اندرو جانسن

اندرو جانسن (Andrew Johnson ) (دسمبر ۲۹ مه،  ۱۸۰۸ ز – جولای ۳۱ مه،  ۱۸۷۵ ز) د امریکا د متحده ایالاتو اوولسم ولسمشر و، چې له ۱۸۶۵ زکال څخه تر ۱۸۶۹ ز کال پورې  یې خدمت وکړ. د ولسمشر د مرستیال په توګه نوموړي هغه مهال د ولسمشرۍ څوکۍ ترلاسه کړه، کله چې ولسمشر ابراهام لینکولن ترور کړای شو. جانسن له دیموکراتانو څخه و چې د امریکا د داخلي جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د ملي یووالي د ټکټ په برخه کې له لینکولن سره یوځای شوی و. هغه پرته له دې چې د پخوانیو غلامانو خوندیتوب ته پام وکړي، د امریکا له اتحادیې سره د جلا شوو ایالتونو د چټک یوځای کېدو پلوی و. دغه چاره د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې کانګرس له سخت غبرګون سره مخامخ شوه، چې په ۱۸۶۸ ز کال کې کانګرس نوموړی استیضاح کړ. هغه په سنا کې په یوه رایه برائت ترلاسه کړ.

اندرو جانسن
(انګلیسي: Andrew Johnson د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اندرو جانسن
اندرو جانسن

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۹ ډيسمبر ۱۸۰۸[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 31 جولای 1875 (67 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 178 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند
جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د متحده ایالاتو ولسمشر (17  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۵ اپرېل ۱۸۶۵  – ۴ مارچ ۱۸۶۹ 
ابراهم لینکولن  
یولیسیز سایمن ګرانټ  
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال
پوځي افسر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مورنۍ ژبه انگليسي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
مقام جنرال   د (P410) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
اندرو جانسن
اندرو جانسن

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

جانسن په غریبه کورنۍ کې زېږېدلی او هېڅکله ښوونځي ته نه و تللی. هغه د درزي ( خیاط ) د شاګرد په توګه کار پیل کړ او په ګرین ویلي او ټینیسیسي (Greeneville, Tennessee) کې له میشت کېدو وړاندې یې په ګڼ شمېر پولې ته نږدې ښارونو کې دنده ترسره کړه. هغه په ۱۸۳۵ ز کې د ټینیسیسي د استازو جرګه ګۍ ته له لار ومونده.  وړاندې  یې د دغه ښار د ښاروال او مشر په توګه دنده ترسره کړه. د ټینیسیسي په سنا کې له لنډ مهاله خدمت وروسته، نوموړي کانګرس ته لار ومونده او هلته یې د پنځو دوه کلنو دورو لپاره خدمت وکړ. هغه د څلورو کلونو لپاره د ټینیسیسي والي وټاکل شو، چې د قانون جوړوونکو له خوا یې په ۱۸۵۷ ز کال کې سنا ته لار ومونده. په کانګرس کې د خدمت پر مهال، ده د هغې لایحې  (Homestead Bill) د تصویب هڅه وکړه چې، له مخې یې غوښتونکو کولای شول، د دولتي یا عامه ځمکې مالکیت ترلاسه کړي، خو په ۱۸۶۲ ز کال کې وروسته له هغې چې هغه د سنا څوکۍ پرېښوه، دغه لایحه تصویب شوه. د تینیسیسي په ګډون غلامي پلوه سویلي ایالتونه جلا شول، خو جانسن د یووالي په برخه کې کلک ولاړ و. هغه یوازنۍ سناتور و چې د کنفدریشن له ایالتونو څخه یې د خپل ایالت له جلا کېدو په خبرېدو له خپلې څوکۍ استعفا ورنه کړه. په ۱۸۶۲ ز کال کې لینکولن نوموړی وروسته له هغه چې د ټینیسیسي ایالت ګڼ شمېر برخې ونیول شوې، د هغه ایالت د پوځي والي یا مشر په توګه وګماره. په ۱۸۶۴ ز کال کې جانسن له لینکولن سره په ټاکنیزو سیالیو کې د هغه د مرستیال په توګه یو منطقي انتخاب و، چې غوښتل یې په خپلو بیاځلي ټاکنو کې د ملي یووالي پیغام وړاندې کړي. هغه په ۱۸۶۴ ز کال کې له بریالیو ټاکنو وروسته د ولسمشر مرستیال په توګه وټاکل شو.

