ارګ په لغت کې د یوې لویې کلاپه منځ کې کوچنۍ کلا ته وایي چې د برجونو درلودونکې وي او په اصطلاح کې د فرمان ورکوونکي داوسېدو ځای ته وایي له همدې کبله ارګ هغه ځای ته ویل کېږي چې په هغه کې دښار ، ولایت یا د هېواد مشر واوسېږي او له هغه ځایه څخه اړوندې چارې اداره کړي . پخوا دغه مفهموم په افغانستان کې د دوو ځایو نو لپاره کاریده ، یو یې دافغان اوانګلیس له دوهمې جګړې نه مخکې اوبل یی له دغې جګړې نه وروسته . په افغانستان کې دانګریزانو دپوځ دتیري یوه ناوړه پایله داوه چې دکابل دبالاحصار ودانې یا دافغان پاچاهانو کلکه کلا او دچهلستون لرغونې ماڼۍ دانګریزي واکمن رابرتس په حکم ورانې شوې، اوله دغو سترو اولرغونو ماڼیو نه چې دسدوزو په وخت کې دپاچا داوسیدو پرځای سربیره یو زر داوسېدو کورونه ، بازار اوڅو کلا ګانې په کې وې له خاورو پرته بل څه یې پاتې نه شول . دانګریزانو دپوځ حضور داځل اوږد شو اوکله چې دغو ځواکونو افغانستان پریښود او دچارو واګې یی عبدالرحمن خان ته وسپارلې نو دباچا داوسېدو یا د ارګ په نامه کوم ځای په کابل کې وجود نه درلود، له دې امله عبدالرحمن خان وروسته له دې چې په کابل کې میشت شو اوخپل ځای یی وټاکه نو کندهاري اوکابلي انجینران او معماران یې راوغوښتل چې دشیرپور ترڅنګ یعنی دهغه وخت دکابل په شمالی اوشما ل ختیزه برخه کې دارګ دجوړولو کار پیل کړي له همدې کبله عبدالرحمن خان په دغه سیمه کې دوه سوه جریبه ځمکه بېله کړه او امریې وکړ چې دبڼ په منځ کې دې دشاهی ارګ ماڼۍ ودانه شي . د انجینرانو دغه ډله دسیدیاقوت شاه څرخي په مشرۍ چې دامیر نږدې او دباور وړ کس و او وروسته په قلعه بیګي هم مشهور شو، دهغې ورځې دمعمارۍ له فنونو سره سم دارګ کلا په کنګره اوتیر کش لرونکو دیوالونو سره سمبال او جوړه کړه . هغه ددیوالونو په شاوخوا کې داوبو لپاره یو خندق وویست ، دغه راز یی د ارګ دکلا ددیوالونو په څلورو کونجونو کې څلو ر برجونه چی دتوپونو اونورو دفاعی وسلو دکارولو لپاره یی تیرکشونه درلودل جوړ کړل . دسلام خانې ماڼۍ چې په هغه کې دجشنونو او اخترونو مراسم ترسره کیدل هم دختیزو دروازو په خواکې جوړه شوه اوپه همدې ودانۍ کې دلومړي ځل لپاره دافغانستان د ملی شورا غونډه جوړه شوه . دغه رازدسلطنتي کلا دځانګړې معمارۍ د اصولو پربنسټ دارګ په دننه کې نورې ودانې هم جوړې شوې چې دهغو له جملې نه دپاچا ددفتر لپاره ودانۍ ، ځانګړی ځای، دباچا دکورنۍ اومیرمنو لپاره چې حرم سرای به یی ورته ویل ، د ارګ دکارکونکو لپاره کوټې، دنقدوپیسو اوګران بیه توکو دساتنې لپاره دشاهی خزانې ځای ، کوټۍ باغچه ، دوسلو زیرمتون، دباچا دساتونکو ځای ، دزندانیانو دساتنې لپاره شاهی زندان، پخلنځی او دخوراکي توکو لپاره دزیرمه کولو ځای یادولی شو . نورې ودانۍ : دارګ د ودانۍ ترڅنګ چې دودانولو کاریې دعبدالرحمن خان په وخت کې بشپړ شو له هغې راوروسته موده کې هم ځېنې ودانۍ جوړې شوې چې په دې ډول دي : ددلګشا ماڼۍ : دغه ماڼۍ دامیر حبیب الله خان په وخت کې جوړشوه چې دارګ له ښکلو او دلیدلو وړ ماڼیو څخه ګڼل کېږي. دا ماڼۍ دارګ په سوېل ختیزه برخه کې دبڼ په منځ کې ولاړه ده .په دغه شانداره ماڼۍ کې به دپاچا پر دفتر سربیره دبهرنیو میلمنو هرکلی هم کیده . دستوري ماڼۍ : غه ماڼۍ دارګ په لویدیزه څنډه کې ودانه شوې چې بیا وروسته دبهرنیو چارو وزارت ته و سپارل شوه چې اوس مهال ددغه وزارت یو شمېر څانګې په دغه ماڼۍ کې دفترونه لري .

