اریانا سعید

آریانا سعید
شاليد معلومات
بومي نومآریانا سعید
زېږېدنه۱۴ جولای ۱۹۸۵(1985-07-14) ‏(عمر: ۳۸ کاله)
افغانستان کابل, افغانستان
ژانر یا ډولپاپ, R&B, هېپ هاپ, افغانی فلکلورېک موزیک
دندهسندرغاړي, ترانه لیکونکي
د فعالیت کلونه۲۰۰۷–تر اوسه پوري
لیبلونهشېرزاد ساعتېري (www.sherzaad.com)
وېب پاڼهhttps://www.facebook.com/aryanamusic

آریانا سعید یوه افغانه سندرغاړې, ترانه لیکونکي او تلویزون کارکونکي ده.[۱] هغه د خپلي سندري «ماشالا» سره چې په ۲۰۰۸ کې ویلي وه ډیره مشهوره شوه .

مخينه سمول

اریانا داسی کورنی کی نړی ته راغلی ده چی مور یی دری ژبی او پلار یی پښتو ژبی و، هغی په ماشومتوب کی افغانستان پریخوده. پاکستان ته تږ نه وروسته، اریانا او کورنی یی اروپا ته سفر وکړ، او وروسته له څو کاله اوسیدو په سویس کی، اوس په لندن کی ژوند کوی. د هغی مینه موسیقی سره د ماشومتوب نه پیل شوی ده، اریانا د ښوونځی په دوره کی په سویس کی د غږولو د گروه غړی وه. وروسته د مدریت او تجارت د ریشتی د فارغیدو نه، هغی پریکړه وکړه چی د یوی هنرمندی په توگه د موسیقی په څانگه کی خپل فعالیت پیل کړی.سر بیره پر دی چی، اریانا د خپل کار په لومړیو ورځو کی ډیرو ستونزو سره مخامخ شوه، خو اخیر د هغی استعداد د ډيرو جوایزو په اخیستو سره، د خلکو په منځ کی شهرت ته ورسیده. د جایزو اخیستل لکه؛ بهترینه ځوانه سندرغاړی میرمن، بهترینه سندرغاړی میرمن، بهترینه د ژوندی بنی خپرونکی او د کال غوره ودیو د اریانا د لاس ته راوړنو نه دی. په مجموع کی د اریانا ودیو کلیپونو په یوتوب په ۵ میلونه لیدونکو پاملرنه ځان ته رااړولی ده.باید دا خبره هم یاده کړو چی ډیری شعرونه او هغه کمپوزنه چی سندرو کی ورنه گټه اخلی خپل یی دی. اریانا لومړی افغانه سندرغاړی ده چی سندره یی ماشاالله په نړیوالو رسانو کی خپره شوی ده.

اریانا تر اوسه پوری د ۵۰ کنسرتونو نه ډیر د نړی په سراسر کی اجرا کړی دی، چی د ۳ کلو نه تر ۶۵ کلو عمره درلودونکو په کی گډون درلوده. دا ښکلی زړه راښکونکی میرمن، په ښکلی ستایل او کالیو یی او هغه شهرت چی د ژوند بنی سندرغاړی په توگه یی لری، کولای شی د څارونکو (مربی) په ټیم کی د افغانستان غږ په خپرونه کی یوه عالی ټاکنه اوسی.[۲]

سرچینې سمول

  1. "Aryana Sayeed's Biography". My Opera. http://my.opera.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); روابط خارجية في |publisher= (مساعدة)
  2. "افغان وایس کې د اریانا ژوندلېک". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)