006 باندې). Biography of a mystic poet.
  4. Tharu, Susie J.; Lalita, Ke (1991-01-01). Women Writing in India: 600 B.C. to the early twentieth century (په انګلیسي ژبه کي). Feminist Press at CUNY. د کتاب پاڼې 78. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781558610279. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Mudaliar, Chandra Y (1991-01-01). "Religious Experiences of Hindu Women: A Study of Akka Mahadevi". Mystics Quarterly. 17 (3): 137–146. JSTOR 20717064. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 22 March 2006 باندې). A pleasant surprise for the people.
  7. Ramaswamy, Vijaya (1992-01-01). "Rebels — Conformists? Women Saints in Medieval South India". Anthropos. 87 (1/3): 133–146. JSTOR 40462578. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Michael, R. Blake (1983-01-01). "Women of the Śūnyasaṃpādane: Housewives and Saints in Vīraśaivism". Journal of the American Oriental Society. 103 (2): 361–368. doi:10.2307/601458. JSTOR 601458. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)