جانسن له کورنۍ جګړې وروسته د امریکا د بیارغونې په دوره کې خپل رول ولوباوه، جلا شوو ایالتونو ته یې ګڼې اعلامیې ولېږلې، څو د مدني حکومتونو د اصلاح په موخه کنوانسیونونه جوړ او ټاکنې وکړي. سویلي ایالتونو ګڼ شمېر خپل پخواني مشران بیاځلي راټول او هغه تورې  کړنلارې (قوانین) (Black Codes) یې تصویب کړې، چې ګڼ شمېر مدني آزادۍ یې له مخې سلب کېدلې، خو په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو دغو ایالتونو ته د څوکۍ ورکولو مخه نیوله او داسې قوانین یې تصویب کول، چې جنوبي قوانین یې تر ولکې لاندې راوړل.

جانسن به د دوی لایحې ویټو کولې او په کانګرس کې جمهوري غوښتونکو به د هغه پریکړې په پام کې نه نیولې، هغه چاره چې د ده د ولسمشرۍ لپاره بېلګه وه. جانسن له څوارلسمې هغې لایحې (Fourteenth Amendment) سره مخالفت وکړ چې له مخې یې پخوانیو غلاماتو ته تابعیت ورکول کېده. هغه په یو بې ساري ملي سفر ووت، څو خپلې اجرائیي پالیسۍ خلکو ته وروپېژني او خپل جمهوري غوښتونکي مخالفین مات کړي. هغه مهال چې د دولت د قواوو ترمنځ مخالفتونه زیات شول، کانګرس د (Tenure of Office Act)  په نوم هغه قانون تصویب کړ، چې له مخې یې د کابینې د غړو په ګوښه کولو کې د جانسن واک راکم کړ. هغه په کلکه سره د جګړې د وزیر (Edwin Stanton) ادوین ستانتون د لرې کولو په هڅه کې و، خو په پایله کې کانګرس په خپله دی (جانسن) استیضاح کړ او په ډېرو ستونزو یې په سنا کې برائت ترلاسه کړ. هغه په ۱۸۶۸ ز کال کې ولسمشرۍ ته د دیموکرات ګوند رایه خپله نه کړه او په راتلونکي کال کې له دندې ګوښه شو.[۱۴][۱۵]

جانسن له ولسمشرۍ وروسته ټینسیسي ته را وګرځېد او تر هغه مهاله چې په ۱۸۷۵ ز کال کې یې سنا ته لار ومونده، ځان ته د برائت ورکولو په موخه یې یو لړ ګامونه واخیستل.  نوموړی لومړنی پخوانی ولسمشر و، چې په سنا کې یې خدمت وکړ. هغه له پنځه میاشتني خدمت وروسته ومړ. جانسن د هغو فدرال قوانینو سره د سخت مخالفت له امله چې تور پوستو امریکایانو ته یې یو لړ حقونه ورکول، تر ډېرو نیوکو لاندې و؛ هغه د ګڼ شمېر تاریخ پوهانو پر باور، د امریکا په تاریخ کې د تر ټولو بد ولسمشر په توګه پېژندل کېږي.

ولسمشری سمول

د ۱۸۶۵ ز کال د اپرېل په ۱۴ مه لینکولن د لوړې له مراسمو وروسته، لومړی له جانسن سره ولیدل. ترفوسېس (Trefousse) څرګندوي چې : جانسن غوښتل "لینکولن اړ کړي، څو له خاینینو سره نرم چلند و نه کړي"؛ ګورډن ریډ (Gordon-Reed) هم له دې خبرې سره موافق و.[۱۶][۱۷]

په همدغه شپه، ولسمشر لینکولن د کنفدریشن د پلوي جان ویلکس بوث (John Wilkes Booth) له خوا ډېر سخت ټپي شو. په ولسمشر ډزې، په هماغه شپه د لینکولن، جانسن او سوارد د وژنې د توطیې یوه برخه وه، سوارد په ډېره سختۍ له ټپونو روغ شو، جانسن له بریده په تېښته بریالی شو، ځکه د هغه احتمالي قاتل جورج آتزردت (George Atzerodt) د ولسمشر د مرستیال د وژلو پر ځای نشه شوی و. په کرېک وډ هوس (Kirkwood House) کې د جانسن ګاونډي لیونارد جی فاروېل (Leonard J. Farwell) هغه ته فورډ تیاتر کې د لینکولن د ترور خبر ورکړ.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

جانسن په بېړه ځان د ولسمشر د مرګ بستر ته ورساوه، هلته د لنډ مهال لپاره پاتې شو، د تګ پر مهال یې ژمنه وکړه:  "دوی به د دې سزا وویني، دوی به د دې سزا وویني". لینکولن راتلونکی سهار په ۷:۲۲ بجو ومړ؛ جانسن د ۱۰ او ۱۱ بجو ترمنځ د قاضي القضات سالمون پی. چېس (Salmon P. Chase) او د کابینې د ډېری غړو په ګډون د لوړې مراسم ترسره کړل. د ورځپاڼو له خوا د جانسن چلند "با  وقاره او له درناوي ډک" توصیف شو. د کابینې یو شمېر غړو، هغه د وروستي ځل لپاره د ولسمشر لېنکولن سره د لوړې په مراسمو کې لیدلی و، چې لږ نشه و. غرمه مهال هغه د مالیې وزیر په دفتر کې د خپلې کابینې لومړۍ ناسته راوبلله او له دوی یې وغوښتل چې، په خپلو څوکیو پاتې شي.

