الکساندریا اوکاسیو کورتز

الکساندریا اوکاسیو-کورتز (فونوتیکي سمبول یې /oʊˌkɑːsioʊ kɔːrˈtɛz/؛ په اسپانوي ژبه: [oˈkasjo koɾˈtes]؛ د ۱۹۸۹ کال د اکتوبر په ۱۳مه زېږېدلې) د خپل نوم له لنډیز AOC سره هم پېژندل کېږي، یوه امریکايۍ فعاله او سیاست واله ده. هغه له ۲۰۱۹ کال راهیسې د نیویارک د ۱۴مې حوزې په کنګره کې د دیموکرات ګوند په غړیتوب د متحده ایالاتو د استازې په توګه خدمت کوي. په دې سیمه کې د برانکس ختیځه برخه، په مرکزي شمال کې د کوینز ځینې برخې او د نیویارک ښارد ریکرز ټاپو شاملیږي.   

الکساندریا اوکاسیو کورتز
(انګلیسي: Alexandria Ocasio-Cortez د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
الکساندریا اوکاسیو کورتز
الکساندریا اوکاسیو کورتز

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۳ اکتوبر ۱۹۸۹[۱][۲]
برانکس [۱]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای برانکس   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند ديموکراتيک ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک سياستوال [۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي
هسپاني [۴]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
الکساندریا اوکاسیو کورتز
الکساندریا اوکاسیو کورتز

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه (امریکايي انګرېزي او هسپاني )
د تاييدولو سرچينه (امریکايي انګرېزي )  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

اوکاسیو- کورتز د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۶مه د نیویارک د ۱۴مې حوزې په کنګره کې دیموکرات ګوند په لومړنیو ټاکنو کې له بریا سره ملي پام ځانته واړوه. هغې د دیموکرات ګوند مشر جولي کراولي ته چې د ۱۰ دورو لپاره رییس پاتې شوی و ماته ورکړه، چې د ۲۰۱۸ کال په لومړنیو منځ‌مهاله ټاکنو په پراخ ډول د خورا ناهیلې کوونکې بریا په توګه پېژندل کېږي. هغه په اسانۍ سره د نوامبر په عمومي ټاکنو کې بریالۍ شوه او جمهوري غوښتونکي انتوني پاپاس ته يې ماته ورکړه. هغې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې جان کامینګز ته له ماتې ورکولو سره بیاځلي وټاکل شوه.  [۵][۶][۷]

اوکاسیو- کورتز په ۲۹ کلنۍ کې د امریکا په کنګره کې د تر ټولو ځوانې ښځې په توګه د متحده ایالاتو په کنګره کې خدمت کړی. هغه په ټولنیزو رسنیو کې د پام‌وړ حضور له امله د کانګرېس د نورو غړو په پرتله د خلکو ډېر پام ځانته اړولی. اوکاسیو کورتز د بوستون په پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو او اقتصاد په برخه زده‌کړې کړې. هغه تر دې مخکې یوه فعاله وه او د ۲۰۱۸ کال په کنګره کې تر نوماندۍ مخکې يې په رستورانت کې د ندیمې/ښځینه خدمې او بارمنې/د بار د کارګرې په توګه کار کاوه.  [۸][۹][۱۰]

رشیده طالب او اوکاسیو کورتېز د امریکا د سوسیال دیموکرات لومړنۍ ښځینه غړې دي چې په کنګره کې د خدمت لپاره ټاکل شوې. هغه له یو پرمختللي پلټ‌فارم/ تګلارې څخه ملاتړ کوي چې په کارځای کې له دیموکراسۍ څخه ملاتړ، د ټولو لپاره روغتیا پالنه د وړیا زده‌کړې عامه کالج، د فېدرالي دندو تضمین، زرغون نیو ډيل (په متحده ایالاتو کې وړاندیز شوې اقتصادي برنامه، ژباړن) او د متحده ایالاتو د کډوالو او ګمرک (ICE) قانون لغوه کول په‌کې شامل دي.  [۱۱][۱۲]

د ژوند لومړي کلونه سمول

اوکاسیو کورتز د ۱۹۸۹ کال د اکتوبر په ۱۳مه په یوه کاتولیکه کورنۍ کې د نیویارک ښار په برانکس سیمه کې زېږېدلې، د بلانکااوکاسیو کورتز (د کورتز له کورني نوم سره) او سرجیو اوکاسیو-رومن لور ده، هغه د ګېبرېل په نوم یو کوچنی ورور لري. پلار يې په برانکس کې په یوه پورتوریکويي کورنۍ کې نړی ته راغی او د ودانیو یو تکړه ماهر شو؛ موريې په پورتوریکو کې نړۍ ته راغلې وه. اوکاسیو – کورتز تر ۵ کلنۍ پورې له خپلې کورنۍ سره د برانکس پارکچسټر په سیمه کې په یوه اپارتمان کې ژوند کاوه.   [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

