اډري هپبورن

اډري هپبورن (۱۹۲۹ ز کال د می ۴ مه – ۱۹۹۳ ز کال د جنوري ۲۰ مه) يوه برتانوۍ اداکاره او انسان دوسته وه، چې د ادري کاتلين رسټون “Audrey Kathleen Ruston” په نوم زېږېدلې ده. د فلم او فېشن دواړو تمثال په توګه پېژندل شوې هپبورن ته د امريکا د فلم انسټيټيوټ “American Film Institute” له لورې له لرغوني هاليوډ سينما څخه د درېيمې تر ټولو سترې ښځينه د پردې پر مخ راښکاره کېدونکې افسانې درجه ورکړل شوه او د نامتو لويې خونې “Hall of Fame” د نړيوالو غوره جامو لېست “International Best Dressed List” کې شامله شوه.

اډري هپبورن
(انګلیسي: Audrey Hepburn د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اډري هپبورن
اډري هپبورن

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Audrey Kathleen Ruston د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۴ مې ۱۹۲۹[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
مړینه 20 جنوري 1993 (64 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا [۱۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ماډل [۱۹]
فلم لوبګر [۱۹]
لوبگر [۲۰][۲۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه نېدرلنډي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۲۲][۲۳]
نېدرلنډي
فرانسوي [۲۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه لوبگري [۲۴]  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دندې يونسيف(د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق)   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جايزې
امی جایزه (۱۹۹۳)
گرمي جایزه (۱۹۹۳)
اسکار (۱۹۵۴)  د (P166) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اډري هپبورن
اډري هپبورن

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (انگليسي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نوموړې چې د بروکسل د اکسليز “Ixelles” په يوه اشرافي کورنۍ کې زېږېدلې وه، د خپل ماشومتوب ځينې برخې يې په بلجيم، انګليستان او نيدرلېنډ کې تېرې کړې. په ۱۹۴۵ ز کال يې امستردام کې له سونيا ګسکېل “Sonia Gaskell” سره د بالټ نڅا پيل او زده کړه او له ۱۹۴۸ ز کال څخه وروسته يې په لندن کې له ماري رمبرټ “Marie Rambert” سره د يادې نڅا زده کړه تر لاسه کړه. نوموړې په “West End” د موسيقۍ تياتر توليداتو کې د سندرغاړې نجلۍ په توګه فعاليت پيل کړ او له دې وروسته په بېلابېلو فلمونه کې لږه لږه راڅرګنده شوه. د ۱۹۵۳ ز کال د رومن سپېڅلې ورځ “Roman Holyday” په نوم عشقي کميډي کې له ګريګوري پيک “Gregory Peck” سره يو ځای نامتو شوه. اډري د يادې خندونکې درامې له امله هغه لومړنۍ اداکاره وه، چې يوازې د يو فعاليت لپاره يې يوه د اسکار “Oskar”، يو د سرو زرو نړيوال انعام “Golden Globe Award” او يو د بافټا انعام “BAFTA Award” وګټه. نوموړې په همدې کال په “Ondine” کې د خپل فعاليت له امله په يوه لوبه کې د غوره مشرې اداکارې “Best Lead Actress” په توګه يو توني انعام “Tony Award” هم وګټه.

نوموړې په يو شمېر برياليو فلمونو کې د کار کولو له امله ستورې يا د سينما مهمه لوبغاړې شوه. د يادو فلمونو له ډلې په ۱۹۵۴ ز کال کې د سبرينا “Sabrina” په نوم فلم، چې همفري بوګارت “Humphrey Bogart” او ويليم هولډين “William Holden” په کې د هغې د مينې لپاره سيالي وکړه؛ په ۱۹۵۷ ز کال کې خندوونکي مخ “Funny Face”، چې يو موزيکال فلم و او اډري په کې د خپلې برخې سندرې وويلې؛ په ۱۹۵۹ زکال د راهبې کيسه “Nun’s Story” تر سرليک لاندې ډرامه، د ۱۹۶۱ ز کال د “Breakfast at Tiffany’s” عشقي خندونکې ډرامه؛ د ۱۹۶۳ ز کال د “Charade” په نوم د جرمونو په اړه رومان، چې د “Cary Grant” خلاف و او د ۱۹۶۴ زکال “My Fair Lady” موزيکال فلم يادولی شو. هغه په “Wait Until Dark” نومې ډاروونکي فلم کې د فلمي ستورې ونډه ولوبوله او “Academy Award”، “Golden Globe” د سرو زرو نړيوال انعام او بافټا ‘BAFTA” انعامونو ته نوماندي يې تر لاسه کړه. له هغې څخه وروسته يوازې کله ناکله په فلمونو کې راښکاره شوه، چې يو له دې ډلې يې په ۱۹۷۶ ز کال “Robin and Marian” نومې فلم کې له سين کنري ‘Sean Connery” سره راڅرګندېدل وو. د هپبورن وروستي ثبت شوي فعاليتونه د ۱۹۹۰ ز کال تلوېزيوني لړۍ يا پرله پسې مستند کې وو. ياده مستند تلوېزيوني لړۍ د «له اډري هپبورن سره د نړۍ باغچې:Gardens of the World with Audrey Hepburn» په نوم وه، چې اډري په کې د غوره شخصي لاسته راوړنې او معلوماتي خپرونې “Outstanding Individual Achievement-Informational Programming” له امله د “Primetime Emmy Award” وګټه.

