ارگ

د افغانستان د جمهور رئیس د استوګنې او کارځای

ارگ په لغت کې د یوې لویې کلاپه منځ کې کوچنۍ کلا ته وایي چې د برجونو درلودونکې وي او په اصطلاح کې د فرمان ورکوونکي داوسېدو ځای ته وایي له همدې کبله ارگ هغه ځای ته ویل کېږي چې په هغه کې دښار ، ولایت یا د هېواد مشر واوسېږي او له هغه ځایه څخه اړوندې چارې اداره کړي.

ارگ
عامه معلومات
عمومي معلومات
اداري سیمه
هېواد
ښار
کارول
اړين معلومات
د ودانولو د کار پیل
1880
کچه او لوړوالۍ
العرض
250
کچه
تقريبا 83 جريبه
تخنیکي معلومات
ساختماني سیسټم
افغان
نور معلومات
وېب‌پاڼه
کورډي‌نېشن
۳۴°۳۱′۲۵″شمال ۶۹°۱۰′۴۴″ختیځ / 34.5236°شمال 69.1789°ختيځ / 34.5236; 69.1789 Edit the value on ویکي‌ډېټا
Map
د ارگ ماڼۍ اوسنۍ بڼه
د ارگ ماڼۍ

تاريخ او جوړښت

پخوا دغه مفهموم په افغانستان کې د دوو ځایو نو لپاره کاریده ، یو یې دافغان اوانگلیس له دوهمې جگړې نه مخکې اوبل یی له دغې جگړې نه وروسته. په افغانستان کې دانگریزانو دپوځ دتیري یوه ناوړه پایله داوه چې دکابل دبالاحصار ودانې یا دافغان پاچاهانو کلکه کلا او دچهلستون لرغونې ماڼۍ دانگریزي واکمن رابرتس په حکم ورانې شوې، اوله دغو سترو اولرغونو ماڼیو نه چې دسدوزایانو په وخت کې دپاچا داوسیدو پرځای سربیره یو زر داوسېدو کورونه ، بازار اوڅو کلا گانې په کې وې له خاورو پرته بل څه یې پاتې نه شول.

دانگریزانو دپوځ حضور داځل اوږد شو اوکله چې دغو ځواکونو افغانستان پریښود او دچارو واگې یی عبدالرحمن خان ته وسپارلې نو دباچا داوسېدو یا د ارگ په نامه کوم ځای په کابل کې وجود نه درلود، له دې امله عبدالرحمن خان وروسته له دې چې په کابل کې میشت شو اوخپل ځای یی وټاکه نو کندهاري اوکابلي انجینران او معماران یې راوغوښتل چې دشیرپور ترڅنگ یعنی دهغه وخت دکابل په شمالی اوشما ل ختیزه برخه کې دارگ دجوړولو کار پیل کړي له همدې کبله عبدالرحمن خان په دغه سیمه کې دوه سوه جریبه ځمکه بېله کړه او امریې وکړ چې دبڼ په منځ کې دې دشاهی ارگ ماڼۍ ودانه شي.

د انجینرانو دغه ډله دسیدیاقوت شاه څرخي په مشرۍ چې دامیر نږدې او دباور وړ کس و او وروسته په قلعه بیگي هم مشهور شو، دهغې ورځې دمعمارۍ له فنونو سره سم دارگ کلا په کنگره اوتیر کش لرونکو دیوالونو سره سمبال او جوړه کړه.

هغه ددیوالونو په شاوخوا کې داوبو لپاره یو خندق وویست ، دغه راز یی د ارگ دکلا ددیوالونو په څلورو کونجونو کې څلو ر برجونه چی دتوپونو اونورو دفاعی وسلو دکارولو لپاره یی تیرکشونه درلودل جوړ کړل.

دسلام خانې ماڼۍ چې په هغه کې دجشنونو او اخترونو مراسم ترسره کیدل هم دختیزو دروازو په خواکې جوړه شوه اوپه همدې ودانۍ کې دلومړي ځل لپاره دافغانستان د ملی شورا غونډه جوړه شوه.

دغه رازدسلطنتي کلا دځانگړې معمارۍ د اصولو پربنسټ دارگ په دننه کې نورې ودانې هم جوړې شوې چې دهغو له جملې نه دپاچا ددفتر لپاره ودانۍ ، ځانگړی ځای، دباچا دکورنۍ اومیرمنو لپاره چې حرم سرای به یی ورته ویل ، د ارگ دکارکونکو لپاره کوټې، دنقدوپیسو اوگران بیه توکو دساتنې لپاره دشاهی خزانې ځای ، کوټي باغچه ، دوسلو زیرمتون، دباچا دساتونکو ځای ، دزندانیانو دساتنې لپاره شاهی زندان، پخلنځی او دخوراکي توکو لپاره دزیرمه کولو ځای یادولی شو.


نورې ودانۍ

دارگ د ودانۍ ترڅنگ چې دودانولو کاریې دعبدالرحمن خان په وخت کې بشپړ شو له هغې راوروسته موده کې هم ځېنې ودانۍ جوړې شوې چې په دې ډول دي :

د دلگشا ماڼۍ

دغه ماڼۍ دامیر حبیب الله خان په وخت کې جوړشوه چې دارگ له ښکلو او دلیدلو وړ ماڼیو څخه گڼل کېږي. دا ماڼۍ دارگ په سوېل ختیزه برخه کې دبڼ په منځ کې ولاړه ده .په دغه شانداره ماڼۍ کې به دپاچا پر دفتر سربیره دبهرنیو میلمنو هرکلی هم کیده .