اوکاسیو کورتز د یورکټاون په عالي لیسه کې زده‌کړې وکړې او په ۲۰۰۷ کال کې فارغه شوه. اوکاسیو کورتز په ښوونځي او کالج کې د «ساندي اوکازیو» په نوم یادېده. هغه په ۲۰۰۷ کال کې د اېنتل د انجنیرۍ او علومو په نړیواله ننداره کې د مایکروبیولوژي په څانګه کې د نیماتودا فایلم د الګانس چینجي (Caenorhabditis elegans) د ژوند پر دوره د انتي اوکسیدانتونو د اغېز په اړه له یوې څېړنیزې پروژې سره دویم ځای خپل کړ. د MIT لېنکولېن لابراتور د هغې د هڅو د درناوي په پار یوه کوچنۍ سیاره د هغې په نوم ونوموله: هغې په ښوونځي کې د لورنزو دزاوالا (LDZ) په نړیواله اسپانوي مؤسسه کې د ځوانانو په مقننه غونډه کې ګډون وکړ. هغه وروسته په داسې حال کې چې د بوستون په پوهنتون کې یې زده‌کړې کولې د LDZ د بهرنیو چارو وزیره شوه. اوکاسیو کورتز د جان اېف لوپز د زده‌کړو د مالي مرستې لرونکې وه. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

اوکاسیو کورتز له ښوونځي څخه تر فراغت وروسته د بستون په پوهنتون کې نوم‌لیکنه وکړه. پلار يې په ۲۰۰۸ کال کې د هغې د زده‌کړو په دویم کال د سږو د سرطان له امله ومړ. او اوکاسیو-کورتز د هغه د اموالو د حل او فصل په اوږدمهاله لانجه کې ښکېله شوه. هغې ويلي دې تجربې له هغې سره مرسته وکړه تر څو دا زده‌کړي چې د محکمو له خوا منصوب شوي وکیلان څه ډول کولی شي د یوې شتمنۍ د اداره کولو لپاره د هغو کورنیو په بیه ځانونه غني کړي چې د بیوروکراسۍ د درک لپاره مبارزه کوي. اوکاسیو-کورتز د کالج په دوران کې د متحده ایالاتو له سناتور ټېډ کېنډې سره د کارزده‌کوونکې په توګه د هغه د بهرنیو چارو او کډوالۍ اړوند مسائلو په برخه کې خدمت وکړ. هغه یادونه کوي چې «یوازې ما په اسپانوي ژبه خبرې کولې او په پایله کې – هر کله به چې دفتر ته یو وېروونکی زنګ راغی هغه زه وم چې د یوې ۱۹ یا ۲۰ کلنې ماشومې په توګه به مې تلفون ته ځواب ورکاوه، په دې اړیکو کې به یو څوک د خپل خاوند په لټه کې وو چې د ICE (د متحده ایالاتو د کډوالۍ او ګمرک ادارې) له خوا به له سړک څخه تښتول شوی و. زه هغه کس وم چې باید مې له یاد کس سره مرسته کړې وی تر څو هغه سیستم په حرکت راشي.» اوکاسیو کورتز په ۲۰۱۱ کال کې له بوستون پوهنتون څخه فارغه شوه او د نړیوالو اړیکو او اقتصاد په څانګه کې يې خپله لیسانس درجه ترلاسه کړه. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

لومړنۍ دنده سمول

اوکاسیو- کورتز تر کالج وروسته بېرته برانکس ته راوګرځېده او د رسټورانت د ښځينه خدمې او بارمنې په توګه يې دنده واخیسته تر څو له خپلې مور سره چې یوه کورنۍ صفاکاره او د ښوونځي د موټر چلوونکې وه د خپل کور د توقیف په مبارزه کې مرسته وکړي. وروسته یې د بروک اوېنو پرېس په نوم د کتابونو یو شرکت بنسټ کېښود چې برانکس یې په مثبت څرک کې انځوراوه، چې اوس‌مهال له‌منځه تللی دی. اوکاسیو کورتز همداراز د اسپانيې د ملي غیر انتفاعي مؤسسې سره هم کار وکړ.   [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