لومړۍ نمبر ماڼۍ : سمول

دغه ماڼۍ د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې دشهزاده احمدشاه داوسېدو لپاره جوړه شو ه چې بیا وروسته دمحمد داود خان دولسمشرۍ په وخت کې دسیاسي میلمستون په توګه ترې کار اخیستل کیده

دمحمد داود خان دوره : سمول

دکمونست ګوند دمشرانو له نیول کیدو سره سم د ۱۳۵۷ کال دغوایي دمیاشتې په۷ نېټه دارګ دګل خانې په ماڼۍ کې دکابینې بیړنۍ غونډه جوړه شوه : ددغې ورځې ددولس بجو په شاوخوا کې ناببره دکودتا کوونکو ټانکونه دارګ لورته را روان شول، د یوې ورځې له ځمکنیو او هوایي ګواښونو وروسته دګلخانې ماڼۍ ته دامام الدین سرتیري راننوتل او دداودخان اودهغه دکورنۍ له شهادت وروسته دارګ دورانیدو بهیر هم پیل شو . دوهم نمبر ماڼۍ : دببرک کارمل دواکمنۍ پر مهال دده او دده دکورنۍ داوسیدو لپاره ددوهم نمبر ماڼۍ په نوم یوه ودانۍ جوړه شوه خو داکار بشپړ نشو اودکمونست ګوند بل واکمن نجیب بیا دخپلو ساتونکو داوسېدو لپاره دهغې کار بشپړ کړ . دطالبانو دوره : دطالبانو دواکمنۍ پرمهال دیوې لږې مودې لپاره په ارګ کې دوزیرانو غونډې جوړېدې او په همدې دوره کې طالبانو یو جومات ددلګشا ماڼۍ ته څېرمه ودان کړ . دبدوی ژوندانه په څېر هغوی دجمهوری ریاست دفتر په توشکو فرش کړ اوټولې چارې به یی په کیناستو ترسره کولې . دهغوی په دوره کې دارګ ونې پری شوی او له لرګو نه یی د سوځیدو دتوکو لپاره کار واخستل شو . هغوی دغه راز میزونه اوڅوکۍ هم ماتې کړی او دتودولو لپاره به یی کار ترې اخست نو ارګ په دې موده کې دیو متروکه ځای په توګه پاتې شو.

دحامد کرزی دوره: سمول

سره له دې چې دارګ ډیربنسټونه دجګړو له کبله وران شول خو د حامد کرزي په راتلو سره هغه پراختیاوی چې په ارګ کې راغلې په لاندې ډول دی : دارګ داحاطې ددیوالونو جوړول دسلام خانې ماڼې جوړول اومجهزول دسلام خانې مخې ته دشنې سیمی ، پارک اوسنتی چای خانې جوړول دتشریفاتو ډګر جوړول ددلګشا ماڼې بیارغاونه دجومات ، ژیړې ماڼې ، اوپنځه ګونو برجونو داوسپنیز بام جوړول دکانالیزاسیون جوړول دجنګي وره جوړول ددوهم نمبر ماڼۍ جوړول دارګ دلارو پخول

قصر سنګی: سمول

دغه ځای دګلخانې ماڼۍ په څنګ کې دی لومړی دامیر دمرسته کوونکو اومشاروینو لپاره جوړ شوی وو خو دوخت په تیریدو سره او دهرې دورې داړتیا وو مطابق دبېلا بېلو موخو لپاره وکارول شوه. دحامد کرزی په وخت کې دډبرینې ماڼۍ بیارغاول او ودانیدل په دوه پوړونو کې په مدرنه توګه ترسره شول چې دغه ماڼۍ دامنیت شورا ودانۍ دشمال لویدیز برج سره تړي ، په دې ودانۍ کې دجمهور ریس ددفتر دریس اود نورو اړونده ریاستونو دفترونه کارکوي تر څو چې دګل خانې ماڼۍ ته هم تګ اوراتګ آسانه وی . دسنګی قصر په لومړی پوړ کې یو لوی سالون جوړ شوی چې دولسمشر دوګړنیزو ملاقاتونو ، ډوډۍ خووړلو، مطبوعاتی کنفرانسونو لپاره کار ترې اخستل کېږي . سره له دی چې دجمهوری ریاست دودانیو جوړل دولسمشر په لومړیتوبونو کې نه ول او دی په دی اند وو چی دارګ بیا رغاول به دهیواد دنورو برخو تربیا رغاونې وروسته ترسره کړي خو ددی ځای ورانیو دولسمشر ددفتر کار کوونکي له ستونزو سره مخ کړي وو اوله بهرنیو مېلمنو اومشرانو نه چی هروخت ارګ ته راځی ښه هرکلی نه شو کیدلای اوتشریفاتی چارې له ستونزو سره مخ وی نو تصمیم ونیول شو چی دارګ دځینو برخو دبیارغاونې چارې دې ترسره شی . ددې پروژې په تطبیق سره اوس ارګ اودجمهور ریس دفتر دمیلمنو دهرکلی لپاره اوهم دتشریفاتی چارو لپاره په یوه مناسب ځای بدل شوی، سره له دې چې دنورو هیوادونو په پرتله لاهم کمۍ په کې لیدل کیږي .