هپبورن د يوې مخکښه ونډې له امله د غوره بریتانیوي اداکارې “Best British Actress in a Leading Role” له امله درې بافټا انعامونه وګټل. د نوموړې د فلمي مسلک په وياړ يې د بافټا د ژوندانه لاسته راوړنې انعام “BAFTA’s Lifetime Achievement Award”، Golden Globe Cecil B. DeMille Award، Screen Actors Guild Life Achievement Award او ځانګړی ټوني انعام “Special Tony Award” تر لاسه کړ. هغه يو له هغو اوه لس تنو څخه ده، چې Academy, Emmy, Grammy او Tony انعامونه يې ګټلي دي. هپبورن په خپل وروستي ژوند کې خپل ډېری وخت UNICEF” ته ځانګړی کړ. نوموړې له ۱۹۵۴ ز کال راهيسې له يونيسيف سره ګډه مرسته کړې وه. د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۲ ز کالونو تر منځ يې د افريقا، سويلي امريکا او اسيا په ځينو خورا بې وسه ټولنو کې کار وکړ. د ۱۹۹۲ ز کال په ډسمبر کې يې د يونيسيف د ښه نيت استازې “UNICEF Goodwill Ambassador” په توګه د کار کولو له امله د خپلواکۍ ولسمشريز انعام “Presidential Medal of Freedom” تر لاسه کړ. يوه مياشت وروسته د اپنډکس سرطان (appendiceal cancer) له امله د ۶۳ کالونو په عمر په سويس کې خپل کور کې مړه شوه.

د ژوند لومړي وختونه سمول

له ۱۹۲۹-۱۹۳۸ ز کال پورې: کورنۍ او د ماشومتوب لومړي وختونه سمول

ادري کاتلين رسټون (چې وروسته يې نوم هپبورن رسټون شو) د ۱۹۲۹ ز کال د می پر ۴ نېټه د بلجيم د بروکسل په ايکسيليس “Ixelles” کې په ۴۸ ګڼه “Rue Keyenveld” کې وزېږېده. خپلې کورنۍ يې د “Adriaantje” په نوم پېژندله.[۲۵][۲۶][۲۷]

د هپبورن مور بېرنه (د بارون ښځه) ايلا وېن هيمسټرا “Ella van Heemstra” يوه هالنډۍ اشرافه وه، چې د ژوند موده يې (۱۹۰۰ د جون له ۱۲ – ۱۹۸۴ د اګسټ تر ۲۶) وه. ايلا د يو بارون [اشرافي وړ نوم دی] ارنوډ وېن هيمسټرا “Aarnoud van Heemstra” لور وه، چې پلار يې له ۱۹۱۰ څخه تر ۱۹۲۰ ز کال پورې د “Arnhem” د ښاروال او له ۱۹۲۱ څخه تر ۱۹۲۸ ز کال پورې د هالنډي سورينام “Dutch Suriname” د والي په توګه خدمت وکړ. مور يې ايلبرېګ ويليماين هينريټ وېن اسبيک “Elbrig Willemine Henriette van Asbeck” (۱۸۷۳-۱۹۳۹) نومېده، چې د کونټ ډيرک وېن هوجينډروپ “Count Dirk van Hogendrop” لمسۍ وه. نوموړې د ۱۹ کلنۍ په عمر له Jonkheer Hendrik Gustaaf Adolf Quarles van Ufford سره واده وکړ، چې د هالنډي ويسټ انډيز په باتاويا “Batavia, Dutch East Indies” کې د تېلو اجرائيوي مشر و او په همدې سيمه کې يې ګډ ژوند وکړ. د هپبورن له زېږون څخه څلور کاله وړاندې، مخکې له دې چې ياده جوړه په ۱۹۲۵ ز کال يو له بله طلاق واخلي؛ د “Jonkheer Arnoud Robert Alexander Quarles van Ufford” (۱۹۲۰-۱۹۲۵) او “Jonkheer Ian Edgar Bruce Quarles van Ufford” (۱۹۲۴-۲۰۱۰) په نومونو يې دوه زامن درلودل.[۲۸][۲۶][۲۹][۳۰][۳۱]

