افغانستان ، پښتانه او خوشال بابا دعلامه اقبال په شعرونو کې

افغانستان ، پښتانه او خوشحال بابا دعلامه اقبال په شعرونو کې

دهند دنیمې وچې (بر صغیر) پیاوړی شاعر علامه اقبال هغه ستر شاعر تیر شوی دی چې شعرونه یې فلسفي  رنګ او بوی لری او له معنا  نه ډک دي .دی نه یوازې فلسفي شاعر و، بلکې یو سیاسي مفکرانسان هم و. دده ستر شعري کتابونه بانګ درا، با ل جبریل ،ضرب کلیم ، ارمغان حجاز ،اسرار خودی،رموز بیخودی،پیام مشرق ، زبور عجم او جاویدنامه دي چې دزیات ادبي شهرت نه برخمن دی.

علامه اقبال یو ځیرک انسان و. ده پښتانه ښه پیژندلي وو،ده ته دافغانستان تاریخي او جغرافیوی اهمیت هم ښه څرګندوhttps://ar.m.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D9%84%D8%B5%D9%81%D8%AD%D8%A9_%D8%A7%D9%84%D8%B1%D8%A6%D9%8A%D8%B3%D9%8A%D8%A9 او دپښتو دستر شاعر خوشال خان خټک په ستاینه کې یې په فارسي او اردوژ بو شعرونه هم لیکلي دي :

دلته لومړی دعلامه اقبال یو څوپارسي شعرونه او بیا دده یواردو شعر دپښتودژباړې سره آغلواوښاغلودوستانو ته وړاندې کوم.بایدزیاته کړم چې علامه اقبال او سرسلیمان ندوی دافغانستان هغه وخت دواکمن اعلیحضرت محمد نادر شاه په بلنه کابل ته یو سفر هم کړی واو دنوموړي واکمن په ستاینه کې یې یو شعر هم ویلی دی :

علامه اقبال دافغانستان په باره کې وایی :

آسیا یک پیکر آب وګل است

ملت افغان درآن پیکر دل است

ازفساد او فساد آسیا

ازګشاد او ګشاد آسیا

دعلامه اقبال ددې پارسي بیتونو پښتو ژباړه :

دایشیا بر اعظم یا لویه وچه دخټو او اوبونه جوړه شوې ده 

او افغان ملت دایشیا په زړه کې پروت دی

که په دې هیواد کې فسادونه او ناامنۍ وي نو ټوله ایشیا به ورسره ناکراره او نا امنه وي

او که چیرې په دغه هیواد کې امن او سوکالي وي تو ټوله ایشیا به ورسره سو کاله او خوشاله وي.دپښتو ژبې یوه شاعر ښاغلي زمان مومند دعلامه اقبال دغه فارسي شعر په پښتوکې په منظوم ډول ژباړلی دي لکه چې وایی:.

له اوبو او خټو جوړه چه ايشیا ده 

د افغان ملت يې زړه دی هم يي ساه ده

آباد يي یې آبادې د ټولي سيمې

د زوال سره يي ختمه هم بقا ده

دپورتنیو بیتونو نه موږ او تاسو ته داپته لګیدیلی شي چې علامه اقبال دیو سیاسي مفکر په توګه ددې خبرې وړاندیز له نن نه اتیا کلونه وړاندې کړی وچې دافغانستان دناکرارۍ او نا امنۍ په وجه به ټوله ایشیا نا کراره وي .

همداراز علامه اقبال دخوشال بابا په ستاینه کې ویلي دي :

آن حکیم ملت افغانیان 

ان طبیب علت افغانیان

راز قومي دید وبې باکانه ګفت 

حرف حق با شوخي رندانه ګفت 

دعلامه اقبال دپورتنیوپارسي بیتونو پښتو ژباړه:

علامه اقبال وایی:

چې خوشال بابا دافغانانو دملت یو طبیب و

اونوموړی دافغانانو درنځونو په تشخیص او علتونو پوهیده 

ده به دخپل قام رازونه او نیمګړتیاوې

په ښکاره توګه او بې له ډاره ویلې 

او دحق خبرې به یې په ټوکو ټکالو او شوخیو کې بیانولې 

همداراز علامه اقبال په بال جبریل کې د( خوشال خان کی وصیت ) تر عنوان لاندې دغه شعر لري :

قبائل هون ملت کي وحدت مین ګم

که هو نام افغانون کا بلند

محبت مجهی ان جوانون سی هی

ستارون په جو ډالټي هین کمند

مغل سی کسی طرح کمتر نهین

کوهستان کا یه بچه ارجمند

کهون تجسی ای هم نشین دل کی بات

وه مدفن هی خوشال خان کو پسند 

اړا ګر نه لائي جهان باد کوه 

مغول شهسوارو کی ګرد سمند

دعلامه اقبال د دې اردو شعر پښتو ژباړه :

پښتانه قبائل دملت دیووالي لپاره مبارزه کوي

څو دافغانانو نوم لوړشي

زما مینه دهغو ځوانانو سره ده 

چې لوړې او مضبوطې ارادې لري 

او دآسمان ستوري په خپلې ولکې کې راولي

د کوهستان او غرونو دغه نومیالی بچیان

تر مغولو نه هیڅ کم نه دي 

تاسو ته ملګرو دزړه خبره وکړم

چې هغه مدفن او قبر دخوشال بابا خو ښ دی 

چې دمغولود آسونودوړي او ګردونه پری پری نه وزي