افغان ترکستان جګړه (۱۸۳۸-۳۹)
د افغان ترکستان جګړه د 1838 کال په ژمي کي پیل او د 1839 په مارچ کي پای ته ورسیده. دا جګړه د کندز د خاناتو د واکمن مراد بیګ د ظلم په پایله کي رامنځ ته سوې وه. همدارنګه په سیمه کي د افغان دولت له لوري د ډیرو ازبک دولتونو څخه د اضافي عوایدو لاسته راوړل او خراج ترلاسه کول هم ددې جګړې موخي بلل کېدې، ترڅو د خلم او قطغان مهم دولتونه د یو واحد افغان دولت تر واکمنۍ لاندي راسي. د افغانستان واکمن دوست محمد خان ځکه دا جګړه ترسره کړه چي مراد بیګ خپل نفوذ ورځ تربلي د بامیان په لوري غځاوه او افغانستان یې هم تر نظر لاندي کړی وو.
عمومي مالومات | |
---|---|
ځای |
پيل موده | |
---|---|
پای | |
ګډونوال |
لنډیز
سمولپه افغانستان کي د دراني امپراتورۍ له ړنګیدو په پایله کي یوشمېر دولتونه د هغې له زوال څخه رامنځ ته سول، چي پکښي د افغان ترکستان او د کندز خاناتو واکمني هم شتون درلود. د بارکزي واکمنۍ مشر دوست محمد خان له دې ویري چې نوی خپلواک سوی مراد بیګ به ځواکمن او د افغان واکمنۍ نفوذ به د بامیان ، چي له کابل څخه بلخ ته پر لاره یو ستراتیژیک ښار دی وو، وګواښي په جګړه پیل وکړ. د همدې ستونزي د هوارۍ لپاره دوست محمد خپل زوی اکرم خان او یوسیا هارلان د مراد بیګ او د هغه د رژیم د پرځېدلو لپاره واستاوه.
نښته
سمولد امیر دوست محمد خان افغان پوځ د ۱۸۳۸ کال د اکتوبر په وروستۍ اونۍ کي له کابله ووت او بامیانو ته ورسېدی. [۱] ورپسې سیغان ته ورسید او د هغه ځای د کلا له نیولو سره سم یې د افغان توپخانې لپاره د خټو دیوالونه ترمیم کړل. [۱] [۲] له سیغان څخه د افغان فوځ له وتلو وروسته یاد ځواکونه کهمرد ته لاړل، او په دې توګه یې د ګڼ شمېر خپلواکو هزاره ګانو تر منځ پوله جوړه کړه. [۱] په کهمرد کې له ٢٢ ورځو پاتې کېدو وروسته افغان پوځ يو ځل بیا چي تر دوه زره زيات ازبک او هزاره ګان ورسره وه ووت. [۱] دره صوف ته په رسېدو سره افغان لښکر کلا محاصره کړه، [۱] دښمن چي د جګړې توان یې نه درلود ټوله تسلیم او کلا یې افغانانو ته وسپارل. تر یادي بریالۍ محاصرې وروسته افغان ځواکونه بلخ ته ولاړل، چیري چي د بخارا واليان، اسحاق عراق او اشان سدور پرته له جګړې ورتسلیم سول. [۲] د بلخ، سیغان او کهمرد د پرځېدو خبر چي مراد بیګ ته ورسید، هغه هم تسلیم سو او یو تړون یې له دوست محمد خان سره لاسلیک کړ. [۱] ددې تړون له مخي په بلخ کي د دوست محمد نفوذ زیات سو، او ددغه ولایت د سیاست کنټرول یې په لاس کي واخیست. نه یوازي دا بلکي دوست محمد خان د دې تړون په پایله کي خپلي سیمې تر اقچې پوري وغځولې او له بدخشان سره یې ګډه پوله رامنځ ته کړه. [۱] [۳]
د جګړې څخه بیرته راستنیدل
سمولد ۱۸۳۹ کال د مارچ په میاشت کي دوست محمد خپل پوځ بیرته کابل ته راوغوښت. د راستنېدو پر وخت د ډیري یخني له امله په زرګونو سړي د غرونو له لارې د سفر څخه مړه سول، او ځیني حیاتي تجهیزات لکه توپخانې او نور یې شاته پریښودل. [۲] [۱]
پایله
سمولد ترکستان تر جګړې څه موده وروسته د افغانستان او انګرېز لومړۍ جګړه پاى ته ورسېده او دوست محمد خان د واک لپاره له شاه شجاع دراني سره په سيالۍ کي ونښت. ددوی د سیالي په پایله کي د افغانستان په وروستیو فتحه سویو سیمو باندي د افغانانو کنټرول ختم سو او دوست محمد د ۱۸۴۳ کال د هزاره جات تر کمپاین پوري بیا یادو سیمو ته نه ولاړی.