ارستوکراسي
ارستوکراسي د دغه لغت سټه له يوناني ژبې سره اړه لري چې د Arisrus ښه او Kratia حکومت نه اخيستل شوې او لفظاً يې معنا د نيكانو، نجباوو او اشرافو حكومت دى. د نجابت او اشرافيت په پېژندنه كې اختلاف موجود دى. د افلاطون او ارسطو له نظره د نيكانو حكومت هغه حكومت دى چې د يو نجيب او ښه اقليت له خوا په يوه هېواد كې اجراء كېږي. د ښه والي معيار يې هم نظري او هم عملي دى او يوازې فلاسفه دغه خاصه درلودلاى شي. ارسطو د اليگارشي او ارسطوكراسۍ ترمنځ فرق كاوه، خو له ډيرې پخوا نه ارستوكراسي او اليگارشي يو د بل مرادف استعمال شوي دي. د سياسي فلسفې له نظره ارسطوكراسي هغه حكومت دى چې د افرادو د يوې داسې ډلې له خوا جراء كېږي چې د عقل او اخلاقو خاوندان وي، عمومي مصالح تر خپلو مصالحو وړاندې گڼي. د دوى حكومت د برترۍ او تسلط جنبه نه لري. مقصد د ارسطوكراسۍ نه د اشرافو او نجباوو حكومت دى چې د نسب، اقتصاد او كلتور له نظره له نور ملت څخه فرق ولري چې موجوده وخت كې په بورژوازي نړۍ كې د كارگرو منځ كې د كارگري اتحاد يو مشر چې له نورو كارگرو څخه امتياز لري. د كارگري ارسطوكراتانو په نامه ياديږي. زموږ له نظره ښه حكومت هغه دى چې د ټول ملت په اراده منځ ته راغلى وي، ملي اساس ولري، د ملت د ملي مصالحو او منافعو نه دفاع وكړي، فردي او اشرافي حكومتونه زموږ په نزد د تائيد وړ نه دي.