افغان مواقیت اپلکیشن (د لمانځه او قبله نماء لپاره)

افغان مواقيت اپليکيشن د جامعه اسلاميه حمادیه قندهار ښار څخه وړاندي سوی دی چي بدون منفعت او هر ډول اعلان څخه خلاص دئ، چي صرف دثواب په موخه خلکو ته وړاندي سوی دئ او هر ډول تغير حق يې يوازي د ادارې سته ، او دا اپلیکیشن لاندنی څانګړتیاوي لري:

۱- په دې اپلیکیشن باندي تاسي په ټوله نړۍ کښی خصوصا د افغانستان په هر ولایت او هره ولسوالۍ کښي پنځه وخته لمونځ معلومولای سی.

۲- د قبلې لور معلومول.

۳- د اوسني او راتلونکي میاشت لپاره د لمانځه وختونه.

۴- د هر لمانځه خبرتیا د مؤذن په وسیله.

۵- د رینګټون / وایبریشن / خاموش حالتونه.

۶- د اپلیکیشن بڼه په پښتو، فارسي، عربي او انګلیسي ژبو.

۷- د لمانځه وختونه په میلادي، هجري قمري او هجري شمسي کلیزو.

نوموړی اپکلیشن کي د دین د زده کړې اړوند برخه هم شتون لري، چي عقاید، زکات، حج، روژه او نور بېلابیل ضروري مسایل پکښي د لینکونو له لاري بیان شوي دی.

نوموړی اپکلیشن د تعلیم القرآن اسلامي راډیو او حمادیې مدرسې د مؤسس مفتي عبدالهادي حماد په هڅو او کوښښونو د مسلمانانو وروڼو لپاره تهیه او ترتیب سوی دی.

نوموړی اپکلیشن کښته کړئ:


https://play.google.com/store/apps/details?id=com.al_moazzin