د هپبورن پلار جوزف ويکتور انتوني رسټون “Joseph Victor Anthony Ruston” (۱۸۸۹ نومبر ۲۱ – ۱۹۸۰ اکتوبر ۱۶) د اطريش او هنګري د بوهيميا په اسچيټز “Auschitz” کې برتانوي تبعه و. نوموړې د ويکتور جان جورج رسټون او انا جوليانا فرنزيسکا کارولينا ويلس زوی و. پلار يې رسټون برتانوي او اطريشي شاليد درلود او مور يې کارولينا ويلس له اصله اتريشۍ او په “Kovarce” کې زېږېدلې وه. جوزف په ۱۹۲۳-۱۹۲۴ ز کالونو کې په هالنډي ويسټ انډيز “Dutch West Indies” په “Semarang” کې د برتانيا وياړي يا افتخاري استازی و او د هپبورن له مور سره له واده وړاندې يې د کورنيليا بېسچوپ “Cornelia Bisschop” په نوم هالنډۍ سره واده کړی و. که څه هم نوموړی د “Ruston” په کورني نوم سره زېږېدلی و، مګر وروسته يې خپل نوم يو څه زيات «اشرافيت» يعنې هپبورن-رسټون (Hepburn-Ruston) ته double-barrelled [هايفن لرونکی ترکيبي نوم] کړ، چې ښايي دا کار يې ځکه د ايلا “Ella” په ټينګار کړی وي، چې هغه په تېروتنې سره د ځان په اړه باور درلود، چې د سکاتلنډي ملکې “Mary” د درېيم خاوند جېمز هپبورن “James Hepburn” له نسل څخه دی.[۳۲][۳۳][۳۴][۳۰][۳۵][۳۰][۳۶][۳۷][۳۴]

د هپبورن مور او پلار د ۱۹۲۶ ز کال په سپټمبر کې د هالنډي ويسټ انډيز په باتاويا کې واده کړی و. رسټون هغه وخت د يو سوداګريز شرکت لپاره کار کاوه، مګر له واده څخه لږه موده وروسته ښځه او خاوند اروپا ته لاړل، چې هلته يې د پور يو شرکت او د راپورونو له مخې لندن کې د ټيم سوداګرو “MacLaine, Watson and Company” شرکت کې کار پيل کړ. لندن کې له يوه کال څخه وروسته بروکسل ته لاړل او رسټون په کې د ياد شرکت د سيمه ييز دفتر د پرانيستلو لپاره ګومارل شوی و. د بروکسل، ارنهيم “Arnhem”، هاګ “The Hague” او لندن تر منځ سفرونو کې له درې کالونو تېرولو څخه وروسته ياده کورنۍ په ۱۹۳۲ ز کال د “Linkebeek” د ښاري بروکسل ښاروالۍ [سيمه] کې استوګن شوه. د هپبورن د ماشومتوب لومړي وخت پناه او لومړيتوب ورکړل شوی و. د نوموړې ګڼ ملتي شاليد د خپل پلار د دندې له امله له خپلې کورنۍ سره د درې هېوادونو تر منځ د سفر له لارې پياوړی شوی و.[۲۵][۳۱][۳۱][۳۸][۳۹]

