انجیلینا ګریمکي

انجیلینا ګریمکي
(انګلیسي: Angelina Grimké د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
انجیلینا ګریمکي
انجیلینا ګریمکي

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Angelina Emily Grimké)[۱]  د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۲۰ فبروري ۱۸۰۵[۲][۳][۴]
مړینه 26 اکتوبر 1879 (74 کاله)[۲][۳][۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال
د رای حق غوښتونکی (سفراګېټ)
ليکوال[۵]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
انجیلینا ګریمکي
انجیلینا ګریمکي

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

انجیلینا امیلي ګریمکي ویلډ (۲۰ فبروري ۱۸۰۵ – ۲۶ اکټوبر ۱۸۷۹ زکال) امریکايي غلامي ضد ، سیاسي فعاله، د ښځو د حقونو مدافع او د ښځو د رایو ورکولو د حق غوښتنې خوځښت ملاتړې وه. هغه او خور یې سارا موور ګریمکي یوازنۍ سویلي سپین پوستې مېرمنې وې چې د غلامۍ د له منځه وړ غوښتنه یې کوله. دغو خویندو یوځای ژوند کاوه په داسې حال کې چې انجلینا د غلامۍ ضد رهبر تئودور دوایټ ویلډ مېرمن هم وه. [۷]

انجلینا او سارا له دې سره چې د سویلي کارولینا په چارلسټون کې را لویې شوې، خپل ټول ژوند یې په شمال کې تېر کړ. انجلینا ډېر شهرت د ۱۸۳۵ زکال په نیمايي کې پیدا کړ؛ کله چې ویلیام لویډ ګاریسون د لیبراټور په نامه خپل غلامۍ ضد اخبار کې د هغې لیکنه خپره کړه او همدارنګه هغه مهال چې نوموړې د پنسلوانیا په تالار کې د غصه ناکو، غالمغالي او ډبرو ویشتونکو وګړو ترمنځ د غلامۍ ضد پلویانو ته وینا وکړه. هغه مقالې او ویناوې چې نوموړې په هغه دوره کې وړاندې کړې د غلامۍ د له منځه وړلو او د ښځو د حقونو د پراختیا په برخه کې یې قاطع استدلالونه په کې وړاندې کړي و.

ګریمکي د طبیعي حقونو له نظریې (هماغه ډول چې د خپلواکۍ په اعلامیه کې راغلي)، د متحده ایالاتو له اساسي قانون، په سپېڅلي کتاب کې له عیسوي باورونو او په سویل کې د ظالمانه غلامۍ او نژاد پالنې څخه د خپل ماشومتوب له خاطراتو څخه د خپل لیدلوري په اخیستو د بې عدالتۍ او د هر نارینه او ښځینه له آزدایو څخه د انکار غږ اوچت کړ. هغه مهال چې په ۱۸۳۷ زکال کې په عام محضر کې د نارینه او ښځینه مخاطبینو پر وړاندې د وینا کولو له امله وننګول شوه، هغې او خور یې سارا په کلکه سره په ویناو کولو کې د ښځو له حقونو او په سیاسي مباحثو کې د هغوی له ونډې دفاع وکړه.

د ۱۸۳۸ زکال په مۍ میاشت کې انجلینا له تئودور ویلډ سره چې د غلامۍ ضد یو له پام وړ مخکښانو څخه و؛ واده وکړ. هغوی دواړو له سارا سره یوځای په نیوجرسي کې ژوند کاوه او د چارلز ستورات (۱۸۳۹ زکال)، تئودور ګریمکي (۱۸۴۱ زکال) او سارا ګریمک ولډ (۱۸۴۴ زکال) په نومونو یې درې ماشومان لوی کړل. هغو د دوه ښوونځیو په مدیریت سره خپل لګښتونه پوره کول چې دویمي یې د راریتان خلیج د اتحادیې په ارماني ټولنه کې موقعیت درلود. د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته ګریمکي – ویلډ کورنۍ د ماساچوست هاید پارک سیمې ته کډه شوه، چېرې یې چې د خپل ژوند وروستۍ ورځې تېرې کړې. انجلینا او سارا دواړې د ماساچوست د ښځو لپاره د رایې ورکولو د حق غوښتنې د بنسټ غړې وې. [۸]

