حمادیه اسلامیه مدرسه کندهار

جامعه اسلامیه حمادیه اصلاً د قران بنسټ یوه څانګه ده او قران بنسټ په (۱۳۸۴) هجري لمریز کال د مفتي عبدالهادي حماد له لوري د  کندهار په لرغوني ښار کي تأسیس سو، د ټولو مسلمانانو لپاره یې د نشر و اشاعت، تعلیم و وتربیه او د دعوت په لاره کي یې زیات شمېر خدمات کړي.

په یاد بنسټ کي دخدمت ډېري شعبې دي چي ځيني یې په لاندي ډول دي: سمول

الجامعة اسلامیة الحمادیة

۱:جامعه اسلاميه حمادیه: سمول

یاده جامعه د افغانستان د بېلابېلو سیمو څخه  نهاریه او لیلیه  شاګردانو ته داخله ورکوي د لومړۍ ټولګۍ څخه تر اتلسم ټولګۍ پوري يعني د دورة الحديث او تخصص في الفقه سره شاګردان لري .

۲: دارالافتاء. سمول
۳: دارالحفاظ. سمول
۴: عمومي کتابتون. سمول
۵: دشاګرانو تربيتي انجمن. سمول
۶: تر رسمي درسي ساعتونو مخکي او وروسته د انګريزي او عربي درسي ساعتونه. سمول

۷:مجله. (نداء القران) سمول

چي دیني او ټولنیز خدمات پکښي وړاندي کیږي.

۸: د مدرسې سایټ. سمول

د حمادیه اسلامي مدرسې Archived 2020-05-20 at the Wayback Machine. په ویب سایټ کي کتابتون، دارالافتاء، ږغیږ درسونو،  په ږغیږ او لیکنیږ ډول د قرآنکریم ترجمه، د احادیثو درس،  مقالې او داسي نور خپریږي.

(www.hammadia.org)  

۹: د تالیف او ترجمې څانګه. سمول

چي د مسلمانو وروڼو او خوندیو د علمي سویې لوړولو لپاره ډول ډول تالیفات، تصنیفات او ژباړي په ښه کیفیت چاپ او ټولني ته وړاندي کوي.

۱۰: جامعه اسلامیه حماديه د واټساف او ټلیګرام له لاري. سمول

چي د نړۍ د ډېرو هیوادونو په لس ګونه زره شاګردان لري، پکښي دارالافتاء، Archived 2020-08-10 at the Wayback Machine. درسونه، وعظونه اوداسي نور نشریږي.

۱۱: جامعه اسلامیه حمادیه پر لاندي اجتماعي پاڼو نشرات لري: سمول

الف: فیسبوک.

ب: ټویټر.

ج: انسټګرام.

  د: یوتیوب چینل ، چي د واتساف او ټیلیګرام په څېر خدمات لري.

۱۱: تعلیم القرآن راډیو : سمول

  • په ۱۳۹۴ هجري لمریز کال، د قندهار د جیدو علماوو او د مدرسو د مسؤلینو  او زده کوونکو  په غوښتنه، د حمادیه اسلامي مدرسې د مؤسس په هڅو او زیار سره تاسیس سوه. د نوموړي راډیو د څپو څخه دعامو خلکو د پوهاوي لپاره د حنفي مذهب په رڼا کي نشرات خپریږي.

تعلیم القرآن راډیو په نوره نړۍ کې.

نوموړی بنسټ یو ولسي بنسټ دئ چي دهیڅ ډول سیاسي او رسمي ارګان سره تعلق نه لري یوازي د خلکو په صدقاتو خپل خدمات مخ په وړاندي بیايي.

والسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته