ام کیو-۱ پرېډاټور (په انگریزي:MQ-1 Predator) یوه بې پيلوټه الوتکه ده چی د امریکي هوایی ځواک لخوا کارېږي. دا بې پيلوټه الوتکه د جاسوسی (څارگري) او پوځی عملیاتو لپاره ور څخه کار اخیستل کېږې. د دغو الوتکو څخه يوازي د څار او کشف کار نه اخيستل کيږي، بلکي ورځ په ورځ د تهاجمي او يرغليزي وسيلې په توگه استعماليږي. د پرېډاټور الوتکه د ۱۹۹۵ کال ځخه د امریکی ځواکونو لخوا کارېږی. د الوتکې قیمت ۳،۲ میلیونه ډالاره دی.
دا بې پيلوټه الوتکه چي کولاي سي (( ۲۴))ساعته پرواز وکړی په لسو هل فیر (Hellfire) توغنديواودورهبری شوو بمونوسمبال سوې ده.
د پرېډاټور یوه عملی ډله د چلور بې پيلوټې الوتکې، یو قوماندانی مرکز، صنعتی اقمارو او ۵۵ عسکرونو ځخه تشکیل کېږی.
ټوليز مالوماتعمومي مالومات | |
---|
ځانګړې وېشنيزه | |
---|
ټول تولید | |
---|
د خدمت پیل |
۱۹۹۵ |
---|
چلوونکی | |
---|
کچه او لوړوالیلوړوالی |
۲٫۱ متر |
---|
اوږدوالۍ |
۸٫۲۲ متر |
---|
د وزر پراخوالی |
۱۴٫۸ متر |
---|
سمول - سرچینه سمول - ويکيډېټا سمول
پاکستان
دامريکادڅار گری ادادرې دا بې پيلوټه الوتکه په پاکستان کی د القاعدې او طالبانو غړو د وژلو لپاره ور ځخه کار اخلی. دبېلگې په توگه تيرکال داکتوبرپه مياشت کي دامريکادڅار گری ادادرې دپاکستان په شمال کي پر يوه کلي باند دحملې لپاره دهمدې بې پيلوټه الوتکي نه استفاده وکړه.
سرچینې