اس ـ ۳۰۰
S-300
C-300

وسله د مځکې نه هوا ته توغندی سستم
تولیدونکی روسیه
چین
جوړونکی Almaz-Antej
NPO Almaz
NIIP (رادار)
MKB Fakel (توغندی)
MNIIRE Altair (S-300F)
د اس-۳۰۰ ډولونه S-300P
S-300PM
S-300PMU 2
S-300F (بحری ځواک)
S-300V
S-400


اس ـ ۳۰۰ (په روسی کې: C-300 зенитная ракетная система среднего радиуса действия ) د اوږد انداخت ساحه د مځکې نه هوا ته یو ډول راکتی سیستم دی چی د الوتکو او توَغندیو د منځه وړولو لپاره کارېږی. دغه راکتی سیستم د ستراتیژیکی هدفونو د ساتنی د پاره کارېږی. د اس ـ۳۰۰ راکتی سیستم په روسیه کی او د چین په ولوسی جمهوریت کې جوړیږی.

توصیف

د اس- ۳۰۰ د توغندی د سیستم یو ډله د لس تقلیه وسیلو څخه جوړېږی. په هغه کې یو د قومندان موټر، یو لوی تعقیب کونکی رادر، یو برید کونکی رادر، یو محلی څارنکی رادر او شپږ د توغندی وړونکی موټرونه دی. د قومندان موټر د څارنکی د رادر څخه معلومات ټولوی.لوی تعقیب کونکی رادر کولای سی ۲۰۰ هدفونه وڅاری. بریدکونکی رادر کولای سی ۱۲ هدفونه وڅاری او پر شپږ هدفونو د توغندیو په مرسته برید وکړی.

د اس-۳۰۰ استعمالونکی هېوادونه