کورنۍ مخینه سمول

ګریمکي د سویلي کارولینا په چارلسټون کې د جان فاشرو ګریمکي او ماری سمیت په کورنۍ کې چې دواړه له بډایو کرنیزو ځمکو لرونکو کورنیو څخه و؛ وزېږېده. پلار یې انګلیکان وکیل، ځمکې لرونکی، سیاستوال، قاضي، د انقلابي جګړې پخوانی سترېری او د چارلسټون ټولنې مخکښ غړی و. مور یې مري د سویلي کارولینا د والي توماس سمیت لمسۍ وه. پلار او مور یې کرنیزې ځمکې لرلې او له اصلي غلامانو لرونکو څخه و. انجلینا د هغوی له ماشومانو کوچنۍ او ۱۴مه ماشومه وه. پلار یې باور درلود چې ښځې باید د نارینه و تابع وي او یوازې یې په خپلو زامنو زده کړې کولې، خو زامنو یې بیا خپلې زده کړي موارد له خپلو خویندو سره شریک کول. [۸]

لومړني کلونه او مذهبي چارې سمول

مري او جان ګریمکي دواړه د سویلي سنتي او لوړې طبقې د هغو ارزښتونو کلک ملاتړي و چې د هغوی په چارلسټون ټولنه کې یې نفوذ درلود. مري خپلو لوڼو ته اجازه نه ورکوله چې د مخکښانو له ټولنیزو محافلو بهر له چا سره ناسته ولاړه ولري او جان بیا په خپل ټول ژوند کې غلامان لرل.

د «نینا» په مستعار نوم ځوانه انجلینا ګریمکي خپلې مشرې خور سارا موور ګریمکي ته ډېره نږدې وه، هغه چې په ۱۳ کلنۍ کې یې والدینو اړ کړې وه چې د انجلینا مور بللې (مادر خوانده) شي. دغو دوو خویندو د خپل ژوند په اوږدو کې ډېره نږدې اړیکه لرله او د خپل عمر ډیره برخه یې یوازې له ډېرې لنډې دورې پرته یوځای تېره کړه.

آن د ماشومتوب پر مهال انجلینا د هغوی په کورنیو مکاتباتو او ورځنیو یاددښتونو کې د خپل سرې، هڅه کوونکې او په ځان ډاډمنې ماشومې په توګه توصیف کېږي. تاریخ لیکونکی ګردا لرنر د سویلي کارولینا د ګریمکي خویندو په نامه ژوند لیک کې لیکي: «هېڅکله داسې نه څرګندېده چې هغه [انجلینا] دې د خپلو نارینه خپلوانو له قضاوت څخه اطاعت وکړي او یا دا چې کله دې هم څوک هغه د نجلۍ توب له امله له نورو کمه وګڼي». انجلینا له خپلې مشرې خور (وروسته د خپلې غلامۍ ضد ملګرې) سارا څخه په طبیعي ډول هڅه کوونکې او په قاطع بڼه خبرې کوونکې ښکارېده، هغه ځانګړنه چې د هغې د سنتي کورنۍ غړو او ملګرو یې په هغې ځوروله. [۹]

هغه مهال چې په ۱۳ کلنۍ کې په پروتستانت اسقفي کلیسا کې د هغې د منلو وخت راغی، انجلینا د خپل باور د مرام پاڼې له لوستلو ډډه وکړه. دغه پلټونکې او سرکشه نجلۍ دې پایلې ته رسېدلې وه چې نشي کولای له دغه مرامونو سره موافقت وکړي او د تائید مراسم بشپړ کړي. انجلینا د ۱۸۲۶ زکال په اپرېل میاشت کې د ۲۱ کلنۍ په عمر پرسبیترینېزم عقیدې ته واوښته.

انجلینا د پرسبیتریان کلیسا فعاله غړې وه. نوموړې چې د سپېڅلي کتاب د مطالعې او د باورونو ترمنځ د زده کړو پلوي وه، د سبات په ښوونځي کې یې تدریس کاوه او همدارنګه یې د خپلې کورنۍ غلامانو ته مذهبي خدمات وړاندې کول – هغه چاره چې په پیل کې یې د مور ترې بد راتلل خو وروسته هغې هم په کې ونډه اخیسته. ګریمکي د خپلې کلیسا د کشیش ویلیام مک ډویل کلکه ملګرې شوه. مک ډویل شمالي وال و او له دې وړاندې د نیوجرسي په پرسبیتري کلیسا کې کشیش و. ګریمکي او مک ډویل دواړه د غلامۍ کلک مخالفین و، هغه هم له دې امله چې دغه چاره یې له اخلاقي پلوه ناقصه بلله او پر باور یې مسیحي قوانین او د بشر حقونه تر پښو لاندې کوي. مک ډویل د مستقیم غبرګون ښوولو پر ځای د صبر او دعا کولو لار غوره ګڼله او استدلال یې کاوه چې د غلامۍ له منځه وړل «کېدای شي لا بد شرایط رامنځته کړي». د هغه دغه دریځ ځوانې انجلینا ته د منلو وړ نه و. [۷]

په ۱۸۲۹ زکال کې هغې په خپله کلیسا کې د غلامۍ پر موضوع خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې د دغې ټولګې غړي باید په کلکه سره دغه چاره محکومه کړي. له دې امله چې نوموړې د دغې کلیسا له فعالو غړو څخه و مخاطبینو یې په داسې حال چې د هغې وړاندیز رد کړ خو ورته درناوی یې وکړ. دغه مهال کلیسا له غلامۍ سره جوړه راغلی وه؛ هغو ته یې په سپېڅلي کتاب کې توجیه موندلې وه او عیسوي غلام لرونکي یې هڅول د پلرونو په توګه چلن وکړي او له خپلو غلامانو سره ښه چلن وکړي. خو انجلینا د پرسبیترین کلیسا په باورونو عقیده له لاسه ورکړه او په ۱۸۲۹ زکال کې په رسمي ډول له هغو وویستل شوه. هغې د خپلې خور سارا په ملاتړ د کواکر باور اصول ومنل. په چارلسټون کې د کواکرانو ټولنه ډېره کوچنۍ وه او هغې په چټکۍ سره هڅه وکړه څو خپل ملګري او کورنۍ اصلاح کړي. له دې سره د هغې د ځان خوښونکي طبیعت له امله د نورو په وړاندې د هغې له مهربانۍ ډک نظریات د متقاعد کوونکو نظریاتو پر ځای سپکاوي کوونکي ګڼل کېدل. هغې مهال چې پرېکړه یې وکړه په سویل کې له سپین پوستو غلامانو سره په ژوند کولو سره نشي کولای د غلامۍ سره مبارزه وکړي په خپلې مشرې خور سارا پسې فلادلیفیا ته لاړه.

سرچينې سمول

  1. دوتنه: Virginia Blain، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 465
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6251n3r — subject named as: Angelina Grimké — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ subject named as: Angelina Emily Grimké — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Grimké, Angelina Emily (20 February 1805–26 October 1879), abolitionist and women's rights activist — نشرونه لخوا د: American National Biography Online — https://dx.doi.org/10.1093/ANB/9780198606697.ARTICLE.1500819
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb105005968 — subject named as: Angelina Emily Grimké — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  5. سرليک: American Women Writers
  6. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=mub2015894386 — د نشر نېټه: ۱ مارچ ۲۰۲۲
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gerda Lerner, "The Grimke Sisters and the Struggle Against Race Prejudice", The Journal of Negro History, Vol. 48, No. 4 (October 1963), pp. 277–91. Retrieved September 21, 2016.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Michals, Debra (2015). "Angelina Grimké Weld". National Women's History Museum (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه October 10, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lerner, Gerda (1967). The Grimké Sisters From South Carolina. New York: Schocken Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8052-0321-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)