اوکاسیو-کورتز د ۲۰۱۶ کال د لومړنیو ټاکنو په بهیر کې د برني سنډرز د ولسمشریز کمپاین د تنظموونکې په توګه کار وکړ. تر عمومي ټاکنو وروسته هغې له موټر سره ټولې امریکا ته سفر وکړ، د فلېنټ، مشیګان او د سورپوستو راک له ولاړې خوندي سیمې څخه يې په شمالي ډاکوتا کې لیدنه وکړه او له هغو کسانو سره یې خبرې وکړې چې د فلېنټ د اوبو له کړکېچ او د ډاکوتا د ځمکې لاندې پایپ لاین له لاسرسي څخه زیانمن شوي وو. هغې په یوه مرکه کې په  ۲۰۱۶ کال له سټندېنک راک څخه کتنه خپل د عطف ټکی یاد کړ او ویې ویل چې تر دې مخکې په دې باور وه چې د نوماند کېدو لپاره یوازینۍ اغېزمنه لار شتمني، ټولنیز نفوذ او قدرت ته لاس‌رسی دی. خو له شمالي ډاکوتا څخه د هغې تر لېدنې وروسته چېرته چې یې نور وليدل «د خپل ژوند هر څه چې لري د خپلې ټولنې د خوندیتوب لپاره يې له خطر سره مخ کوي» هغې الهام واخیست او د خپلې ټولنې لپاره يې په کار پيل وکړ. له شمالي ډاکوتا څخه تر لیدلو یوه ورځ وروسته يې له نوې کنګرې څخه تلفونې اړیکه ترلاسه کړه چې د پرمختلو نوماندانو د جذب په حال کې وه (ورور یې هغه د ۲۰۱۶ کال د ټاکنو تر ورځې وروسته هغې ته نوم‌لیکنه کړې وه). هغه د یوې سوسیالیستې نوماندې په توګه پرنوماندۍ، ټاکنیزو سیاستونو او د امریکا پر دیموکراتو سوسیالیستانو د یو سازمان په توګه د هغې د بېرته باوري کولو لپاره د ښار په شورا کې د جباري برېسپورټ نابریالي کمپاین ته کرېډت ورکوي. [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵]

ټاکنې سمول

۲۰۱۸ سمول

اوکاسیو- کورتز د ۲۰۱۷ کال په اپرېل کې خپلې ټاکنیزې مبازې په داسې حال کې پيل کړې، چې خلک د نیویارک ښار د يونین څلور لارې په فلټ فېکس کې د [1]ټاکو (taqueria) په رستورانت کې د بار یا څښاک د خدماتو وړاندې کولو میزونو ته انتظار وو. هغې وویل «ما د دې کمپاین د ۸۰ سلنه برخې لپاره د خوراکي توکو له کاغذي کڅوړو څخه کار واخیست چې د بار تر شا پټې شوې وې»، هغې وویل نوش جان مو. هغه له ۲۰۰۴ کال راهیسې لومړنۍ هغه کس وه چې د دیموکرات ګوند رییس جوکراولي یې په لومړنیو ټاکنو کې وننګاوه. هغه له مالي کمزورۍ سره مخ شوه او ویې ویل: «تاسو په ریښتیا نه شئ کولی له ډېرو پيسو سره لویو پيسو ته ماته ورکړئ. تاسو باید هغوی ته په بشپړ ډول د یوې بېلې لوبې له لارې ماته ورکړئ. د اوکاسیو- کورتز کمپاین ولسي ملاتړ درلود او له شرکتونو څخه بسپنه ترلاسه نه کړه. ویل کېږي چې د هغې د تبلیغاتي پوسترونو طرحې «د پخوانیو انقلابي پوسترونو له طرحو او انځورونو څخه الهام اخیستی.»  [۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲]

