اچين ولسوالۍ د ننگرهار ولايت په سوېل کې د شينوارو د لويې ولسوالۍ د سوېل لوېديځ په ۱۵ کيلومترۍ کې د ختيځ طول البلد په ۷۰ درجو ۴۱ دقيقو او ۵۷ ثانيو کې او د سهېلي عرض البلد په ۳۴ درجو ۴ دقيقو او ۵۶ ثانيو کې پرته ولسوالۍ ده.

افغان ملی اردو په اچین ولسوالي کي
د اچين ولسوالۍ انځور
د اچين ولسوالۍ انځور
د اچين ولسوالۍ انځور

اچين ولسوالۍ
اچين ولسوالۍ

هيواد افغانستان  د (P17) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map
کورډېناټونه: ۳۴°۰۵′۲۲″شمال ۷۰°۴۰′۵۹″ختیځ / 34.0894°شمال 70.683°ختيځ / 34.0894; 70.683  د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
سيمه د ننګرهار ولايت  د (P131) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جغرافیائی ځانګړتیاوې
لوړوالي 1403 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نور معلومات
جیو کوډ 7053262[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

دا ولسوالۍ د سمندر له سطحې څخه ۱۰۰۰ متره لوړوالی لري او د دغې ولسوالۍ هواره ۴۶۳ کيلومتره مربع ده. د اچين ولسوالۍ ختيځ کې د شينوارو لويه ولسوالۍ، لوېديځ کې سپين غر، سهېل کې د کوټ ولسوالۍ او لوېديځ کې يې د نازيانو ولسوالۍ پرته ده. د نومړې ولسوالۍ د کرنې مځکې لږې دي، خو ډېرې کرهڼيزې دي. د دغې ولسوالۍ په اهمو کښتونو کې جوار، غنم، اوربشې، کچالو او وريجې راځي. د ځينو سيمو هوا يې په ژمي کې سړه او په دوبي کې معتدله ده. خلک يې کچرېو آسونه، خره، غواوې، اوزې، مېږې او نور څاروي ساتي. په دغې ولسوالۍ کې يو شمېر اهم کانونه هم شته چې د ډبرو سکاره او شوکاڼې (تالک) دي. د دې ولسوالۍ اکثره غرونه په ځنگلونو پټ او د خلکو کاروبار يې د لرگيو سوداگري ده. د اچين ولسوالۍ درې روغتيايي مرکزونه، د هلکانو درې لېسې او لس لومړني ښوونځي لري چې په دغو ښوونځيو کې دوه د نجونو ښوونځي شامل دي.

د اچين کلي

دا ولسوالۍ د لاندينيو کلو نه جوړه شوې:

  1. وچ کوټ
  2. سروبي
  3. سنگوړۍ
  4. نرگس دره
  5. چينه
  6. گرگوخېل
  7. باغ دره
  8. دمگل رحيم دادخېل
  9. حيدرخېل
  10. پيخي خوړ
  11. ده سرک
  12. ميدانک
  13. هجوم کلا
  14. کوزه
  15. بره پيخه
  16. پيخه اچين
  17. کهی
  18. کوشتل
  19. باندر
  20. تريلی گردي
  21. بټن
  22. اسدخېل
  23. سره کلا
  24. لندی
  25. انځری
  26. چهل گزی
  27. صندوق
  28. لوخۍ
  29. بهرام خېل
  30. کنډر



داهم وګوری

د امریکا د ۲۰۱۷ کال د ننگرهار هوايي برید په همدي ولسوالي کی تر سره سو امریکا په هغه برید سره خپل تر ټولو لوی میزایل وازمایه چی هغه ازموینی ته یی دداعش سره د جګړۍ نوم ورکړ .

  1.     "د اچين ولسوالۍ اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۴ مارچ ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة)
  2. پیوستون : 7053262  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported