انجمن کوتل
په افغانستان کې يوه غريزه لار
انجمن کوتل ( پارسي ژبه: كتل انجمن ) چي انجومان پاس هم بلل کیږي، د 4,430 متره په لوړوالي د افغانستان په هندوکش کي یوه غرنۍ لاره ده. دا کوتل په سوېل لویدیځ کي د پنجشېر دره له بدخشان ولايت سره او له هغه وروسته له شمال ختيځ سره نښلوي.
د انجمن کوتل لاره د پنجشیر ولایت، بدخشان ولایت او تخار ولایت سره پر پوله باندي ګډه پرته ده. په دې سیمه کي اقلیم په عمومي توګه د واورې په اورېدو سره سوړ وي.