سرچينې سمول


[1] Taco یا taquería د یو ډول مکسیکويي خوړو نوم دی، ژباړن

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ https://awpc.cattcenter.iastate.edu/directory/alexandria-ocasio-cortez/
  2. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000031654 — subject named as: Alexandria Ocasio-Cortez — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. US Congress Bio ID: https://bioguide.congress.gov/search/bio/O000172 — د نشر نېټه: ۱۴ اپرېل ۲۰۲۲ — سرليک: Biographical Directory of the United States Congress — خپرونکی: United States Government Publishing Office
  4. https://web.archive.org/web/20180703012949/https://www.huffingtonpost.com/entry/ocasio-congress-candidate-new-york-crowley_us_5b11c598e4b0d5e89e1fbf2b — آرشيف اصل
  5. (په June 26, 2018 باندې). A progressive insurgent just pulled off the biggest Democratic primary upset in years. Mother Jones.
  6. (په June 27, 2018 باندې). A 28-year-old Democratic Socialist just ousted a powerful, 10-term congressman in New York. CNN
  7. (په June 27, 2018 باندې). The biggest night so far for progressives and other takeaways from Tuesday night's primaries. CNN
  8. Grigoryan, Nune; Suetzl, Wolfgang (2019). "Hybridized political participation". In Atkinson, Joshua D.; Kenix, Linda (المحررون). Alternative Media Meets Mainstream Politics: Activist Nation Rising. Lanham, MD: Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 190. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781498584357. مؤرشف من الأصل في August 3, 2020. د لاسرسي‌نېټه June 22, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په November 6, 2018 باندې). Ocasio-Cortez to be youngest woman ever elected to Congress. CNN
  10. McCammond, Alexi (November 28, 2018). "Alexandria Ocasio-Cortez has as much social media clout as her fellow freshman Democrats, combined". Axios. مؤرشف من الأصل في November 28, 2018. د لاسرسي‌نېټه December 3, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په June 27, 2018 باندې). Alexandria Ocasio-Cortez is a Democratic Socialists of America member. Here's what that means.. Vox.
  12. Isserman, Maurice (November 8, 2018). "Socialists in the House: A 100-Year History from Victor Berger to Alexandria Ocasio-Cortez". In These Times (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في February 11, 2020. د لاسرسي‌نېټه May 11, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Meet Alexandria". Ocasio 2018. د اصلي آرشيف څخه پر June 27, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 27, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په February 8, 2019 باندې). Who Is Alexandria Ocasio Cortez's Brother Gabriel? He's an Artist and Musician.
  15. (په June 27, 2018 باندې). Who Is Alexandria Ocasio-Cortez? A Democratic Giant Slayer.
  16. (په June 27, 2018 باندې). Alexandria Ocasio-Cortez Emerges as a Political Star. The New York Times.
  17. (په December 10, 2018 باندې). Alexandria Ocasio-Cortez: Jewish, Too?. The New York Times.
  18. (په July 3, 2018 باندې). Rising Political Star Ocasio-Cortez Defends Bronx Roots. U.S. News & World Report.
  19. Keane, Isabel (June 28, 2018). "Bronx political star Alexandria Ocasio-Cortez commuted to Yorktown for high school". lohud.com. مؤرشف من الأصل في December 1, 2018. د لاسرسي‌نېټه December 1, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Yglesias, Matthew (January 4, 2019). "Conservatives' Obsession With Alexandria Ocasio-Cortez's High School, Explained". Vox. Vox Media. مؤرشف من الأصل في November 1, 2019. د لاسرسي‌نېټه November 15, 2019. There's nothing in any way extraordinary about the yearbook photos, though they do establish that she went by "Sandy Ocasio" at the time. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Intel ISEF Alumna Headed to Capitol Hill". Society for Science & the Public. د اصلي آرشيف څخه پر November 30, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 1, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په December 1, 2018 باندې). Alexandria Ocasio-Cortez won a science-fair prize for research involving free radicals. Quartz.
  23. (په June 23, 2018 باندې). This Berniecrat Aims to Unseat a Queens Power Broker.
  24. Chamberlin, Alan (August 30, 2007). "JPL Small-Body Database Browser". مؤرشف من الأصل في August 9, 2018. د لاسرسي‌نېټه June 28, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په December 31, 2017 باندې). Alexandria Ocasio-Cortez named 2017 NHI Person of the Year. NHI Magazine.
  26. (په July 4, 2018 باندې). Alexandria Ocasio-Cortez takes heat for growing up in Westchester. lohud.com
  27. Scahill, Jeremy (June 27, 2018). "An Interview With Alexandria Ocasio-Cortez, the Young Democratic Socialist Who Just Shocked the Establishment". The Intercept. مؤرشف من الأصل في September 3, 2018. د لاسرسي‌نېټه September 4, 2018. One of the big decisions though was that I was at Standing Rock in December 2016کينډۍ:Nbs... The day after I got off camp, I was contacted by a progressive organization, Brand New Congress, which was seeking to mount non-corporate candidates in the 2018 midterm. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. (په May 22, 2018 باندې). A Primary Against the Machine: a Bronx Activist Looks to Dethrone Joseph Crowley, The King of Queens. The Intercept. First Look Media