د ۱۹۳۰ ز لسيزې په نيمايي کې د هپبورن مور او پلار د فاشيستانو برتانوي اتحاديې “British Union of Fascists” لپاره بسپنې تر لاسه او ټولې کړې. جوزف په ۱۹۳۵ زکال له يوې «پېښې» څخه وروسته په ناڅاپي ډول خپله کورنۍ پرېښوده. دا هغه مهال و چې ادرييانتجي “Adriaantje” (کورنۍ کې په همدې نوم يادېدله) شپږ کلنه وه. نوموړې وروسته زياتره وخت پر ماشوم باندې د بې پلارۍ د اغېز په اړه خبرې کولې، چې ماشومان مور او پلار دواړو ته اړتيا لري. جوزف لندن ته لاړه او هلته په فاشيستي فعاليتونو کې نور هم ژور ښکېل شو او هيڅکله يې له هېواده د باندې خپله لور ونه ليدله. هپبورن وروسته په ډاګه کړه چې د پلار وتل يې د ژوند تر ټولو دردناکه پېښه وه. په همدې کال يې مور له هپبورن سره په ارنهيم کې د خپلې کورنۍ ملکيت ته لاړه. د نوموړې ناسکه ورونه اليکس “Alex” او ايان “Ian” (چې هغه وخت ۱۵ او ۱۱ کلن وو) له خپلوانو سره د اوسېدنې په موخه هاګ “Hague” ته لېږدول شوي وو. جوزف له هپبورن څخه غوښتل چې په انګېستان کې زده کړې وکړي، نو په ۱۹۳۷ زکال يې د انګليستان کينټ “Kent” ته ژوند کولو په موخه ولېږله. نوموړې په کينټ کې د ادري رسټون يا «کوچنۍ اډري» په نوم پېژندل کېدله، چې د الهام “Elham” نومې سيمې په يو کوچني خپلواک ښوونځي کې يې زده کړې وکړې. د هپبورن مور او پلار په ۱۹۳۸ ز کال په رسمي ډول يو له بل ځنې بېل (طلاق) شول. هپبورن په ۱۹۶۰ ز لسيزه کې د سره صليب له لارې په دوبلين کې د خپل پلار له موندلو څخه وروسته ورسره بيا اړيکه نوې کړه؛ که څه هم پلار يې په احساساتي ډول ورڅخه لرې پاتې شو، مګر هپبورن يې د مړينې تر وخته مالي ملاتړ وکړ.[۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Audrey Hepburn — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12360908f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Audrey-Hepburn — subject named as: Audrey Hepburn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6bs10xb — subject named as: Audrey Hepburn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/44925 — subject named as: Audrey Hepburn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/80383 — subject named as: Audrey Kathleen Ruston — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/475 — subject named as: Audrey Hepburn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p47215.htm#i472150 — subject named as: Audrey Kathleen Hepburn-Ruston — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/1130742 — subject named as: Audrey Hepburn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ subject named as: Audrey Hepburn — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/27af66a40ea2424bba50fbf106d68010 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ subject named as: Audrey Hepburn — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=13210 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/hepburn-audrey — subject named as: Audrey Hepburn — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0032419.xml — subject named as: Audrey Hepburn — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=hepburn — subject named as: Audrey Hepburn
  15. ۱۵٫۰ ۱۵٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=audrey;n=ruston — subject named as: Audrey Ruston
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ genealogics.org person ID: https://www.genealogics.org/getperson.php?personID=I00009396&tree=LEO — subject named as: Audrey Hepburn — دوتنه: Leo van de Pas
  17. ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/26057 — subject named as: Audrey Hepburn — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  18. https://www.britannica.com/biography/Audrey-Hepburn
  19. Oxford Dictionary of National Biography ID: https://www.oxforddnb.com/view/article/52107 — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپرونکی: Oxford University Press
  20. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700695 — د نشر نېټه: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۲
  21. https://www.acmi.net.au/creators/77650
  22. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12360908f — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  23. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/9995107
  24. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=jn20000700695 — د نشر نېټه: ۷ نومبر ۲۰۲۲
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ Matzen 2019، ص. 11.
  26. ۲۶٫۰ ۲۶٫۱ Spoto 2006، ص. 10.
  27. Walker 1997، ص. 9.
  28. Segers, Yop. "Heemstra, Aarnoud Jan Anne Aleid baron van (1871–1957)". Historici.nl. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اکتوبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 29 May 2010 باندې). Ian van Ufford Quarles Obituary. The Times.
  30. ۳۰٫۰ ۳۰٫۱ ۳۰٫۲ Spoto 2006، ص. 3.
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ ۳۱٫۲ Paris 2001.
  32. "Hepburn, Audrey". Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press.کينډۍ:Subscription required Archived 2 January 2014 at the Wayback Machine.
  33. "Anna Juliana Franziska Karolina Wels, born in Slovakia". Pitt.edu. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. ۳۴٫۰ ۳۴٫۱ Walker 1997، ص. 6.
  35. "Hepburn, Audrey". Oxford Dictionary of National Biography. Oxford University Press.کينډۍ:Subscription required Archived 2 January 2014 at the Wayback Machine.
  36. Matzen 2019، ص. 10.
  37. Walker 1997، صص. 7–8.
  38. Walker 1997، ص. 8.
  39. Gitlin 2009، ص. 3.
  40. "Famous and Notable People 'In and Around' the Elham Valley". Elham.co.uk. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Klein, Edward (5 March 1989). "You Can't Love Without the Fear of Losing". Parade. د کتاب پاڼي 4–6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"page 1 of 3". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جنوري ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"page 2 of 3". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)"page 3 of 3". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ جنوري ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Walker 1997، صص. 17–19.
  43. Matzen 2019، صص. 16–18.
  44. Walker 1997، ص. 14.
  45. Walker 1997، صص. 15–16.
  46. Matzen 2019، صص. 11, 15–17.
  47. Spoto 2006، ص. 8.