د ترور له دغو پېښو وروسته، ډېر ژر د جانسن په اړه یو شمېر ګنګوسې رامنځته شوې، چې امکان یې درلود توطیه کوونکو په پېښه کې د ده د ورګډولو لپاره په پام کې نیولې وې. اتزردوت له نیولو وروسته د خلاصېدو د بې ځایه تمې لرلو په موخه د توطیې اړوند ډېر څه ښکاره کړل، خو څرګنده یې نه کړه چې، د جانسن د وژلو هڅه یوازې یو چل او فریب و. د توطیې اړوند کارپوهان دې ته په اشاره چې د ترور په ورځ بوث (د لینکولن قاتل) کرېک ووډ هوس ته ورغلی و او د هغه له شخصي سکرتر ویلیام اې.براونېنګ (William A. Browning) سره یې په خپل یو کارت لیکلی پیغام پرېښی و. په پیغام کې لیکل شوي و: "نه غواړم ستا مزاحمت وکړم. ایا تاسو په کورکې یاست؟ جی.وېلکس بوث Wilkes Booth). "[۲۲]

وړاندې له دې چې د لینکولن مړۍ د خښولو په موخه د هغه سیمې سپرېنګ فیلډ، ایلینوس ته ولېږل شي، جانسن په ډېر درناوي د هغه د جنازې مراسم په واشنګټن کې ترسره کړل. د لینکولن له مړینې لږ موده وروسته، د اتحادیې مشر ویلیام ټي.شېرمن (William T. Sherman) خبر ورکړ چې هغه له واشنګټن سره له مشورې پرته د کانفدریشن له مشر جوزف اي. جانسټن (Joseph E. Johnston) سره په واک کې د فدرال دولت د پاتې کېدو او خصوصي مالکیت (غلامانو ساتلو سره) د حق لرلو پر سر په شمالي کارولینا کې د کنفدریشن د ځواکونو په تسلیم کېدو هوکړې ته رسېدلی دی. دغې چارې د غلامانو آزادي تضمین نه کړه. دغه پریکړه د جانسن او د هغه د کابینې لپاره د منلو وړ نه وه، ځکه ده شرمن ته پیغام لېږلی و، چې د ځواکونو تسلیمي، بې له کومې سیاسي معاملې ترسره کړي، خو هغه سیاسي معامله وکړه. په  دې سربېره، جانسن د کنفدریشن د مشر دېوس (Davis) پر سر چې تښتېدلی و، ۱۰۰ زره امریکايي ډالر جایزه وټاکله ( چې په ۲۰۲۰ ز کال کې له ۱.۶۹  میلیونه ډالرو سره برابرېږي)، هغه چاره چې جانسن ته یې په سویل کې د سخت سري په توګه شهرت ورکړ. هغه د مری سوارت (Mary Surratt) چې د لینکولن په ترور کې یې لاس درلود، د اعدام کولو اجازه هم ورکړه. سوارت د اتزردت په ګډون، له درېو نورو کسانو سره، د ۱۸۶۵ ز کال د جولای په ۷ مه اعدام شو.[۲۳][۲۴]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118776282  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w62f7kw8 — subject named as: Andrew Johnson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/548 — subject named as: Andrew Johnson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p32294.htm#i322935 — subject named as: Andrew Johnson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ NCpedia ID: https://www.ncpedia.org/biography/johnson-andrew-dncb — subject named as: Andrew Johnson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: NCpedia
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/johnson-andrew — subject named as: Andrew Johnson — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb12054667c — subject named as: Andrew Johnson — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0034726.xml — subject named as: Andrew Johnson — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=andrewjohnsona — subject named as: Andrew Johnson
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=andrew;n=johnson — subject named as: Andrew Johnson
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/29183 — subject named as: Andrew Johnson — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  12. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=29253 — subject named as: Andrew Johnson — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12054667c — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. Johnson saw 15 of his vetoes overridden by Congress, more than any other President.
  15. Castel 2002، ص. 231.
  16. Trefousse، ص. 192.
  17. Gordon-Reed، ص. 87.
  18. Trefousse، ص. 194.
  19. Trefousse، صص. 194–195.
  20. Gordon-Reed، ص. 90.
  21. Trefousse، صص. 193–194.
  22. Gordon-Reed، صص. 90–92.
  23. Gordon-Reed، صص. 93–95.
  24. Gordon-Reed، ص. 93.