دستوري ماڼۍ

دغه ماڼۍ دارگ په لویدیزه څنډه کې ودانه شوې چې بیا وروسته دبهرنیو چارو وزارت ته و سپارل شوه چې اوس مهال ددغه وزارت یو شمېر څانگې په دغه ماڼۍ کې دفترونه لري .

لومړۍ نمبر ماڼۍ

دغه ماڼۍ د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې دشهزاده احمدشاه داوسېدو لپاره جوړه شو ه چې بیا وروسته دمحمد داود خان دولسمشرۍ په وخت کې دسیاسي میلمستون په توگه ترې کار اخیستل کیده

دمحمد داود خان دوره

دکمونست گوند دمشرانو له نیول کیدو سره سم د ۱۳۵۷ کال دغوایي دمیاشتې په۷ نېټه دارگ دگل خانې په ماڼۍ کې دکابینې بیړنۍ غونډه جوړه شوه :

ددغې ورځې ددولس بجو په شاوخوا کې ناببره دکودتا کوونکو ټانکونه دارگ لورته را روان شول، د یوې ورځې له ځمکنیو او هوایي گواښونو وروسته دگلخانې ماڼۍ ته دامام الدین سرتیري راننوتل او دداودخان اودهغه دکورنۍ له شهادت وروسته دارگ دورانیدو بهیر هم پیل شو .

دوهم نمبر ماڼۍ

دببرک کارمل دواکمنۍ پر مهال دده او دده دکورنۍ داوسیدو لپاره ددوهم نمبر ماڼۍ په نوم یوه ودانۍ جوړه شوه خو داکار بشپړ نشو اودکمونست گوند بل واکمن نجیب بیا دخپلو ساتونکو داوسېدو لپاره دهغې کار بشپړ کړ .

دطالبانو دوره

دطالبانو دواکمنۍ پرمهال دیوې لږې مودې لپاره په ارگ کې دوزیرانو غونډې جوړېدې او په همدې دوره کې طالبانو یو جومات ددلگشا ماڼۍ ته څېرمه ودان کړ .

دبدوی ژوندانه په څېر هغوی د جمهوری ریاست دفتر په توشکو فرش کړ اوټولې چارې به یی په کیناستو ترسره کولې .

دهغوی په دوره کې دارگ ونې پری شوی او له لرگو نه یی د سوځیدو دتوکو لپاره کار واخستل شو . هغوی دغه راز میزونه اوڅوکۍ هم ماتې کړی او دتودولو لپاره به یی کار ترې اخست نو ارگ په دې موده کې دیو متروکه ځای په توگه پاتې شو.

دحامد کرزی دوره

سره له دې چې دارگ ډیربنسټونه دجگړو له کبله وران شول خو د حامد کرزي په راتلو سره هغه پراختیاوی چې په ارگ کې راغلې په لاندې ډول دی :

  1. دارگ داحاطې ددیوالونو جوړول
  2. دسلام خانې ماڼې جوړول اومجهزول
  3. دسلام خانې مخې ته دشنې سیمی ، پارک اوسنتی چای خانې جوړول
  4. دتشریفاتو ډگر جوړول
  5. ددلگشا ماڼې بیارغاونه
  6. دجومات ، ژیړې ماڼې ، اوپنځه گونو برجونو داوسپنیز بام جوړول
  7. دکانالیزاسیون جوړول
  8. دجنگي وره جوړول
  9. ددوهم نمبر ماڼۍ جوړول
  10. دارگ دلارو پخول

قصر سنگی

دغه ځای دگلخانې ماڼۍ په څنگ کې دی لومړی دامیر دمرسته کوونکو اومشاروینو لپاره جوړ شوی وو خو دوخت په تیریدو سره او دهرې دورې داړتیا وو مطابق دبېلا بېلو موخو لپاره وکارول شوه.

دحامد کرزی په وخت کې دډبرینې ماڼۍ بیارغاول او ودانیدل په دوه پوړونو کې په مدرنه توگه ترسره شول چې دغه ماڼۍ دامنیت شورا ودانۍ دشمال لویدیز برج سره تړي ، په دې ودانۍ کې دجمهور ریس ددفتر دریس اود نورو اړونده ریاستونو دفترونه کارکوي تر څو چې دگل خانې ماڼۍ ته هم تگ اوراتگ آسانه وی .

دسنگی قصر په لومړی پوړ کې یو لوی سالون جوړ شوی چې دولسمشر دوگړنیزو ملاقاتونو ، ډوډۍ خووړلو، مطبوعاتی کنفرانسونو لپاره کار ترې اخستل کېږي .

سره له دی چې دجمهوری ریاست دودانیو جوړل دولسمشر په لومړیتوبونو کې نه ول او دی په دی اند وو چی دارگ بیا رغاول به دهیواد دنورو برخو تربیا رغاونې وروسته ترسره کړي خو ددی ځای ورانیو دولسمشر ددفتر کار کوونکي له ستونزو سره مخ کړي وو اوله بهرنیو مېلمنو اومشرانو نه چی هروخت ارگ ته راځی ښه هرکلی نه شو کیدلای اوتشریفاتی چارې له ستونزو سره مخ وی نو تصمیم ونیول شو چی دارگ دځینو برخو دبیارغاونې چارې دې ترسره شی .

ددې پروژې په تطبیق سره اوس ارگ اودجمهور ریس دفتر دمیلمنو دهرکلی لپاره اوهم دتشریفاتی چارو لپاره په یوه مناسب ځای بدل شوی، سره له دې چې دنورو هیوادونو په پرتله لاهم کمۍ په کې لیدل کیږي .

سرچينه

ارگ د ولشمر د دفتر رسمي وېبپاڼه