امين الله خان لوگری

غازي امين الله خان لوگری (۱۷۸۲ زېږديز ـ ۱۸۵۷ زېږديز) د افغانستان د خپلواکۍ د لارې يو ملي مبارز، د افغان او انگرېز د لومړۍ جگړې برخه وال او اتل وو.

امين الله خان لوگري

په دې ليکنه کې څينې ځايونه د لومرۍ افغان انگرېز جگړې له پېښو سره سمون نه لري او له خپل ځان نه پرې زیاتونې شوې، هيله ده چې له تاريخ سره سمې وليکل شي.

مخينه

غازي امين الله خان لوگری په ۱۱۹۷ سپوږميز کال کې د لوگر ولايت په برکيراجان کې زېږېدلی دی. پلار ېې ميرزايي خان د تېمور شاه دراني د واکمنۍ پر وخت د کشمير حاکم وو او مور ېې د کمال خان خرم خېلي لور وه. د وخت د مروجه ديني علوم ېې لوستي وو او د ښه لیک او لوست خاوند وو.

غازي امين الله خان لوگری ته د هغه د ښو اخلاقو او په رښتيولۍ سره د دندو د ترسره کولو له کبله د وخت د واکمنۍ له خوا د امين الدوله لقب ورکړ شوی دی. دی يو له هغو لويو ملي مبارزينو څخه وو چې د افغان انگرېز په لومړۍ جگړه کې برخه درلوده. هغه ته د هېوادپالنې او اسلامي ولولو پر بنسټ، چې د پرديو يرغلگرو پر وړاندې يې د پاڅون نخشه جوړه کړه او د هغې پر بنسټ د هېواد، خاورې او افغان ولس په دفاع کې ودرېد، د افغانستان خلکو د غازي لقب ورکړی دی.


غازي امين الله خان لوگری د افغانستان له ملي اتلانو څخه شمېرل کېږي. دی يو زړه ور، د لوړ عزم او همت خاوند وو، ځکه ېې انگرېزي تاريخ پوهانو په خپلو ليکنو کې د انگرېزي ښکېلاک پر وړاندې نوموړی تر ټولو لوی خنډ گڼلی دی. د پلار له مړينې څخه وروسته د وخت د واکمن پاملرنه ورواوښته. دی د بوت خاک حاکم وټاکل شو، د سيمې د خلکو د سوکالۍ او امن لپاره ېې د خير ښېگڼې کارونه وکړل، چې له مخې ېې په خلکو کې ډېر گرانښت ترلاسه کړ. حکومت نوموړي ته د امانتدارۍ او ايماندارۍ له کبله د امين الدوله لقب ورکړ. وروسته له هغه چې پلار ېې په کشمير کې ومړ نو د تېمور شاه ابدالي له خوا ېې د پلار د تقاعد تنخوا، چې د کال دوه سوه تبريزي تومانه کېدل او د څلورو زرو روپو معادل وو، په مستمرې توگه ده ته وټاکل.

د انگرېزانو پر وړاندې پاڅون

کله چې انگرېزانو پر افغانستان يرغل وکړ او شاه شجاع ېې د کابل پر پلاز کېناوه، نو پر وړاندې ېې د هېواد پر گوټ گوټ او په ځانگړې توگه په کابل کې ملي پاڅون پيل شو. د دغه پاڅون په سر کې داسې ملي مشران، هېوادپال او سرښندونکي مبارزين ولاړ ول لکه سردار محمد اکبر خان، محمد شاه خان بابکرخېل، سردار سلطان احمد خان، غلام محي الدین غلجی، میر مسجدی خان، عبدالله خان اڅکزی، محمد زمان خان او.... چې يو يې هم پخپله امين الله خان لوگری وو.

امين الله خان لوگري په خپله سيمه کې خلک د انگرېزانو پر وړاندې جهاد ته راپاڅول او بالاخره په هغه پاڅون کې، چې پر ۱۲۵۷ هـ ق کال په کابل کې پيل پیل کړ، يې يو لوی رول درلود. همدارنگه ېې وروسته په هغو ټولو جگړو کې چې د کابل شاوخوا سيمو کې د انگرېزانو پر خلاف وشوې او په پايله کې ېې انگرېزان د افغانستان له خاورې څخه تېښتې ته اړوت، ډېره مهمه ونډه لرله. هغه په زړورتيا سره د غازيانو مشري او لارښوونه کوله. دا پاڅون د انگرېزانو او د هغوی د لاسپوڅي شاه شجاع پر وړاندې پیل شوې وو.

د کابل بېړنۍ جرگه

د پاڅون مشرانو د غازي عبدالله خان اڅکزي په کور کې جرگه وکړه. د خپل ملي پاڅون او غورځنگ نخشه ېې جوړه او د هغې د عملي کولو لپاره ېې ټينگ عزم او هوډ وکړ. د ځينو پېښلیکونکو په حواله داسې وېل کېږي چې په همدې جرگه کې نواب محمد زمان خان د غازيانو له خوا د پاڅون مشر او امين الله خان لوگری د هغه مرستيال يانې نايب وټاکل شو، نو ځکه هم امين الله خان لوگری د نايب سالار په لقب مشهور دی. د جرگې نور غړي غازي سکندر خان، غازي عبدالسلام خان او.... ول.

د افغان انگرېز لومړۍ جگړه

د افغان ـ انگرېز لومړۍ جگړه په ۱۸۳۸ زېږديز کال کې د برتانوي هند له خوا پر افغانستان له يرغل سره پیل شوه او د پرنگيانو لښکر د صفرې په مياشت کې افغانستان ته ورننوتل. دا د هغې لويې لوبې په بهیر کې لومړۍ پيل شوې جگړه وه، چې انگرېزانو په دغه نامه نومولې وه. د انگرېزانو په تاریخ کې د افغان انگرېز جگړو ته د انگرېز راج يا انگرېز قوت لپاره د يو ډېر لوی گوزار په سترگه کتل شوي. وروسته له هغه چې کله انگرېزي ځواکونه د کابل له ښاره ووتل او شاه شجاع ووژل شو، په دغه وخت کې امير دوست محمد خان په هند کې انگرېزانو سره بندي وو، نو د شاه شجاع زوی فتح جنگ د کابل په بالاحصار کې د پاچهۍ اعلان وکړ. دده او نواب محمد زمانخان تر منځ په واک باندې جگړې پیل شوې. دلته وزير محمد اکبر خان د جلال آباد څخه کابل ته راستون شو او د فتح جنگ سره د مرنجان تپې ته ځېرمه خونړۍ جگړه پیل کړه. په همدغه مهال امين الله خان لوگری د انگرېزانو په دسيسو پوه وو، نو ېې د پښتنو تر منځ د يووالي د ساتلو، او حکومتي انډول د ساتلو په موخه دا چې د گډوډيو او وينې تويولو مخه ونيسي په پوره پوهې ېې د يوه ملي مصلحت له مخې غازي محمد اکبر خان د فتح جنگ وزير ونوماوه، وروسته له هغه په خلکو کې د وزير محمد اکبر خان په نوم مشهور شو. د انگرېز جنرال پالک په مشرۍ انگرېزي ځواکونه د فتح جنگ په ننگه او ملاتړ بيا کابل ته راغلل. وزير محمد اکبر خان باميان ولایت ته ولاړ. نواب محمد زمان خان، چې انگرېزانو خپل دوست گاڼه، له مقاومت څخه لاس واخيست او پخپل کور کښېناست. د ملي غازيانو ډېری مشران شهيدان شول او غازيان تر ډېره خواره واره شول. په دغه وخت کې چې يواځينی کس د پاڅون او مقاومت په ډگر کې د غازيانو له کتاره پاتې وو ، هغه غازي امين الله خان لوگری وو. نوموړي د پروان ولايت د سيمې غازيان پر ځان راټول کړل د ستالف په غونډيو کې ېې د انگرېزي قواؤ شخته مقابله وکړه او تر پايه ېې له مقاومته څخه لاس وانه خيست. له همدې لامله ډېرو انگرېزي مورخينو په خپلو ليکنو کې دغه نوميالی افغان اتل خپل لومړی درجه، نه پخلا کېدونکی دښمن بللی دی.

مړينه

کله چې امير دوست محمد خان دوهم ځل د افغانستان امير شو، نو نوميالی غازي امين الله خان لوگری ېې د حکومتدارۍ د لالچ له کبله او يا هم د ځينو کړيو په لمسون خپلې واکمنۍ ته د خطر له لامله په بالاحصار کې بندي کړ او په همدغه زندان کې پر ۱۲۷۴ هـ .ق . (۱۸۵۷ ز) کال د ۸۷ کالونو په عمر وفات شو.

سرچينې

  • د آريانا داره المعارف ۶۲۹ مخ .
  • افغانستان پېژندنه (ليکوال: اورنگزېب ارشاد)
  • رجال رويدادهای تاريخ (ليکوال:کهزاد ) ۱۱۰ مخ.
  • د افغانستان نوميالي (ليکوال: عبدالرووف بېنوا) ۵۰۹ ـ۵۱۳ مخونه