  29. (په February 28, 2018 باندې). Meet the young progressive Latina trying to oust one of the most powerful Democrats in the House. Mic.com.
  30. "Boston University Commencement 2011" (PDF). May 22, 2011. د کتاب پاڼې 21. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر November 23, 2015 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "Distinguished Alumni Award". Boston University Arts & Sciences: Economics. 2019. مؤرشف من الأصل في November 11, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 11, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Evon, Dan (April 3, 2019). "Did U.S. Rep. Ocasio-Cortez Graduate Cum Laude from Boston University?". Snopes. د لاسرسي‌نېټه August 10, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. (په December 31, 2017 باندې). Alexandria Ocasio-Cortez named 2017 NHI Person of the Year. NHI Magazine.
  34. Cepeda, Esther J. (January 9, 2019). "Despite Her Haters, Youth Is Not Wasted on Ocasio-Cortez". Chicago Tribune. مؤرشف من الأصل في July 21, 2020. د لاسرسي‌نېټه July 20, 2020. There will always be people claiming she's 'unqualified', even though Ocasio-Cortez has an undergraduate degree in international relations with a minor in economics and has worked as an educator, a publisher and a community organizer. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په June 27, 2018 باندې). 5 Reasons Why Alexandria Ocasio-Cortez Stands Out. Huffington Post Media Group
  36. (په June 27, 2018 باندې). Alexandria Ocasio-Cortez: who is the new progressive star of the Democrats?.
  37. (په July 17, 2012 باندې). Diverse group of start-ups thriving at city-sponsored Sunshine Bronx Business Incubator in Hunts Point. New York Daily News.
  38. Vincent, Isabel; Klein, Melissa (March 10, 2019). "Company founded by Ocasio-Cortez in 2012 still owes $1,870 in taxes". Fox News (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في September 25, 2019. د لاسرسي‌نېټه September 25, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Collegiate World Series – The National Hispanic Institute". د اصلي آرشيف څخه پر January 8, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 7, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په June 27, 2018 باندې). Alexandria Ocasio-Cortez, 28, takes out 10-term congressman in New York's Democratic primary. National Post.
  41. (په June 26, 2018 باندې). Alexandria Ocasio-Cortez Defeats Joseph Crowley in Major Democratic House Upset. The New York Times.
  42. (په June 27, 2018 باندې). How Alexandria Ocasio-Cortez pulled off the year's biggest political upset. Mother Jones.
  43. Piaella, Gabriella (June 25, 2018). "The 28-Year-Old at the Center of One of This Year's Most Exciting Primaries". The Cut. New York City: New York Media. مؤرشف من الأصل في June 28, 2018. د لاسرسي‌نېټه June 29, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. Relman, Eliza (January 6, 2019). "The Truth about Alexandria Ocasio-Cortez: The inside story of how, in just one year, Sandy the bartender became a lawmaker who triggers both parties". The Insider. مؤرشف من الأصل في March 27, 2019. د لاسرسي‌نېټه March 23, 2019. Soon after Election Day in 2016, Ocasio-Cortez's younger brother, Gabriel, sent her name to Brand New Congress, a Bernie Sanders-inspired group recruiting candidates for the House and Senate. When she got home from her North Dakota trip, a leader of BNC called her out of the blue with an ask: Will you run for US Congress in New York's 14th district? الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "TALKING SOCIALISM | Catching up with AOC". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Grigoryan, Nune; Suetzl, Wolfgang (2019). "Hybridized political participation". In Atkinson, Joshua D.; Kenix, Linda (المحررون). Alternative Media Meets Mainstream Politics: Activist Nation Rising. Lanham, MD: Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 190. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781498584357. مؤرشف من الأصل في August 3, 2020. د لاسرسي‌نېټه June 22, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. (په December 14, 2018 باندې). The Gospel of Alexandria Ocasio-Cortez.
  48. Cadigan, Hilary (November 7, 2018). "Alexandria Ocasio-Cortez Learned Her Most Important Lessons from Restaurants". Bon Appetit. مؤرشف من الأصل في January 27, 2019. د لاسرسي‌نېټه January 27, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Ferguson, John (March 3, 2019). "Talented US Democrat Alexandria Ocasio-Cortez tipped to light up White House". dailyrecord. مؤرشف من الأصل في March 3, 2019. د لاسرسي‌نېټه November 25, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Leigh, Anna (2020). Alexandria Ocasio-Cortez: Political Headliner. Lerner Publishing Group. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5415-7747-3. مؤرشف من الأصل في February 18, 2020. د لاسرسي‌نېټه November 25, 2019 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. (په May 22, 2018 باندې). A Primary Against the Machine: a Bronx Activist Looks to Dethrone Joseph Crowley, The King of Queens. The Intercept. First Look Media
  52. (په July 2, 2018 باندې). The brilliance of Alexandria Ocasio-Cortez's bold campaign design.